د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

غیـــــــــــبي علــــم او د انسـاني علم مأخذونه


ع کريم حليمي
02.11.2010

بسم الله الرحمن الرحيم
مَنْ یَهْدِ اللهُ فَهُوَ الْمُهْتَدی = چاته چه خدای لارښودنه وکړه هغه لارموندلې ده
وَ مَنْ یَهْدِ اللهُ فَما لَهُ مِنْ مُضِلٍّ = اوچاته چه خدای لارښوونه وکړي هغه څوک نه شي بې لاري کولای

رَبَّنا لا تُؤاخِذْنا إِنْ نَسینا أَوْ أَخْطَأْنا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غیبي علــــــــــــــــــــــــــم
______________
د نبوت ډېره مهمه خاصه د هغه عیبي علم دی ، یعني هغه علم دی چه عامو انسانانو د علم غوندي د احساس ، یا عقل ، او قیاس نه بلکي بې له کومي واسطې د غیبي آواز او یا رښتني خوب او یا او یا د ملائکو په ذریعه ده ته د خدای له خوا ورکړشوی وي ، او د همدېٖ شي د آغاز او شروع څخه د نبوت د بالقوه استعداد عملي ظهور شروع کیږي ، په دېٖ مسئله د پوره پوهېدلو د پاره لـــــــــــــــــــږ تفصیل ته ْضرورت دی .

د انسـاني علـــــــــــــــــــــــم مأخذونه
____________________
انساني علم دوه ډوله دي ، یو هغه چه بېواسطې وي ، او بل هغه چه د کومي واسطې په ذریعه حاصلیږي ،‌بیواسطې علم هم درېٖ ډوله دی

۱) وجدان : دانسان علم په خپل وجود او د خپل په دننه کیفیتونو ډېر زیات یقیني وي ، هر څوک په خپل وجود یقین لري ، او بې د کومي واسطې څخه په لوږه ، تنده ، ناروغتیا، خوشحالي ، خپګان ، بېره او نورو هغو تغیراتو چه دده په وجود کښی دننه پېښېږي پخپله پوهېږي

۲) فطرت : په دېٖ خبره کښي شک نسته چه د مخلوق هري نوعي ته د پاک خدای له خوا ځینی دا راز خصوصیتونه ورکول کیږي چه په نورو نوعو او قسمونو کښی هغه نشي موندل کېدلای او د همدېٖ خصوصیاتو په اثر دغه انواع د یو بل څخه بېل او جلا کیږي ، او د دوی په منځو کښي د یوېٖ بلي څخه امــــــــتیاز او جلاوالی څرګندېږي ، د دېٖ نوعي خصوصیاتو علم د هري نوعي افرادو ته بېٖ د کومي واسطې او ذرعې پخپله حاصلېږي او هم دېٖ علم ته د ځینو عالمانو په اصطلاح کښي فطري یـــــــــــــــــا نوعي الهام او د
فلسفیانو په اصطلاح کښي «جبلت »وايي

حیواناتو ته د خپلو ځانو په خصوص کښي د ډېرو خبرو علم پخپله په ُفطري ډول حاصلیږي ، د مرغانو بچو ته دانېٖ ټولول او الوتل څوک ورښیی ، او د اوبو مرغانو ته لامبو څوک ورښیی ، او د زمري بچي ته د څیرلو درس چا ورکړ ، او د انسان کوچني ته د پېدا کېدلو سره سم د ژړا او بیده کېدلو او د تي د رودلو درس چا ورکړ .

۳) اولنی بداهت : هر کله چه انسان د لږ ډېر د فکد او تمیز خاوند سي نو په دغه وخت کښي ده ته بېٖ د کوم دلیل څخه پخپله بېٖ د کوم فکر څخه او یا په ډېر لږ فکر ځیني داسي خبري معلومي شي په هغو کښي ده ته ّهیڅ قسم شک او شبهه نه پېښېږي ، دوه او دوه څلور کېږي ، په یوه وخت کښي یو شئ تور او سپین دواړه نشي کېدلای ، د هر جوړ شوي شي د پاره جوړونکئ او صانع ضرور دي همدغه راز داډول ځینې نور ضروري مقدمات او کلیات سته چه د انسان د استدلال ډېر دار و مدار په هغو وي او ده ته بداهته معلومېږي
دا خو د بلا واسطې علم درېٖ قسمونه ؤ‌
تر دېٖ ورسته د انساني علم هغه قسمونه دي چه د هغو علم انسان ته د یوېٖ واسطې په ذریعه حاصلېږي

انسان د دېٖ علم د حاصلولو لپاره دوه واسطې لري ، یو احساس او بله عقل .
د لمړۍ واسطې یعني احســـــــــــــــــــاس په ذریعه د شا او خوا مادي شیانو
او د بلي یعني عقــــــــــــــــــــــــــــــــل په ذریعه د عغو مادي شیانو ، علم چه زموږ مخ کښي موجود نه وي یــــــــــــــــــــــــا بېخي په خارج کښي وجود نه لري بلکي په عالم غیب کښي او یا په ذهن دي حاصلېږي

۴) د انسان په جسم کښي دننه پنځه ډوله جسماني قوتونه دي
یعني باصره ،سامعه ، شامعه، ذائقه ، لامسه او دېٖ پنځو شیانو ته په اصطلاح کښي حواص خمسه وايي ، انسان څخه همدغه پنځه آلات او ذریعې دي چه د هغو په واسطه دئ ددېٖ مادي شیانو په شا او خوا کښي معلومات لاس ته راولي او په دغه ذرېعه علم حاصلوي ، کوم شیان چه د دېٖ آلاتو سره مښلي د هغو نوماحساس دې ،موږ د شي د څکلو څخه خوند اخلو او په اورېدلو آواز پېژنو او په لیدلو شکل او صورت پېږنو او په مسح کولو سره یو شي کلک والی او پوست والی او تود والی او سوړ والی او په بویولو بوی معلومولای شو ، کوم علـــــــــــــــــــــــــم چه ددېٖ حواسو په ذریعه موږ ته حاصلیږي هغه علم اکثــــــــــــــــــــــــر یقیني او په شاذ او نادِر ډول غلط هم وي ‌، او دا ځکه !!!! چه حواس کله کله د کوم یو سبب په اثر دوکه کېدلې او غلطېدلای شي او د شي په معلومولو کښي غلطي هم کوي او د دلائلو په ذرېعه د دوی دغه غلطي او دوکه ثابتېږي
په ناروغتیا کښي د ذائقې قوت بدل شویدی او له دېٖ کبله دېٖ قوت خوږ شی تریخ ښودلی ، د کړندي او چابک تګ په وخت کښي د لیدلو قوت تېر یستلي یو ،په رېل کښي موږ ته سلکن او ولاړ شئ تلونکی او ښورېدونکی معلومیږي او په روان جهاز کښي زموږ ته ولاړ معلومیږي ، د اسمان دا ځلانده ستوري څومره کوچني ښکارېږي ، لیکن آیا په حقیقت کښی دا ستوري دغومره کوچني دي .

