د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دغاښو مریضی علاج

محمدزمان هوتک
01.01.2011

سلامونه ډیرو درنو اومحترمو ډاکټرانو هر یو محترم تندرصیب، محترم پښتون صیب، اومحترم قریش صیب، زما غاښونو ژیړ رنګ پیداکړی داسی ژیړ رنګ دی چه په هیڅ شی نه صفاکیږی تاسی ماته مشهوره راکړی چه څه وکړم ، اوبله خبره داده چه سهار زما واده دی تاسی ټوله کولای شی چه راسی زه به لاندی دخپل ایمیل ادرس ولیکم کولای سی راسی دنږدو به سره ووینو په دغه لاندی ایمیل ادرس زماسره تماس ونسی چه هرځای وغواړی زبه حاضریم ‎

_____________________
ستاسی دخوشحالی په هیله


قريش
01.01.2011

نصواریاسیګړیت خوبه نکوی؟
کوشش کوه مسواک استعمال کړی.
خودواده خبره دی ډیره عجیبه نده؟ ته دواده نه یوه ورځ مخکی موږ ته خبر راکوی!
زه او پښتون په هرحساب، خوتندرصیب به په دا یوه ورځ کی څرنګه وکړای شی چی دالمان نه سپین بولدک ته درشی؟
تندر او پښتون صیب داسړی هسی ځان نه خلاصوی؟
خوزماپه فکردواده بلنه یی هسی بهانه ده،تندرصیب داسړی عاجلومشورو اولارښوونو ته ضرورت لری. :(


محمدزمان هوتک
01.01.2011

سلامونه قریشه ډیر دی وخندولم ته زما هری لیکنی ته د شک په سترګه ګوری خو باور وکه چه زه هیڅ کله درواغ نه وایم یوه پښتو ده دابه زما څه مصروفیات وه چه نن می ږغ وکړ اوکه داسی واده می په پټه کړیوای بیابه ویلای چه ږغ د هم ونکړ هغه متل دی (( وایې یادمی ته که مړوی می خدای ج)) مننه


خیریوسی
01.01.2011

هوتک صاحب مبارک دې سه !
ډیر ښه دی وکړه چي واده دې سهار دي دویش خلګ غوښی ډیری خوري ته ومنه که 30پسو دې کار سوی وای .
اوتندر صاحب ته الله جل جلاله روغ صحت ورکړي هغه خو غوښی هم لږ خوری
خیریوسی


عنوان

tandar
01.01.2011

هوتک وروره مبارک دی شه،خوشحاله ژوند درته غواړم،کاشکی امکان وی چه ستا په خوښی کی مو درته یو اتڼ کړی وی٠
دا مرګ او ژوند دخدای له لوری دی،ډاریږه مه، که په اروپا کی وی سم ادرس دنر غوندی ولیکه ،چه نیمه شپه هم وی خدمت ته دی حاضریږم ٠
ستاورور تندر٠


قريش
01.01.2011

هوتکه وروره په واده کی زموږ نه ګډون دګډون په توګه درومنه، ستابلنه ماته راورسیده خو دتندرصیب غوندی ارمان ماته هم ودرید چی کاشکی سره نیږدی وای
چی په واده کی می دپښتون،تندر اوعبدالسلام سره په ګډه لاس اړولای وای. :(

خو هوتک صیب نور ګپ به سباته له خیره سره لګوو. :wink:
چی ځان ورک نکړی !!!!!
:) :) :) :) :) :) :) :) :) :) :) :)


محمدزمان هوتک
01.01.2011

سلامونه او ډیره ډیره مننه دمشر ورور تندر صیب : خیریوسی ، اوقریش ، تندر صیب ارمان به نه وای چه موږ اوتاسی دنږدو سره لیدلی وای مګرتندرصیب زه به روشتیا درته ووایم چه په ګران افغانستان کی اوسم او ،، قریشه ورک خوبه نسم که ژوندی وم ستاسی څخه چیری ځم باوروکه چه تاسی اوس ماته ډیرګران یاست چه زما په واده مو خوشحالی ښکاره کړه او هغه پښتون نادرکه دی چه څه مریض خوبه نه وی ،،
خیریوسی وروره ښه سو چه فورم ته پخیر راغلی او که تندر صیب خدای کله زما کورته راوستی دا زه ستاسی سره وعده کوم چه زه به تندرصیب ته یو پسه حلاله وم دامی پښتو ده دتندرصیب سره می می دا وعده ده
دالیکنه می داسی چپه او راسته وکړه هسی خو زما ټولی لیکنی داسی چپه او راسته دی مګر دلته می دټولو وروڼو جوابونه سره ګډ کړی دی
بیا هم له ټولونه مننه
او روشتیا هغه زموږ اوستاسی دګپ شپ ځای دټوکو خونه یې بیخی نده پای ته کړی


