د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دعالم او متعلم اخلاق

رښتینی
15.03.2010

.
دعالم او متعلم اخلاق



مدرسه او پوهنتون هغه اداری دی چی مذهب او تمدن یی ژوندی ساتلی دی اوهمدا
اداری به مذهب اوتمدن دتل له پاره ژوندی ساتی ددی اداروپه کم اوکیف پوری دمذهب
اوتمدن وده او ترقی تړلی ده مدرسه اوپوهنتون هغه مهمی اداری دی چی دبشریت ددین
اودنیاکارته یی وږی ورکړی دی اود همدی ادارو په انګړونوکی هغه انسانان اوسی چی
دټول انسانیت دخیراوښیګڼی له پاره روزل کیږی .

په دی اداروکی مختلف علوم او فنون لوستل کیږی اوګڼ شمیر مضامین تدریس کیږی
په دی مضامینوکی یومهم مضمون داسی ده چی دهغه په اهمیت او افادیت هیڅوک سترګی
نشی پټولیدامضمون دومره مهم دی چی که له نوروټولو مضامینو پاموړ ونه ګرځول شی او
خدای مکړه په هغه کی کمۍ او خلل راشی نورټول مضامین پیکه او بیخونده ګرځی .


که د علم اوپوهی تاریخ ته ځیر شودا مضمون هر وخت پاموړ ګرځول شوی دی
او ددی مضمون اهمیت هرچا پیژندلی او له هغه نه مخ اړول او توجه نه کول یی لوی
تاوان او خساره بللی ده دا مهم مضمون داخلاقو په نامه سره یادیږی اخلاق او هلم الاخلاق
هغه اساسی مضمون دی چی دهغه له برکته نور ټول مضامین ګټور ګرځیدلی شی

د علمی کړیو او ددی علمی ادارو له ډیرۍ چلوونکیو او منتظمینو نه نن صبا اوریدل کیږی چی په ټولیزه توګه په دی ادارو کی اخلاقی ګراف لاندی لویدلی دی او هغوی شکایت کوی چی اخلاقی حالت مخ پر زوړ روان ده په دی کی شک نشته چی داد اندیښنی وړ او یوه مهمه اوجدی موضوع ده باید له هرڅه مخکی پاموړ وګرځول شی که اخلاق او اخلاقی حالت مخ پر زوړ شی بیا له ملا نه بلا جوړیږی او دایمان خطر ګرځی او له ډاکټر نه اووه سری ښامار جوړیږی چی دخپلی خیټی په غم کی یی دنورو انسانانو دژوند اهمیت له نظره ولویږی او د درملو په ځای زهر ویشی زموږ هوښیارانو دنیم ملا اونیم ډاکټردخطر خبره په ښو مسجعو الفاظو سره کړی ده : نیم ملا خطر ایمان ، نیم طبیب خطرجان .
خو دبد اخلاقه ملا او بداخلاقه طبیب په اړه یی څه نه دی ویلی اویا به موږ نه یو پری خبر
هوکی! د عالم داخلاقی نیمګړتیا په اړه عربی متل شته :
شر العالم(بکسراللام)شر العالم(بفتح اللام)

له دی اوږ دی سریزی وروسته خپل مطلب ته راځو چی هغه داخلاقو په مضمون خبری دی زه په دی لیکنه کی دعالم او متعلم له پاره اسلامی اخلاق تشریح کوم او دڅلرمی هجری پیړۍ دیوه لوی مفکر،محدث،فقیه او خورا لوی انسان امام ابوبکر الآجری (۳۶۰هـ)رحمه الله تعالی له یوه غوره کتاب : (اخلاق العلماء) څخه دخپلی لیکنی له پاره آرټکی راتوږم

