د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د خان عبدالغفار خان د زمانې ځینو مهمو سیاسی او ټولنیز حالاتو ته لنډه

Sangar Watan
26.01.2010

د خان عبدالغفار خان د زمانې ځینو مهمو سیاسی او ټولنیز حالاتو ته لنډه کتنه !
ساعت ۱٠:۳۱ ‎ق.ظ روز دوشنبه ۱۳۸۸/۱۱/٥
د خان عبدالغفار خان د زمانې ځینو مهمو سیاسی او ټولنیز حالاتو ته لنډه کتنه !
January 3, 2010 – 1:52 am

څېړنوال عبدالرحیم بختانى خدمتگار

د پښتنو ستر مشر او ملى مبارز خان عبدالغفار خان په ١٨٩٠ م – ١٣٠٨ هـ ق کال کې د پیښور د هشنغر د اتمانزو په کلې کې زیږیدلى ، او په ١٩٨٧ م – ١٣۶۶ هـ ش کال کې د ٩٧ کالو په عمر په پیښور کې وفات او په جلال آباد کې خاوروته وسپارل شو .

د ١٨٩٠م کال نه تر ١٩٨٧ م کاله پورې چې د باچا خان د ژوند کلونه دی په افغانستان ، سیمه او نړى کې ډیر مهم سیا سى ، اجتماعى او تاریخى حوادث تیر شوی دی . د مثال په ډول په ١٩١۴م کال کې لومړۍ نړیواله جگړه پیل شوه ، په ١٩١٩م کال کې د افغانستان استقلال تر لاسه شوه ، په ١٩۴٠م کال کې دوهمه نړیواله جگړه پیل شوه ، په ١٩۴٧م کال کې د هند استقلال تر لاسه شو او په همدى کال کې د پاکستان هیواد جوړ کړى شو .

په دى مقاله کې د پاچا خان د ژوند په مهال کې د پورتنیو سیاسى ، اجتماعى او تاریخى حالاتو او هغه واقعاتو په اړه چې باچا خان پورى مربوط دی ، یو څه معلومات به وړاندى شى .

د باچا خان د ځوانئ په مهال یعنى په ١٩١۴م کال کې لومړى نړیواله جگړه پیل شوه . په دى وخت کې هند او د پښتنو ډیرى سیمې د انگریزانو تر مستقیم کنترول او حاکمیت لاندى وى . افغانستان د انگریزانو غیر مستقمه مستعمره وه . په دى وخت په افغانستان کې د امیر حبیب الله خان د سلطنت څوارلسم کال و . په لومړى نړیواله جگړه کې افغانستان بیطرفه و او دا بیطرفى د انگریزانو په مشوره امیر حبیب الله خان اعلان کړه . په لومړى نړیواله جگړه کې د افغانستان د بیطرفى د اعلان په اړه د میر غلام محمد په کتاب کې داسى یادونه شوى ده : (( امیر حبیب الله خان هنگامیکه جنگ جهانى اول ( ١٩١۴ ) مشتعل گردید ، دست بسته در انتظار دوستى انگلیس نشست و در طى یک دربار عام ( بیطرفى ) افغانستان را اعلام کرد . امیر در این دربار منعقد در قصر استور با حضور سفیر دولت انگلیس گفت که : خط و ایسرا صاحب هند در خصوص اخبار کیفیت حرب عمومى اروپا و داخل بودن دولت معظمه برتانیه در این حرب به حضور ما رسیده و ضمناً بطور اشعار دوستانه نوشته اند که : چون دولت علیه افغانستان از زمان اعلیحضرت ضیاء الملته والدین مرحوم با دولت معظمه بریتانیا عهد دوستى و پیمان مودت داشته و دارد و در مهمات و مظمات امور خارجه پرسیدن راى و استشاره دولت برتانیا از جمله مواد عهد نامه قرار داده شده و تجدید هم شده است . از آنرو بیطرفى دولت علیه افغانستان را در آین حرب حاضره مناسب تر و موافق تر دانسته . امیر بیطرفى افغانستان را اعلان کرد ، در حالیکه در افغانستان هیجان عمومى مردم احساس میشد . و مردم سرحدات آزاد در خزان همین سال بر ضد استعمار انگلیس قیام کردند (١) .

( ١ ) – غبار ، میر غلام محمد ، افغانستان در مسیر تاریخ – کابل ، ١٣۴۶ هـ ش ( ص ٧٣٩ ) .

