د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دآزادۍ خيال

Stoman Niazi
04.04.2010

عزت الله نيازى

يوښائسته غوندې سحرواى
لمردجګوغروپه سرواى
چې هرخواته شنه پټې واى
چې ړومبۍ ورځ دسپرلي واى
معطرې يې وږمې واى
چې هرخواخورې ورې واى
چې سرسبزې يې ميرې واى
چې آبادې کنډالې واى
دبورا اوګل قيصې واى
دبلبل خوږې نغمې واى
چې دپيغلويولښکرواى
چې سفريې په ګودرواى
سره ګلونه غوړيدلې
په اوربل کښې يې ټومبلې
لوى واړه غاړه په غاړه
خپلواکۍ ته واى خوشحاله
چې جشنونه اوميلې واى
چې دوصل خوږې شپې واى
لاس په لاس واى سره دواړه
دکابل دسيند په غاړه
چې هڅوک نه مهاجرواى
چې هڅوک نه مسافرواى
چې راټول په يوډګرواى
سره ناست په يوټغرواى
چې دسولې يوکاروان واى
ورک منزل پسې روان واى
چې شعاريې آزادې واى
چې مورال يې خپلواکې واى
هزاره د بلخ تاجکه
دپښتون وروره ازبکه
چې په خپل مينځ کښې آشتې واى
ورورولې واى ورورولې واى
کاش چې ختمې دا جګړې واى
ورکې شوې دا تيارې واى
چې دشمن په لړزيدو واى
واشنګټن په پرزيدو واى
چې سرماتې واى وتلې
درس جهان ته شرميدلې
دنيازي دا خيال رشتيا واى
اوپوره يې تمنا واى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more