د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

په بحثفورمونوکی نوی بدلونونه اوکموني !!!

رښتینی
03.01.2011

دټول افغان درنو لوستوالو او لیکوالانو !

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

په بحث فورمونوکی نوی بدلونونه او زیاتونی په زړه پوری او دپررمختګ
په لوری ددی درنی پاڼی درانه ګامونه یی بللی شو الله دی وکړی ددی ويب پاڼی
له لاری دخپل هیواد مخلصانه چوپړ وکړای شو

ټولنپوهنه یا علم الاجتماع خورا مهم او دبشر د پرمخیون له پاره له اساسی علومو
نه شمیرل کیږی په دی کی شک نشته چی دامت سترو پوهانو دی علم ته ډیر اهمیت ورکړی دی او په دی لړ کی یی خورا ګټور خدمتونه کړی دی چی د لری عربی لویدیځ ستر او نړیپیژندلی څیره ابن خلدون رحمه الله تعالی ددی علماو په سر کی راځی داراز دده ستر کتاب مقدمه ابن خلدون هم یو انقلابی کتاب پیژندل شوی دی

متاسفانه دټولنپوهنی لویدیځوال پوهان نه پیژنم او دهغو داثارمی هم بیخی
کم لیدلی دی نوکوم وروڼه چی دهغوی په اړه مالومات لری هغه دی هم راسره
شریک کړی اوزه به هڅه وکړم چی له خپلو مالوماتو سره سم په دی بحثفورم کی څه ولیکم

د درنو لیکوالو او ګډونوالو دګټورو او علمی لیکنو په هیله

ستاسو ورور حامد


Sangar Watan
04.01.2011

محترم مدير صاحب،
زما وړانديز

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اړینې پوښتنې او مسلکي ځوابونه
چلونکي طالب جان, خاټول, ع کريم حليمي, وهاج ساپی
طبیعي علوم
چلونکي ع کريم حليمي, pattang, ډاکتر څپاند
ټولنه او ټولنپوهنه
تیوریکي لیکنې
چلونکي ډاکتر وطنمل, حامد, عادل عادل, هیښ
هنر، ادب او پښتو نحوه هنر ، پښتو ادب او پښتو ګرامر
چلونکي ډاکتر وطنمل, پتنګ،پتوال،عبدالسلام ,laraway larghoni
تاریخ او تاریخپوهنه
د افغانانو تاریخ د تاریخپوهنې له نظره
چلونکي ډاکتر وطنمل, [color=white:acb0bce8c8]عبدالسلام [/color:acb0bce8c8] فلسفه او ارواپوهنه
د طبعیت ټولنې او د شعور ټولګړې قانونمندي
چلونکی ډاکتر وطنمل ,پتوال ،عبدالسلام،شهير
طب : روغتيا او خوراکي مواد
طبي درملنه او په روغتيا کې د خوراکي توکو رول
چلونکی [color=blue:acb0bce8c8]ډاکتر احمدزی،ډاکتر څپاند،ډاکتر بيصدا [/color:acb0bce8c8]
تخنیک او خبرتیایي تکنالوژي


ملي اسلامي او ټولنیز غورځنګونه
د نوموړو غوځنګونو هدفونه،لارې او اړینتوب
چلونکي ډاکتر وطنمل, وهاج ساپی, هیښ ،پتنګ،عبدالسلام
ښکیلاک، اشغالګر او ګوډاګیان
د اشغالګرو او ګوډاګي رژیم نادودې
چلونکي mehman, shaheer ،monir
لر او بر د لوی افغان د ازادۍ پا څون
د لر او بر افغانستان د ازادلو رسالت او ملي ازادۍ پاڅونونه
چلونکي ډاکتر وطنمل, عبدالسلام
پښتو، پښتونولي او د پښتنو کلتور
د پښتونولۍ شننه او تاریخ
چلونکي pattang, باتور,[color=red:acb0bce8c8] larwi larghoni [/color:acb0bce8c8] د میرمنو او ماشومانو نړۍ
د ماشومانو لپاره کيسې او روزنيزې هڅې
چلونکي ډاکتر وطنمل, زهيرشينواری, خاټول
بیا رغونه او پرمختګ
د هیواد د ودانولو او پرمختګ چارې
چلونکي ډاکتر څپاند, shaheer ،[color=yellow:acb0bce8c8]عبدالسلام[/color:acb0bce8c8]،پتنګ،larwi larghoni
د وړو نجونو او تنکیو ځوانانو اندونه او ذوقونه
چلونکی زهيرشينواری
وطن پال او نور ګټور شعرونه
ملي ، تصوفي او حماسي شعرونه
چلونکي ډاکتر وطنمل, هيواد شېرزاد

عشقي او تخلي شعرونه
تخيلي او رومانتنيکي شعرونه
چلونکی هيواد شېرزاد
د کمپوتر او انټرنټ تخنيکي مرستې
کمپوټري دستورونه او تخنيکي نوښتونه
چلونکی tolafghan
ادبي ټوکې ټکالې
چلونکي hotak, حامد،tander


عادل عادل
04.01.2011

سلامونه

د بحثفورمونو درنو ګډونوالو او لوستونکو
د ښاغلي ډاکټر صیب وطنمل د مزیدې توجه وړ

سره لدې چې هر نوی ادلون بدلون په لومړي سر کې هیښوونکی او غیر مطبوع وي، خو د ګټورو مشورو د ټولولو لپاره بهترینه زمینه برابروي، نو ځکه خو پکار ده چې په مثبت نظر ورته وکتل شي او د لا ښه سمبالښت لپاره یې هر څوک که لوستونکی وي که د بحثونو ګډونوال خپلې لازمې او ګټورې مشورې ونه سپموي.

