د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

لنډی

tandar
15.05.2010

لاړ شه اټک کی بیرغ جیګ کړه .......... دا دشمشاد له سره مکوه سیلونه
ما ته تورخم کې ژړا راغله.......... چی زه ولاړه پنجابی لټولول درته جیبونه


لنډی

tandar
15.05.2010

لاړ شه اټک کی بیرغ جیګ کړه ........ دا دشمشاد له سره مکوه سیلونه .
ما ته تورخم کی ژړا راغله .......... چی زه ولاړه پنجابی دی لټول درته جیبونه.
هغه ورځ ډیره نژدی ده ......... چه قاتلان به په دار خیژی مینه
د یتیمانو اه خو در پسی دی..........چه دی پلرونه ژوندی تر خاورو لاندی کړنه
جنایت کاره خدای دی زما په ګوتو راکړه.......چه په قفس کی وچ لرګی درنه جوړ کړمه
وطن فروشانو ارام ملت مو ناارام کړو.....زهر وخوری چه ورک له دنیا شینه
چه بی وجدانه بی ناموسه وطن فروش وی.....دوی به دکومی خری شودی رودیلی وینه
په زړه می سور اور درته بلیږی...... ای قاتلانو خدای دی ښه ورځ نه درکوینه
نه دو طن نه د مسکو شوی.......په مړو سترګو پناهنده ګی غرب کی ورکوینه
څیری مو ګرځیدلی قاتلانو...که باور نه کړی اینه کی ځانته وګوری مینه
.....................................خدای مو په خپل غذب ککړ کړه
.....................................دغه زاری به تل خدای ته کومه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more