د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د قرآني اخــــــــــــــــــــلاقو فهرست


ع کريم حليمي
12.12.2009

د اخلاقو څخه مقصود د بندګانو په منځ کښي د حقوقو او فرائضو هغه تعلقات
دي چه دوی يې په خپلو منځو کښي کښي په يو بل باندي لري او د هغو د ادا
او پر ځاي کول د هر انسان د پاره يوازي مناسب نه بلکي ډېر ضروري کار
دی ، هر کله چه انسان دې دنيا ته راځي ، نو هغه ارومرو د دې دنيا د هر يو
شي سره لږ و ډېر تعلق پيدا کيږي او د همدې تعلق د فرض او وظيفې يعني
په ډېر ښه شان سره د دغه تعلق د حق ادا کولوته په اصطلاح اخلاق
وايی او يا په بل عبارت په ډير ښه شان سره د دغې فريضې ادا او پر ځای
کول اخلاق دي ، دغه بنده د خپل پلار او مور او اهل او عيال او خپلو او
خپلوانو دوستانو ، اشنايانو او نور د ټولو سره تعلقات لري ;بلکي د هر هغه
انسان سره تعلق لري چه هغه دده سره په يوه کوڅه ، يو کلي ،يو وطن ،
يو قوميت او جنسيت او يا په نورو شيانو کښي ورسره علاقه لري
او سربېره پر دې ، دئ د څارويو او ژويو سره هم تعلقات لري ، او د دغو
تعلقاتو په اثر د ژويو له خوا هم په انسان ځيني وظيفې ;و فرايض عائد کيږي

د دونیا ټولي خوښۍ او خوشحالۍ ، امن او امان او هوسایی د همدې اخلاقو مېوه او محصول دی

د قرآني اخــــــــــــــــــــلاقو فهرست:
رشــــــــــــــــــــــــــــــتیا ویل ، د دروغو غندنه ؛ دبې عمله علم ندمت ، عمومي عفو او بښنه ، توکل ، صبر ، شکر ،
په حـــق ټنګتیا ، د خدای په لار کښي ســــــــــــــــــــــــــــــر ورکول ، د سخاوت او خیرات حکم ، د بخل بد والی
دبد خرڅۍ او بې ځایه مصرف ممانعت ، د میانه روۍ تاکید ، د عزیزانو ، خپلوانو ، یتیمانو ، مســــــــــــــکینانو
او گاونډیانو سره نېکي ، مسافرو سوالګرو او غریبانو سره مرسته ، د مریانو او قیدیانو سره احســــــــــــــــــان
د فخر او غرور غندنه ، امانت داري ، د وعدې پرځای کول ، د عهد او قول تر سره کول ؛ د معاهدو احاظ ساتل ، صدقه او خیرات ، نېکي او ښې خبري کول ، په خلکو کښي د یو بل سره مینه پیداکول ، چاته بد رد نه ویل
چاته تکلیف نه رَسَوَلْ ، په بد نوم د چا نه یادول ، د والیدینو خدمت ، په ملاقاتونواو لیدنو کتنو کښي په خپلو
کښي یو بل ته د خیر او سلامتۍ دعاګاني کول ، حـــــــــق ویل ، انصاف خوښول ، په حقه شــــــــــاهدي ورکول
حق او شاهدي نه پټول ،

د دروغو د شاهدۍ په زړه د ګنهکارۍ اثر ؛ په نــــــــرمۍ سره خبــــــــــــــــــــــري کول
په مځکه نیغ نیغ نه ګرځېدل ، ســــــــــــوله غوښـــــــــــتل ، اتفاق او اتحاد ، ایماني ورور ولي ، حـــــــــلال خوړل
په خپل زیار گټه کول ، تجارت کول ، د ګداګرۍ څخه ممانعت کول ، خلکو نه د ښو خبرو تعلیم ورکول ، د بدو
خبرو څخه منع کول ، د اولاد د وژلو ، پــخپله دخــپل ځــان د وژلــــو او د بل چا په ناحقه د وژلو څخه ممانعت ،
د یتیم کفالت او د هغه د مال او جایداد په پاک نیت حفاظت کول او ساتل ، په کچ او تول کښي بې ایماني نه کول ، په ملک کښي د فســـــــــــــــــــــاد نه خپرول او بر پا کول ،

دبې شرمۍ د خبرو څخه د خلګو منع کول
د زنا حرمت ، سترګي کښته ساتل ، د چا کورته بې اجازې نه ورننوتل ، دستر اوحجاب دخیـــــــــــــانت غندنه ،
د سترګو او زړه څخه پوښتنه ، د ښو کارونو کول ، د عبثوکارونو او خبرو څخه ډډه کول ، د امانت او عهد رعایت ، ایثار ، تحمل ،د نورو معاف کول ، له دښمنانو څخه تېرېده ، د بد په مقابل کښي ښه کول ،
د قهر او غضب ندمت ، مناظره کوونکو او مخـــــــــــــــــــالفینو سره په خبرو او بحث کښي د آدابو لحاظ ساتل ،
د مشرکانو بتـــــــــــــــــــــانو ته بد نه ویل ،