زه چې د ځان په ګډون د هر ګډونوال او درنو لیکوالانو د لیکنو شمیرې ته ګورم نو فکر کوم چې دا ټولې لیکنې به په مجموع کې د ډیرو په منځ کې د افهام او تفهیم وسیله ګرزیدلې وي، د ډیرو به یې ابهامات، سوء تفاهمات او شکونه رفع کړي وي، ډیری د اختلاف اطراف او ښکار شوي خلک به یې واحدې نتیجې رسولي یا نژدې کړي وي، د ډیرو په عامه معلوماتو به یې ورزیات کړي وي، ډیرو ته به یې د بحث او اختلاف پر مهال د زغم، برداشت او انعطاف پذیری قوه او لوړ ظرفیت ورپه برخه کړی وي ...... او داسې نور ..... هر یو هغه څه دي چې د لیکونکو لاسته راوړنه او لوی خدایی خدمت یې بللی شو، خو بیا هم کیدای شي د لیکنو د شمیر او وخت په تناسب سره به لکه څنګه چې ښایي د هیڅ یوه ګډونوال او لیکوال زړه ته بشپړ سکون لار نه وي موندلې په دې معنی چې په بې شمیره ګټورو او مختلفو لیکنو او د وخت په مصرف سره یې د خپل چوپړ د نتیجې لازمې محصلې ته چې لږ تر لږه محسوسه، د فزیکي وجود لرونکې او په راتلونکې کې د لااستفادې وړ وي ، لا هم نه وي رسیدلي.

پورتنیو ټکو ته په اشارې سره وړاندیز کوم چې د بحثفورمونو په لړ او یا هر لړ کې دې د [color=white:87adfbeeb8]"علمي او کلتوري چوپړ"[/color:87adfbeeb8] او يا هم تر دې ښه جامع سرلیک لاندې، یوه برخه پرانستل شي، په دې برخه کې دې د اکثریت په اتفاق سره، او یا هم د هرو دوو نه زیاتو ګډونوالو په نوښت دې مفید او ګټور کتابونه له عربي، انګریزي، اردو، او داسې نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته وژباړل شي، د اصل کتاب د یوه یوه سرلیک په رانقلولو سره دې درانه د بحث ګډونوال، هغه چې په مربوطه ژبه کې تسلط او د کتاب د موضوع سره علاقه لري، د هغې په پښتو ترجمه لاس پورې کړي، نور ګډونوال او لوستونکي به یې همزمان املایي، انشایي، تنقیدي او بحثي مسایل په څنګ څنګ کې پر مخ بیایي، او په اخر کې به د نوموړی کتاب په اړه ټولې ژباړل شوې لیکنې د اصلاحي تنقیدي لیکنو په رڼا کې راټولې او د کتاب په بڼه به د ټول افغان په امتیاز سره چاپ ته سپارل کیژي، د هر کتاب د ترجمې لپاره دې مربوطه ډله یو تن مشر ټاکي، نور دې تر خپله وسه د جملو په ترکیب، املا انشا او نورو ماخذونو په راټولو کې مرسته وکړي.

د ترجمې تر څنګ دې د هغو کتابونو په وړاندې په عین ژبه کې د رد او نقد ځوابي کتابونه ولیکل شي چې په تیرو څو لسیزو کې زمونږ د دین او کلتور دښمنانو په پوره سپین سترګی سره د افغاني دود نه په بشپړ او غوڅ واټن کې زمونږ پر ضد لیکلي او زمونږ د ټولنې تصویر یې ړندو نړیوالو او هغو ته چې د نړی ولسونه د کتاب د مطالعې له لارې پیژني، په تیاره بڼه سره انځور کړی دی، ښه مثال یې کایټ رنر کتاب دی.

دا هغه وسیله ده چې ګومان کوم هیڅوک به نه د خپل مصروفیت څخه راوګرزوي او نه به هم د دفتر و دیوان و دیوات د نه لرلو معذرت وړاندې کړای شي.

هیله ده چې په خپلو ګټورو مشورو او وړاندیزونو سره به زما وړاندیز ته عملي جامه ورواغوندی، او ښاغلی ډاکټر صیب وطنمل ته احترامانه وړاندیز کوم چې په لازم عملي میکانیزم یې کار وکړي او نتیجه یې د ټولو مخې ته کښیږدي، ان شاء الله.