د پورتنیو څرگندونونه په واضح ډول معلومیږى چې د افغانستان خارجى سیاست په هغه زمانه کې د انگریزانو په لاس کې و ، او هر څه چې هغوى غوښتل هم هغسى کیدل ، او امیر حبیب الله خان هم په همدى وضعى باندى خوښ او موافق و . د امیر حبیب الله خان د دغه سیاست په مقابل کې که څه هم مشروطه غوښتونکى خپل شوى و ، مگر هغوى په پټه او مخفى توگه د افغانستان د آزادى او د مشروطه نظام د مینځته راتلو لپاره خپلى مبارزى ته دوام ورکاوه .

د لومړى نړیوالې جگړې په دوران کې په هندوستان او پښتو نخوا کې هم د آزادى د لاسته راوړلو لپاره مبارزه روانه وه . په هند او د پښتو نخوا په سیمو کې خان عبدالغفار خان په دغو مبارزو کې فعاله ونډه درلودله . په دغو آزادى بخښوونکو مبارزو کې د خان عبدالغفار خان او د هغه د ملگرو د په اړه په لاندى ډول معلومات وړاندى کیږى : په ١٩١۴م کال کې لومړى نړیواله جگړه ، پیل شوه . ددى جگړى له پیلیدو سره سم د شیخ الهند په هدایت د ترنگزو حاجى صاحب او نور ملگرى یې آزادو قبایلو ته ولاړ چې قبایل دا نگریز د استعمارى حکومت په خلاف را پاڅوى او خان عبدالفغار خان په خپل کورپاته شو او دا وظیفه ورته وسپارل شوه چې د دوى او د هندى ملگرو تر مینځ روابط وساتى .

د جنگ په دوران کې د هند د نیمى و چې ډیر سیاسى لیډران د انگریزانو د حکومت لخوا بندیان شول . شیخ النهند د مالتا په جزیره کې بندى شو . مولانا عبید الله سندهى کابل ته راغى او راجه مهند را پرتاب تر صدارت لاندې یې د هند موقتى حکومت قایم کړ . مولوى سیف الرحمن . مولوى فضل ربى او مولوى تاج محمد هم کابل ته راغلل او مولوى عبدالعزیز سوات ته ولاړ . خان عبدالغفار خان غوښتل چې کابل ته راشى ، مگر انگریزانو ورته موانع پیدا کړه او جیل ته واچول شو( ٢ ) .

د لومړئ نړیوالى جگړى په بهیر کې هم په افغانستان او هم د پښتو نخوا په مختلفو سیمو کې د آزادى د تر لاسه کولو لپاره مبارزه روانه وه . مگر دغه مبارزى او جنگونه تر واحدى قوماندى او لارښودنى لاندى نه وو ، کله په یوه سیمه کې د انگریزانو پرضد پاڅون کیده کله په بله سیمه کې . د لومړى نړیوالى جگړى په بهیر .او د هغه نه وروسته ددى سیمى د ټولو سیاسى قوتونو لپاره مناسب فرصت و ، چې د انگریزانو څخه خپله آزادى ترلاسه کړى واى ، ځکه چې په دى وخت کې د انگریزانو ټول نظامى او اقتصادى قوت او قدرت په نړیواله جگړه کې بوخت وو ، په دى وخت کې د پښتنو په سیمو کې ددغو آزادى بخښوونکى مبارزو او د هغه د نیمگرتیاو په اړه خان عبدالغفار خان داسى یادونه کړى ده : جنگ څلور کاله پس ختم شو په دې دوران کې به کله نا کله د پرنگیانو او آزادو قبایلو ترمینځ جنگونه کیدل خو د ټولو قبایلو په یوه سلا او منظمه طریقه به نه وو ، نو ځکه پرنگى ته څه نقصان نه رسیده . چې مومند و به په پرنکى حمله وکړه وزیر ، مسعود او اپریدى به په یو ځاى ناست و ، او که د اپریدو او انگریزو جنگ به و ، مومند ، وزیر او مسعود به خبر نه وو ، او که د وزیر و به ورسره جنگ و ، مسعود به چې د وزیرو سره په یوه علاقه کې ژوند تیروى جنگ ته تیار نه و ، مومند او اپریدى خولا په ځاى پریږده ، هر یو به ویل چې دا د هغه جنگ دى ، مونږ یې څه کوو ( ٢ ) – بختانى خدمتگار ، سرمحقق عبدالله – د سولى او آزادى قهرمان خان عبدالغفار خان – چې١٣۶۶ هـ ش ، ( ٧ مخ ) .

په کار دا وو چې ټول قبایل په یو تحریک کې تنظیم شوى واى ، ښه تربیه ورکړ شوى واى او ټول یو ځل را پورته کابل ، شوى واى ( ٣ ) .