۵) د بالواسطه علم دوهم قسم هغه دی چه موږ د خپل عقل او قیاس او غور او فکر او استدلال په ذریعه حاصلو ؤ‌
ددېٖ علم بنیاد په حقیقت کښي په هغو معلوماتو وي چه د هغو علم موږ ته تر خپل
وجدان ، فطري الهام (جبلت ) اولیه بداهت او احساس وړاندي حاصل شوی دی
، او همدېٖ معلومو شویو شیانو د نامعلومو شیانو د تمثیل او یا استقراء په ذریعه ترقیاس ورسته د معلومو شیانو د خوصوصیاتو او اثارو حکم په هغه
غیرمعلومو لیکن مشابهو او مماثلو شیانو کوي او نوي نتیجه ورڅخه اخلي
هغه غیرمعلوم امر چه په هغه موږ د معلومو امورو په ذریعه کوم حکم کوو
که مادي وي نو نتیجه ئې چندان غیر مشکوکه نه وي !!!!
پرته له دېٖ چه د جزئیاتو استقراء نه وي پوره کړه شوېٖ او یا تام تمثیل نه وي او یا تجربې او مشاهدېٖ دوکه او فرېب ورکړی وي ، او یا کومه بله اصولي
غلطي شوی وي ، طبیعیاتو او سائینس ډېري مسئلې په دېٖ ډول معلومي کړېٖ شوي دي ، لیکن که دا دغه مجهول امر غیر مادي وي نو په مادي امورو د هغه غیر مادي امر د قیاس نه ورسته هر څه چه د هغه په بنسټ و ویلای شي ، د هغه مرتبه د ظن او تخمین څخه وړاندي نه ځي ، مکر داچه هغه ټول په فطریاتو او بدیهیاتو او محسوساتو په ښکاره او څرګند ډول منتهي شي ،
د مابعدالطبیعت او آلهیاتو د فلسفي مسئلې د استدلال په همدیٖ طریقه لاس ته راځي ، په دېٖ ډول مسئلو کښي د اختلافاتو ډېر زیات ځای د ګنجائش ځکه پیدا کیږي چه د دوې د ورستۍ نتیجې او ایتدائي اساس وجداني ،یا بدیهي او یا حسي مقدماتو په منځ کښي د قیاسونو ډېر منزلونه دي او له دغو منزلونو څخه هر منزل د خطرو نه ډک دی ، په مشابهت او مماثلت کښي انسان تېر وتلای شي ، او دعقلي او وجداني او حسي شیانو د خواصو په منځو کښي فرق او اختلاف پېښېدلای شي ، هر کله چه غور او فکر بحث او نظر ، تحقیق او پلټنه او د مقدماتو ترتیب چه عقلي قیاس کار کوونکي او فاعلان دي په خپلو خپلو کارونو کښي دوکه لېدلای سي ، نو داعلوم هم د شکونو څخه ډک دي !!

د علم د حصول د دریعو زمانې او دهغو مراتب
_________________________
د پورته مضمون څخه څرګنده شوه چه زموږ د ټولو نه ډېر یقیني علوم زموږ وجدانیات او فطریات دي چه موږ ته د قدرت له خوا د ټولو نه لمړی راکول کیږي او زموږ د وجود بقا په همدېٖ علم پوري تړلې ده لکه د لوږي او تندي احساس او د دې علم یقیني کېدل هم ضروري دي ، ځکه که دا علم یقیني نشي نو په دېٖ صورت کښي به زموږخپل وجود قایم و نه ساتلای شو موږ چه په خپل وجود کښي لوږه ، تنده حس کوو آیا د هغو په یقیني او قطعي علم کښي له موږ څخه غلطۍ کېدلای شي ، او آیا د چا په دېٖ خبرو چه ممکنه ده ته به وږی شوی نه يي هســــــــــــــــــــــــي ســــــــــــــــودا به درلوېدلې وي ،‌د چا په زړه کښي د خپلي لوږي او تندي په خصوص کښي شک پیدا کېدلای شي او دا هغه احساس او علم دی چه د انسان د پېدا کېدلو سره سم ده ته ورکول کیږي تر دېٖ چه د نن پیدا شوی کوچنی هم دغه شیان حس کوي او په دغو شیانو علم لري او پوهېږي
که دغه حس او علم و نلري نو خپل وجود به قایم و نه ساتلای شي
تر وجدانیاتو او فطریاتو ورسته انسان ته د محسوساتو علم ورکول کیږي ، لیدل ، اورېدل ، مسح کول ، زمو پنځه حواس دي او همداپنځه حواس زموږ د مادي علم آلات او ذریعې دي ، او بې له دېٖ آلاتو او ذریعو څخه هیڅ کوم یو علم زموږ وجود ته نشي ورننوتلای ، دا احساسات هم په یو وار دفعةً د کمال درجې ته نه رسیږي او دا ځکه چه تر دغه وخت وروسته د وجود بقا ، او دضروریاتو تکمیل ورؤ ورؤ په دېٖ پوري تړل کیږي .

تر محسوساتو وروسته د بدیهیاتو اولیه درجه راځي انسان په خپل دېٖ علم هم
هم هغه اذعـــــــــــــــــان او قطعیت لري ، دوه او دوه څلور کېږي ، لس د پنځو یو په دوه دي ، يو شی په یو وخت کښي دوه ځایه نشي کېدلای ، یو شی په یو وخت کښي تور او سپین نښي کېدلای ،‌ دا بدیهي عــــــــــــلم هر شخص مني
مـــــــــــــګر انسان په کوچني توب کښي په دغو شیانو نه پوهېږي
بلــــــــــــــکه په دغو شیانو د تمیز او رشد نه وروسته پوهېږي او دا ځـــــــــــــکه چه په دغه وخت کښي انسان دغه علم ته اړه او ضرورت پیدا کوي ، که انسان ته په دېٖ عمر کښي دغه علوم ور نه کړ شي ، نو په دغه صورت کښي به نه انسان د دنیا د ضروري کار و بار د چلولو وړ او لایق وي او نه به په ده کښي د نورو علومو دریافت قوت او استعداد وي ، او په
اصطلاح کښي فطري احــــــــــــــــــــــمق او بېعقل هغو خلګو ته ویل کیږي
چه په هغو کښي د دېٖ بدیهیاتو علم کم او یا بېخي نه وي‌
د ټولو وروستی د هغه علم درجه راځي چه هغه علم په وجدانیاتو ، فطریاتو ، بدیهیاتو او محسوساتو باندي د قیاس په ذریعه حاصلیږي او په اصطلاح کښي ورته علم معقولات وائي د همدېٖ علم او دهمدېٖ علم د قوت ډېر والی او لږ والي نتیجه ده چه د انسان عقلونه په درجه او مرتبه کښي د یو بل څخه متفاوت دي ،
له یوېٖ خوا خو { د لږ والي‌ په صورت کښي } د حمــــــــــاقت درجې ته رسیږي
او په بله { د کمال په صورت کښي } د عاقـــــــــــــــــــل او ډېر عاقــــــــــــــــــل
او ډېــــــــــــــــر زیات عاقل تر درجې پوري جګ مقام ته رسیږي ، او د ځینو خلکو عقلونه داسي مرتبـــــــــــــــــې ته هم رسېږي چه په هغع مرتبه کښي د هغو بل څوک ســـــــــــــــیال او حریف نه وي ، د یو جاهل حبشي څخه نیولې
تر ارسطو او ابن سینا ټول د همدېٖ عقلي مدارجو انساني نظرونه دي ، سره ددېٖ ټولو خبرو دا څرګنده خبره ده چه ددېٖ علم طریقه ډیره خطرناکه ده
او ددېٖ علم منزل مقصود تل مشکوک وي

