د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

ددی بحفثورم څومره خوږنوم دی !!

رښتینی
08.10.2010

د دی بحثفورم څومره ښه اوخوږنوم دی !!!

تاسو ددی بحثفورم نوم ته ځیر شوی یئ ؟

دپوهنی ځلانده وړانګې...

الرحمن علم القران

خلق الانسان علمه البیان

دقرانکریم ددی ښایسته سورت دپیل په دی ایتونو مو کله غور کړی دی ؟

دپوهنی دځلانده وړانګو ځلا مو ترسترګوو شوی ده ؟
تاسو ګران وروڼه به حتما دپوهنی له ځلانده وړانګو برخمن
یئ ځکه خو زه هم غواړم تاسو ته دزړه بوخڅه راوسپړم
که څوک له دی وړانګو نه برخه نلری هغه ته زما خبری
بی ارزښته دی او باید وی ځکه څوک چی په کوم شی نه پوهیږی
له هغه شی سره خو مینه نه بلکی میرڅمنی لری

سپیۍ په ځناورو کی په پلیتی او مرداری کی له سرکوزی وروسته
د دویم مقام څښتن دی دده دخولی دپاتی شونو په باره کی په یوه روایت
کی راغلی دی چی اووه ځله باید ومینځل شی خو همدا پلیت سپۍ چی
دښکار نیولو علم زده کړی بیا یی په دی مرداره خوله نیولی ښکار پرته
له حلالیدلو هم پاک بلل کیږی خو چی خاوند یی په ښکار پسی دپری
ښودلوپرمهال تکبیر او بسم الله ویلی وی

داد علم کیمیا ځومره ارزښتناکه ده !!
علم ځومره پاک او پاکوونکی دی !!
علم څومره ښکلی ګاڼه اوپسول ده !!
په دی پسول پسوللی خلک څومره ښکلی
او دځلانده فکرونو خاوندان وی ؟؟

تاسو ته به حتما دا پته وی چی زموږ په هیواد کی دګردی نړۍ په نسبت
دستونزو اوبدمرغیو توری تروږمۍ زیاتی دی زموږ هیواد زښت ډیر
بدمرغه او بدمرغی خوښوونکی انسانان شته ، زموږ په هیواد کی غله ،
داړه ماران ، قاتلان ، دوینو تژی انسانان ښه ډیر دی

دا ځکه چی زموږ ډیر ۍ خلک دعلم له ځلانده وړانګو بی برخی دی
او کم خلک مو له دی نعمته برخمن دی خو ددی علم لرونکو وروڼو
دی ځای ته توجه کمه ده چی دا وړانګی خپری کړل شی دا خو هغه
نورانی او برکتی وړانګی دی چی له نړۍ نه هره بدمرغی شړلی
او خاوندان یی هر ډول نیکمرغی ترلاسه کولی شی نو راځئ دا وړانګی
خپری کړو خپل قلمونه ددی وړانګو خپراوی ته وقف کړو
په خپلو قلمونو سره له دی وړانګو بی برخی هیواد ته دا وړانګی
را وړو .

ددی فورم دپرانستلو ډیر ی شپی وتلی دی او دټول افغان مختلفوبرخو ته
ډیری لیکنی ورزیاتیږی خو په دی فورم کی دګوتو په شمیر څو لیکنی پرتی
دی نو دا زما ګیله په ځای نده چی زموږ پوهه
وروڼه دی لورته کمه توجه کوی ؟؟

ستاسو دتوجه په هیله


و.افغان
08.10.2010

محترم او دروند حامد صاحب:
د دې فوروم له نوم څخه سړی لږ څه ډار حس کوي.
زه خپلځاني هم ترې څنګ کوم، ځکه چې د فوروم له نوم څخه داسې حس کوم، چې دلته
بايد يواځې داسې علمي، تحقيقي، مدللې ليکنې وليکل شي، چې له هر اړخه کمال ته نږدې وي، اګر که کمال ته رسېدل ناممکن دي.
ليکونکي پرې خپل ځان ښه په پوره ډول ستړی کړی وي، د علمي پانګې له لحاظه هم
پوره وي، او د الفاظو د رونق، ترتيب او حسن سياق له لحاظه هم ښايسته وي.