د خان عبدالغفار خان د پورتنیو څرگندونو څخه په واضح ډول معلومیږى ، چې په هغه زمانه کې ظاهراً د پښتنو په سیمو کې د انگریزانو پر ضد منظمه او هماهنگه مبارزه موجوده نه و. او په دغو سیمو کې د آزادى د تر لاسه کولو لپاره کومه واحده رهبرى او کوم سیاسى سازمان او گوند هم نه وو ، ټول کارونه په طبیعى شکل او پخپل سر باندى روان وو . زما په نظر کیدى شى چې ددغو بى نظمیو او خودسریو اساسى علت د انگریزانو پټه مداخله او همدارنگه د پښتنو په مینځ کې قومى او قبیلوى اختلافات ، اغراض او تضادونه وى د لومړى نړیوالى جگړى څخه وروسته د انگلستان او نورو اروپایى استعمارى هیوادونو په مستعمراتو کې ملى او آزادى بخښوونکى غورځنگونه پیل شو ، چې په همدى لړ کې په افغانستان کې هم آزادى غوښتوونکى قوتونه فعال شو ، او د امیر امان الله خان په مشرى په ١٩١٩م کال کې د انگریزانو څخه خپله آزادى تر لاسه کړه . د افغانستان د استقلال د لاسته راوړلو په برخه کى مهم او اساسى رول د دربار سرى گوند یا مشروطه غوښتونکى نهضت ولوباوه . ددى نهضت د مهمو اهدافو څخه یو هم د بى سوادى له مینځه وړل او د استقلال تر لاسه کول وو . کله چې د افغانستان استقلال اعلان شو او خارجى ملکونه د افغانستان استقلال په رسمیت و پیژندل . په دى وخت کې خان عبدالغفار خان افغانستان ته راغى او دلته هغه د غازى امان الله خان او د افغانستان د نورو دولتى مشرانو سره وکتل . ددغو لیدنو کتنو او د هغه د نتایجو په اړه خان عبدالغفار خان داسى لیکى : په کابل کې زمونږ تعلقات د نادر خان او دده د کورنۍ سره ډیر وو ، دى پخپله وزیر دفاع و ، او ورور یې سردار عبدالعزیز خان د معارف وزیر وو . څو ورځى پس زه نادر خان ته ورغلم ورته مى ووى زما اراده ده چې د باجوړ آزادو قبایلو ته لاړ شم او هلته د تعلیم کار شروع کړم او د پښتنو د بچو د روزلو لپاره قومى مدرسى جوړى کړم ، ستاسلاء او مشوره څه ده ؟ هغه زما د ارایه خوښه کړه ما سره یې په دى خبره اتفاق وکړو . زه د یو څو ماتى ملگرو سره د کابل نه جلال آباد ته راغلم ، په جلال آباد کې مې د هاشم خان سره هم سلاء او مشوره وکړه ، هغه هم زما ددى کار سره په ډیر خوشحالى اتفاق وکړو او باجوړ ته یې زمونږ د تگ انتظام هم وکړ یو آس یې راکړ ( ۴ ) .