پښتون.
01.01.2011

سلامونه هوتک وروره او ټولو وروڼو ته وړاندی کوم .الله تعالی دی تاسی ټول راته روغ او خوشحاله لری.
هوتکه وروره واده مو مبارک شه او د خوشحالیو او نیکمرغیو نه ډک او هوسا ژوند تاسی ته د خدای ج څخه هیله کوم.
هوتک وروره دا دی نو اوس عجیبه غوندی پوښتنه کړی،عجیبه خو پدی خاطر چی سهار ته له خیره ستا واده دی او ته نن داسی پوښتنه کوی،زمونږه خبرول خو لا څه کوی.نو اوس د علاج په اړه څه لیکل هم تاسی ته به لږ ناوخته وی.زما ناوخته راتلل هم زما د یو څه بوختیا له کبله ده،خو بیا هم هڅه وکړه چی سهار ته وختی ځان کوم نږدی د غاښونو کلینیک ته ورسوی او که دا امکان ونلری نو بیا در سره ښه دنداسه یا د غوزانو پوټکی واخله او ښه خپل غاښونه پری ومږه نو ډیر فرق به پکښی راشی خو پام کوه چی شونډی دی سری نکړی چی بیا به سری شونډی ګرځی خوخیر ستا واده دی او په واده کی ځوانان ځانونه ښه سینګار کوی.
هوتک وروره دا خو به دی لمړی واده وی.که څنګه؟


عنوان

tandar
01.01.2011

پوښتونه یاره لکه چه د نوی کال د تجلیل په هکله دی وخت نه لرلو؟
دا ژوند خو ولاکه ژوند وی د هوتک ورور خوښی کی برخه نه شو اخیستی او داسی نور٠
مګر ددنداسی نسخه دی ډیره قوی او طبعی نسخه ده ،دا زه هم درسره منم٠
خدای دی په ټول ملت خوښی راولی ٠
تربیا٠


پښتون.
01.01.2011

تندر صیب سلامونه !نه، د نوی کال په لمانځلو کی خو بوخت نه وم.د لیکلو وخت می نلره.خو بیا هم Glückliches neues Jahr
نو تندر صیب هوتک ورور خو ټول خبر کړی دی .تاسی به هم په خپل جیټ کی روان شی د طیاری خو سرعت دومره ندی هغه هم د افغانستان طیاری چی سړی د چکلی او لاری په ان اچوی،خو د د رملنی لپاره یی ناوخته کړی دی او اوس یی یواځی همدا دنداسه دوا کیدلی شی.او نور نو خوله دی ډیره چینګه مینګه نه نیسی. :wink: :D
خو که بیا هم هوتک ورور یا بل کوم د غاښونو والا یی د نورو ځوابونو تينګار وکړ بیا به یی سرښه ور خلاص کړو.
الله ج مو مل شه.


عنوان

tandar
01.01.2011

پوښتونه یاره په ګلوک سره نه خلاصیږو ،تحفه راولیږه،هغه ادب او پوښتونخوا ته هم کله کله سر ورښکاره کوه ٠
ټوکی مو ډیری کمی شویدی او دا نوی سرخطونه باالکل پردی غوندی ښکاری ،لکه سړی چه بل کلی ته کوچ کشی وکړی ،البته زماله نظره،ځان راته بیګانه ښکاری٠
پخوا یوه بله هوا وه ،نه پوهیږم چه دتاسو په خیال څه رقم ښکاری؟
تربیا٠


وزیري
03.01.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

هوتک صیب! الله جل جلاله دی دا واده ستا لپاره د دنیاوی او اخروی نیکبختیو خزانه وګرځوی.

والسلام :)


قريش
03.01.2011

وروڼو هوتک خوداسی ورغیب شو هلک ځوان وه لوږی اوتندی پسی اخیستی وه هسی نه خداناخواسته څه بله پیښه شوی وی خدای دی نکړی.
خدای دی پخیربیرته فورم ته راولی.


محمدزمان هوتک
03.01.2011

له سلام وروسته له ټوله نه بیا هم مننه ژوندی اوسی الوزیر صیب ستانه هم مننه
پښتون صاحب هغه متلونه می ټول ولوستل زما دپاره بلکل بی فایدی وه ؟
یاره تاسی خو زما دغاښو دپاره څه ونه لیکل دنداسه په دنداسه خو نه صفا کیږی هغه دتور لینګیانو غاښونه به مو لیدلی وی چه داسی پوخ ژیړ رنګ لری والا زماغاښونه هم ټیک هغو ته تللی دی چه په هیڅ نه صفا کیږی