په درنښت


رښتینی
09.10.2010

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
وهاج صاحب تاسو چی د کوم ډار خبره کړی ده داد ډیرولیکنو
په مهال ضروری ده بیا د علمی لیکنو له پاره خو باید ډیر اتیات
وشی اولکه تاسو چی ویلی دی په علمی لیکنه باید ډیره خواری
وکړل شی ،

خوداډار دومره باید زیات نشی چی بیخی لیکنی ته م پرینږدی
هغه د (مالم یدرک کله لاتترک کله )نسخه باید وکارول شی
صافۍ صیب تاسو باید دی بحثفورم ته توجه وکړئ که تاسو هم
دډار خبری کوی نو موږ خو دی په تیرو لیکنوهمدپښیمانه کړو


مومن مهاجر
10.10.2010

ګرانوپوهانو! احترامات مي ومنئ
رښتیاچي ددې فورم نوم ډېرجالب،په زړه پوري اوښکلی دی خودمحتواله مخي تر بل هرفورم پاتي دی داچي ولي؟ علت یې څرګنددی هغه داچي موږپه علمي اوتحقیقي ډګرکي وتلي اوپیاوړي کسان نه لرو،داسي څوک نه شته چي ددې تشې ډکولوته راودانګي اوداخلایومسؤلیت وبولي . له همدې کبله لازمه ده چي دې لورته پاملرنه وشي که هغه کسان چي په تحقیقي اوڅېړنیزډګرکي څه ناڅه مهارت لري خپل وارلومړی کړي اوپه دې برخه کي دلیکنواوخپلوڅېړنوپه وړاندي کولوشروع وکړي نوممکنه ده چي ډېرنورملګري هم بالاخره دده پرقدم ګام کښېږدي اوپه دې برخه کي لیکنوته لیوالتیاوښيي . هغه دچاخبره پیل ګران دی؟ سړی نه پوهېږچي له کومه ځایه اوپه څه پیل وکړم؟ که یوځل پیل وشي زه په دې باوریم چي دیوښه اغاز په توګه به ددوام لپاره ملګري پیداشي .


رښتینی
11.10.2010

دروند ورور مهاجر صاحب سلامونه اونیکی هیلی می ومنه !

اویو علت یی دا هم دی چی دابحثفورم نسبه یوڅه نوی هم دی
او که تاسو دا پیل وکړئ دابه ښه پیل او اغاز وی اوالحمد لله
پوهان دی ډیر خو ستونزه په نه توجه کی ده او په دی کی چی موږ
ډیر ځله دمهم او اهم توپیر ته پوره توجه نه کوو دمهم او اهم توپیر
ډیر مهم دی یو شی به مهم وی خو له اهم نه مخکی کول یی ناسو کار دی

دعلمی لړیو دپیل کولو په هیله


و.افغان
15.03.2011

رښتيا هم چې د دې فوروم نوم ډېر خوږ دی، خو د مسلکي ليکنو څرک په کې هډو لګيږي
نه، پرته له دوه درې ليکنو.
کاش چې مسلکي وروڼه يوه يوه، وړه وړه مسلکي مسئله له ملګرو سره په تدريج سره
شريکه کړي؛ مونږ به هم ترې استفاده وکړو.

او که چې د حساب او رياضي درس پيل کړ، نو په شاګردۍ به يې هم مشرف شم، تقريبا
13 کاله وړاندې مې د رياضي معادلې لوستلې وې؛ خو اوس مې په سر کې هيڅ هم
نه دي پاتې.
په درنښت


ډاکټر څپاند
15.03.2011

علمي بحث؟

http://www.mosalehaime.org/index.php?option=com_content&view=article&id=246:-2010-&catid=40:2010-10-22-10-08-32&Itemid=63


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more