ددى سفر او ملاقاتو نه وروسته خان عبدالغفار خان پریکړه وکړه چې د آزادى د تر لاسه کولو لپاره لازم او ضرورى ده چې د پښتنو په ټولو علاقو کې خلک د سواد څخه برخمن شى ، او همدارنگه ددى کار د سرته رسولو لپاره ضرور دى چې یو سیاسى سازمان یا گوند جوړ کړى ، او پرته له دى څخه سیاسى فعالیتونه نا ممکن دی . هغه په لومړى سر کې د پښتنو په مختلفو سیمو کې د ښونځیو او مدرسو په جوړولو باندى پیل وکړ ، په دى لاره کې هغه ډیر تکلیفونه ولیدل ، مگر په پاى کې یې ډیر بریالیتوبونه هم تر لاسه کړه ، د مثال په توگه په دې اړه دى پخپله لیکى : د خالونو په کلى کې اخونزادگانو او پراچگان اباد دی دا دواړه کورنئ ډیر و شنفکره او ښه خلک دی ، دواړه قوم پرست او دولتمند وو ، د دوى په مرسته مونږ دلته یوه مدرسه جوړه کړه او دوى ته مو وویل چې ددې مدرســى د( ٣ ) – خان عبدالغفار خان – زما ژوند او جد و جهد – کابل – ١٣۶٢ هـ ش ( ١٣٣ مخ ) .( ۴ ) – پورتنى اثر – ( ١٧۶ – ١٧٧ مخونه ) .انتظام د پاره مخفى صاحب را وغواړئ او مونږ ترې دیر ته لاړو . دې مدرسى ډیر زر ترقى وکړه او په لږه موده کې یې شاگردان څلور سووته ورسیدل د ملکنډ پولټیکل ایجنت د پښتنو د بیدارى سخت مخالف و هغه د دیر نواب وغوښت ورته یى وویل چې دې مدر سو او تعالیم مونږ ته څومره مشکلات پیدا کړل ته ځانته دا مشکلات مه پیدا کوه دا مدرسه ورانه کړه . د دیر نواب راغى مدرسه یې ورانه کړه او ریې ورته کړو ( ۵ ) .د انگریزانو او د هغوى د پلویانو د مخالفتونو سره سره خان عبدالغفار خان په دى باندى بریالى شو چې د پښتنو په ټولو سیمو کې ښوونځی او مدرسې جوړ کړى او ددى ښونځیو او مدرسو د جوړیدو نه پس په ډیره لږه موده کې ددى مدرسى مثبتى پایلى څرگندې شوې او ددى مدرسى د فارغ التحصیلانو څخه لوى لوى سیاسى او فرهنگى شخصیتونه جوړ شو . ددغو مدرسو د جوړید او د هغه د مثبتو نتیجو په اړه احمد کاکا داسى لیکى : . . . باچا خان په دى ټولو خبرو سوچ وکړو او دى نه پس یې ملا وتړله ، را پاڅیدلو اول یې ورله توجه تعلیم طرف ته وگرزوله او په اتمانزو کې آزاد اسلامیه هایى سکول یې جوړ کړ ، بلکه دا سکول نه وو ، دا یو نیورسټى وه . دې کې دینى ، مذهبى ، تاریخى او دنیاوى ټول علمونه ښودلى شول او هم پکې سیاسى شعور پیدا کیده او هم دى سکول لکه د ماسټر عبدالکریم په شان یو لوى عالم او ادیب را پیدا کړو چې هغه د مرگ تر وخته پورې د خپل دماغ ، قلم او ژبې په ذریعه خدمت وکړ ، دا هغه مدرسه ده چې دى د عبدالولى خان په شان یو داسى سیاست دادن پیدا کړ چې ټوله دنیا د هغه په سیاست قایله ده .په ټول یورپ اوپه ایشیا کې لکه نور ځلیږى . دا هغه مدرسه ده چې دى لکه د عبدالغنى خان په شان دیوى لوى پایې شاعر ، ادیب فیلسوف او سیاست دان پیدا کړ . دا هغه مدرسه ده چې دې لکه د عبدالروف قربان په شان شاعر او سیاست دادن په درگى ملاکنډکې پیدا کړ . دا هغه مدرسه ده چې دې لکه سعادت خان ، جلیل په شان شاعر او یو بیدار مغز زلمى پیدا کړ چې د مرگ پورى یې د فخر افغان لمن پرې نه ښوده . او دا هغه مدرسه وه چې دې په ټوله صوبه کې د وړو مدرسو یو جال خور کړ چې ددغى ټولو مدرسو مرکز دا تمانزو مدرسه وه. هغسى خو ټوله صوبه کې مدرسې وې ولى په خاص ډول صوابۍ تحصیل ، نو ښار تحصیل ، هزاره ، مردان کې او د قبایلو تر ایجنسو پورى دا مدرسې جوړې شوې وې . ددې مدرسو نه چې هر څومره هلکان فارغ شوو . هغوى چاپه شعرونو او نظمونو ، چا په تقریرونو کې د خپله وسه پورې کار کړى دى ( ۶ ) .

څرنگه چې وویل شو ، خان عبدالغفار خان پریکړه وکړه چې د آزادى د لاسته راوړلو لپاره ضرور دى چې یو سیاسى سازمان یا یو سیاسى گوند جوړ کړى ، دى کله چې په پښتو نخوا کې د ښوونى او روزنى لپاره پلانونه طرح کړل ، نو د ښوونى او روزنى د پروگرام سره متوازى د سیاسى سازمان په جوړولو یى هم لاس پورى کړ ، او د (( انجمن اصلاح افاغنه )) په نوم یو سیاسى او اجتماعى سازمان جوړ کړ . ددى سازمان د تاسیس د ضرورت او اهدافو په اړه پخپله باچا خان داسى فرمایى : مونږ په ١٩٢١ع کــــــــال کــــــــــــې د دوستانو په امـــــــداد په اتمازو کــــــې د آزاد سکــــــــول بنیاد کښیښوده( ۵ ) _ پورتنى اثر _ ( ١٧٨ _ ١٧٩ مخونه ) .( ۶ ) – احمد – خدایى خدمتگار تحریک ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣۶٩ هـ ل ، د سرحدونو چارو وزارت ، ( ١٧٧ – ١٧٨ مخونه ) .