نور بیا[size=24:adf16045bb][/size:adf16045bb]



ع کريم حليمي
07.11.2010

په تېر پسې

په عمومي ډول دا پنځه حواس د انسان علم پنځه ذریعې ګڼل شي ، لیکن په حقیقت کښي بې له دېٖ پنځو څخه یوه بله ذریعه هم شته چه د هغې ټول تعلـــــق
د ما ورایِ ماده سره دی ، تاسي ځیر شئ ستاسي د ټولو لمړی علم یعني وجدانیات ستاسي په وجود کښي د دننه حواسو نتیجه ده ، دوهم یعني د فطریاتو علم د فطــــــــــــــرت خالـــــــــــــــق پخپله ستاسي په وجود کښي د امانت په ډول ږدي ، دریم علم د محسوساتو علم ستاسو د هغو ظاهري حواسو نتیجه ده چه که څه هم هغه ستاسي د بدن څخه دباندي دي مګر په حقیقت کښي هغه ستاسو په جسم کښي دننه دي ، ستاسي د علم څلورمه ذریعه بدیهیات اولیه ستاسيد حواسو او ذهن کډه ُفصله ده .
د علم پنځمه ذریعه چه ستاسي د غقل او ذهن قیاس آرائي ده هغه هم ستاپه وجود کښي دننه ستا د خپل دماغي قوېٖ عمل دی ، د لږ فکر او تامل څخه به
څرګنده شي چه ستاسي علم د وجدان نه نیولې تر ذهن پوري په تدریج سره د ما ورای مادېٖ تر خوا او څنګ پوري رسیږي ، وجدان ټول زموږ په وجود کښي دننه جسماني مادیت دی چه ّهیڅ شک په کښي نشته ، محسوسات هم زموږ د جسم دعلم د مادي آلاتو نتیجې دي ، بدیهات زموږ د حواسو سره چه مادي دي او زموږ د ذهن سره چه غیر مادي دی ګډ تعلــــــــــــــق لري
یعني بدیهیات د علم د مادي او غیري مادي ذریعو په منځ یعني (بین بین )کښي او معقولات ټول ذهني او غیري مادي دي مګر سره ددېٖ هم ددېٖ غیر مادي قوت مرکز زموږ دا مــــــــــــــــــــــــــادي جســــــــــــــــم دي
او په هر حال دا غیرمادي قوت تر دېٖ حده او اندازېٖ پوري د مادی سره تعلق لري

نور بیا



ع کريم حليمي
09.11.2010

غیر مادي علم
ـــــــــــــــــــــــ
اوس تر دېٖ وروسته د هغه علم درجه ده چه د هغه علم سرحد تر دېٖ وروسته شروع کیږي او هغه علم د مادېٖ سره دومره تعلق هم نه لري څومره چه ئې معقولات او ذهنیات له مادېٖ سره لري ، دغه علم له مایاتو څخه بېخي پاک دی او دغه علم له مادیاتو سره یوازي دومره رابطه لري چه د دغه علم ددېٖ مادي زړونو او دماغونو پر هنداره له پاسه څخه خپل عکس او رڼا اچوي
دا غیري مادي علم هم په ترتــــــــــــــــــیب سره مختلفي درجې لري چــــــــــــــه هغوته په اصطلاح کښي فراست ، حدس ، کشف ، الهام او وحی وائي او لکه څنګه چه د انساني علم په تېرو کرښو کښي ذِکر شو د پنځو ذریعو د انساني جسماني قوېٖ سره تعلق درلود ، همدغه راز دا غیرمادي ذریعې د انسان له روحانـــــــــــــــي
قوېٖ سره تعلق لري ، لکه څنګه چه تالیدلي دي له وجدانیاتو څخه نیولې تر عقلیاتو پوري په ترتیب سره زموږ د علم ذریعه تر خالصي مادېٖ ، کاملي مادېٖ ، لږ مادېٖ او تش د نامه د پاره مادېٖ پوري ترقي او پر مختګ کړی دی همدغه راز فراست ،حدس ، کشف ، الهام او وحی هم تش په نامه د پاره او روحاني څخه ترقي کړېٖ کامل روحاني او خالص روحاني ذریعې پوري ئې ترقي کړېده

نور بیا



ع کريم حليمي
10.11.2010

۱) د فراست قوه په هر چا کښي ښکاره او څرګنده نه وي ، مګر په هر چا کښي چه څرګنده وي نو هغه ته دغه کیفیت د یوېٖ ملکې په ذریعه حاصلیږي او ملکه په انسان کښي تر ډېرو تجربو او ډېر عمل او ډېر مهارت او کمال نه وروسته پېدا کیږي چه د یو شي د لیدو ،بویولو ، څکلو ، رپدلو یا مسح کولو سره سم یوازي د ځینو علامو په لیدلو بې له دېٖ چه د هغه په ځینو ضروري علامو تفصلي نظر واچوي دومره ژر صحیحي نتیجې ته ورسیږي چــــــــــــــــه
خلکو ته داسي معلومه او ښکاره شي چه دی ګویـــا د غیبــــــــو څه خبري کوي
، حال داچه د دغو شیانو ټول علم په ظاهري نخښو او علامو مبني او متکي وي هــــــــــــــــــــــر شـــــــخص ئــــې لـــــــــیدلای شـــــــــــــــــــــــــوای
مګر کتـــــــــــــــل يــــې ورته نـــــــــــــــــــه !!! دا ډول د خپل فن ماهر او د فراست خاوندان هر چا ډېر لیدلي دي او تل ئې ویني ، هر څوک چه په کوم شي او فن کښي د دېٖ ملکې خاوند شي په هغو کښي د فراست خاوند هم شي
کوم خلګ چه د جرایمو د کشفولو او جاسوسۍ په فن کښي پوره مهارت لري هغوی په خپل دغه فن کښي دا فراست لري چه تــــــــــــــــــش د شکل او قیاس په لیدلو پوهیږي همدغه راز د هر علم او فن ماهر په خپل خپل فن کښي د دېٖ ملکې خاوند کیږي ښو او نیکو خلکو ته هم د خپلي ډلي د افرادو د پیژندلو طاقت په همدېٖ ډول حاصلیږي او هم دا مطلب په يو حدیث کښي په دېٖ ډول ادا کړ شویدی

‏"‏ اتَّقُوا فِرَاسَةَ الْمُؤْمِنِ فَإِنَّهُ يَنْظُرُ بِنُورِ اللَّهِ ‏"

بیا



ع کريم حليمي
11.11.2010

۲) تر فراست وروسته د حدس درجه ده ، دفراست ابتدائي مقدمات په حواســــو مبني وي ، لیکن د حدس ابتدائي مقدمات ذهنـــــــي او عقلي وي او د همدېٖ ذهني او عقلي مقدماتو تر غور او فکر او ترتیب وروسته ور څخه نتبجه حاصلیږي ، مګر د فطري کمال او یا په زده کړی فن کښي د مهارت په سبب د غور او فکر او پلټني او د مقدماتو د ترتیب منطقیانه مرحلې ته رسا او کره ذهــن په داســـــــــــــي تېزۍ او سرعت رسیږي چه پخــــپله هـــــغه شخص هــــم په دېٖ خبره نـــــه پوهیږي چه ددېٖ نتیجې په حاصلولو کښي هغه کوم دماغي عمل هم کړی دی؟ دا شی هم د پوره عقل او کره رأی خاوندانو ته پــــــه فـــــــطري ډول ورکول کیږي او د نړۍ د مشهورو عقلاو او پیاوړو پوهانو په واقعاتو کښي ددېٖ ډیر زیات مثالونه موندل کیږي

۳)‌ کشف
بیا


وزیري
11.11.2010

ګرانه حلیمی صاحب له بد سترګی نه ډیر معذرت غواړم چی ستا په لیکنه کی می در ودانګل. که مهربانی وکړی دا دوه حدیثه که د فراست او حدس سره که کوم تړوا لری نو مهربانی وکړی تشریح یی کړی.

