د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د مینـــی حــــج

baahmadi2010
11.01.2011

ستـــا د تصویر می طوافــونه وکــړه <*****> په یوه شپـــه می څو حجـونه وکړه
بیــــا می احـــــرام د لوپټــــی وتاړه <*****> په مخ کعبـه می څو مونځونه وکړه
بیا دی خولی پوری څواوښـکی راغلی <*****> لکــــه زمزم می تری ګوټونه وکړه
ستـــا د کوڅی نه تر زمونږ د کوڅـی <*****> ما د صفـــا و مروا رسمونه وکړه
د شیطــــانانو ویشتل هم فـــرض وؤ <*****> نو په رقیب می ګــــوزارونه وکړه
جـانانه وایه حـــج قبـــول شو کـه نهُ <*****> که دا می هســی کــوششونه وکړه

"احمدی"


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more