د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

یو حماسی شعر

محمدزمان هوتک
21.12.2010

نغــــــــــاره وغګوی خلــــــــــکو لوی دښمن راغلی،،،، لــــــــــه خکته کلــــــــــی مجهذ اوخه ځواكمــــــــــن راغلی ،،،،، اولــــــــــس راټول کړی فیصله به نن په توره کــــــــــوو ،،،،، دتــــــــــوری خرف موهمیشه خه اغیزمن راغــــــــــلی ،،،،، یاد راتــــــــــازه کړی داکبر دملالــــــــــی او ایوب ،،،،، بیا شــــــــــاشجاع دی بیا بچئ دمیکناټن راغــــــــــلی ،،،، دپلرو توری مــــــــــو له تیکو څـــــــخـــه زر اوباســــــــــی ،،،، ها زوړ دوښمن په نوی رنګ اونــــــــــوی فن راغلــــــــــی ،،،، خـــــبـــــره ګډه ده دویش او نفاق لومی پری کــــــــــړی ،،،، ټول پری راټــــــــــول شی چه دټولو پرمسکن راغلــــــــــی ،،،، زمــــــــــونګ په میـــــنه یې خیمی دباداری وهـــــــلی ،،،، میرات خــــــــــو نه ده داپه څه دومــــــــره ډاډمن راغــــــــــلی ،،،، اول څـــــــټونه ددی خپلو ګوډاګیانو غوڅ کـــــــړی ،،،، دخمن ددوی په اشارو زمــــــــونګ په وطن راغــــــــــلی ،،،، دویـــــنـــو پور دی څه ده دوو انو موضوع خــــــــــونه ده ،،،، دکــــــــــور ومنځ ته مو جاسوس دواشنګټن راغــــــــــلی ،،،،، ‎


نادر
21.12.2010

سلامونه او نیکې پېرزوینې مې ومنئ!
د ښاغلي هوتک صیب پنځولی شعر مې ډیر خوښ شو، خدای دې یې شعریزه وړتیا زمونږ سره لاپسې وغوړوي.
دا لاندې څو بیته زما د کمزوري قلم پیدا وار دي، هیله ده د قبول او خوښې وړ مو وګرځي:

مونږه تل خوله ورماته کړې او شړلی مو دی
غل که پرون دلته راغلی ؤ یا نن راغلی

کور به مو وران مونږ به په خپلو وینو ولمبوې
خو د افغان نوم په تاریخ کې بریمن راغلی

چې د افغان په پاکه خاوره یې قدم ایښی دی
همدا یې نښه چې یې دلته ځنکدن راغلی

له سره تېر دی خو پښتون دی، بې ننګي نه مني
طالب ځان رب ته دی سپارلی خو سوبمن راغلی


محمدزمان هوتک
21.12.2010

نادره وروره سلامونه اوښه راغلاست په زړه پوری بیتونه مو وه خو زه به دومره درته ووایم چه داشعر زماندی بلکی بل چا ویلی وو زما ډیر زیات خوښ سو ځکه می دلته راوړ چه دټول افغان درانه لوستونکی هم تری خوند واخلی
مینه اومننه


نادر
22.12.2010

له تاسې هم د زړه له تله مننه کوم.
که د شعر املايي تېروتنې مو سمې کړې وای ډیره مزه به یې کړې وه. د تورې خرف (خرپ) نه یې معلومیږي چې شاعر یې ملا دی :)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more