د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

مــــــــــــــــــــلګرو هله به زمونږ وطن کې سوله راشي !!!

فاطمي
03.01.2010

ای فاطمي! راغی جانان او ارمــــــــــــــان سر وخوړو
خندا خپره شوه ، خوشالي شوه ، خفګان سر وخوړو
ما لا پخـــوا ؤ رقـــيبانـــو ته چــــــــــيلنج ورکـــــــــــړی
شکر کامياب شومه وصال شو هجران ســـــر وخوړو
چې به مې هر وخت پۀ ګرېوان شـــــيبه شـــېبه ورېدۀ
کار يې تمام شولو د اوښکــــــــــــــو باران سر وخوړو
زۀ لۀ هغو نه وم چې ګــــــــــــــــټه مې نصيب کې نۀ وه
نصيب را ويښ شو ګټيالی شوم تاوان ســـر وخوړو
مــــــــــــــــــــلګرو هله به زمونږ وطن کې سوله راشي
کۀ دا بې ننګه ،بې ضمير، پاکســـــــتان سر وخوړو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more