د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

توره په لاس

tandar
06.06.2010

توره په لاس ملا ې تړلی .....ازادوی نن بابا وطن
دوی خپوړی په کی کړی......دا به نشی دبل چا وطن
یرغلګر به ماتی کاندی......دی ته واې دافغان وطن
--------------------------------------------
دلته جګړی ډیری تیری شوی.....تاریخ شاهد دی زمونږ نه دی هیری شوی
راغلی که چنګیز هم انګریز و......ژوندیو تیښته کړی مړی ې پاتی شوی
اوسیږی زمریان په جګوغرو کی.....دی د احمدشاه او میرویس خان وطن
یرغلګربه ماتی کاندی.....دی ته واې دافغان وطن
--------------------------------------------
ګیدړ ې بولم چه میلی په کی کولی......دشمن ې کور کی دی بهر ته ترینه تللی
ټاټوبی ې سوزی سرو لمبو کی..............افغان کله له دشمنه تښتیدلی
په کومو سترګو به بیا واې ..............دا می د دادا وطن
یرغلګر به ماتی کاندی ......دی واې دافغان وطن
--------------------------------------------
په وطن مین ځلمیان جنګیږی په سنګر کی.....کله فکر دکفن کوی
له دشمنه ې طرف ورک په نوم د سولی.............عذرونه له لندن کوی
ګوډاګیانو ته زړه ډک دباوری دی.......چه دغلیم له چنګه خلاص شی دابا وطن
یرغلګر به ماتی کاندی .......دی ته واې دافغان وطن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more