د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دوزخي تنده

Sangar Watan
13.02.2010

اسدالله زمری

په هلمند کې د روان ناتار په اړوند

دوزخي تنده

د وطن له کلی –کوره ، جګه بیا د ویر ژړا ده

کاڼو- بوټو اور اخیسی ، د ظلمونو انتها ده

د شیطان دوزخي تنده، بیا په سرو وینو ماتیږي

د ماتم ساندو ته نا څي ،تور مرګي ته په خندا ده

ملا ، کمان د زاړه بُست شوه ،له غیرته ویلې کیږي

دمارجې - نادعلي ځمکه ، هر انسان ته کربلا ده

د وحشت شین سترګی دیو دی، یاغي شوی شنه وادې کې

کاڼي چوي نن له هیبته، د مرګونو بیا غوغا ده

د ساړه ژمي محشر کې ،ده دی بل محشر جوړ کړی

د بیوزلو انسانانو ، په شا کډه دلته بیا ده

د هلمند په سین کې وینې، د اوبو پر ځای خوټیږي

د بغرا مرۍ غوڅیږي سره په وینو، ترې دنیا ده

بیاد سپینې پنبې رنګ ته وینی غواړي له انسانه

د رخام ښکلو رګو کې ، له ناتاره واویلا ده

[color=yellow:eef709bfd7]د ملالې سر سر تور دی، د ټپې زړه یی ټپي ده

د میوند د ماتې غچ کې ، د افغان په کور بلوا ده[/color:eef709bfd7]

د سالنګ مرګونه کم وه ،ستا د وینو اشتها ته

چې هلمند ته دې راوړې، د ورانۍ او مرګ بلا ده؟

څومره نور بیګناه خلک ،په یوه – بل نامه وژنې؟!

دا خو ستا مخلوقات نه دي،که ولجه پری نن دتا ده

ستا سي خیرنه مو توبه ده ،نور د مرګ شر رانه بچ کړۍ

ستا سې مرستې ځینې تیر یو ، چې مو رحم هم تعدا ده

چې یې خپل بچي پردي شول ،له پردو نه څه ګیله ده؟

د و طن او ورور نیستۍ ته خپل افغان توره تر ملا ده

د افغان د وینو موج ته، هر چا سترګې دي ګنډلې

اوریدو ته د فغان یې بیا کڼه ټوله دنیا ده

د لندن په اشاره بیا ، په افغان ناتار جوړیږی

د وژلو کنفرانس دی پرې د لر او بر سلا ده

چې څاروان د کاروان غل شو ،نو همدا د ژړا ځای دی

نن د سولې لویه دښمنه ، متحده امریکا د ه
[color=white:eef709bfd7]
که اخوان که القاعده ده ، د انګریز د لاس نیالګي دي

چې په مونږ یې را تپي اوس ،دا د کوم لوري خطا ده؟[/color:eef709bfd7]
[color=red:eef709bfd7]
د ډیر ظلم نتیجه ده ، چې نن هرافغان طالب شو

ګناهکار سلامت ګر ځي ، بیګناه وړ د سزا ده!![/color:eef709bfd7]

[color=yellow:eef709bfd7]نور دقهر غواړو خدایه یا مو ورک کړه یا یې ورک کړه!

دا دعا له عاجزۍ نه، که له درد ډکه ښیرا ده[/color:eef709bfd7]۲۰۱۰/۲/۱۱


پښتون یار
14.02.2010

ګرانه وروره د مینې ډک سلامونه ومنه
ډیر له درده ډک شعر دې انتخاب کړی دی خدای دې دا بدبخته او پلیت قوم زمونږ له ګران هیواده په ډیر بیشرمانه ‌ډول ورک کړی

ستاسو وړوکی ورور فخرالدین (شاهین)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more