داستاد او شاګرد په منځ کی خورا مهمی اړیکی شتون لری معلم یا ښوونکی د شاګرد لوی محسن او خیر غوښتونکی دی ښوونکی او استاد ددماغو په ستړیا او نورو ګڼ شمیر بدنی ربړو اوستونزو سره پوهه ترلاسه کړی وی او له دی نه په زیاتی دماغی او بدنی ستړیا سره یی شاګرد ته رسوی ددی پوهی په برکت ښوونکی انسانی کرامت ، غوره اخلاق اونور ډول ډول فنون او علوم ترلاسه کړی وی او په ډیرو هڅو او دماغی ستړیا سره دا درانه او ارزښتناک څیزونه زده کوونکی ته رسوی او هغه پری پوهوی بناء شاګرد چی دګڼو علومو او فنونو دزده کړی عزم او تابیه کړی وی باید له هرڅه مخکی په لومړی ګام کی دخپل ښوونکی احسان وپیژنی او دهغه په پوره احترام او درنښت سره ددی سترو احساناتو او ښیګڼو بدله څه ناڅه یوه اندازه ورکړی

امام أبوبکر الآجری رحمه الله تعالی دعالم او متعلم دخپلمنځی اوچاپیریال او له خپل خدای سره داړیکو په اړه اخلاقی نورمونه په ډیره ښکلی توګه توضیح کړی دی ناویلی دی نه وی پاتی چی أبوبکر الآجری رحمه الله تعالی دڅلرمی هجری پیړۍ له هغو نوماندو او وتلیو پوهانو نه شمیرل کیږی چی دښوونی او روزنی په ډګر کی یی خورا لوی لوی کارونه کړی دی عملا یی لو ی او ستر انسانان روزلی او اسلای ټولنی ته وړاندی کړی دی او خورا په زړه پوری اوګټور کتابونه یی لیکلی دی بناء دده له هغو مجربو اخلاقی اصولو څخه څو داسی اصول او آرونه را اخلو چی نن هم موږ دهغو خپلولو ته زیاته اړتیا لرو اوپه خپلولو سره یی دنجات ریښتونی لاره موندلی شو امام ابوبکر الآجری رحمه الله تعالی دا اخلاقی اصول په مجمله توګه داسی بیا ن کړی دی

(۱)دخدای ج په عباده کی پوره کوښښ

آجری رحمه الله تعالی دعالم او متعلم له پاره له هرڅه مخکی له الله جل جلاله سره پخه اړیکه مهمه بللی ده دی وایی دعلم دلاری لارویان باید لوی څښتن ته له هرچا زیات ورنږدی وی دهغه په عبادن او نمانځنه کی دومره کوښښ وکړی څو ددی عبادت خوند او لذت حس کړای شی او هر وخت باید دالله جل جلاله په یاد او ذکر بوخت واوسی که فرضا په ذکر کی کمه سستی ورنه وشی نو ګومان به کوی چی له الله جل جلاله نه لری شو او دا سستی به یو لوی مصیبت بولی

د لوی څښتن دیاد اونمانځنی په مهال انسان خپلو ټولو حرکاتو اوخوځښتونو ته ځیروی او دداسی کنترول او ویښتیا په حالت کی انسان خپلی ټولی کړنی او عملونه له نظر لاندی لرلی شی او ددا ډول انتظام او کنترول په حالت کی انسان یوارزښتناک مخلوق وګرځی او پهټولنو کی دخیر کارونه همداسی ویښ اوځیر انسانان ترسره کوی او د درسی چارو او بوختیاو له پاره داسی ویښتیا اساسی شرط دی بنا‌ ء له الله جل جلاله سره پخه اړیکه او دهغه ذکر اویاد هغه ستر صفتونه دی چی له اخروی ګټو سره په ژوند کی ځواک اوخوځښت راولی او انسان خپلو وجیبو او مسؤلیتونو ته ځیر کوی

اصلاًدعبادت آرموخه دلویڅښتن رضا اود اخرت خوښۍ ترلاسه کول دی اوپه همدی موخه باید اذکار او عبادت ترسره کړل شی . امام أبوحامد الغزالی رحمه الله تعالی په خپله ښکلی رسالة : أیَها الولد! کی لیکی :
ته باید لهخپل رب سره داسی معامله او اړیکه ولری چی که له تاسره خپل مریونه او مزدوران هغه ډول معامله وکړی نو ته پری خوشاله کیږی او په هغه معامله سره هغوی ته نه په غصه کیږی نو ته جی له خپل مریۍ نه کومه معامله ځان ته خوښوی له خپل حقیقی څښتن سره هم هغه ډول معامله غوره کړه .