اول:
عن ابی هریرة رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لقد کان فیما قبلکم من الأمم ناس محدثون، فان یک فی امتی أحد فانه عُمرُ أی مُلهمُون. متفق علیه ورواه مسلم من روایة عائشة رضی الله عنها.
وقال ابوعیس الترمذی: هذا حدیث صحیح.
وفی روایة: عن ابی سعید الخدری رض: قالوا: یا رسول الله، کیف محدث؟ قال: تتکلمُ الملائکة علی لسانه.
(اخرجه البخاری فی الصحیح، کتاب: فضائل الصحابة، باب: مناقب عمر بن الخطاب رض. و فی کتاب: الأنبیاء، باب: ام حسبت ان اصحاب الکهف والرقیم: [الکهف: ۹] و مسلم فی الصحیح، کتاب: فضائل الصحابة، باب: من فضائل عمر رض، والترمذی فی السنن، کتاب: المناقب عن رسول الله صلی الله علیه وسلم باب: فی مناقب عمربن الخطاب، و احمد بن حنبل فی المسند، شپږم جلد صفحه ۵۵. و ابن حبان فی الصحیح، والحاکم فی المستدرک، والبیهقی فی شعب الایمان.

دوهم:
امام طبرانی په صحیح سند سره روایت کړیدی:
عن ابن عمر رضی الله عنهما قال: ما سمعت عُمَرَ لشیءٍ قط یقول: این لأظنه کذا الا کان کما یظن. اخرجه البخاری فی الصحیح، کتاب: فضائل الصحابة، باب: اسلام عمر بن الخطاب.

والسلام علیکم



ع کريم حليمي
14.11.2010

ګران Alwazirya صاحب ، السلام علیکم
یو واري به دغه د علم غیب لیکنه تر پایه ورسوو ، صحیح ده ؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په تېر پسې

۳) کشف
کشف په لغت کښي پرانستلو او د شي څخه د پردېٖ پورته کولو ته وائي
مګر د کشف مطلب او او مقصود دادي چه د مادیت د توري پردېٖ تر څیرلو
ورسته یو مادي شئ په روحاني عالم کښی و ښودل شي ، دغه شئ کله په خپل اصلي شکل اوصورت او کله په خپل مثالي صورت کښي لیدل کیږي
د عــــــــــــــــــــــــامــــــــــو خلکو د پوهېدلو لپاره ددېٖ مطلب ډېر لږ او ښکاره
مثال خوب دی ، د دواړو په منځ دومره فرق دي چه خوب د خوب خبري دي
کشف د ویښی او بېدارۍ کار دی لکه څنګه چه عامو خلګو ته په خوب یعني په هغه وخت کښي چه د دوې دا ظاهري حواس بیکاره شي داسي شیان معلومیږي کله کله کټ مټ عینًا هم هغه واقعي ثابت او ښکاره شی همدغه راز خاصو خلکو ته د بیدارۍ او ویښ توب په حالت کښي د ظاهري حواسو د معطلېدلو په اثر دغه حالت پېښېږي ، د هر سړي له تجربې څخه تل دغه راز ډېر نا آشنا د حیرانتیا وړ واقعات تېرېږي

۴) الهام
نور بیا



ع کريم حليمي
16.11.2010

۴) د الهام لغوي معنیٰ په زړه کښي اچول دي ، او د الهام څخه مراد هغه علم دی چه هغه علم بې له کوم زیار او زحمت او غور او تحقیق او د مقدماتو د ترتیب څخه د انسان زړه ته راځي‌ او دا خبره هم امکان لري چه ورسته دده صحت د حسي تجربو او عقلي دلیلونو په ذریعه هم ثابت شي ، مګر پخپله دغه علم اول ، اول ذهن ته د کومي حسي تجربې او یا عقلي دلیل د نتیجې په ډول نه راځي ، بلکـــــــه پخپــــــــــله زړه ته راځي‌ ولي راځي ؟ او له کومه راځي ؟ ددېٖ پوښتنو جوابونه ډېر مختلف کېدای شي ، مګر حقیقت دا دی چه دغه علم راځي او له دېٖ کار څخه څوک انکار نسي کولای د دېٖ کار ابتدائی او معمولي مثالونه هغه خیالات دي چه محقیقینو ، علماو ، شاعرانو  او مجدینو او مخترعینو په ذهنونو کښي د عــــــــــــــــدم او نیشت د پردېٖ اول اول راځي
او هغوی دغه شیان نړۍ ته د خپلو ایجاداتو او اختراعاتو په شکل کښي وړاندي کوي

۵) د وحی لغوي معنیٰ



ع کريم حليمي
20.11.2010

د وحی لغوي معنیٰ د خپل زړه منشا او مطلب چاته بې له شونډو ښورولو څخه څرګندول دي ، او په اصطلاح کشي د وَحْي معنیٰ د خپلي منشا څخه خپلو خاصو بندګانو بندګانو ته په کومه غیبي ذریعه خبرول دي او دا ډول علم او اطلاع د روحاني ذریعو وروستی سرحد دی .
لکه څنګه چه د علم دری جسماني قسمونه یعني وجدانیات ، حسیات ، او بدیهیات د عامو انسانانو د پاره یقیني دي همدغه راز د روحاني علم دا درېٖ ذریعې یعني کشف ، الهام ؛ او وحي د انبیاء علیهم السلام د پاره یقیني دي ، او لکه څنګه چه د عم د مادي ذریعو څخه د یقین د ټولو لومړۍ ذریعه هغه ده چه بیخي ټوله مادي ده ، یعني دجدان، بیا ظاهري حس او بیا بدیهیات همدغه راز د علم په روحاني واسطو کښي د ټولو نه ډېره یقیني هغه واسطه ده چه بیــــــــــــخي ټــــــــــــــوله روحــــــــــــاني ده یـــــــــعنـــــــــــي وحــــــــــــــــــــی
بیا الهام ، بیا کشف .

موږ چه د علم روحاني ذریعې په درېٖ ډوله کړي دي يعني وحي ،الهام ، کشف
دا د قرآن مجید اصطلاح ګاني نه دي ، د ًقرآن مجید پــــــــــه اصــطلاح کښي دعلم روحاني ذریعې نـــــــــوم «مکالمهٔ الهي » یعني د خدای سره خبري کول دي او د دېٖ خبرو ئې درېٖ قسمونه بیان کړي دي .

