د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د علماوو فساد دعالم فساد دی ، او عالم جاهل نو فها!


ع کريم حليمي
25.04.2004

ډيرو درنو لوستونکو سلام !
د انسان ماغزه د ناپوهی په وخت کی درواغ وايی ٠ او يا په بل عبارت کم وخت چه داسی يو حال و وينی چه مثال ئی نوي ليدلی ٠ نو دروغجن جواب فکر جوړ کړی ٠
لکه ٠ کم وخت چه څوک دموټر تر کيلکين ګوری ٠ فکر ئی ورته وايی چه درختی ځغلی ٠
او بل د مغز د ميکانيزم يو حاصل جهالت هم دی ٠ که هر څونه علم ډير سي بيا هم د انسانه سره جهالت ملګری وی
99% انسان ته تاوان لری او 1% ګټه ٠
جهالت د علم مخالف طرف ته نه دی ٠ لکه شپه او ورځ
بی علمه خلګ شاته پاته کيږی ٠ تر زمانی او جهالت خرابۍ پښوي ٠
غواړم چه د ملګرو سره بحث پر وکړم ٠ او دليکنی مطلب به په ورسته ليکنو کی ښکاره سي
حليمي


علم او جهل

(( ښه ))
25.04.2004

ښاغلې حليمي صاحيب لومړۍ مي سلامونه ومنه ، تر سلامونو وروسته غواړم ستاسو سره په دي بحث کي چي تاسو عنوان کړيدۍ برخه واخلم . البته زما برخه اخستنه په دي نيت ده چي دا بحث دوامداره شي او ستاسو او نورو دوستانو د ليکنو څخه زده کړه وکړم .
حليمي صاحيب ! وايې چي پوهنه رڼا ده ؛ تر کومه ځايه چي زه پوهيږم د پوهني پيژندلو لپاره داډ ير په زړه پوري او د منلو وړ تعريف دۍ . که داسي ومنو نو کيداسي ووايو چي د رڼا په مقابل کي تياره شته او که تاريکۍ ته هم داسي يو نوم ورکړو نو هغه به خامخا د جهل نوم او کلمه وي . په دي ترتيب د علم مقابل لوري يا طرف جهل دي .
د پيداګوژيکي اصولو له مخي ټول انسانان د زدکړي توان لري ، خو يو شمير د زدکړي لپاره تلاښ کوي او يو شمير نور بيا يوازي هغه څه کوي چي ورته په مخ کي شته ، همدا دليل دي چي د يو شمير کسانو زدکړي زياتي او د يو شمير نورو لږ دي .
بله خبره د زدکړي د تعريف ده ، موږ کولاي شو چي زده کړه تعريف کړو او کنه ؟ ايا زدکړه معيار او حد لري او کنه ؟ د دي تر څنګ يوه بله خبره داده چي زموږ او ستاسو په هيواد کي علم ته يو ډول صنف او يا ويش ورکول شويدۍ . چي يوشمير يې د عقلي علومو او شرعي علومو په نوم ويشي او يو شمير نور بيا بل نوم ورکوي چي افاده يې معنويت او ماديت ته رسيږي . يا په بله مانا دنيوي او اخروي علوم او داسي نور ي ويشني .خو هغه څه چي زما لپاره د زياتي پاملرني وړ ده هغه د افغانانو او پښتنو لپاره د زدکړي موضوع ده ، څنګه کولاي شو چي په پښتنو سيمو کي د علم او پوهي لپاره مرستندوي وګرځو ؟
حليمي صاحيب ! نه پوهيږم چي ستاسو هدف د دي عنوان څخه څه وو خداي دي وکړي چي ما په بل لوري نه وي بيولۍ .
په درنښت


Re: د علماوو فساد دعالم فساد دی ، او عالم جاهل نو فها!