(۲) په ســــوچ اوفــــــــکر او
عبرت اخیستنه بوخت اوسید ل


مونږ ډیر ځله ځینی توری دعمومی شهرت په اساس کارووخوپه مطلب یاد منطقیانوپه ګای په (کَنهَ) یی نه پوهیږومتأسفانه نن د استادی فن هم ډیره وده کړی ده او ډیر پوره بی خبره خلک د استادی درانه اوپه مسؤلیتونو بارممبرته ختلی دی استاد باید د درس په مهال دیوه ادنی او کم فهمه شاګرد ذهنی سویه غوره کړی اوپه خپل درس کی یوتورۍ هم بی تشریح پری نږدی دلته دامام أبوبکر الآجری رحمه الله تعالی په دی اصل کی څو مشهورو تورو او الفاظو ته تم کیږو چی سره ویی پیژنو او هغه دا لاندی دری توری دی :
فکر
تدبر
اعتبار

فکر:دقرانی الفاظوڅیړونکۍ امام راغیب الاصبهانی فکر داسی تعریف کوی :دعقل په لید اونظر سره دمخصوص دماغی ځواک کارونی اوځغلونی ته فکروایی . فکر په معنویاتو کی کارول کیږی مطلب دا چی فکر دی ته وایی چی دیوه شی حقیقت ته درسیدلو په موخه دهغه شی ژوره پلټنه اوڅیړنه وشی داد فکر عامه معنی شوه او قرانی تفکر دی ته وایی چی انسان په یوه شی کی ددی له پاره سوچ اوفکر وکړی څو له هغه شی نه دپند او عبرت مواد ترلاسه کړی .

تدبر: دڅیزونو په پایلواو عواقبو کی نظر کولو ته وایی او تدبر تأمل ته وایی او تدبر او تفکر په خپلو کی سره نږدی یواځی اعتباری توپیر لری

اعتبار: د تفکر اوتدبر پایلی ته اعتبار ویل کیږی

دعالم او متعلم له پاره سوچ فکر اوتدبر خورا مهم ده او له فکر او تدبر نه ګټه پورته کول یعنی اعتبار له هغه نه هم زیات مهم دی امام ابوبکر الآجری رحمه الله تعالی وایی : عالم او متعلم باید همیشه په فکر او اعتبار بوخت واوسی خپلو کړمو او نیمګړتیاو ته ځیر او متوجه وی او دخپلو ټولو کړنو او اعمالو مراقبت او څارنه کوی قرانکریم انسان په مختلفو ځایونو کی سوچ ، فکر تدبر او اعتبار ته رابللی دی :

قل انظروا ماذا فی السموت والارض ...

ان فی خلق السموت والارض واختلاف اللیل والنهار لآیات لأولی الألباب

أفلا یتدبرون القران ....

ان فی ذالک لعبرة لمن کان له قلب او القی السمع وهو شهید

...فاعتبروا یا أولی الأبصار

امام ابوبکر الاجری رحمه الله تعالی په دی اړه ډیر زیات ټینګار کړی دی دی وایی په غور او فکر سره ډیر کم درس ویل له خورا ډیرو درسونو نه غوره اوښه ده له سوچ او غور پرته درس هیڅ ګټه نلری که موږ کسبی او نظری هرډول مضامین لولوبی له ژور سوچ اوفکر نه هغه نشو هضمولی او نه پری پوهیدلی شو او له ژور سوچ اوفکر پرته یی استاد شاګرد ته نشی رسولی متأسفانه نن دسوچ او تفکر نشتوالۍ هرځای لیدل کیږی ډیرځایه تش تقلیدی چمونه او رواجی نخری په بیخونده توګه تکراریږی او دا لامل دی چی داډیره موده له نوښت او پرمختګ محروم او بی برخی پاتی یو