یادونه:

دا چې د نووو بدلونونو په لړ کې مې خپل نوم د "ټولنې او ټولنپوهنې" د بحثفورم د چلوونکو په لست کې ولید، نو حیران په دې شوم چې د څه له مخې ددې وړ وګرځیدم چې د چلوونکو په لست کې دې زما نوم شامل شي، په ما کې خو هیڅ داسې زیور نشته چې له مخې یې ځان د ورته مسوولیت او دروند بار د اوچتولو وړ وګڼم، په هر حال کوښښ به کوم چې ډیر ولولم او لږ ولیکم او تر خپله وسه درنو د بحث ګډونوالو او چلوونکو وروڼو ته مفیدې مشورې ورکړم.

په درنښت


عنوان

tandar
05.01.2011

سنګر صاحب وړاندیز مو ډیر ښکلی دی ،مګر داچه زه ډیری ټوکی لیکم ،مشری ې باید په غاړه وانخلم او بهتره به داوی چه له وروڼو هم پوښتنه وشی ،چه ایا دوی دی ورسپارل شوی وظیفی مسئولیت په غاړه اخلی؟
که داسی وی زه شاید په راتلونکی کی دټوکو مخ ته ورنشم او ما دټوکو کوم تحصیل هم نه دی کړی ٠
ستاسو دلطف څخه مننه کوم ٠
تندر


عادل عادل
13.01.2011

سلامونه

دروند تندر صیب

زما په وړاندیز مو ښایي چې خپل نظر ښکاره کړی وای او یا مو کم تر کمه د نورو د پاملرنې مخه نه وای نیولې ....

په ډیر درنښت


خیریوسی
13.01.2011

محترم عادل صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
تر هر څه نه مخکی وتاسو ددالوی مسئولیت مبارکی وایم خدای دی وکړی په خپلو ګټورو لیکونو موونازوی .
وروره لمړی که دلته په فورم یا بله ویب پاڼه کي څوک دا ولیکی چي ......... کتاب تر ژباړی لاندی دی.
په دې سره ونوروورڼو ته دکتاب نوم معلوم شي دبل ورور وخت به نه ضایع کیږی .
بل داچی باید یوه اړوند اداره دکتاب داصلاح کولو وظیفه پر غاړه واخلی په هغه سره به دپردیو لغاتونو ، عقیدې .... مخ نیوی وشی .
دریمه خبره که کتابونه په خپل وطن کي چاپ شی دکتاب لګښت به په خپل وطن کی پاته شی .
څلرم کتابونه ټول پر یوه معیار برابر شی.
زه خپله په دې اړه ښه معلومات نه لرم خو دا زما نظر دی .


عنوان

tandar
15.01.2011

عادل صاحب سلامونه٠
ازادی دبیان دهر انسان حق دی، اما زه بل چاته چه تری پوښتنه چا نه وی کړی او زه په خپله ژوندی ګرځم ،زما په هکله او زما دراتلونکی مسئولیت په هکله چه چاته وړاندیز او لار ښونه وکړی سخت مخالف یم٠
اوکه زه له ده څخه پوښتنه وکړم چه ته څو کلن ې او له کوم مکتب څخه خلاص شوی ې،شاید له پوهی له نګاه یو بل له نژدی نه سره وپیژنو٠

تاسو که دده پیشنهاد تحلیل کړی ،بله معنی ورکوی او دا په خپله یو ډیر غټ ادبی ګذار دی٠
شاید یو بل سره ونه پیژنو ،مګر ټوکی لیکل او ویل دپوښتنو په کلتور کی وه اوشته
دلته ضرور نه ده چه سړی دمسلک په هکله خبری وکړی،اما زه چاته په لیکوالو کی اجازه نه ور کوم چه ما ته وظیفه تعینه کړی٠
دده به زما ټوکی خوښیږی یانه اما زه که دافغانستان رئیس جمهور هم شم دژوندیو خلکو سره به می شخصی سر او کار وی٠
زه یواځی ټوکی نه یم په ١٩٨٠ کال کی می وظیفوی او قانونی په ډیر جرئت سره می،چه اخطارونه هم راته راتلل شخصا دکارمل له خپلوانو څخه می دمجرم په حیث ، هم په توقیف ننه ایستی دی ،ضرور به نه وی چه ووایم ،زه څه کاره وم٠مونږ دشوربازار او دټوکیانو له کوڅی څخه نه یو راغلی او اشنا زما په ټوکو مه غولیږه دا دنر غوندی چه غږیږم ،خیانت او جنایت می نه دی کړی،دخپل ملت او دوطن دازادی نه دفاع کوم او غټ مثال ې دادی چه زه هر چاته خپل نوم او ادرس په اخطیار کی غورځوم،ځکه زه په ځان کی کوم جرم نه وینم چه څوک ګوته راته ونیسی٠
زه خدای پاک مسلمان ،افغان او په خپل وجدان حاکم پیدا کړی یم په خپل ملت دهزاره څخه تر تاجک ،اوزبک پشوی شمال ،جنوب ،شرق او غرب دیوالی په هیله او له دوی نه ځان قربانوم ،زه باید خپل تصمیم په خپله ونیسم نه بل څوک زما په هکله وړاندیزونه وکړی٠
که چا منطق لوستی وی او پری پوهیږی ،دسنګر صاحب، چه زه ورته احترام لرم ،پیشنهاد ډیره پښه ادبی لغته ده ،مګر ما احترامانه ځواب کړیده ،خدای دی وکړی چه دی له ما خفه نه شی٠
عادل صاحب امید دی چه ستاسو دسوال می ځواب می په ډیر قدر سره ځواب کړی وی ٠
ما دهیچا مخه نه ده نیولی هر څوک کولای شی چه خپل نظر وړاندی کړی٠
په عذت سره
دوطن ددشمنانو په سر تندر،یو ازاد او خپلواک افغانستا ن غواړم


