د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

له کوم مسینجر څخه ښی اړیکی نیولی شم؟

عبدالمتین
20.11.2009

سلامونه می قبول کړی ښی ورځی چاری غواړم ټولو لوستونکو اومسلمانو وروڼوته،
ایا له کوم مسینجر څخه کولایشم له مسینجر نه مسینجر ته تلفن وکړم دیاهو مسینجر څخه تیرو ی کار اخیستی اوس دایران مخابرات اجازه نور کوی چی تلفن ورباندی لاړ او راشی نو اوس نفهیږم چی کومی لیاری اړیکی افغانستان کی خپلو دوستانو او قریبانو سره ټینګی کړم ستا سو دجواب په تمه وسلام


د سکایپ څخه ګټه واخلی

ناصر شریفی
20.11.2009

متین وروره تاسی کوښښ وکړی او دا پروګرام وازمایی،کیدای شی ښه نتیجه ورکړی.
http://www.skype.com/intl/en/download/skype/windows/
او یا دغه بل پروګرام د نظره تیر کړی دا هم ډیر ښه پروګرام دی.
http://download.icq.com/download/icq/
خدای پاک دی دایران واکمنانو ته هم ښه لارښوونه وکړی او په سمه لاره دی روان کړی.چی په هر څه یی بندیزونه لږولی دی.
بریالی اوسی.


حمید هڅــاند
23.11.2009

سلامونه مې ومنئ!
عبدالمتین وروه، رښتیا هم په ایران کې داستونزه شته؛دلته زما ایراني انډېوالانوهم همداستونزه درلوده، خو هغوی یوه نوې جعلکاري شروع کړې ده، تاسو یې هم وازمایئ ، انشاالله کار به ورکړي.
http://www.sharedtalk.com/
پاس لینک به کلیک کړې، او هلته به ځان ته اکاونټ جوړ کړې، خپلو انډېوالانو ته هم ووایه چې ځانونو ته اکاونټونه جوړ کړي، له دې وروسته به تاسو وکولی شئ، له خپلوملګرو سره هر چېري چې وي ، اړیکه ونېسئ.
هېره دې نه وي چې پورتنۍ پاڼه د شېرډ ټاک په نوم پاڼه ده ، کارونکي یې دنویو ژبو زده کوونکي دي چې کولی شي ځان ته هلته ملګري پیداکړي او دژبي په زده کړه کې ورسره ورڅخه مرسته واخلي.
په درنښت اومنني


عبدالمتین
26.11.2009

[quote:dc9a689d31="حمید(هڅاند)"]سلامونه مې ومنئ!
عبدالمتین وروه، رښتیا هم په ایران کې داستونزه شته؛دلته زما ایراني انډېوالانوهم همداستونزه درلوده، خو هغوی یوه نوې جعلکاري شروع کړې ده، تاسو یې هم وازمایئ ، انشاالله کار به ورکړي.
http://www.sharedtalk.com/
پاس لینک به کلیک کړې، او هلته به ځان ته اکاونټ جوړ کړې، خپلو انډېوالانو ته هم ووایه چې ځانونو ته اکاونټونه جوړ کړي، له دې وروسته به تاسو وکولی شئ، له خپلوملګرو سره هر چېري چې وي ، اړیکه ونېسئ.
هېره دې نه وي چې پورتنۍ پاڼه د شېرډ ټاک په نوم پاڼه ده ، کارونکي یې دنویو ژبو زده کوونکي دي چې کولی شي ځان ته هلته ملګري پیداکړي او دژبي په زده کړه کې ورسره ورڅخه مرسته واخلي.
په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند[/quote:dc9a689d31] حمید هڅاند حیب ډیره مننه له معلوماتو څخه بښنه غواړم جواب وڅنډیده داغه ماکښته کړ او ایډی هم ورته لرم یعنی جوړه کړی می ده هغه نخلاسوی چی څه ستونزه ده چی ایمیل ورباندی خلاسوم خلاوی خو که چی مسینجر ته راشم نخلاسیژی وسلام


حمید هڅــاند
26.11.2009

عبدالمتین جان سروري ته!
سلامونه؛
ګوره کله چې دي ځان ته اکاونټ جوړ کړ نو دپاڼي ښي لاس ته به وګوري هلته یې voice chat لیکلي دي. همدې وایس چټ ته به ننوزې، ملګري ته هم ووایه چې وایس چټ ته ننوزي، هلته به د ګڼو نورو خلکو دنومونو تر څنګ دده نوم هم لیکلی وي، بس یواځي کلیک ورباندی وکړه او ورسره وغږېږه.
رښتیا؛ یواځي همدلته ورسره غږېدای شې، مسینجر یا یاهومېل ته هیڅ ځه مه، ځکه هلته نشې ورسره غږېدای.
په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


هڅاند صاحب سلامونه قبول کړه!

عبدالمتین
26.11.2009

سلامونه اونیکی هیلی می ومنه ،
هغه کار می هم وکړ خو بیا ایډی هم قبوله کړه اودننه شوم خو هغلته یو جای نکسټ رازی پکی هغه نکسټ چی کلیک کړم نو بیا نقبلوی سر دصفحی کی ایکل شوی اډیو سیټف او بیا بل جای کی اسفیکر سیټف نو که لیژ نوره لار شونه هم راته وکی نو مننه ستا سو ورور عبدالمتین سروری


Re: هڅاند صاحب سلامونه قبول کړه!

حمید هڅــاند
13.12.2009

[quote:fd2230e6b4="عبدالمتین"]سلامونه اونیکی هیلی می ومنه ،
هغه کار می هم وکړ خو بیا ایډی هم قبوله کړه اودننه شوم خو هغلته یو جای نکسټ رازی پکی هغه نکسټ چی کلیک کړم نو بیا نقبلوی سر دصفحی کی ایکل شوی اډیو سیټف او بیا بل جای کی اسفیکر سیټف نو که لیژ نوره لار شونه هم راته وکی نو مننه ستا سو ورور عبدالمتین سروری[/quote:fd2230e6b4]
له عبدالمتین ورور څخه په بښنې سره.
سروري صیب، ډېر کم مې فورم ته سر راښکاره کاوه، نه مې شوای کولی ستا لیکني ته ځواب ورکړم.
ګوره کله چې د اډیو سیټپ درته ولیکي نو خپل میکروفون به چیک کړې، غږ به پکې وکړې او هلته به خپل نوم ورته سپېل کړې، یانې په خپل غږ به په میکروفون کې په زوره ووایې چې (اې بې ډې یو ایل ایل ایم اې ټې اې ایم) چې ستا دنو سپېل دی(abdull matin. له دې وروسته به په بریالیتوب سره دچټ خونې ته ننوزې.

په درنښت
حمیدهڅاند


سلامونه

عبدالمتین
14.12.2009

سلامونه می قبول کړه هڅاند صیب ډیره مننه
هغه کارمی خپله وکړو نو اول وخط کی زما میګروفن هیڅ نوه بند کله می چی میګروفن بند کړ نو چټ خونی ته دننه شوم یوه مړی مننه له معلوماتو څخه مو نو بیا هرځای ته ورباندی وغږیدم او یو زمونګ غریب افغا نستان ته می ونشوای کولای چی خپل ورور او کورنی سره ویس چټ وکړم څکه چی دهغوی انترنیت دافغان بیسیم ده نو هغوی ته می چی کله وویل چی دغو ادرس ته دننه شه هغوی وای دلته فقط دوه بیرغونه رازی اوهیڅ نور شی نراځی نو مننه هڅاند صیب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more