نقاد
25.04.2004

[quote:646a0e4ac2="abdul karim Halimi"]ډيرو درنو لوستونکو سلام !
د انسان ماغزه د ناپوهی په وخت کی درواغ وايی ٠ او يا په بل عبارت کم وخت چه داسی يو حال و وينی چه دهغه مثال ئی نه وي ليدلی ٠ نو دروغجن جواب فکر جوړ کړی ٠[/quote:646a0e4ac2]
زما په اند په دغه ټولګړتيا (عموميت) سره دا جمله نشي تائيد کيدلی ، خو د کوم څانګړي او يا يوګړي حالت لپاره به مصداق پيدا کړي،کوم حالت چې ښايي تاسو په خيال کې نيولی وي، خو تر څو چې يې ښکاره نکړئ، مطلب به مو د بحث له پاره ديوه فال يا اړ له نيولو څخه زيات ارزښت ونه لري . له دې کبله ورور ګلويزه مشوره به داوي چې : که دغه ميتود د راتليزې له پاره له پامه وغورځوئ، منطقي استدلال اوڅيړنو ته به مو په خپله برخه کې مخه خلاصه کړي وي . سره ددې به د نوموړي ( ( اړ ) ) يا چيستان په هکله ستاسو په وياړ بيا هم سوچونه و شاربو :
دوه حالته په خبرو کې ډير ياديږي، يو د شاعر او بل د ملا په برخه کې ويل کيږي چې المعنئ في بطن الشاعر؛ او ملا صاحب خو په خپله ناپوهۍ اعتراف د خپل شان سره وړ نشي بللی، نو په هره توګه چې وي ، په دروغو هم ځواب وايي: ملا صيب ته چې ووايې ، سپوږمۍ چيرې ده (؟) ، وايې په څلورم آسمان کې . که ترې پوښتنه وکړې ځنګه حرکت کوي، وايي ملائکو په کې څنځيرونه غورځولي او را کاږي يې. د ځمکې او لمر د حرکت په اړه وايي ځمکه ولاړه او لمر د ځمکې د پاسه جګ په حرت کې دی او له راختلو او لويدلو څخه يې شپه او ورځ پيدا
کيږي. البته دې غير علمي او سرچپه ادعا ته به مذهبي دلايل هم لري، چې لومړی ځمکه او وروسته بيا لمر او آسمانونه منځته راغلي دي، خو دغه وړاندې ادعاوې له څان او خپلې خېټې څخه کوي ، ولې د ملا صيب خيټه
له دغه راز ډيرو دروغو څخه ډکه ( مول) ده، نو ځکه خو ملا يعنې ( ډک خيټی) هم ورته وايي. دا سې دروغوته انسان د خپل مخور ټولنيز دريځ او اعتبار له کبله مجبوريږي او ملا صيب زمونږ په کليوالي ټولنه کې دغسې اعتبار او په اصطلاح (( علمي)) رسوخ لري، ځکه په دهقاني او فيوډالي ټولنهکې مذهب علم او ملا صيب عالم
دی، ولې په پانګواله ټولنه کې يواځې ساينسي پوهه علم او ساينس پوهان عالمان دي ، ځکه هلته د فيوډالي ملکيت ساتنه او پالنه ، فيوډالي سوله او د فيوډالي مناسباتو پراختيا د دين او مذهبي پوهې دنيوي دده او رسالتدی، نه د توليد او مولديت زياتوالی . خو په سرمايدرۍ کې د مولديت پرمختګ او ددې له پاره له علم او تخنيک څخه کار اخيستل د مجددتوليد بنسټيز شرط دی، يعنې علم او تخيک پخپله په مولده ځواک بدل شوی او له دې کبله دغه عصر ته د علمي او تخنيکي انقلاب عصر ويل کيږي، نو دروغ په کې له سره نه ويل کيدای او نه چليدای شي ، يا لږ تر لږه کومه رواني اړتيا ورته نه ليدل کيږي .
داچې په روان ريل يا موټر کې د سړک د غاړو ونې روانې او ريل او موټر ولاړ ښکاري ، په پراخه ابعادو کې د ځمکې د مخ سپرليو (انسانانو ) ته له همدغه امله لمر هم روان او ځمکه ولاړه بريښي ، او لت يې هم له يوې خوا څخه د ځمکې يا ريل مساوي او ثابت سرعت دی، چې دوی ولاړ بريښوي، او له بلې خوا د سترګو اپتيکي غوليدنه هم ده . د اوبو په ډک ګيلاس کې يو سم ډکی (مثلأ پنسل) هم مات او منکسر ښکاري. دا د ځواسو په سطځې پورې تړاو لري ، نه د مفاهيمو په کچه د علمي او منطقي څيړنو پورې . په درنښت او سلامونو .