۱- وحی ( په اشاره سره خبري کول ) یعني د یوېٖ معنیٰ بې د آواز او الفاظو نه زړه ته راتلل ، که داحال په ویښه وي نو کشف دی ، او له په خوب کښي وي نو رویــــــــــــــــــا ده

۲- خدای د پردېٖ د شا څخه خبري کول ، یعني متکلم نه ښکاریږي ، مګر د غیب څخه ئې آواز راځي او الفاظ اورېدل کيږي دېٖ ته الهام ووایــــــاســـــت

۳- د ملائکې په ذریعه خبري کول يعني ملائکه د خدای د پیغام سره راځي او هغه مخامخ ښکاریږي ، او د هغې په خوله هغه الفاظ ادا کیږي چه نبي هغه الفاظ اوري او هغه په یاد او محفوظ ساتي ،‌ دېٖ شي ته په عمومي ډول وحی
وائې . او دا ځکه چه د قرآن پاک نزول د همدېٖ وروستۍ طریقې په ذریعه شویدی ، ليــــــــــــــــــــکن د دېٖ عمومي شهرت معنیٰ دانه وه چه د وحي دوه نوري طریقې د وحي قسمونه نه دي ، د وحي د دېٖ قسمونو ذِکر په سورة شوریٰ کښي‌ راغلی .

وَ ما کانَ لِبَشَرٍ أَنْ یُکَلِّمَهُ اللهُ إِلّا وَحْیاً أَوْ مِنْ وَراءِ حِجابٍ أَوْ یُرْسِلَ رَسُولاً فَیُوحِىَ بِإِذْنِهِ ما یَشاءُ إِنَّهُ عَلِىٌّ حَکِیمٌ

ژباړه ـ هیڅ کوم انسان دا طاقت نه لري چه خدای دي هغه سره خبري وکړي لیکن په وحی (اشاره) یا د پردېٖ د شا څخه یا کوم قاصد ولېږي نو هغه د خدای په حکم خدای چه څه وواړي هغه وحی کوي بیشکه خدای لوی او د حکمت خاوند دی

نور بیا
که خدای غوښتي وي

 



ع کريم حليمي
22.11.2010

په تېر پسې

د الهي مکالمې دا درېٖ واړه طریقې وحي په اشاره خبري کول د پردېٖ د شا څخه خبري کول او د ملائکې په ذریعه خبري کول د وحي دا درېٖ مختلف قسمونه هم دي ، او بیا د دیٖ دریو اجمالًا مشترک نوم هم وحي ده ، یعني مَقسَم هم دي او د خپلو دریو قسمونو څخه هم په یو د هغه اطلاق کېږي په دېٖ آیاتونو کښي و ګورئ چه د ملائکې په ذریعه کلام ته هم وحي وویل شوه ، او له پورته دریو واړو طریقو څخه چه په هره طریقه هم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته غیبي تعلیم او اطلاع ورکړشوېده د هغه څخه هم په وحي تعبیر شویدي ، یعني هغه دعامي الهي مکالمې مرادف هم استعمال شویدي .

وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى o إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى
ژباړه ـ نبي د خپل نفس په غوښتنه خبري نه کوي بلکه هغه وحي دي چه هغه ته کیږي .
لنډه داچه د همدېٖ فرق او امتتیاز د پاره په علمي اصطلاحاتو کښي‌ ددېٖ دریو واړو طریقو د پاره د کـــــــشف ، الهـــــــــــام ، او وحـــــي درېٖ جلا جلا الفاظ او نومونه وضع او ټاکل شویدي ، دېٖ له پاره چه په خبرو اترو کښی د روحاني خبرو هره طریقه د بلي څخه بـــــــــــــــــــیله او جــــــــــــــــــــلا شي
په ویښه او بیدارۍ کښي په اشاره خبري کول کشـــــف دي ، او د خوب په عالم کښي رویــــــــــــــــــا یعني خوب دی ، او د پردېٖ د شا څخه د آواز راتلل الهــــام دی ، او د ملائکې په واسطه خبري کول وحي ده (۱)

نور بیا
که خدای کول



ع کريم حليمي
23.11.2010

نکته : په پورته آیت کښی چه په کوم ځای کښي پاک خدای دا ویلي دي چه هیڅ کوم یو بنده ددېٖ خبري توان نه لري چه د هغه سره خبري وکړي ، لیکن په دغو دریو طریقو سره ، ددغه آیت په آخر کښي ئې ویلي دي چه هغه تر ټولو پورته او حکیم دی ، یـــــــــــعني د هغه لوی ذات د لویۍ او عظمت تقاضا خو داده چه هغه هیڅوک د خپلي مکالمې د شرف مستحق ونه ګڼي‌، مـــــــــــګر د هغه د حکمت اقتضا داده چه هغه د خپلو خاصـــــو بنـــــــدګانو څخه د عامو خلــــــــــــــګو د هــــــــــدایت او لارښـــــــــووني د پاره له دېٖ دریو غیر معمولي طریقو څخه په کومه یوه طریقه خبري وکړي .

په هر حال عام خلګ د اطلاع د هغي ډېري جګي غیبي ذریعې په خصوص کښي چه په اصطلاح کښي ورته وحي ویل کیږي تجربه نه لري ، ليـــــکن اطلاع د نورو دوو لاندو ذریعو په خصوص کښي هر ښخص لږه ډېره تجربه لري ، او هر انسان چه په خپل ژوندانه کښي د ځینو ناآشناؤ او تر پوهي لوړو او د اسرارو نه ډکو پېښو سره مخامخ کیږي ، په هغو باندي د غور او فکر کولو وروسته د هغه په ذهن او دماغ کښي د علم ددغي ډېري اعلٰی غیبي ذریعې یوه تـــــــــته غوندي نقشه او خاکه رسم کېدلای شي چه ددغي تــــــتي خاکې په ذریعه کوم استبعاد او لیري والي چه ده ته د علم د غیر حسي او مادي او غیر جسماني ذریعو په منلو کښي معلومیږي هغه لري کېدلای شي ، او خصوصًا په یو داسي عصر کښي دسائیکالوژي د پلټنو او تحقیقاتو په اثر د نفس ډېر نامعلوم طاقتونه ورؤ ورؤ معلومیږي او د( Spiritualism سپریچولزم ) په
په ذریعه ارواحو سره د خطاب او کلام سلسله ښورېدلې ده او د روحانیانو نوی فن د یو مستقل سائنس په شکل او بڼه څرګندېدونکی دی
انبیا علیهم السلام په خپل کشف ،الهام او وحي دومره پوخ یقین لري څومره یقین چه عام انسانان په خيلو وجدانیاتو ، محسوساتو ، او فطریاتو او بدیهیاتو باندي لري ، د انبیا علیهم السلام دا روحاني علم داسي پټ دی لکه څنګه چه په عام انسانانو کښي د وجدانیاتو ،فطریاتو بدیهیاتو او محسوساتو علم پټ دي ، لکه څنګه چه یو شخص په خپله لوږه او تنده او غم او خوشحالتـــــــــــــــیا کښي‌نــــــــــشي تېروتلای ، همدغه راز نبــــــــــي هم په خپلو روحاني وجدانیاتو کښي نشي تېروتلای ، او لکه څنګه چه تاسو په خپلو فطریاتو کښي مغالـــــــــطه نه کوئ چه دوه او دوه څلور نه کېږي همــــدغه راز نبي هم په خپلو پیغمبرانه فطریاتو کښي‌د کــــــومي مغــــــــالطې سره نه مخامخ کیږي ، او لکه څنګه چه تاسو د خپلو محسوساتو کښي که څوک مخامخ وینئ او یا د چا آواز واورئ کومه شبهه او شک نه کوئ نبــــــي هم په خپلو روحاني محسوساتو کښي شک او شبهه نه کوي ، لنــــډه دا چـــــــــــــــه نبـــــــي د خپل علم په ټولو غیبــــــــي او روحاني ذریعو کښي د هر ډول لغــــــــزش او فریــــــــــــب او خـــــــطا او غلطـــــــــطۍ نه داســـــــــــــــــــــي
پاک دی لکه څنګه چه تاســـــــــــــــــــي په خپلو وجدانباتو ،فطریاتو ، محسوساتو ، او بدیهیلتو کښي د خطــــــــــــــــا او غلطـــــۍ څخه پاک یاست