پتوال
15.01.2011

دروند عادل صيب وړانديز مو ډير ښه دی، ولې دعلمي کتابونو د تاليف او ژباړو له پاره خو همدغه فورومونه تيار شته ،
دغه نظرڅرګندونې خوبه بې له دې هم ړنګيږي، نو په دې پوهنې ته په ځانګړي شوي فورمونو کې به د علمي آثارو
له تاليف او ژباړې پرته نور څه ليکو ؟؟؟ بيا هم که ښاغلی وطنمل يې لازمه ګڼي د علمي آثارو دژباړې يو بېل فوروم به پرانيزي .


عادل عادل
16.01.2011

سلامونه

ښاغلی دروند پتوال صیب

خدای شته چې ستاسو د لیکنو په ړنګیدو مې زړه بد شو، خدای دې تاسو او ستاسو فکر ژوندی لري، امین

ښاغلی دروند تندر صیب

دا چې تاسو ته ستاسو د ټوکو په سبب څه احساس مخې ته دریژي، مونږ پرې نه پوهیژو، ځکه د ټوکو لیکونکی او د هغو نه د راټوکیدونکي احساس ځای دواړه تاسو یاست، خو که فرض کړو چې د ټوکو په سبب خپل دروند شخصیت د نورو په وړاندې خدای مکړه خدشه دار محسوسوی نو بیا هم دا هغه ټکی دی چې ستاسو دروني احساس یې بللی شو او بس، زه فکر نه کوم چې زما په ګډون چا خدای مکړه تاسو ته د ټوکمار .....، یا ورته نور القاب کارولي وي، نتیجه دا راوزي چې دا ټول د واورې یو لیوه دی چې د ځان لپاره مو په خپله په خپل ذهن کې جوړ کړی، او هسې مونږ ته پرې د ملامتی او ستاسو په درانه حق کې د ګستاخی احساس رابښی.

زما د شخصي استفادې لپاره اخلاقي نتیجه هم دا چې ټوکې په هیڅ صورت کې هم ښه څیز نه دي.


عبد السلام
17.01.2011

[quote:bf3e5cdebd]زما د شخصي استفادې لپاره اخلاقي نتیجه هم دا چې ټوکې په هیڅ صورت کې هم ښه څیز نه دي.[/quote:bf3e5cdebd]
نه! عادل صاحب ولا چې تیروتی یې ، دډاکترانو خبره هر څه په Moderation . زه خو وایم خوش طبعی او ټوکې ټکالې دژ وند مالګه ده ! هغه چې ټوکي ندي هغه ریشیخند پسخند اوزهرجن نیش وهل دي ، هغه هم ځینې وخت په درد خوري . ! داسې ژر یې مه ردوه .


عادل عادل
17.01.2011

سلامونه

عبدالسلام وروره زما نتیجه ګیري په بحثونو کې د روانو په اصطلاح ټوکو له مخې څخه ده.

لکه چې تاسو یادونه کړې خوش طبعي، پر ځای ټوکې او نکتې ویل په رښتیا هم چې د ژوند نه بلکه د ورځنی ناستې پاستې او راشه درشه مالګه ده. :)


ټوکی په کومه اندازه

chaparharay
17.01.2011

ټولو ورونو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم
او بیاد ټوکو پوری خبره ده نو ویلی شو چی ټوکی ښه شی دی دسړی پام پری غلطیږی هسی هم مونږ افغانان په ډیر اوږد غم کی اخته یو چی لږ ساعت لپاره خوشحاله شو بده به نه وی خو ټوکی باید په کومه اندازه وی
دا چی ټوکی هم دانسانی ژوند یو حصه حسابیږی نو داسلام دین دانسانی ژوند لپاره یو پوره تګلاره ده نو د ټوکو هم پکی ځای شته ځمونږ خوږ پیغمبر به هم کله ناکله ټوکی کولی خو درواغ به یی نه ویل اودایی هم فرمایلی چی (ویل للذی یکذب لیضحک به الناس ویل له ثم ویل له)
ترجمه :هلاک دی وی هغه څوک چی درواغ وای ددی لپاره چی خلک پری وخندوی هلاک دی وی اوبیا دی هم هلاک وی
نو چی درواغ پکی نه وی او سنجیده ټوکی وی او دیو چا سپکاوی پکی نه وی شوی اونه چا ته د خفګیان باعث ګرځی ښی دی او کنه نو بیاخو له سره ښی نه دی رسول پاک فرمایلی چی ډیر وژاړی او لږ وخاندی نو مونږ افغانانو خو هسی هم ژړا په نصیب ده خو که کله ناکله پکی کومه سنجیده ټوکه وی ښه ده
هیله مند یم چی څوک پری خفه شوی نه وی
ستاسی ورور چپلیاری(چپرهاری)