نور بيا



ع کريم حليمي
26.04.2004

[quote:023598aa4d]د شاعر په برخه کې ويل کيږي چې المعنئ في بطن الشاعر؛ او ملا صاحب خو په خپله ناپوهۍ اعتراف د خپل شان سره وړ نشي بللی، نو په هره توګه چې وي ، په دروغو هم ځواب وايي: ملا صيب ته چې ووايې ، سپوږمۍ چيرې ده (؟) ، وايې په څلورم آسمان کې . که ترې پوښتنه وکړې ځنګه حرکت کوي، وايي ملائکو په کې څنځيرونه غورځولي او را کاږي يې. د ځمکې او لمر د حرکت په اړه وايي ځمکه ولاړه او لمر د ځمکې د پاسه جګ په حرت کې دی او له راختلو او لويدلو څخه يې شپه او ورځ پيدا
کيږي. البته دې غير علمي او سرچپه ادعا ته به مذهبي دلايل هم لري، چې لومړی ځمکه او وروسته بيا لمر او آسمانونه منځته راغلي دي، خو دغه وړاندې ادعاوې له څان او خپلې خېټې څخه کوي ، ولې د ملا صيب خيټه
له دغه راز ډيرو دروغو څخه ډکه ( مول) ده، نو ځکه خو ملا يعنې ( ډک خيټی) هم ورته وايي. دا سې دروغوته انسان د خپل مخور ټولنيز دريځ او اعتبار له کبله مجبوريږي او ملا صيب زمونږ په کليوالي ټولنه کې دغسې اعتبار او په اصطلاح (( علمي)) رسوخ لري، ځکه په دهقاني او فيوډالي ټولنهکې مذهب علم او ملا صيب عالم
دی، ولې په پانګواله ټولنه کې يواځې ساينسي پوهه علم او ساينس پوهان عالمان دي ، ځکه هلته د فيوډالي ملکيت ساتنه او پالنه ، فيوډالي سوله او د فيوډالي مناسباتو پراختيا د دين او مذهبي پوهې دنيوي دده او رسالتدی، نه د توليد او مولديت زياتوالی . خو په سرمايدرۍ کې د مولديت پرمختګ او ددې له پاره له علم او تخنيک څخه کار اخيستل د مجددتوليد بنسټيز شرط دی، يعنې علم او تخيک پخپله په مولده ځواک بدل شوی او له دې کبله دغه عصر ته د علمي او تخنيکي انقلاب عصر ويل کيږي، نو دروغ په کې له سره نه ويل کيدای او نه چليدای شي ، يا لږ تر لږه کومه رواني اړتيا ورته نه ليدل کيږي . [/quote:023598aa4d]