نور بیا
که رب کول  



ع کريم حليمي
26.11.2010

علــــــــــــــم غیب : په اسلامي عقیده کښي د غیب علم بې د خدای نه بل هیچا څخه نشته او یا په بل عبارت په غیبو بې د خدای نه بل هیڅوک نه پوهېږي ،
په قرآن مجید کښي بیا بیا حضرت محمد (صلعم ) ته ددېٖ اعلان هدایت شویدی .
........فَقُلْ إِنَّمَا الْغَیْبُ لِلّهِ ..... سورة یونس آیه ۲۰
ته ورته ووایه اېٖ پیغمبره ! چه غیب یوازي د خدای کار دی

قُلْ لا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ الْغَیْبَ إِلَّا اللهُ........ سورة نمل ۶۵
ته ورته ووایه اېٖ پیغمبره ! چه په اسمانونو او په مځکو کښي بې د خدای نه بل هیڅوک نشته چه هغه په غیب پوهېږي

رسول وائي :
وَ لا أَعْلَمُ الْغَیْبَ .......... سورة انعام ایه ۵۰
او زه په غیبو نه پوهېږم

لیکن سره ددېٖ په دوو ځایو کښي داهم ویل شویدي چه خدای خپلو غوره پیغمبرانو ته د غیبو خبر ورکوي

په سورة جن کښي راغلی دي :
فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا o إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ ......... سورة جن آیه ۲۷ ۱و ۲۷
نو خدای خپله د غیب خبره هیچاته نه څرګندوي مګر هغه پیغمبر ته چه هغه ته ئې رضا او خوښه و شي

په بل ځای کښي په سورة آل عمران کښي راغلي دي :

وَ ما کانَ اللهُ لِیُطْلِعَکُمْ عَلَى الْغَیْبِ وَ لکِنَّ اللهَ یَجْتَبی مِنْ رُسُلِهِ مَنْ یَشاءُ .....
۱۷۹
او نه ؤ خدای چه ته ئې د غیبو په خبرو خبر کړی وای لیکن داچه خدای د خپلو پیغمبرانو څخه چه هر څوک چه و غواړي غوره او انتخاب کړي

له دېٖ دوو آیاتونو څخه څرګـــــــــــــــــــــــــندېږي چه پاک خدای خپلــــــــــــــو غوره پیغمبرانو ته د غیبـــــــــــــــــــــــــو د خبـــــــــــرو خبــــــــــــــــــر ورکوي

نور بیا
که رب غوښتي وه



ع کريم حليمي
27.11.2010

په تېر پسې

له دېٖ څخه څرګنده شوه چه په کومو آیاتونو کښي چه په کلي ډول په غیبو د پوهېدلو څخه په ًقطعي ډول بیخي نفي شوېده د ّهـــــــــغو مراد او مطلب ذاتي او حقیقیي علم دی یــــــــــــــــعني بې د خدای نه بالذات نور هیڅوک په غیبو علم نه لري ، البته د خدای په واسطه او ذریعه او د هغه د تعلیم او اطلاع په اثر پیغمبرانو ته د غیبو علم ورکول کېږي لکه چه په آیه الکرسي کښی ویل شویدي :
لا یُحیطُونَ بِشَیْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلّا بِما شاءَ ...‌....
او هغو د خدای په یوه ذره علم هم احاطه ونه کړای شوه ، لیکن څومره چه د هغه خوښه وي .

یعـــــــــني د خپلو غیبو د علم څخه هرځومره چه د هغه رضا وي او مصلحت يې ګڼي‌د هغو څخه تل د وحی په ذریعه خبروي ، سره ددېٖ هم د ځینو خبرو په نسبت لکه چه په سورة ّهود او سورة لقمان کښي راغلي دي پاک خدای په قطعي ډول دا فیصله کړېده چه ددېٖ شیانو علم له هیچا څخه نسته

مثلاً قیامت ، باران ، مرګ ، د مور په نس کښي هلک دی که نجلۍ ، او سبابه څه کېږي ، په دېٖ خبرو بې د خدای نه ّهیڅوک نه پوهیږي ، همدغه راز په ځینو آیاتونو کښي حضرت محمد صلعم ته د خطاب په ډول ویل شوېدي چه ددېٖ علم تا څخه نه ؤ یعني ته په دیٖ کار خبر نه وېٖ لکه چه د تبوک په غزا کښي د هغو خلګو په خصوص کښي چه دروغ قسمونه ئې خوړل
او په دروغو عذرونه ئې په دغه غزا کښي د کډون نه ځانونه خلاص کړل په سورة توبه کښي‌پاک خدای داسي ویلي دي .

عَفَا اللهُ عَنْکَ لِمَ أَذِنْتَ لَهُمْ حَتّى یَتَبَیَّنَ لَکَ الَّذینَ صَدَقُوا وَ تَعْلَمَ الْکاذِبینَ o توبه ۲۳
لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَ قَلَّبُوا لَکَ الْأُمُورَ حَتّى جاءَ الْحَقُّ وَ ظَهَرَأَمْرُ اللهِ وَ هُمْ کارِهُونَ o سورة توبه ایه ۴۸
خدای تاته عفوه وکړه ، تا ولي هغو ته اجازت ورکړ ، دېٖ دپاره چه تاته معلوم شوي وای هغه چه رښتیا ئې ویل او دروغجن به دي پېژاندلي وای .

ّهغو اول د فتنې پیدا کول و غوښتل ، او ستا په مخکښي ئې واقعات واړول تر څو چه حق خبره راغله او د خدای خبره څرګنده شوه او هغو دغه شان نه غوښتل .