رښتینی
19.01.2011

دمحترم عادل ورور نظر ډیر په ځای او مهم دی موږ نن له
ډیرو تحقیقی او هنری لیکنو څخه ژباړوته ډیره اړتیا لرو
ما په خپله په ژباړه کی ډیر کار کړی دی او مختلف اثار می
له څو ژبونه پښتو ته ژباړلی دی چی ځینی یی چاپ شوی هم
دی خو کوم کتاب چی د لیکوالانو له څارنی لاندی وژباړل
شی هغه به ډبر کره او ګټور وی
نو لکه ښاغلی پتوال صیب چی ویلی دی ډاکټر صیب
وطنمل باید په دی اړه یو ګام پورته کړی

په مینه


دبحث فورمونو.....

chaparharay
21.01.2011

سلامونه
وروره سمونګبو صاحب خفه نشي اوس هم لوستونکي او حتي ددي فورم ځیني چلونکي ورونه دا اعتراض لري چي دا افغاني فورم دی نو لطفا دي ورونه په پښتو او یا لږ تر لږه په پاړسۍ کي لیکني وکړي ترڅو ټول لوستونکي ورنه استفاده وکړي خو تاسي په انګریزۍ کی لیکنه کړي چي دا باید وژباړۍ بیا یي دویم ځلي خپره کړۍ.
په درناوي


حمید هڅــاند
11.05.2011

ټولو ملګرو ته سلامونه.
د عادل عادل ورور نظر خورا د ارزښت وړ دی، په دې اړه دادی پوره بحث شوی دی، خو؛ زه ډېری وخت حیران دې ته پاتېږم چې ولي په ټول افغان کې بحث نتیجې ته نه شي رسېدای؟ زه ځان ته د نیوکې حق نه ورکوم، خو بیا هم دا ډېره موده مې دا خبره په زړه کې راګرځېده او دادی اوس مې زړه وکړ چې ستاسو سره یې شریکه کړم:
تر کومه ځایه چې ماته مالومه شوې ده نو محترم وطنمل صیب د فورم مشر چلونکی دی، خو چې کله له وطنمل صیب نه غوښتنه کېږي او یا وړاندیز ورته کېږي نو ډېر کم وخت ځواب وایي. زه وایم چې که دا نور بحثونه نتېجې ته نه رسېږي، خیر، ځکه نظر څرګندونکي په یوه نظر نه وي او له بده مرغه زموږ پښتو فورم د انګلیسي ژبي د فورمونو په پرتله داسي لیکوالان لري چې ډېر کم وخت د بل نظر منلو ته زړه ښه کوي، هڅه کوي چې نور خپل نظر ته راوبولي، ډېری وخت د discussion پرځای ډېبیټ روان وي. خو ځه خیر دا به ورو ورو سم شي. مګر کله چې بحث د فورم چلونکي ځواب ته پاتي وي، ولي ورته محترم چلونکي ځواب نه وایي؟؟
څه موده وړاندي ما هم یو وړاندیز لیکلی ؤ او د زده کوونکو او محصلینو لپاره مې د ځانګړې خونې غوښتنه کړې وه، لامل مې یې دا ښودلی ؤ چې د نورو ژبو په پر تله، پښتانه محصلین او زده کوونکي ډېرې ستونزې لري او اړینه ده چې یوه خونه دوی ته پرانیستله شې. زما وړاندیز به یا پرځای او یا بې ځایه وړاندیز ؤ، خو لږ تر لږه ددې حق یې درلود چې محترم چلونکي ورته ځواب ویلی وای. ما محرم وطنمل صیب ته شخصي پیغام هم واستاوه، بیا هم ځواب مې تر لاسه نه کړ، لږ تر لږه د شخصي پیغام له لارې خو یې راته ځواب ویلی شوای. موږ که په ځواب نه ارزېدو، پروانه لري، خو د عادل عادل ورور او نورو لویو لیکوالانو غوښتنو او وړاندیزونو ته خو دي یا د هو او یا د نه ځواب وویل شي، داسی یو بحث چې د محترم چلونکي خبري ته سترګې په لار وي، ولي بې نتېجې پرېښودل کېږي؟؟

په درنښت


رښتینی
15.06.2011

دا یوه پخوانی لیکنه ده هغه وخت چې دټول افغان بحثفورمونه
زیات شوی وو موږ دا موضوع را منځته کړې وه خو نن بیا بحثفورمونه
کم شوی اوپه یوه بل کې مدغم شوې دې نو ما ددې لېکنې دعنوان
وروستی توری تغېر کړ او دزیاتونی په ځای مې کمونی ولیکل
ټوکه : ددې تغیر په وخت د نوې تورې (کمونی )میم رانه پاته شوی و
او د تیرولو تڼۍ مې هم وهلی وه وروسته می پام شو :)


SADEQ MUSALMAN
16.06.2011

[quote:f82f577fec="رښتينی"]ددې تغیر په وخت د نوې تورې (کمونی )میم رانه پاته شوی و
او د تیرولو تڼۍ مې هم وهلی وه وروسته می پام شو Smile[/quote:f82f577fec]
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
پکاره وه چې هماغسي موپريښي وای.
چې دملګروکمی دصفرلورته پرمختيامومي موضوعات دي خدای يوهم نکړي پاته.
امين


م . ق
16.06.2011

دستار فورم، روهیله فورم او د نن ټکي اسیا فورم ټول د غیر افغاني افکارو ابتکار د غیرافغاني لاسونو ډیزاین او دغیرافغاني شبکو هغه دامونه او جالونه دي چې افغانان پرې ښکار کوي.


