د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

لمړنئ ژوندۍ مصنوعي حجره!

ډوکتر څپاند
21.05.2010

لمړنئ ژوندۍ مصنوعي حجره!

دخبري اژانسونو په حواله،دامريکې يوې علمي موسسې دنړۍ په تاريخ کې
دلمړي ځل لپاره ژوندۍ حجره جوړه کړې ده٠
نوموړې موسسه ادعا لري چه د DNA په ګنډلو سره،د ژوندۍ حجرې
په جوړولو بريالي شوي دي٠

تر دې دمخه،Cloning دبشريت په تاريخ کې دبايولوژي ستره لاسته راوړنه
ګڼل کيده٠دنوموړې تکنالوژئ نه په استفادې سره بشر بريالی شو چه يو
ژوندی موجود کاپي يا بيا رامنځ ته کړي٠دمثال په توګه که تاسو يوه سپۍ
ولرئ او وغواړئ چه دنوموړې سپۍ پشان يوه بله سپۍ هم ولرۍ،نو
ددې سپۍ تخمې نه په لابراتوارکې دهغې هسته راويستل کيږي او پرځاي ئي
دهمدغه حيوان دبدن ديوې حجرې هسته ،نوموړې تخمې ته چه هسته ئي پخوا
ايستل شوې وه ورداخل اوبيا په لابراتوار يا دنوموړې سپۍ ياد يوې بلې سپۍ
رحم(uterus) ته انتقال او دنشونما او زيږيدو لپاره اماده کيږي٠

په تئوريکي ډول،دنومړې تکنالژۍ نه په ګټه اخيستو سره ،هر حيوان او حتی
انسان کاپي يا clone کيدی شي٠ددې کار لپاره ښځينه تخمه (Ovum)حتمي
ده مکر دنارينه تخم يا(sperm)ته ضرورت نشته٠
ديادولو وړ ده چه نوموړې تکنالوژي پخپل ابتدائي پړاو کی ده٠هغه حيوانات
چه پدې توګه رامنځ ته شوي يو ګڼ شمير ناروغئ لري او ژوند ئي لنډ دی٠

داوکراين ساينسپوهانو ادعا لرله چه دا اختراع ددوي ده،مګر په "رسمي"
ډول ددې تکنالوژئ نه په ګټې اخستو سره،لمړني ژوندی چه يو پسه وو
په انګلستان کې رامنځ ته شو٠

مګر دژوندۍ حجرې جوړولو که لا نورهم انکشاف وکړ،دابه په ساينس کې
يو نوی انقلاب رامنځ ته کړي٠


how to rip dvd videos into itunes on the mac

simongbo
29.12.2010

:(


و.افغان
16.03.2011

محترم ډاکټر صاحب:
تاسې خو ما شاء الله يو متخصص ياستئ، نو داسې يوه لويه مسئله څنګه په داسې
سرسره توګه پرته له خپل شخصي تحليله تېروی.

د ليکنې په پيل کې ادعا کيږي چې لومړنۍ مصنوعي ژوندۍ حجره جوړه شوېده.
بيا د ليکنې په پای کې ويل شوي دي چې:
((مګر دژوندۍ حجرې جوړولو که لا نورهم انکشاف وکړ،دابه په ساينس کې
يو نوی انقلاب رامنځ ته کړي٠))

د دې خبرې خو دا معنا ده ، چې له سره مصنوعي ژوندۍ حجره جوړه شوې نه ده، که
جوړه شوي وي؛ نو نور انکشاف يې نو څه معنا لري؛ مطلب دا چې خپله دغه جوړول
يو لوی انقلاب دی، خو حقيقت دا دی چې دغه درواغجنه ادعا هيڅ حقيقت نه لري.