په درس او تدریس او بل هر کار کی سوچ او فکر له هرڅه مهم او ضروری دی د سوچ او فکر ګټی په دا لاندی څو ټکو کی خلاصه کوودسوچ او تدبر په برکت سره

(۱)عالم اومتعلم له ړانده تقلیداوبی ګټی پیروی نه ژغورلی شی.
(۲)په سوچ اوتدبر سره عالم اومتعلم بیداری ترلاسه کولی شی اوفکری اوقلبی ویښتیا به یی په برخه وی .
(۳)عبرت اوپند ترلاسه کیدلی شی .
(۴)له بو اوبیګټی کارونو څخه یی ځا ژغورلی وی .
(۵)دهر ډول ښه ،غوره او مقبول شی اوعمل منلوته به په فکری او ګروهیزه توګه چمتو وی .
(۶)دعلم په زده کړه او عبادت کی به تکړه وی اولیوالتیا به یی زیاته وی
(۷)له بیځایه تکبر اوغرور نه به په امن وی او په کارونوکی به جدی اوکره وی .
(۸)په خپله فکر او تدبر به وپیژنی او دهغه ګټی به عملا ورته څرګندی شی او له دی ګټو به نور ناخبره یاران خیر کړی اوشاید دا دټولیزی ویښتیا او بیداری لامل وګرځی .

(۳) د ځان تزکیه نـــه کـــــول

دامام أبوبکر الآجری رحمه الله تعالی په پیر کی په اسلامی امت کی پریمانه مذهبی ډلی ټپلی موجودی وی چی هرچا به ځانونه ترنورو ښه اوپر حق برابر بلل اونوذ به یی بد اوبیلاری بلل امام آجری وایی چی واقعی عالم اومتعلم اودعلم اوپوهی په غوښتنوبرابر عالم اومتعلم باید دځان له تزکیی او پاک بللوډډه وکړی او که هرڅومره زیات عبادت کوی او ډیره تقوی لری باید ځان ګناه ګار اوخطاکار وبولی .

دلته یوی مهمی نکتی ته تم کیږو حضرت مطرف بن عبدالله بن الشخیر رضی الله عنه یو صحابی دی . دی وایی: کفی بالنفس اطراءً أن تذمها علی الملأ کأنک ترید بذ مها زینتها وذالک عند الله سفه ٌ..
امام ابن الرجب الحنبلی رحمه الله تعالی دحضرت مطرف رضی الله عنه ددی خبری په تفصیل کی لیکی :کله داسی پیښیږی چی یوڅوک دخلکو په منځ کی دځان کمزوری بیانوی په دی موخه چی ناست خلک یا یی مریدان په دی سره ستاینه وکړی دی وایی چی داد (ریا) ډیره ژوره او دقیقه طریقه ده چی ډیرۍ خلک دی ته نه دی ځیر ابن الرجب دخپلی دی خبری له پاره داستناد په توګه دحضرت مطرف رضی الله عنه خبر راخیستی ده اوپه دی کی شک نشته چی دا ډول ریا نن ډیره ده او له بده مرغه په خواصو کی ده او دی ټکی ته مو اشاره ځکه وکړه چی دخواصو کړمی او نیمګړتیاو دعوامو له هغو مخکی پیژندل په کار دی نودا که څه هم ظاهرا دځان ذم بیانول دی نه تزکیه خو دا اصلا تزکیه ده او په دی اړه موږ خبره روانه کړی ده چی دځان تزکیه شریعت ناروا کړی ده قرانکریم وایی : فلا تزکوا أنفسکم هو أعلم بمن اتقی اوبل ځای وایی : والذین یؤتون ما أتوا وقلوبهم وجلة أنهم الی ربهم راجعون . ددی وروستی ایت په تفسیر کی راځی : یعنی هغه څوک چی یوڅه چا ته ورکوی دوی ویریږی چی دا ورکړه به یی الله جل جلاله ومنی اوکه نه او دا ویره یی له دی کبله وی چی په شعی واجباتوکی به یی کمی اوتقصیر کړی وی .