وړاندي راغلي دي :
مَرَدُوا عَلَى النِّفاقِ لاتَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ .........o سورة توبه آیه ۱۰۱
دوی په نفاق ټینګ ولاړ دي ، ته هغوی نه پېژنې ، مــــــوږ ئــــــــې پېژنـــــــــــو .
له دېٖ آیتونو څخه دا حـــــقــــیقــــــت څرګنـــد شو چــــــــــــــــه پېغمبرانو ته
د غیـــب کـُـــــــــــــلي علم نــــــــــــــــــه ورکول کیږي بلکه هغو ته د غیبو د خبر د ورکولو د ځای په دواړو آیتونو کښي خاص د رسول لفظ استعمــــــالــــول دېٖ حقیقت ته اشاره کـــــــــــــــــــوي چه پیغمبرانوته د هغو غیبو چــــــــارو
خبر ورکول کیږي چــــــه هغه د رســــالت د وظیفـــــــــــــــــــې او د رسالت د مصلحتونو او شــــــــــــــــــریعتونو سره تـــــــــعلق لري

نوربیا
که خدای کول



ع کريم حليمي
28.11.2010

په تېر پسې

د غیـــــــــــــــــــب حقیقت :
_______________

د علم غیب په دېٖ نالیدلی او نامعلومه لیار د دومره مزل له وهلو وروسته دا ســــــــــــوال مخي ته راځـــــــــــــي چه د قرآن مجید په اصطلاح کښي غیب څه ته وائي ؟؟؟
قرآن مجید دا لفظ په کومو کومو ځایو کښي استعمال کړی دی په هغو ټولو ځایو کښي ددېٖ لفظ د استعمال د ځایو او مواقعو تر غور او دقت وروسته ددېٖ لفظ اجمالي او تفصیلي د دواړه معنیٰ ګاني څرګندیږي ،
په اجمالي ډول ددېِ اطلاق په هغو چــــــــــــــارو باندي کېــــــــــږي چه:
په هغو انسان د خپل علم په عامو او طبیعي او فطري ذریعو علم نشي راوستلای ، په تبر مضمون کښی مو لیکلي دي چه وجدان ، حواس او عقل او استدلال او نور د انسان علم طبیعي ذریعې دی او کوم علم چه ددېٖ طبیعي ذریعو په واسطه چه هر انسان ته ورکړ شویدی نه حاصلیږي
هغــــــــــــــــــــه علم تــــــــــــــه علم غیب وايي یعـــــــني د هغو شیانو او هغه شي علم چه د انسان د ظاهري او باطني حواسو او دماغي قوېٖ له نظرونو څخه لیري او غائب او پټ دي او د هغه مقابل لفظ "شهادت " دی چه د حاضرېدلو په معنیٰ دی یعني هغه اشیا چه د هر انسان د حواسو او دماغي قواو په مخکښي دي ، له دیٖ کبله پاك خدای خپل ځانته بیا بیا «عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَة» ویلی دی یعني کوم علم چه انسانانو د علم د طبیعي ذرایعو په مخکښي حاضر ديی او کوم علم چه غائب دی ، په هغو ټولو علمونو پوه او خبر هم هغـــــــــــــــــه ! یعني خدای دی
لنډه داچه په په اجمالي ډول علم غیب د علم د هغي غیبي طریقې نوم دی چه عامـــــــــو خلـګو تــه د دغــه طریقــه نـــه ده ورکړ شوېٖ
او په تفصیلي ډول په قرآن پاك کښي د غیب اطلاق په څلورو شیانو شویدی

۱)‌ د تېري زمانې واقعات ، د تېرو زمانو واقعاتو علم خو نه وروسته ، ددغو حواسو په ذریعه حاصلېدلای شي او دا ځکه چه د حواسو په ذریعه یوازي د حاضر او موجود علم حاصلېدلای شي ، او نه د عقل او فکر په ذریعه حاصلېدلاې شي او کـــــه حاصــــــــــلېدلای هــــــــــــــــم شـــــــــــي نـــــــــــــو یوازي د تــــــــــــحریــــــر او روایـــــــــت په ذریعه لیکن د هر چا د پاره چه د تحریر او روایت ذریعه په بقیني ډول سره بـــــــــــــیخي بنده او مسدوده وي ،
نـــــــــــو که ! هغه په دېٖ شیانو علم حاصلولای شي نـــــو یوازي په غــــیــبـــي
ذریعه ئې حاصلولای شي او بــــــــــس .
د حضرت نوح تر لنډي قصې وروسته پاك خداي وائې :

تِلْکَ مِنْ أَنْباءِ الْغَیْبِ نُوحیها إِلَیْکَ ما کُنْتَ تَعْلَمُها أَنْتَ وَ لا قَوْمُکَ مِنْ قَبْلِ هذا...

دا د غیبو ځیني خبرونه دي ، موږ تاته د هغو وحي کوو ، ته خو له پخوانه له هغو څخه خبر هم نوېٖ او نه ستا قوم په هغو خبر ؤ

د حضرت مریم په قصه کښي ارشاد کیږي :

ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُون أَقْلاَمَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ o سورة آل عمران آیه ۴۴
ژاړه
دا د غیبو د خبرو څخه دي ، ددېٖ موږ تاته وحی کوو او نه ته هغه څخه حاضر او موجود وېٖ په کوم وخت کښي چه هغو ( ) خپل قلمونه اچول چه څوك به د مریم پالنه کوي او نه ته له هغو سره په هغه وخت کښي حاضر او موجود وېٖ چه هغو جګړېٖ سره کولې

و ګورئ چه د محسوسو واقعاتو د علــــــــــــــــــم طــــــــبیـــــــــعي طریقه په هغه وخت کښي حاضر او موجود اوسېدل او د هغو لیدل او اورېدل وو ، او ددغو لیدلو لـــــــــــــه حضرت محمد صلې الله علیه وسلم څخه نفــــــــي وکړه شوه چه ته په یقیني ډول په هغه وخت کښي پّ هغه ځای کښي حاضر نه وېٖ اوس پاته شول د کومــــــــــــي بلي ذریعې په واسطه اورېدل ددېٖ کـــــــار نــفي هم پخوا سوېده چـــــــــــــــه ستا له قوم څخه هیچاته دا خبره معلومه نه وه ، او نه ئې د بل چا څخه معلومه کړه نـــــــــــــــــو پاك خدای په غیـــــــــــــــر طبـــیــعي طریقه رسول ته ددغه شي علم ورکړ چه هغه د وحـــــــــــــــی ذریعه ده
همدغه راز پاك خدای حضرت یوسف علیه السلام ته د پوره واقعې تر ذِکر وروسته وویل :
ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُواْ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ
سورة یوسف آیه ۱۰۲
ژباړه :
دا د غیبو د خبرونو څخه دي موږ تاته د هغو وحی کوو ، او ته په هغه وخت کښي له هغو سره نه وېٖ چه هغو خپل کار فسصله کاوه او او مکر او چل ئې کاوه .
په دېٖ کښي هم د عــــــــــــــلم شـــــــــــــــاهد نفي وشوه غــــــــــــــــائب ثابت کړ شو په هر حال ددېٖ آیتونو څخه څرګنده ده چـــــــــــــــــــــــــه د واقعاتو غــــــیر طـــبـــیـعــي طریقې ته هــــــــم عـــــــــلم غیـــب ویل شویدی .‌

۲)‌ همدغه راز په مستقبل او آینده کښي چه واقعات کېدونکی او پېښېدونکي دي هـــــــــــغو ته هم غـــیـــب ویل شویدي ، د کومو شیانو علم چه د هغو علم بې له دلائیل او قیاس څخه په نـــــــــورو غـــــــــیرو طـــــــــــــبیعي ذریعو حاصل شوی وي هغــــــــــو تــــــــه به هم علم غیب ووایو ،

په قرآن مجید کښي په یوه موقع کښي د هغو کافرانو په جواب کښي چه هغو نخښي غوښتلې دا وویل شول
فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلّهِ فَانْتَظِرُواْ إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ ........o سورة یونس آیه ۲۰
ژباړه : ته ورته ووایه چه د غیب علم یوازي د خدای د پاره دی ، تاسي انتظار و باسئ ، زه هم تاسو سره په انتظار کوونکو کښي یم .