چې په دى سکول کې قاضى عطاؤ الله ، میا احمد شاه ،تاج محمد خان ، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملگرى وو . د مدرسى ترڅنگه مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو د تشدد نه د منع کولو او پکې د قامولى د مینى او محبت د پیدا کولو غرض د اصلاح الافاغنه په نامه یو انجمن جوړ کړو ( ٧ ) .په لومړى سر کې کله چې (( انجمن اصلاح افاغنه )) تاسیس شو او د ښوونى او روزنى پروگرام پیل شو ، ددى انجمن غړى ٣٠ تنه وو ، مگر په ډیره لږه موده کې د دوى شمیر دومره ډیر شو ، چې په ټوله پښتو نخوا کې . ددى انجمن دغړو په مرسته ښوونځى او مدرسى جوړى شوى او د دوى د هلو ځلو نه مسبتى او ښى نتیجى لاسته راغلى . ددى پروگرام د مثبتو نتایجو په اړه پاچا خان داسى لیکى : د انجمن په کوشش زمونږ د مدرسى په ملک کې ډیر شاخونه قایم شوی وو ، یو ډیر لوى شوق په پښتنو کې د خپلو بچو د تعلیم پیدا شوى و ما او خادم صاحب د هغو معاینه شروع کړه . زمونږ د یوسف زو مدرسى په ډیر ښه حالت کې وې او د هغى ټوله وجه د صاحب زاده خورشید خان صاحب ، د ادینه او نصر الله جان محنت قربانى او کوششونه وو ( ٨ ) په ١٩٣٩م کال کې دوهمه نړیواله جگړه پیل شوه او دغه جگړه په ١٩۴۵م کال کې پاى ته ورسیدله . په دى اوږده جگړه کې بریتانیه هم برخه اخستى وه . اگر چه جگړه د انگلستان او د هغه د متحدینو په گټه پاى ته ورسیدله ، مگر په نړیوال ډگر کې دبریتانیى په مستعمراتو کې آزادى بخښوونکى نهضتونو زور آخستى و ، په هندوستان کې هم آزادى بخښوونکى جنبشونه فعال شو ، او بریتانوى استعمار گران مجبور شوو چې هندوستان ته سیاسى استقلال ورکړى . د دوهمى نړیوالى جگړى د پاى ته رسیدونه وروسته (( د هند د خلکو د آزادى غوښتنى د غور زوپرزو او د خان عبدالغفار خان په مشرى د خدایى خدمتگارو په ملگرتیا د هند د ملى کانگرس د پرله پسى سیاسى منظمو او اصولى مبارزو او د وخت د حالاتو او شرایطو پربنا د انگریز استعمارى حکومت مجبور شو چې هند پریږدى . برتانوى حکومت د خپلى کابینى څلورتنه وزیران هند ته ولیږل ، څلورتنه مشران غړى د کانگرس لخوا او څلورتنه د مسلم لیگ لخوا وټاکل شو . د کانگرس په غړو کې خان عبدالغفار خان هم شامل و ، د دوى په گډون د شملى کنفرانس جوړ شو . په دى صورت د ١٩۴۶م کادمى د میاشتى نه وروسته د هند په نیمه وچه کې د برتانوى حکومت او د هند حزبونو ، په تیره بیا د کانگرس او مسلم لیگ تر منځ د سیاسى مفاهمو او مذا کرو او د سیاسى حل د لیارى د لټولو لوبه شروع شوه .انگریزانو غوښتل چې هند څو ټوټى یا لږ تر لږه دوه ټوټى کړى او یو ټوټه یى د مسلم لیگ تر سلطى لاندى راشى . مسلم لیگ هغو سره ملگرى و ( ٩ ) .د ١٩۴٧م کال د جون د میاشتى په ٣ مه نیټه د هندوستان دویشلو او ټوټى ټوټى کیدلو لپاره ( ٧ ) – خان عبدالغفار خان – زما ى ژوند او جدو جهد . ( ١٨٢ – ١٨۴ مخونه ) .

( ٨ ) – پورتنى اثر – ( ٣٢ مخ ) .

( ٩ ) – بختانى خدمتگار ، عبدالله ، د سولى او آزادى قهرمان ، خان عبدالغفار خان – ٣١ مخ .

ورکنگ جلسه جوړه شوه . په دى جلسه کې د برتانوى هند وایسراى لار ډمونټ بیټن ، د هند کانگرس ، مسلم لیگ ، خدایى خدمتگار و او د هند د یو شمیر نورو سیاسى گوندونو استازو گډون پخپله کړى و . ددى جلسى د مهمو موضوعاتو او فیصلو په اړه پخپله باچا خان داسى لیکى : . . . په غونډه کې چې گاندهى جى هم د تقسیم طرفدارى وکړه ، نو مونږ ټول حیران پاتى شوو . بله مسله په سرحد کې د ریفرنډم مسله وه . دا مسله هم د لار ډ مونټ بیسټن په منصو به کې راغلى وه په دغه خبره هم ډیر بحث مباحثه وشو او دلایل پیش شول ، سردار پټیل او راج گوپال اچاریه دلته په ورکنگ کمیټى ډیر زور واچولو او اخر ورکنگ کمیټى دا خبره هم ومنله او د ملک د تقسیم او صوبه سرحد کې د ریفرنډم خبره دواړه ومنلى شوى . زه حیران شوم چې دوى دا ټولى فیصلى کړى وى نو دا ما سره یى بیا جرگى او مټنگونه ولى کول ؟