دریښتونیو مؤمنانو همدا مقام دی او داخلاص همدا غوښتنه ده نوپه عالم او متعلم کی باید دا صفت په پوره معنی شتون ولری که دا صفت په چا کی پیداشی ډیری ګټی به ترلاسه کړی چی مهمی یی داسی دی :
(۱)په دی سره په انسان کی تواضع اوعاجزی راځی او تواضع دلویو خلکو له غوره صفاتو نه یو مهم صفت دی او له ارزښته یی هوښیاران ښه خبر دیی .
(۲) په دی سره به عالم او متعلم خپل علم اوپوهه الهی ورکړه وشمیری او دتکبر او غرور له هلاکوونکی وبا به یی ځان ژغورلی وی .
(۳) په چا کی چی تواضع ، عاجزی پیداشی او له تکبر اوغرورنه نجات ومومی او علم اوپوهه خپل کمال نه بلکی الهی ورکړه وبولی په هغه کی به دریم لوی صفت هم پیداشی چی هغه دنورو دنظر احترام او درناوۍ ده او که له چا سره اختلاف کوی هغه به حق ته درسیدلو په موخه وی نه په کوم بل ټیټ غرض او لویدلی موخه.

ډیر داسی خلک لیدل کیږی چی له یوه بل سره یی درانه مخالفتونه وی خو له بده مرغه دا مخالفتونه حق ته درسیدلو په سپیڅلی موخه نه وی ولاړ بلکی ډیرۍ یی ځانونه حق بولی ! او دځان دبرلاسه کولو له پاره هڅی کوی زموږ ککړ نفسونه تلونکی اوبی ارزښته دی حق حق دی اوتل به روښانه اوځلاند پاتی وی حق ډیر مقص او لوی دی دخق پر سر له هرچا سره مخالت اصولی کار دی او دحق په پلوی کی که یوڅوک ددښمن پښو ته هم ولویږی سرلوړۍ اوغیور باید وبلل شی خو دا یرلوړی اوغیرت په هغه چا کی پیدا کیدلی شی چی په خپل ککړ نفس دپښو کیښودلو توان اوځواک ولری .

(۴) دوجدان روزنه

انسانی نفس او دهغه پټو او باطنی ځواکونو ته (وجـــــــــدان ) وایی عالم او متعلم بایدخپل وجدان وروزی الله جل جلاله ته دوجدان تذلل او دهغه پیروی د وجدان روزنه ده چی په پایله کی په انسان کی د الله تعالی ویره او ژړا پیداکیږی او په دی سره دانسان روح پاکه او په زړه کی یی د ادراک او تحلیل ځواک ځای ونیسی نو دژوری پوهی او علم څښتن چی د وجدان د روزنی په ګاڼه وپسولل شی د هغه په اړه قران کریم وایی : ان الذین أوتوا العلم من قبله اذا یتلی علیهم یخرون للاذقان سجدا
(سورة الاسراء ایت نمبر ۱۰۷)

دا هغه ستر اخلاقی اصول دی چی له پیړیو راهیسی هروخت ګټور او کار ګر ختلی دی او که نن یی موږدخپلولو هڅه وکړوکولی شو خپل کمزوری نفسونه د الله تعالی دین ته ایل کړو او خپل چاپیریال تغیر کړو دا په رواجی او تقلیدی نیمګړیو خویونواو خصلتونو ککړ چاپیریال په دی غوره اصولو سره مینځلی اوسپیڅلی کولی شو . ولله عاقبة الأمور


pattang
15.03.2010

حامد صيب داوښانو له کاروان څخه دقربان شم !
له پوهنتون څخه ولاکه اسلام پرسته را وباسې البته استسنا شته !
ټول يې دغه غربي چټلي غواړي ، دلته مو هم ورسره جنګ او دعوې دي٠