پتوال
16.06.2011

قرآني صيب ټول افغان د ټولو پښتو ويبسايتونو پلار دی، که دستاريان دلته راولې ښه به وي، نه داچې له دېځايه هلته څوک بوځې ،
ددستار چلونکي ډيورنيان دي او لر پښتانه له برو څخه د ډيورنلاين په رسميت سره بېل ساتل غواړي

هلته د غلام په غلامۍ کې څوک څه نه وايي
............................................................... دلته يې بادار سره پښتون لاس و ګريوان دی !

هلته خو دولت د ISI او پوځ په لاس کې وي
......................................................... تش په حکومت کې د پيپل د ګوند(( دوران )) دی

پلار د لر طالب که مسلم ليک او ISI دي
.................................................................... مور د بر طالب هم دا ټټۍ ، همدا ډيران دی

بر د پاکستان ، لر مسلم ليګ نه قربانيږي
....................................................................... دا دپښتون توره دايې سر دايې ايمان دی

پير د طالبانو دپنجاب له کونې ووتۀ
............................................................... هغه اسامه چې نوم يې خپور په ټول جهان دي

څوک چې د ملي ګټو معيار په سر کې نه لري
..................................................................... هغه به غلام وي کمونست که مسلمان دی

[color=blue:dd20e1728b]مونږ پښتانه ځکه آزادي او خپلواکي غواړو
.................................................................تامه ورورولي او اسلامي امت واکي غواړو![/color:dd20e1728b]


م . ق
16.06.2011

[quote:05eca92174="sadeq"]رښتينی/حامدورورموژړاندپه ټول افغان دی
................................................................بحث په يوه درومي پتوال بل طرف روان دی
خيردی پروانه لري رښتياخويې ويلي دي
...............................................................جوړله انګرېزي اوردو دستاراودستارخوان دی
هلته هغه څوک دي له دې ځایه شړل شوي دی
...............................................................نغداوچغدمثال کي يادوم درته کوشان دی
ننګراری قرآني سم شه پتوال مه خپه کوه را( [color=yellow:05eca92174]دټول افغان په نيم افغان کېدو[/color:05eca92174] )
..............................................................څنګه چې خپه دي زمونږورورمومندافغان دی
پتواله ته هم په نه خبره مه غورځه سپږموته
..............................................................ټول افغان هم زيات ترفيس بوک اونسوارخان دی
څوک چې نن ترې لاړشي سبابيرته ورته راشي
..............................................................لنډمثال يې زه، عادل عادل اونوروزخان دی
په آخــــــــــرکـــي يـــوښــــــــــه زېـــری درکــــومـــه
.............................................................زمادتګ نېټه رانژدې شوی رمضان دی
که دســـــــــــــــــــــتارچاته خوندنه ورکي بيادي
.............................................................نن ته ځي که نه نوله دوئ پرته هم ودان دی
http://nunn.asia/forum/forum.php
په ټول افغان مين دي نه خپه کېږي.[/quote:05eca92174]
ډیر ښه ډیر ښه، ماشاء الله صادق صاحب
ښه ټپې دې ویلي دي خو یه قربآآآآآآآآآآآآآآآآآآآن پکې نه تا ویلې او نه پتوال صاحب،
په اول ځل مې دټول افغان په یوه لیکنه وخندل، او هغه کریډټ هم تاواغیست، لکه ما چې د ټول افغان څخه د نیم افغان کولو کریډټ اغیستی :wink:
ستا پدې بیتونو ما هم دستار او دسترخوان پریښود او هغه هم پدې وجه چې هلته مې په کوزشان سترګې ولګیدې خو دلته مې هم په سترګو یو کس د کوزشان نه هم بدتر لګي چې تاسو یې پیژنئ.
په عملي سیاست کې دې پتوال صاحب ته ماتې ورکړه او هغه پدې ډول چې پتوال صاحب په خپلو معیاري شعرونو سره ونه شو کولی چې د ټول افغان دفاع او دسترخوان نه خلک دیخوا راتاو کړي خو ستا بیتونه د ملالۍ انا د لنډۍ نه کم نه وو چې په عملي سیاست کې یې ستر رول ولوباوه.
خو دا د نن ټکی اسیا ادرس د روهیله فورم او دسترخوان نه کم نه دی.
زه د پتوال صاحب نه د همداسې عملي سیاست لوبولو متقاضي یم، چې وکولاﺉ شي د یو ویب سایټ په سطحه خپل څو ملګري په ځان راټول وساتي او پرېنږدي چې ورڅخه تیت وپرک شي، که د یو ویب سایټ په سطحه مونږ نه شو کولاﺉ څو کسان سره په یوځاي کې راټول وساتو نو څنګه به وکولاﺉ شو په یو لوي وطن کې لوي قومونه او پرګنې سره په یو ملیت راټول وساتو.
زمونږ د افغاني مشرانو او سیاستوالو نیمګړتیا او ناکامي د عملي سیاست په نه لوبولو او تش په خبرو او شعارونو بسنه کولوکې ده.
مونږ باید دپاکستان، انګریز او امریکاد سیاستونوڅخه څه زده کړو، پدې معنی چې د هغوي خلاف هماغسې موثرې پالیسیانې او ستراتیژیانې جوړې او په عملي ډګر کې هماغسې سیاسي لوبې ولوبوو، سیاست یو شطرنج دی، لکه څنګه چې نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې الحرب خدعة : یعنې جنګ فریب ورکول او تیر ویستل دي، سیاست خپله یو جنګ دی او جهاد دسیاست برخه ده.
والله هو الموفق والمستعان
په درنښت
ورور مو ننګرهاري


