د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

تخليق

feroz afridi
31.10.2010

تخليق کائينات
د دلاور خان وقار د تخليق کائينات په حقله يو خوندور نظم..

staso de tanqeed de para

داسې وائي چې خلا وه
نــــۀ تيــــــارۀ او نه رڼا وه

يو زره له هــــــــــــوره ډکه
پکښې پټه د ژوند ساه وه

نه زمان وو نه مـــــــــــکان
نه وه ځمکه نه اسمــــــان

نه دا غـــــرونه او سيندونه
وو لهـــــرونه د دخــــــــان

جمــــــادات نه نبـــــــــاتات
حيــــــوانات نه کـــــــائينات

نه هــــوا او نه اوبــــــه وې
نـــــــه وو ژوند نه مخلوقات

د کـــــــن غږ وکړو سبحان
کړو تخليـــق ئې کل جهان

ځمــــــکه هم ټول فلکيات
اسيران شــــو په حسبان

لوئـــې الله په لوئې قدرت
په ډيــــــــر علم او حکمت

هور کـــــړو پورې په جهان
تر مــــودو وو دا حـــــــالت

پس له هـــوره بيا سبحان
ورولـــــــــــــــــو پرې باران

داســـــــې واورې وريدلې
يخــــــــولو ئې جــــــــهان

لـــــحے خټې جــــوړيدلې
داســــــــې واورې وريدلې

درست جهان اوبه اوبه شو
ځائي پځائي به ډنډ کيدلې

دغه خــــــــټو ګړوبو کښې
خړو ټينګو شان اوبو کښې

ژوند ئې يوه دانه کښې شته کړو
بيا ئې وشيندل جوړو کښې

راپيـــــــــــدا شول جمادات
هـــــــــــــم بې پاڼو نباتات

پس لـــــــــــه ډيرې ارتقا نه
راپيـــــــــدا شول حيوانات

ژونـــــد اوبو نه راپيدا شو
په مـــــزل ارتقـــــــــا شو

د وړو چينجو پــــــــه شکل
مخلوق جوړ ترې په رښتيا شو

تيريدل داسې وختـــــــونه
لوئيدل ئې وجودونــــــــــه

د ډير جنګ جدل نه پــــس
بدليدل به ئې شـــــکلونه

په قدرت د پاک ســــبحان
نمر شپوږمئ شول په ميزان

خپل محور کښې فلکيات
ګرځينده شو په اســـمان

داسې غرونه او سيندونه
هم اباد شول ځنــــګلونه

ښکلې ښکلې شو جهان
په ترتيب شو مــــوسمونه

چې اباد شو ښه جــــهان
له اوبو اووت حــــــــــــيوان

څۀ چــــارپايه څه دو پـــايه
هم پلار نســـــل د انسان

څه شــــو ځمکې ته روان
چا غــــــر خوښ چا بيابان

څه ميشته شو په اوبو کښې
چا الـــــوت کړو په اسمان

دغـــــــــــه راز د ارتقا وو
کار له عقـــــــله ماورا وو

کائينات چې ئې ترتيب کړل
دا حکمت د لوئې الله وو

داســـې پس له ډير زمان
ښه چې ښکلې شو جهان

حيوان پاتې په ځنګل شو
ځان رابيل کړو ترې انسان

د وقـــــار دغــــــــه وينـــــا
ده نيمګــړې پـه رښــــــتيا

لا خـــــو شته دے منزلونه
راښــــــکاره به شې سبا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more