رښتینی
16.03.2010

[code:1:c2d7cc4029]حامد صيب داوښانو له کاروان څخه دقربان شم ! [/code:1:c2d7cc4029]
پوه نشوم ؟
[code:1:c2d7cc4029]له پوهنتون څخه ولاکه اسلام پرسته را وباسې البته استسنا شته ! [/code:1:c2d7cc4029]
همدا استثنا می مطلب ده ،
[code:1:c2d7cc4029]ټول يې دغه غربي چټلي غواړي ، دلته مو هم ورسره جنګ او دعوې دي٠ [/code:1:c2d7cc4029]
ټول نه استثنا شته


خیریوسی
16.03.2010

محترم حامد صاحب السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وروره دډیره وخته مې دداسی لیکونو انتظارکاوه چې یو ورور به یې وکړی
دا ارمان مې تاسو را پوره کړی کور دی ودان
ګوره وروره ( تربیه او تعلیم ) لمړۍ تربیه او بیا ‌ذدکړه ده
لکه تاسو چې اشاره کړی شردعالم شر دعالم دی که په ښونکی کې تقوا وی نو به ذدکونکی پرهیزګاره وپالی ټولنه به د شر اوفساد څخه خلاصه شی
تاسو وګوری کومو خلګو ته چې متقی ښونکی درس ویلی دبل سره یې مقایسه کړی چې دهغوی په منځ کې په څه اندازه واټن وجود لری
لمړۍ شی په ښوونه اوروزنه کې دښونکی اخلاق او تقوا ده زه خو وایم باید په دی اړه جدی ګام واخستل شی چې زموږ وروڼه او زامن داسی وروزل شی چې دهغوی بیلګه په نړی کې نه وی
زموږ دماشومانو دمغزو حافظه دنوری نړۍ په پرتله خالی ده څه چې ښونکي ترخولی راباسی بس پر ډبره نقش دی
ټولو ته معلومه ده چې ښونکی دریم کس دی چې په دعاکی یادیږی په لکو ذدکونکو ته ښونه کوی او ښونکی په ورځ کې پنځه وخته په دعا کې یادیږی دا خو کومه کوچني خبره نه ده
الله جل جلاله دی زموږ دښونکو ددنیا او اخیرت ښیګنی په نصیب کړی
حامد صاحب بخښه غواړم
خیر یوسي



25.03.2010

د الله حامده په خپل او نورو دوستانوپه شابسي مو ستايم!
څه ښکلې سکالو مو په څه ښکلې ادبي ژبه چې د ارواښاد الفت صيب د قلم خوږلني په کې ليدل کيږي وړاندې کړې ده ، نو :

[color=yellow:c454798850]شل او سل ځله رحمت دې په قلم شه !
................................................................ هره ستونزه دې له مخې نه عدم شه ![/color:c454798850]

هو، لومړی معلم تر ټولو ستر قلموال الله سبحانه وتعالی پخپله دی، چې [color=blue:c454798850]وعلم آدم اسمآا َ کلها [/color:c454798850] يې فرمايلی دی . دا قراني ارشاد
پخوا ښاغلي وطنمل هم په ګوته کړی و، په هرصورت لومړی متعلم او دويم معلم بيا آدم (ع) و،چې اسمآ ا کلها يې هم زده او هم يې ترې يو شمير دالله (ج)
په امر ملايکو ته وښودل ! د الله سبحانه وتعالی له خوا د تدريس له ورکړې او د آدم (ع) له زدکړې څخه د انسان د مستقل اند، اندښت او تفکر
استعداد وزيږيد او دده د تدريس له ورکړې څخه په ملايکو کې هم په هر بشري اند
او اندښت د پوهيدنې استعداد وغوړيدۀ!

[color=red:c454798850]د اند او تفکر له استقلاليت څخه [/color:c454798850][color=blue:c454798850]د انسان د آزادۍ او مسوليت جوړه رامنځته شوه چې يو له بل څخه پرته څه معنی نه لري،
خو يو له بل سره غبرګ د بشر د تاريخ تکاملي سير او د آخرت توښه راټاکي !
مسولئت چې د آزادۍ زيږنده يې بولي، له خپلې مور آزادۍ سره هم د بشر د تکامل خوندي کونکی او هم او د اُخروي تقوا تضمينونکی دی!
نو د معلم او متعلم تر منځ د ښوونې ، زدکړې او روزنې اړيکه هم د آزاد تفکر په هڅونې او اوژور مسوليت لرنې او زيږونې ولاړه ده ! [/color:c454798850]
د خواشينۍ ځای دی چې :