په دى وخت کې ما ورکنگ کمیټى ته یو پیشنهاد وړاندى کړو او دامى ورته ووئیل چې مونږ همیشه د کانگرس ملگرتیا کړى ده او لاس مو ورکړى دى اوس که کانگرس مونږ یوازى پریږدى او له مونږ سره امداد ونه کړى نو په صوبه سرحد به ددى ډیر خراب اثر پر یو ځى که کانگرس خدایى خدمتگار د شرمخانو خولى ته همداسى پریږدى نو دا به د صوبه سرحد سره غدارى وى ، د گاندهى جى په زړه باندى ددى پیشنهاد زیات اثر وشو او ویى ویل چې زه به د مونټ بیټن سره په دى مسله خبرى وکړم .

په سباله زه او گاندهى جى ، وایسراى لاړ ډمونټ بیسټن ته ورغلو هغه سره مو خبرى وکړى هغه په دى کې د جناح صاحب شرکت هم ضرورى وگڼلو ، څه وخت چې جناح صاحب ، گاندهى جى او زه یو ځاى شو ، نو جناح صاحب وویل چې دى زما ورور دى ، زه ده سره ځان له خبره کوم ، نو ما گاندهى جى ته وویل چې دده داسى خوښه ده ، نو که ستا اجازه وى ، نو زه به ورسره ځان له خبره وکړم ، هغه ماته وویل ډیر ښه . جناح صاحب ماته وویل چې تاسو ته به (( پراونشل اټانومى )) ( صوباى خود مختارى ) ورکوو ، خو په دى څه عمل ونه شو ، اصل کې ماته تر دغه وخته پورى دا معلومه نه وه چې د مونټ بیسټن ، کانگرس او مسلم لیگ تر مینځه ټولى فیصلى شوی دی ( ١٠ ) .

د باچا خان د پورتنیو لیکنو څخه په واضح ډول څرگند شو چې د هند دویش په اړه انگریزانو ، د کانگرس گوند او مسلم لیک گوند په خپل مینځ کې د باچا خان د شرکت او خبرتیانه پرته ، پخوا په موافقه رسیدلى وو ، او د ورکنگ کمیټى جلسه تش په نامه یوه تشر یفاتى جلسه وه . همدارنگه په دى جلسه کې د پښتنو د سرنوشت په اړه د ریفرندم فیصله ونشوه .

(( دا ریفرندم په ډیر مضوعى او تصنفى ډول وشو . د پاکستان او هندوستان د رایو پر ضد وقونو باندى قرانکریم او د هندوانو مقدس کتاب (( گیتا )) کښیښودل شو . د مسلمانانو په صوبه کې به کوم داسى مسلمان وى چې له قرآنه تیر شى او بل کتاب ته رایه ورکړى ؟ په دى دلیل او په تیرو ذکر شویو اصولى د لیلونو خدایى خدمتگارو او د صوبى ډیرو خلکو په ریفرندم کې برخه وانه خستله ، د پاکستان د حکومت لخوا خان عبدالغفار خان او دولس زره خدایى خدمتگاران با مشقتو جیلونو ته واستول شوو )) ( ١١ ) .

( ١٠ ) – خان عبدالغفار خان – زما ژوند او جدو جهد – ( ٧٣٣ – ٧٣۴ مخونه ) .

( ١١ ) – د سولى او آزادى قهرمان – ( ٣۴ مخ ) .

د هیواد یو معاصر دانشمند مورخ د هند دویش په اړه داسى لیکی : (( به تاریخ سوم جون ١٩۴٧ حکومت برتانیه ، بیانیۀ معروف خود را در باب آزادى هندوستان و تقسیم آن بۀ دو دو مینیون اعلان نمود . . . در بیانیه مذکور حقوق ملى افغانها پامال و چنان فیصله شده بود . که ولایت سرحد ذریعۀ یک ریفرندم الحاق خود را به یکى از دو دومینیون هندوستان و پاکستان تصویب کند .