ډېرومحترمو پاڅونوال صاحب ،عتيق ،ټولو لوستونکو سلام ! کاميابه او جوړ اوسې !
ستاسو دليکنی سره موافق يم ٠ داسی معلوميږی چه تاسو هم موافقه کړيده ٠ د پورته ليکنی په اساس که ملا وي
يا دملا د منطقو په شکل منطق وايی ٠ ايا دغه فرد جاهل ندی؟ که ئی راسره و منۍ نو زما جمله تاسو راصحيح کړه ٠ که څنګه ؟ چه برته اوله خبره راواخولو (عالم جاهل) ته ما اشاره ده ٠ او ما ليکلی چه دعالم فساد دعالم فساد دې
ښه مثال ئی دوطن پخوانې حال دې چه اکثره علما مو جاهلان وه يا دې ٠ خو نه ساينسی علما ٠ ولی چه دساينس
د فورمول صحيح او غلط جواب ډېر ژرمعلوميږئ ٠ نوجهالت ځای نسی پکښی نيولای٠ لکه H + O ---H2O
که ساين ټسټ دجهالت څه کار واخلي نو اوبه نه جوړيږئ ٠
سياست مدار که عالم يا بېعلمه وي او ملا ٠ جاهلان کيداسی په داسی حال کی عالم به وي ٠
زه جهالت بی علمي نه بولم ٠ د ټولنيز ژوند پر حقائقو سترګو پټولو ته وايم ٠ کوم وخت چه څوک سترګي پرحق
پوټی کړي ٠ نو درواغ ويلو ته مجبور کيږې ٠ په عېني وخت کی ځان ته هم درواغ وايی او وجامعی ته هم ٠
بعضي خلګ وايي چه افغانستان بی علمۍ خراب کړۍ ٠ بی علمي خرابي نکوي ٠ جاهلان علما دي چه جامعی خرابه وي ٠ او نبی ص چه ويلی چه د جهالت څه ﻻس واخلۍ ٠ معنا ئی دا نده چه علم حاصل کړې ٠ مطلب ئی داسی دی ٠چه تاسو ښه پوهيږې ٠ او پر حق مو سترګي پټی کړيدي ٠
که يو څوک د موره کم عقله پېدا وي ٠ دغه کم عقله و جامعی ته هيڅ ملامتيا نلری ٠ کم عقله پر موږ حق لری ٠
چه هم پوهه لري او دجهالت نه کار اخلی ٠ جامعی ته مسؤل دی ٠
که تاسو يوه سړی ته وويل چه پر دغه ﻻره مځی هلته يوچا بم ښخ کړې ٠ دغه نفر پر دغه علم پېداکړی ٠ او جهالت
کوي بيا هم پر هغه لاره ځی نو عالم جاهل دې٠ او درواغو بحث به دوهم قدم کی درسره وکړم ٠