عادل عادل
16.06.2011

السلام علیکم

پتوال صاحب په بدلو کې به یې نه درته وایم

هغه د کرزي د لاسپوڅې ادارې له خوا پاکستانیانو ته د تذکرو ورکولو د بحث په لړ کې، چې زما د لیکنې په ګډون د نوو بدلونونو ښکار شو، تاسو خپل نظر داسې څرګند کړی وو چې صبر وکړو تر څو مالومه شي چې دا اوازه رښتیا ده که درواغ؟

ما خو تر اوسه په خپل ټول ژوند کې یو پاکُستانی پښتون هم نه دی لیدلی چې د افغانستان د تذکرې د لرلو هیله یې څرګنده کړې وي، دا به خامخا ای-اس-ای له خوا معرفي شوي کسان وي چې د تابعیت تذکرې واخلي.

د کابل په لاسپوڅې اداره کې د یرغلګرې نړیوالې ټولنې په لړ کې د پاکُستان او ای-اس-آی برخه تر ټولو ډېره او د دوی په خوښه ده، خو د کرزي په وجود کې په ای-اس-آی پسې ځکه خلي او څراغونه نه اخلې چې شنډه دیموکراسي یا په پښتو ژبه کې ستا د خوښې او خوب ولسواکي به خدای مکړه درنه ازار شي، نو پرېږده چې ای-اس-ای مزې وکړي، او تاسو یې هم سیل کوی.

د کرزي د ادارې ځنې مهم وزیران، د ولایاتو اکثریت والیان، او لوړپوړي چارواکي د ای-اس-ای مشهور او ښکاره خلک دي، آن ځنو یې د ننګرهاري صاحب په قول د رحمن بابا او خوشال خان د لیسو له وخت څخه د ای-اس-ای د لاس روزنه لیدلې او بایباد یې اخستي دي.

زه ستاسو د ای-اس-آی ضد پالیسی ته ځکه د شک په سترګه ګورم چې د پاکُستان او ای-اس-ای دواړو سره دښمني یوازې د طالب په وجود کې پالی، که ای-اس-ای د بلې هرې خرڅې شوې افغاني سوړې څخه سر راپورته کړي نو تاسو پرې اغماض کوی، زما د اوږدې مودې نتیجه ګیري هم دا ده چې ورته موقف ته د ای-اس-ای سره دښمني نه شم ویلی بلکه د طالبانو سره یې د دښمنی ظاهرا یوه ښه او د توجیه وړ بهانه بللی شم.


عادل عادل
16.06.2011

السلام علیکم

په بحثفورمونو کې د نوو بدلونونو په اړه هم خپله لیکنه له ناندریو څخه دلته رانقلوم :-

نن مې چې د بحثفورمونه راخلاص کړل، چې ګورم لنډ او ګنډ مې ولیدل، له لاندې خوا هم توګل شوي له باندې خوا هم مدغم شوي یا خو له بېخه ورک شوي دي.

زه ودې ته تعجب کوم چې څنګه به یو ترقي غوښتونکی مدیر چې ظاهرا د پراخې سینې درلودونکی هم وو، داسې یو احساساتي عمل ته زړه ښه کړي.

که غواړي په دې کار سره د خپل مصروفیت په سبب د وردغاړې مسوولیت تشې ماله کړي، نو بیا دې یې له بېخه وتړي، ښه مدیریت دې ته نه وایي چې هر څه دې په 3 انچ مربع ورغوي کې محدود او کنټرول کړل شي، د ښه مدیریت تقاضا خو داده چې خپل درایت په توسعه او پراخه ساحه کې ثابت کړل شي.