در مقابل چنین یک فیصلۀ دور از انصاف افغانهاى ولایت سرحد به هیجان آمده ، در تحت قیادت پیشوایان ملى خود تصمیم گرفتند که با ریفرندم موعود مقاطعه کنند . متاسفانه کسى به اعتراض ایشان گوش نداده ، ریفرندم به بسیار عجله و بر اساس حق راى فوق العاده محدود ، که بیش از ده فیصد نفوس ، در آن شرکت کرده نمى توانست ، صورت گرفت . در این ریفرندم از جمله تخمین سه میلون نفوس ولایت سرحد فقط اسماى سه صد هزار نفر در فهرست آراء ثبت و به ایشان اجازه راى دهى اعطاء شده بود ، و آنهم به ترتیبى سنجش شده بود که قسمت بزرگ آراء بمردمان پنجابى و دیگر ولایات هند ، که در شهر هاى سرحد به شغل تجارت مصروف بودند ، تعلق مى گرفت و اکثریت افغان هاى خالص و ساکنین دایمى این منطقه از این حق محروم مى شدند .

با وصف این تقلبات صریح و با وصف آنکه ریفرندم بدون وجود مراقبین بیطرف ، فقط در تحت نظارت مامورین برتانوى صورت گرفت وبه قضیه یک رنگ مذهبى هند و و مسلمان داده شد . باز هم بیش از نصف آراء به طرف الحاق به پاکستان ظاهر نشد و آراى اکثریت بزرگ اهالى مجهول ماند. اما حکومت برتانیه همین نتیجۀ ناقص را کافى شمرده بر اساس آن حکم الحاق ولایت سرحد را به پاکستان اعلان کرد . . . ( ١٢ ) .

خان عبدالغفار خان د هند دویش نه وروسته د ١٩۴٨م کال نه تر ١٩۵٧م کاله پورى بندى اویا نظر بند وو ، او بیا د بند څخه خلاص شو او د پښتو نخوا سیمې ته راغى او دیو نوی سیاسی گوند په جوړیدلو یې لاس پورى کړ ، چې د دغه گوند په شاوخوا کې نور سیاسى سازمانونه هم یو ځاى شوو . ددى گوند د تاسیس په اړه على خان محسوب پخپل کتاب کې داسى یادونه کړى ده : (( شپږم ستمبر ١٩۵۶م کال کې یې خپل تاریخى عدالتى بیان په تحریرى شکل کې عدالت ته پیش کړو ، لیکن ددى با وجود ، باچا خان عدالت په جیل کې واچوه ، او بیا ٢۵ جنورى ١٩۵٧م کال کې آزاد شو، او بیا یې N.P.A نشنل عوامى پارټى جوړه کړه . په دى گوند کې ټول د استعمار ضد گوندونه او تنظیمونه را جمع وو ، سند هاری کمیټى ، آزاد پاکستان پارټى ، خدایى خدمتگار ، سند متحده محاذ او سابقه مشرقى پاکستان نه د بها شانى عوامى لیگ شامل وو )) ( ١٣ ) .

باچا خان د پاکستان د جوړیدونه وروسته یعنى د ١٩۴٨م کال نه د خپل عمر تر پایه پورى د پاکستانى واکمنانو پر ضد مبارزه کول او د خپل قوم د حقوقو د لاسته راوړلو لپاره په مبارزه کې وو ، د همدى بر حقه مبارزى پر سر هغه خپل زیات عمر د پاکستانى واکدارانو په زندانو کې تیر کړل، سره

( ١٢ ) – مجموعه مقالات بنام (( مبارزه خونین مردمان افغانستان در راه آزادى )) – ترتیب کنندگان مجموعه : نجیب الله (( توروایانا )) و عبدالشکور حکیم مقالۀ صدیق فرهنگ تحب عنوان : ( مسئله پشتونستان ) – چاپ کتابفروشى فضل ، پیشاور – ١٣٨٧ هـ ش – ( صفحات ٢٨۶ – ٢٨٧ ) .

( ١٣ ) – محسوب – على خان – له پیر روښانه تر باچا خانه پورى د پښتنو ملى مبارزى ته کتنه – پیښور ، دانش خپرندویه ټولنه .

له دى چې د زندان ژوند ډیر تریخ او له کړاوه ډک وو ، مگر هغه ددى تکلیفونو په مقابل کې په ټینگه ولاړ وو . باچا خان د زندان نه بهر خپل قوم او خپلو ملگرو ته داسى توصیه کول : ما پسې د هیڅ قسم غم او فکر مه کوى . ولې چې زه خدایی خدمتگار یم . او که چیرې الله ته زما د وجود نه د خپل مخلوق څه خدمت اخستل منظور وی نو ماله به ښه او روغ صورت را کړی . دا څه نوى سلوک نه دى چې گڼې ما سره یوازى کیږى . دا خو زړه طریقه ده او د دنیا تاریخ ددى قسم واقعاتونه ډک دى .

زما قید بې شکه د تکلیفونو نه ډک دى . لیکن به غیر د تکلیفونو نه څه کیدى نشى . خلقو چې د الله تعالى په لاره کې څومره تکلیفونه تیر کړی دی د هغه په مقابله کې زما تکلیف خو څه تکلیف نه دى .