ع کريم حليمي
27.04.2004

درنو افغانانو ،پاڅونوال صاحب او عتيق صاحب سلام ٠ خدادی مو جوړ لره ٠
ايا دغه عالم جاهلان نه دی ٠ چه خلګو پر دوکانو ئی قبضه لګولې ٠ دولت مو محکمه ،قاضي،او قانون پوهان هم لری ٠ د افغانستان په هر ښار کی په لسهاوو مارکېټونه سته چه خاوندان ئی غواړي چه په نوي سټايل ئی چوړ کړي ٠ هغه کراهداران چه د ديرشو کالو پکښي ناست دي ٠ دمارکيټ خاوند ئی نسی استلای ٠
جاهلان علما دا وايی چه کراهدار دا دوکان په سرقلفي اخستتی ٠
په دغه يوه خبره ئی زموږ دټوله مملکت تعميراتی نظام را فلج کړې ٠ او څوک نسی کولای ٠ چه يو زوړ مارکيت
دی ونړوي او پر ځای ئی نوی جوړ کړي ٠ او بل هغه کراهی ور کوی چه دېرش کاله دمخه ئی ورکوله ٠ هغه 1000
افغانی کراهه چه وه نن هم هغه ده ٠ ايا دغه ملايان ، قاضيان ، قانون پوهان جاهلان نه دي ٠ او عالمان دي ٠
چه ټول ملت د فساده سره مخامخ دی ٠ هغه يو غريب بيچاره چه د پلار ور پاته سويدی يوه دانه دوکان هغه نسی کولای چه کراهدارته ووايی چه دوکان مي راخالی که ٠ نو کراهدار ورته وايی چه ما په سرقلفي رانيولی دی ٠
هر چا چه دغه دسر قلفی قانون يا شرعه چوړه کړې ده ٠ جاهلاندي ؟
چه اصلأ دا نه شرعه ده نه قانون ٠ نه قران دامني نه ئی د نبی حديث منی ٠ نه ئی دتمدون قانون مني ٠
ولی چه هر هغه قراداد چه تاريخ يعنی نيټه ونلری ٠ هغه قرارداد شرعی نه دی ٠ هر سند چه ليکل کيږی
د قراداد د اخيری ورځي نيټه په کښی ضرور ده ٠
که داسی پيښه سوه چه د قاضی ځه هم امر واخلی ٠ چه صاحب دملک دی تعمير و نړوي ٠چه تعمر نوی چوړ سی خو بيا هم مجبوره دی چه هغه اول کراهدار ته دوکان ور کړی ٠ په اوله کراهه يعنی کراهه نسی پر لوړه کولای ٠
دغه جاهل علما ناست دی ٠ او دشرعی په نامه ئی زموږ د مملکت د ابادۍ مخه نېولی ده ٠
چه ددغو جوهالو علما وو فساد دټول ملت فساد دئ ٠ او پر خپله شرعه ټنګ ولاړ دئ ٠
او ملا صاحب بيرېږی چه جهالت ئی اسباط نسی نو در واغ هم د خدای تر کور وايی ٠


نقاد
28.04.2004

دروند او قدرمن حليمي صيب ، په اند او قلم مو برکت شه، له سلام او درناوي له وړاندې کولو څخه وروسته مو روغ رمټ، نيکمرغه او په خپل علمي رسالت کی مو بريالي غواړم . تاسو ډيره ښه او په زړه پورې سکالو وړاندې کړې ده ، چې په څيړنه او را سپړنه کې يې ريښې آن د ( مسووليت او ټول ټاکنو) سکالو ته رسيږي . په ټولنپوهنه، اخلاقپو هنه او د اسلام په سپېڅلي دين کې د عالم مسوليت ډير لوړ ټاکل شوی دی او بي مسئوليته (يا بي عمله) عالم له کتابونو بار شوی خر بلل کيږي . خو رښتيا خبره داده چې له پيغمبر څخه پرته ، چې د خدای (ج) استازی ګڼل کيږي بل هيڅوک ددې وړ نه دی چې د اولس له کنترول او څارنې پرته يې پرعلميت باندې د مسوليت هم هم کور کورانه او په پټو سترګو باور او اعتماد وکړای شې .د علميت له مخې د اهل حل او عقد خاوندان هم بايد د اولس له ټاکنو وروسته د حل او عقد خاوندان و بلل شي ، نه مخکې ! د پياوړي اسلام پوه طالب خان سره د اسلام په فوروم کې ما يوڅل لږ څه دې سکالو ته اشاره کړې وه چې د اسلامي ټولنې د مشرۍ او سياسي واکمنۍ حق يا پخپله پيغمبر د خپل ژوند تر پايه لر، او يا د هغه له وفات وروسته يې هغه څوک لري چې د ټول ټاکنو له ﻻرې د مسلمانانو د رايو په اکثريت سره انتخاب شي . تر دې پرته بل هر ډول مشر مردود او نامشروع دی . که د سلام په فوروم کې د مسلمانانو د سياسي رهبرۍ او مشرتابه په هکله بحث پرانيستل شي او
په اسلامي سياست کې د پښتون سيد جمال الدين افغاني ﻻره په کې خپله شي ، د اوسني عصر او ديموکراسۍ له پاره به يو اسلامي ځواب ومومو . و من الله لتوفيق .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more