[color=white:1c0c613e04]ټول افغان بحثفورمونه شخصا وماته د یوه داسې پراخه سمندري بحیرې په توګه برېښېدل چې د هر اند او ګړند ګډونوال یې په خپلو نرمو څپو کې په ناز سره زنګول، او د خپلو موجونو په افغاني خویونو سره یې د هر چا مقام ته، د وخت په تېرېدو سره، د حال په ژبه د سیال ! یا ناسیال !! په خطاب سره د منلو یا حکیمانه تنبهي رټلو سلامي کوله !! [/color:1c0c613e04]

له محترم ورور ډاکټر صاحب وطنمل څخه احتجاجا په دېر احترام سره هیله کوم تر څو زمونږ ګډونوالو د مخ په لوړېدو کم او ټیټ ظرفیت په نظر کې نېولو سره د بحثفورمونو لوړ او پراختیا منونکی ظرفیت ودې کچې ته ټیټ ونه زغمي، تر څو خدای مکړه مونږ دده لوړ ظرفیت ته د خپل ټیټ له چشمو و ګورو.

ستاسو ټولو د احتجاج په هیله


پتوال
16.06.2011

قراني صيب له سلام او درناوي وروسته دې په دې وړانديز خوښ شوم :
[quote:c3fdd47121]زه د پتوال صاحب نه د همداسې عملي سیاست لوبولو متقاضي یم، چې وکولاﺉ شي د یو ویب سایټ په سطحه خپل څو ملګري په ځان راټول وساتي او پرېنږدي چې ورڅخه تیت وپرک شي، [/quote:c3fdd47121]

نو راځه چې په ګډه د ملي اسلامي امت واکۍ غږ پورته کړو، چې ملي اسلامي ولسواکي هم ورته وايي !
د افغان ولس سياسي غوښتنې له دې درې حالتو څخه خالي نه دي :
يا اسلامي حاکميت دی ، يا ملي حاکميت دی او يا ولسواکي ده !
ملي او اسلامي حاکميت سره همدغسې جوړ راځي لکه ملي او اسلامي چې له هغې ولسواکۍ سره سمون او جوړښت خوري چې له ملي او
اسلامي حدودو څخه بهر نه وي :
د ملي خپلوکۍ ساتنه، د ولسمشر او ملي شورا ټولټاکنه، تقنين او اجرائيه قدرت د انتخاباتو له لارې ټاکل چې د مشورې او بيعت د اسلامي اصولو
مظاهر دي ، په دې درې اساسي اصولو د وحدت له پاره مبارزه او مجاهده پيل کړو ! ددې اصولو په وحدت سره د هغوی د لارويانو
وحدت حتمي دی او هغه ټول ملت په لمن کې رانغاړي ! مونږ يواځې ملي سوله نه کوو ، مونږ ملي او اسلامي او ولسواک وحدت کوو
هسې وحدت چې په نسلونو نسلونو او کېدای شي پيړيو پيړيو د اسلامي دولتونو د واک ځواک او پايښت له پاره
غښتلی بنسټ وګرځي ! په دې لاره کې سوله ييز ه مجاهده ښايي اکبر جهاد وي او بس !


bette
17.06.2011

پتوال صاحب په ټول افغان کې د ادغام لړۍ روانه ده
لکه چې دموضوعاتو ادغام هم پیل شو خو دموضوعاتو
په ادغام کې د ادغام اساسی شرط هم په نظر کې نه نیول کېږي
چې هغه دمدغمینو په منځ کې د تجانس او تقارب شرط ده


پتوال
17.06.2011

هلکه bette صيب زه خو د چا نماينده نه يم چې داسې پوښتنې راڅخه کوې، خو تا له پاره دومره اټکل کولی شم چې اصلا خو سکالو ګانې
يوه هم په بله کې نه ده مدغم شوې، يواځې د فورمونو نومونه درې کاتېګوريو ته رامحدود شوي دي چې د ادغام معنی نه لري .
او داچې دا کار ولې شوی، دلته هم تش اټکل دادی چې ګوره که يو هلک ته د يو سړي کميس واغوندې نو لستوڼي به يې له لاسونو اوږده وي،
لمن به يې د عربو غوندې په پوندو لږي، اوږې به يې په مټو راپرتې وي ، پراختيا
به يې ماشومان هم خندوي او داسې نور. لنډه داچې
په هر شي کې بايد شکل د محتوا سره برابر وي، له بادرنګ نه خټکی جوړول امکان نه لري او که ويې لري هم څه فايده ؟
مخکې ډير بيلابيل فورمونه موجود وو، په يوۀ کې هم چا د شکل او نامه مطابق ليکنه نه کوله، ټول فورمونه تش پراته وو،
د نامه مطابق خو اوس هم نه دي، خو اقلا ډک دي ، د طبيعياتو او اجتماعياتو سره د علومو نوم ورکول اوس هم زياتی دی، خو دا کيفي نيمګړتيا
به زغمو ، کمّي نيمګړتيا يې اوس محدوده شوې ده ، د پښتنو له ديګ سره همدا ټيپر جوړيږي . که پاکستان د پښتنو ګرېوان ته لاس نه وای را تير کړی،
ډير علمي روزلو پښتنو ځوانانو به د ټول افغان بحث فورمونه د پوهنې په ځلانده وړانګو رنګينه کړي وای . سياسي ډلې او واکوال چې يو ګام غلط واخلي
د قام ، ملت او وطن ډيرو برخو ته يې بې سکيندې زيان رسيږي ، الله سبحانه وتعالی دې ټولو پښتنو ته د سولې او نېکۍ هدايت وکړي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more