په فیصله کښي عدل او انصاف ، ددښمنانو سره عدل او انصاف ، د صدقې او خیرات نه ورسته په خلکو د احسان بارولو بدي ، د فسق او فجورڅخه کرکه ، د زړه تقویٰ او پاکي ، پاک لمني ، د احسان ديادولو او بارولو
ندمت ، په تګ او ګرځېدو کښي د خپل وقار او متانت ساتل ، په مجلسونو کښي د ښو اخلاقو مراعــــــــــــــــــات

د ضعیفانو ، کمزورو ، او ښځو سره نېکي ، د خاوند اطاعت ، د ماینې د حق پر ځای کول ، د ناحقو قسمونو ندمت ، د چــــــــــــــــــــوغلۍ ،پېغور او د تـــــــــــــــــــــور پوری کولو ممانعت ، د ځان او کالیو پاکي او طهارت ،
د شرمگا هونو پټ ساتل ، سوالگر نه ترټل ، یتیمان نه ځورول ، د خدای د نعمت څرگندول ، غیبت نه کـــــــــــول،
بد گماني نه کول ، په ټولو رحم کـــــــــــــــول ، د ریا او نمایش څخه ډډه کول ، پـــــــور ورکول ، پــــور بخښل ،
د ســــــــــــــــــــــــــود او رشـــــــــــوت ممانعت ، ثـــــــــــــابت فدم اوسېدل ، د استقلال او شجاعت ستاینه
او د جنګ څخه د تېښتي او نامردۍ ندمت ، د شراب او قمار څخه ممانعت ، د وږو مـــــــــــــــــــــــــړول ،

د ظــــــــــــــــاهري او باطني هر ډول بې شرمۍ د خبرو څخه پرهیز کول ، بې غرضه نېکي کول ،
د مال او دولت سره مینه نه کول ، د ظلم څخه منع کول ، د خلګو سره بد مخي نه کول ، د گناه څخه ډډه کول ،
یو بل ته په حق د قایم اوسېدلو توصیه ، په معاملو کښي صداقت او دیانت کول

علامہ سید سلیمان ((ندوی))



ع کريم حليمي
06.01.2010

----------------------إن الله يحب معاليَ الأمور، ويُبغض سفْسافَها‏---------------------------------------
===========بېشکه الله جگ کارونه خوښوي ټیټ کارونه نه خوښوي====================

http://www.islamweb.net/hadith/hadithServices.php?type=2&cid=1519&sid=30002


دائمـــــــــــــــــي جــــــــــــــــــــهاد


ع کريم حليمي
08.01.2010

دائمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي جهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاد !

داخو هغه جهاد دی چه د دیٖ جهاد موقع د هر مسلمان په لاس نه سي ورتللای ، او که چاته ورهم سي نو په عمر کښي ډېره لږه او کله ناکله په سلاس ورځي

مګر د حق په لار کښي دائمي جهاد د هغه جهاد نوم دی چه هر مسلمان ته په هر وخت کښي د دغه جهاد موقع په
لاس ورتللای سي له دېٖ کبله محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم په خپل هر امتي دا خبره فرض کړېده
چه باید هر امتي تل د دین په حمایت ، د دین او علم په اشاعت او خپرونه ، د حق په نصرت ، د غریبانو په مرسته ، د غریبانو په نصرت ، د زېردستانو په امداد ، د بدکارانو په هدایت ، امر بالمعروف، نهي عن المنکر ،
د عدل قیام ، دظلم په ورَکُّوَنَه او د خدای د احکامو په تعمیل کښي تل او هر وخت داسي بوخت و اوسېږي
چه د هغه له ژوندانه د هر حرکت اوسکون څخه یو جهاد جوړ سي او د هغه ټول ژوندون د جهـــــــــــــــــــــــاد
د يوېٖ غیر منقطعي سلسلې شکل غوره کړي

په سورهٔ آل عمران کښي چه د دېٖ مسلسل او دائمي جهاد کوم احکام دي هغه دا آخري آیت دی :

بسم تعالی ، يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَ صابِرُوا وَ رابِطُوا وَ اتَّقُوا اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
اېٖ ایمان دارو ! په مشکلاتو کښي ثابت قدم اوسېږئ ، او په مقابله کښي خپله مضبوط تیا ښکاره کړئ او تل
په کار بوخت اوسېږئ او د خدای څخه بېره وکړئ شاید چه مراد ته ورسېږئ

دا هم هغه محمدي جهاد دی چه د مسلمانانو د کامیابۍ کلی او د فـــــــــــــتحي او کامیابۍ ښکاره نښان دی

له( سِیرةُ النبي صلی الله علیه وسلم )
_________________



ع کريم حليمي
14.04.2010

-----------------------------------اكمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا
--------په مسلمانانو کښي د کامل ایمان خاوند هغه شخص دی چه د هغه اخلاق د ټولو نه ښه وي

په اسلام کښي چه کوم شی د ایمان د کمال معیار ګڼل شوي دي هغه ښه اخلاق دي ، او اخلاق هغه يوازنۍ مېوه ده چه د ایمان درخته په پېژندل کېږي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more