ګورئ محترما:
که چېرې دغه حجره دعدم نه جوړه شوي وي؛ نو بيا يې رښتيا لمړنۍ مصنوعي حجره
بلکه يو لوی اکتشاف بللی شو، خو خبره داسې نه ده.
دغه کار کلوننګ ته ورته يو کار بللی شو او بس.
په دغې عمليه کې د ځينې جراثيمو ډي ان اې راخيستل شوی دی،کوم چې يو معقد
پيچيده کميايي څيز يې بللی شو، بيا د هغه نه په تقليد يې د هغه يوه کاپي
جوړه کړې، (چې کټ مټ کلوننګ ته نږدې صورت دی)، او په درېيمه مرحله کې يې په يوې په يوې ژوندۍ حجرې کې کرلی دی،
چې کوربه حجره يې بللی شو، او يوه مهجنه ژوندی حجره يې رامنځته کړې، يعنې نه خو ګين دوی جوړ کړی، او نه حجره.
نوې خبره به په کې يواځې دا کېدلی شي چې د دغه ګين پاتې کېدل په نوې کوربه حجره
کې ممکن دي، او حجره له منځه نه وړي.

يعنې لنډه دا چې دغه عمليات له غير ژوندي څيزونو څخه د ژوندي څيزونو راويستل
نه دي، بلکه د دوه مخلوقو څيزونو څخه د يوه هجين درېيم څه ځېږول دي، چې دغه
تفاعل په خپل ذات کې کوم نا اشنا کار نه دی. البته د انسان دا توان چې
دغسې دقيق تفاعل ته يې لاره پرانيسته؛ د ستايلو وړ دی.

د دې مثال داسې دی (د خبرې د صورت د وضاحت لپاره): چې خر په اسپې وخيږي، او
قچر ترې پيدا شي.
يا مثلا د سپي اوبه راواخيستل شي، او ګيدړې ته پيچکاري شي؛ او يو بل هجين
رامنځته شي، دغه کار نن سبا په پراخه توګه په نباتاتو او مېوه جاتو کې کيږي، البته
زمونږ د مطرح شوي سکالو څخه يې صورت بدل دی، يواځې د تقريب الفهم لپاره دا
مثالونه راوړل شول.

دا چې دوی ولې د داسې اکتشاف لپاره يو غير واقعي سرليک ټاکلی؟ نو ځواب يې
دا دی چې دغه کار يې د اعلامي تأثير اود خلکو د نظر د جلبولو لپاره کړی دی، فکر
کوم چې د داسې تصرف مثالونه په اوسني اعلام کې ډېر زيات دي؛ په ځانګړي ډول
د انټرنيټي اعلام په ډګر کې.

په درنښت


ډوکتر څپاند
18.03.2011

دې مصنوعي ژوندۍ حجرې په هکله ځما اخيستنه دا ده چې DNA په لابراتور
کې جوړه کړی شوې خو دژوندۍ حجرې نور مواد ديوې طبيعي حجرې دي٠

واضحا دايو کوچنی ګام دی،خو دا اميد شته چې ودې تکنالوژۍ ته انکشاف
ورکړی شي او دې بعضې ناروغيو په مقابل کې واکسينونه رامنځ ته شي٠

زما په اند،دا دقچرې يا غاطرې دې مثال سره فرق لري،ځکه چې دادعا پر اساس،DNA چې دې ژوندي موجود حتمي اواساسي جز ګڼل کېږي،په
مصنوعي ډول په لابراتوار کې رامنځ ته شوی دي٠


blu-ray-dvd-ripper

maqiqi
24.03.2011

Blu-Ray DVD Ripper is currently the best software which can help users to ripper Blu Ray DVD to SD/HD video formats, such as AVI, DivX,
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/]Blu Ray DVD Ripper[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-avi.html]Blu Ray to AVI[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-divx.html]Blu Ray to Divx[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mkv.html]Blu Ray to MKV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mov.html]Blu Ray to MOV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mp4.html]Blu Ray to MP4[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mpeg.html]Blu Ray to MPEG[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mpg.html]Blu Ray to MPG[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-wmv.html]Blu Ray to WMV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-xvid.html]Blu Ray to Xvid[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-hd.html]Blu Ray to HD[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-hd-wmv.html]Blu Ray to HD WMV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-h264.html]Blu Ray to H264[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-apple-tv.html]Blu Ray to Apple TV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-iphone.html]Blu Ray to iPhone[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-ipod.html]Blu Ray to iPod[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-psp.html]Blu Ray to PSP[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-xbox.html]Blu Ray to Xbox[/url]
XviD, WMV, MPEG4, MOV, MKV, FLV, HD AVI, HD MPEG, HD MOV, H264/AVC, HD WMV, etc. easily and fluently.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more