[color=red:c454798850]طالبان له تفکر څخه محروم دي
......................................................... که نه لوی مسوليت يې په شا کړی
آزادي د حکومت دروغجن شعار دی
.................................................... چې په نوم مسوليت يې پايمال کړی![/color:c454798850]

[color=blue:c454798850]
نو مونږ او تاسې ته دې الله سبحانه وتعالی د داسې تعليم او تعلم ، ښونې او روزنې، توفيق
راکړي چې د آزادۍ او مسوليت دواړو د غوړيدنې او بشپړونې څخه برخمنه وي

الهم امين، امين ، ثم امين برحمتک يا ارحم الراحمين! [/color:c454798850]
.


رښتینی
28.03.2010

.
پتوال صاحب مننه او ډیره مننه چی زما لیکنه مو خوښه کړی اوبیا
که رښتیا داسی خو وی :

[code:1:dcb333c20b]چې د ارواښاد الفت صيب د قلم خوږلني په کې ليدل کيږي [/code:1:dcb333c20b]

نو دا ویاړ دځان له پاره بس بولم کړر مو ودااااااااااااان

او له درانه ورور خیر یوسی نه هم مننه کوم چی زما لیکنه یی
خوښه کړی بریالی اوسی

په مینه

.


عادل عادل
19.04.2010

سلامونه

حامد وروره الله مو اباد، صحتمند او خوښ لره، آمین

پتنګ صیب

تاسو چې کوم ټکي ته اشاره کړې هغه تر استاد او معلم پورې اړه نه لري، مونږ او تاسو یې مثالونه لرو، د سازمان پیش آهنګان، سازمان جوانان، او داسې نور تش په نوم فرهنګي او تفریحي بهانې چې علمي مراکزو ته یې وردننه کړي وو او کوي یې، چې د ټولو په سر کې استاد او معلم دئ چې ترې زیات نفرت لري.

الله پاک دې مونږ او تاسو ته توفیق راکړي تر څو د خپلو والدینو او استادانو قدرداني او پالنه وکړو، آمین


رښتینی
19.01.2011

محترم ورو ر عادل عادل ستاسو له نظرنه ډیره مننه
الله مو تل خوشاله اوشوکاله لره او ستاسو پر دعامو
امین


bette
15.02.2011

حامد صیب خوږی خبری دی لیکلی دی قلم دی تانداو روان اوسه
الله دی موږ ته د عمل توفیق را کړی اوتاسوته دی اجرونه درکړی


blu-ray-dvd-ripper

maqiqi
24.03.2011

Blu-Ray DVD Ripper is currently the best software which can help users to ripper Blu Ray DVD to SD/HD video formats, such as AVI, DivX,
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/]Blu Ray DVD Ripper[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-avi.html]Blu Ray to AVI[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-divx.html]Blu Ray to Divx[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mkv.html]Blu Ray to MKV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mov.html]Blu Ray to MOV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mp4.html]Blu Ray to MP4[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mpeg.html]Blu Ray to MPEG[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-mpg.html]Blu Ray to MPG[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-wmv.html]Blu Ray to WMV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-xvid.html]Blu Ray to Xvid[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-hd.html]Blu Ray to HD[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-hd-wmv.html]Blu Ray to HD WMV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-h264.html]Blu Ray to H264[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-apple-tv.html]Blu Ray to Apple TV[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-iphone.html]Blu Ray to iPhone[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-ipod.html]Blu Ray to iPod[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-psp.html]Blu Ray to PSP[/url]
[url=http://www.blu-ray-dvd-ripper.net/blu-ray-to-xbox.html]Blu Ray to Xbox[/url]
XviD, WMV, MPEG4, MOV, MKV, FLV, HD AVI, HD MPEG, HD MOV, H264/AVC, HD WMV, etc. easily and fluently.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more