د مستقبل هغو واقعاتو او پېښو ته چه انتظار ورته کيږي په دېٖ آیت کښي غیــــب ویل شویدي همدغه راز د قــــــــــــیامت ته بیا بیا پاك خدای غیــــــــــب ویلي دي او بې د خدای څخه د بل چا د پاره د هغه د عــــــــــــــلم نــــفــــی کړه شوېده :
إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ ..... سورة لقمان آیه ۳۴
د قیامت علم خاص (يوازي ) خدای څخه دی

يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي ....o الأعراف ۱۸۷
هغوی د قیامت پوښتنه کوي ، ته ورته ووایه چه د هغه علم یوازي زما له خدای څخه دی

همدغه راز د انسانانو څخه د مستقبل د نورو پېښو او واقعاتو د علم نـــــفي هم شوېده

مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ
ژباړه : هیڅوک په دېٖ نه دي خبر چه هغه به سبا څه کوي او نه څوک په دېٖ خبر دي چه هغه به په کوم ځای کښي مړ کېږي .

۳) په هغو شیانو هم د غیبو اطلاق شویدی چـــــــــــــــــه کـــــــــــه څـــــــــه هم هغه مـــــــــاضي او مستـــــقبل نه دي بلکه د حال په زمانه کښي موجود دي مګر د انسان د پنځو حواسو او محدود عقل په طاقت په هغو باندي علم نشي راوستل کېدلای .
موږ ته د کتلو او اروېدلو طاقت راکړ شویدی ، مګر دغه کار د یوېٖ مسافې او عدم حجاب او ځینی نور دا ډول شرطونه هم لگولی شویدی چه بې د هغو شرطونو څخه زموږ دغه طاقت بیکاره دی ، موږ د ډیلي څخه د بمبئ منظرېٖ نه شولیدلای او نه نن هم موږ له دېٖ څخه د هغه ځای آواز اورېدلای شو ، نو له دېٖ کبله کوم طبیعي شرطونه او قیدونه چه ددېٖ موجوده زمانېٖ د علم د پاره مقرر شویدي که بې د هغو قیدونو او شرطونو څخه کوم علم حاصل شي نـــــو هـــــــــــــغه بــــــــــــه علم غیب وي . حامله ښځه o موجوده وي مگر د هغې د نس په پردو کښي د ننه چه سترګي ئې نشي څیرلای څه دي ؟ چاته معلومه ده .
و یعلم ما فی الارحام -- او الله پوهېږي په هغو شیانو چه په رحمونو کښي د ننه دي

په اسمانونو او مځکو کښي چه نن هر څه شته او موجود دي هغه ټول په دېٖ وخت کښي د خلگو په مخ کښي حاضر او موجود دي مگر سره ددېٖ هم د هغو علم زمږ د حواسو او عقل د محدود طاقت نه تر هغه وخته د باندي دي تر څو چه هغه طبیعي شرطونه پوره او پر څای نشي چه پاک خدای زموږ د لیدلو ، اورېدلو او پېژندلو د پاره جوړ او ټاکلي دي

ولله غیب السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ - سورة هود
او یوازي د خدای د پاره دي د مځکو او اسمانونو غیب .

ان الله یعلم غیب السمٰوٰت والارض -- سورة حجرات
بیشکه خدای پوهېږي په مځکو او اسمانونو کښي په غیب .

۴) د علم غیب وروستی شیان هغه شیان دي چه هغه له دېٖ کبله چه مادي نه دي نو هغه زموږ د حواسو او عقل د تنګي او محدودي دائرېٖ څخه بیـــــــــــــخي د بانـــــــــــدي پــــــــــــاته شویــــــــــــدي ملائـــــکې نـــــه وینو ، د خدای دلیدلو صلاحیت نه لرو ، جنت او دوږخ موږ دلــــــــــــــــــته نشولیدلای داټول شیان ّهـــــم غیب دي

الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ ....... سورة انبیا
ژباړه : کوم خلګ چه د خپل رب څخه بېرېږي په غیب کښي

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ ....‌سورة البقره
ژباړه : هغه خلګ چه په غیبو ایمان راوړي

الَّتِي وَعَدَ الرَّحْمَنُ عِبَادَهُ بِالْغَيْبِ .... سورة مریم
ژباړه : هغه جنت چه د هغه وعده هغه مهربانه خدای له خپلو بندګانو سره کړېده په غیب کښي

د " په غیب کښي " معنیٰ داده چه : بې پوهېدلو ، بې لیدلو ، بې له دې‌ٖ چه د ظاهري حواسو په ذریعه په هغو علم راولي ، او سره ددېٖ چه هغه شیان په دېٖ عــــــــــــــــالـــــــــم کښي نشي لیدل کېدلای

تر بیا که خدای کول



ع کريم حليمي
19.01.2011

پاك خدای چه خپل پېغمبر په کومو خبرو خبروي هغه د غیب په دغو څلورو قسمونو کښي د ننه غیبي شیان دي ، پاك خدای خپل پېغمبران د ځینو تېرو قامونو او پېغمبرانو د عبرت او نصیحت نه دډکو احوالو څخه هم بې د روایت او تحریر له ذریعې د وحی په واسطه خبروي لكه چه د قرآن مجید په حوالو په تیر مضمون کښي داخبره تیره شوه .

حضــرت محمد﴿صلعم﴾ ته! د دنیا د فتنـــــــــــو ، محمدي امت د انــقــلابــونو ، د قــــیامت د منـــــــاظرو او د هغو نه وروسته د راتلــــونکو واقعــــــاتو عـــــــلم ورکړشو !! لکه چه له دېٖ دنیاوي پېشګویو او د قیامت او محشر د هغو منظرو څخه څرګنده ده چه هغه په قرآن پاک او صحیحو حدیثونو کښي په ښکاره ډول ذکر شویدي ،‌

همدغه راز د حال د هغو احوالو او مناظرو علم هم قابت دي کوم چه زموږ په مخکښي حاضردي مګر له دېٖ کبله چه عام انسانان د احساس او تعقل طبیعي شرائط نه لري نو هغوی ته دغه احوال او مناظر نه ښکاریږي ، د قبرونو انکشاف ، د پردېٖ شاته لیدل ، د نورو موجوده ؤ احوالو څخه واقفعیت او خبرېدل او نور له دېٖ ډول علم غیب څـــــخـــــه هـــــــــم پېغمبر تـــــــه ورکول کیږي

تربیا



ع کريم حليمي
04.02.2011

په تېر پسې

او تر ټولو وروسته هغه مغیبات دي چه د هغو تصور او احساس زموږ د علم د ممادي ذریعو څخه بیخي خارج او دباندي او خارج دی مگر سره ددېٖ هم هغه ده ته ورښـــــــــــــــــــــوول کــــــــیږي ، د خدای دیــــــــــــــدار ، د ملائکو لیدل
او د جـــــــــــــــــــــنت او دوږخ مــــــــــــشاهـــــــــــــده او نور له دېٖ ټولو غیبي چارو څخه پاک خدای کوم رسول ته له دغه علم څخه هرڅومره مناسب گڼي هغو ته د مختلفو اقسامو په ذریعه د هغه عـــــــــــــــلم څخــــــــــــــــه برخه ورکوي .

له سِیرةُ النبي صلى الله عليه وآله وسلم څخه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more