پښتون.
03.01.2011

هوتک وروره ما د متلونو په سر کی په سور رنګ لیکلی دی چی که واده دی کړی وی نو بیا ګټه نلری.خو هغه هسی متلونه دی. او نور خو واده کول به اوس درله پته لږیدلی وی چی څومره بختور کار دی.الله دی درله بختور وګرځوی.
او نور نو د غاښو د صفا کولو لپاره خو می تاسی ته لیکلی وو چی اول دی ناوخته پوښتنه وکړه او یا ټوکی کوی ،چی بیا هم غواړی چی غاښونه دی صفا شی نو ولاړ شه د غاښونو ډاکټر ته،په هغه او دغه نه پاکیږی.چی زه درته ولیکم فلانی یا بستانی دوا یا کوم بوټی وکاروی .نو ښه به دا وی چی یو ښه د غاښونو ډاکټر ته ولاړ شه او د اعلاج په اړی ترینه پوښتنه وکړی داسی نه چی د کلی نایی ته ورشی.اوس خو په قندهار کی هلته ښه ښه کلینیکونه او د غاښو د صفا کولو ډاکټران شته او یا یوه لنډه منډه تر چمنه وکړه .
خو تاسی که کوم دسګرټو او نصوارو او یا،،،،عمل لری نو بیا د پاکولو یو څه موده وروسته بیرته همدی اوسنی حالت ته راځی.د غاښونو ورځنی بورس کول د غاښونو د کریمو سره هیڅ مه هیروه او که کوالی شی دری وخته دی حتمی غاښونه برس کوه هم به دی غاښونه صفا وی او هم دی له خولی خوندور بوی خیژی .او که عمل لری نو د هر سګرټ یا چونډی نصوارو نه وروسته یی په کریمو ښه بورس کاوه.
دنداسه خو به دی استعمال کړی وی،ما چی لیدلی خو دنداسه هم غاښونه سپینوی داچی ستا په غاښو یی ولی تاثیر ندی کړی لکه چی په کوچنیوالی کی دی د امیب درمل کړی دی ،که څنګه؟


قريش
03.01.2011

پښتون صیب دا دطب مشری یی بیځایه نه وه درکړی،دفورم مشر ډاکټر وطنمل صیب پیژندلی وی چی پوخ حکیم یی. :? :? :?
هوتکه دپښتون صیب لارښوونو ته ګوره چی په ساده سترګه ونه ګوری،آن ستادکوچنیوالی آمیب یی هم تشخیص کړ. 8)


Re: دغاښو مریضی علاج

محمدزمان هوتک
16.04.2011

‏.................


Re: دغاښو مریضی علاج

پښتون.
17.04.2011

[quote:0b332d948f="محمدزمان هوتک"]سلامونه ډیرو درنو اومحترمو ډاکټرانو هر یو محترم تندرصیب، محترم پښتون صیب، اومحترم قریش صیب، زما غاښونو ژیړ رنګ پیداکړی داسی ژیړ رنګ دی چه په هیڅ شی نه صفاکیږی تاسی ماته مشهوره راکړی چه څه وکړم ، اوبله خبره داده چه سهار زما واده دی تاسی ټوله کولای شی چه راسی زه به لاندی دخپل ایمیل ادرس ولیکم کولای سی راسی دنږدو به سره ووینو په دغه لاندی ایمیل ادرس زماسره تماس ونسی چه هرځای وغواړی زبه حاضریم ‎

_____________________
ستاسی دخوشحالی په هیله[/quote:0b332d948f]

د غاښونو لويدل نه يوازي د انسان د هضمي طاقت کمزوروي بلکه د انسان د يادونې طاقت هم کموي ، دغه راز د زړو کسانو له پاره د کم عقلي د ناروغۍ سبب شي ٠ د هغه معيار سره سم چه دروغتيا د نړيوال سازمان له خوا ټاکل شوي ، روغ غاښونه په دي ډول دي چه غاښونه پاک او سپين وي او درد او شاوخوا يي وينه و نه لري ٠ د غاښونو د اطرافو ناروغۍ ډيري پيدا کيږي ، که په وخت يي علاج و نه شي ، نو د انسان له پاره د بيلا بيلو ناروغيو سبب کيږي ٠ انسان بايد د غاښونو د روغتيا ساتنې ته متوجه شي ٠ د غاښونو د روغتيا د ساتنې له پاره بايد لومړي د خولې د پاکولو عادت وساتل شي ، د هرې ورځې په سهار او ماښام دوه واره او يو وار د دوو يا درو دقيقو له پاره مسواک شي ، هر کال بايد يو وار په روغتون کې غاښونه ومينځې او د ټاکلي وخت سره سم د غاښونو د روغتيا د معاينې له پاره روغتون ته لاړ شي ٠ دغه راز د ډوډۍ خوړلو په وخت کې بايد تازه سابه ، ارزانه غلې دانې ، ميوي او لوړ کلسيم لرونکې خواړه انتخاب شي ٠ له بلې خوا د غاښونو د روغتيا له پاره بايد قند لرونکي خوراکونه بايد زيات نه وخوري ٠ ځکه قند لرونکي خوراکونه غاښونو ته زيان رسوي ٠ که پر پورنتيو طريقو باندي ټينګار وکړي ، د غاښونو روغتيا به ښه وساتل شي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more