دعا راته کوى چې الله تعالى ما په دى امتحان کې پاس کړى ، صحت را کړی او ددې قابل مې کړی چې د هغه د مخلوق خدمت وکړى شم ( ١۴ ) .

د خان عبدالغفار خان د زمانى سیاسى او اجتماعى حالات او حوادث ډیر دى ، او ددى دورى د ټولو حوادثو څیړنه په یوه مقاله نا ممکنه خبره ده په دى مقاله کې هغه سیاسى او اجتماعى حوادث چې د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزى سر مستقیم اړیکى درلودلى په ډیره لنډه توگه بیان شو . ددى مقالى په لیکلو سره ددى سیمې ددى دورى تاریخ چې د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزى پورى اړه درلودل تر یوى اندازى پورى روښانه شو . او ددى مقالى په لوستلو سره ددى موضوعاتو مینه وال او محقیقین کولى شى چې نورى څیړنى هم وکړى او ددى دورى واقعات او حوادث چې د باچا خان او د هغه کورنۍ او د هغه د ملگرو د مبارزو او کوښښونو سره اړه لرى نور هم روښانه او واضح کړى .

منابع او ماءخذونه

غبار ، میر غلام محمد ، افغانستان در مسیر تاریخ – کابل ، ١٣۴۶ هـ ش ( ص ٧٣٩ ) .
بختانى خدمتگار ، سرمحقق عبدالله – د سولى او آزادى قهرمان خان عبدالغفار خان کابل – ١٣۶۶ هـ ش ، ( ٧ مخ ) .
خان عبدالغفار خان – زما ژوند او جدو جهد – کابل – کابل – ١٣۶٢ هـ ش ( ١٣٣ مخ ) .
پورتنى اثر – ( ١٧۶ – ١٧٧ مخونه ) .
پورتنى اثر – ( ١٧٨ – ١٧٩ مخونه ) .
احمد خدایی خدمتگار تحریک ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣۶٩ هـ ل د سرحدونو چارو وزارت، ( ١٧٧ – ١٧٨ مخونه
زما ژوند او جدو جهد ، ( ١٨٣ – ١٨۴ مخونه ) .
پورتنى اثر – ( ٣١٢ مخ ) .
د سولى او آزادى قهرمان ، ( ٣١ مخ ) .
زما ژوند او جدو جهد ( ٧٣٣ – ٧٣۴ مخونه ) .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ١۴ ) – بختانى خدمتگار – سرمحقق عبدالله ، د خان عبدالغفار خان لیکونه – لومړى برخه – کابل – ١٣۶٣ هـ ش – ( ۶٠ مخ ) .

د سولى او آزادى قهرمان ( ٣۴ مخ ) .
مجموعه مقالات بنام (( مبارزه خونین مردمان افغانستان در راه آزادى )) – ترتیب کننده گان مجموعه : نجیب الله (( تورو وایانا )) و عبدالشکور حکیم . مقاله سید میر محمد صدیق فرهنگ تخت عنوان : ( مسله پشتونستان ) – چاپ کتابفروشى فضل ، پشاور _ ١٣٨٧ هـ ش- ( صفحات ٢٨۶ – ٢٨٧ ) .
محسوب – على خان – له پیر روښانه تر باچا خانه پورى د پښتنو ملی مبارزى ته کتنه – پیښور ، دانش خپرندویه ټولنه – ( ٧١۴ مخ ) .
بختانى خدمتگار – سرمحقق – د خان عبدالغفار خان لیکونه ، لومړى برخه ، کابل ١٣۶٣ هـ ش ( ۶٠ مخ ) .
(لراوبر)


هیښ
01.01.2011

سلامونه
لمړئ دهرڅه نه ښاغلي پتنګ صاحب ته ددې نوې دندې مبارکي وایم اودالله تعالی له درباره ورته بریالیتوب غواړم.
هیله ده چې دا درنه او دمسؤلیت نه ډکه وظیفه په پوره ایماندارئ او شوق سره په مخ بوزي او په نویو ابتکاراتو سره دا خونه دشکل اومحتوا له مخې ګټوره ،ښکلې او جذابه وګرزوی .
دټول افغان دادارې دا اقدام انشاءالله د ښایسته سالارۍ په لوري یو نیک قدم دئ،چې باید تداوم پیدا کړي ،ترڅو زموږ دهیواد دتاریخ په دې حساسه ،بحرانی او طوفانی مرحله کې خپل دیني،افغاني او ملي مسؤلیت دمسلکي او متعهدو شخصیتونو په مرسته په ښه توګه ادا کړي او ددې تاریخي ازمویښت نه په بریالیتوب سره سر راپورته کړي.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more