د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پروګرام

larghonay laraway
25.07.2009

يو خو په اوسني دولت كې د بهرنيو او كورنيو ټولنو له خوا بېلابېل پروګرامونه ډېر دي او له بلې خو مونږ ورته حتى نوم هم نه لرو چې اكثره پښتانه هم (برنامه) وايي كه دغه ميراتمړي (پروګرام) ته كوم پښتو نوم پيدا شي ښه به وي.

په پېښور كې به يې هغې ميلمستيا ته هم پروګرام وايه چې ځوانانو به له كوره بهر په حجره كې كوله. (هلكه پروگرام به كووكه سينګه)


عادل عادل
01.08.2009

خوار دې شي هغه څوک چې د خپل قوم اومنل شوو مشرانو سپکه وایي


larghonay laraway
06.08.2009

خوار دې دا ستا غوندې بې عقل شي چې نه موضوع پېژني، نه خپل مشر په سهي معنى پېژني او بې ځايه د غولو د مچ غوندې ټوپونه وهي.
تا كه حتى په كور كې مور او پلار درلودى او مشر او كشر دې پېژندى نو هيچېرې به دې هم بې ځايه خوله نه واى خوځولې خو فكر كوم ته حتى په كور كې هم مشر نه لرې نو په ملي كچه به څه مشر ولرې . ځكه كه څوك په كور كې مشر لري نو هغه د يو چا سره د منطق له مخې سوال او ځواب كوي خو ته په هغې نه پوهېږې بلكې تشې ښكنځلې كوې.
ته بايد لومړى كشر او مشر وپېژنې او بيا په داسې بحثونو كې برخه واخلې.
بې ادبه


عادل عادل
06.08.2009

لارویه

که د ټول افغان د محترمو چلوونکو او بحث فورمونو د درنو مدیرانو سترګې نه وای نو بیا به دې خوښ شوی وای.

تاسو که هر څوک یاست خو د افغاني تاریخ او ویاړونو په ضد مو دومره په لویه پیمانه غول خوړلي چې سارئ نلري، ددې پر ځای چې د ځان د ِغټ ښودلو کوښښ وکړئ ، په خپله خطا باندې ندامت وښیئ او که دا کار نه شئ کولئ او میان تهي غرور مو اجازه نه درکوي نو بیا ستا د افغان شموله سپکو سپورو لپاره د ټول افغان په وزینه پاڼه کې خریدار نشته، بلکه هر یو افغان به مو د خپل ملي او اسلامي احساس له مخې د شیطان په څیر رټي.

ستا د ډول د شهرت موندنې یوه طریقه خو دا هم ده چې ولاړ شې او د کلي په لوی جومات کې مرداري وکړې.

مونږ درته ماشومان بریښو چې په یوه موضوع کې مو په اصل او تاریخ ملنډې وهې او په بل ځای کې بیا بل بحث پیلوې او د سالم برخورد تمه کوې.

خدای دې همداسې خوار او رټلئ لره.


..Ahmadzai
06.08.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

عادل صاحب
وروره كه خفه كيږې نه نو زما دغه دوه خبرې هم واوره.
دغه أحمدشاه خو به يوازې ستا پلار يا بابا نه وي؟
بيا أحمدشاه لاړ ښه أو بد ېې خداى ته معلوم دي خداى دې وبښي.
خو دا څه دې چې دلته شروع كړي دا پرته له إحساساتو بل څه نه دي , د عقل أو أدب څخه لرې دي , لرغونى پريږده چې خپل نفس واخلي, أو خبره هيره كړه شخصي معامله مه ترې جوړه.
هيله ده چې خفه نسې
په درنښت


عادل عادل
07.08.2009

وعلیکم السلام و رحمت الله و برکاته

جلال وروره

په دواړو سترګو


larghonay laraway
08.08.2009

په ډېرې بښنې سره ځكه كيداشي په ژوند كې مې دومره بې ادبه خبرې چېرته هم نه وي ليكلي او اوس چې عادل اړويستم او دغه الفاظ ليكم نو لاسونه مې رېږدي خو د سپكو ناسته پاسته سړى سپكوي او په دې فورم كې له بده مرغه چې زه د عادل په نامه د يو بې شخصيته او بې تربيې انسان سره مخ شوى يم .

يو ځل بيا په ډېره بښنه چې زه دلته د يوې موضوع پر ځاى پر بله بحث كوم خو دا د دې بحث د مسؤولينو كمزوري ده چې د عادل غوندې بې شخصيته سړي ليكنې چې له موضوع سره هيڅ تړاو نه لري پرېږدي يې. ځكه د عادل په خوله كې له غولو پرته بل څه نشته. حتى د ده خوله دومره له غولو ډكه ده چې په هره جمله كې ترې بادېږي .

ما وهاج ساپي ته په شخصي پيغام كې يوه ګيله كړې وه خو هغه نيمه بې ځواب پرېښوده او [color=red:1a7796ac45][size=18:1a7796ac45]عادل دلته د ګرامري موضوع پر ځاى د خپلې خولې ګندګي توى كړې ده چې د بحث له هيڅ قسمه اصولو سره سر نه خوري: [/size:1a7796ac45][/color:1a7796ac45]
زه دلته وهاج ته لېږل شوى هغه شخصي پيغام تاسو ته وړاندې كوم:
السلام عليكم ورحمة الله
وهاج صيب له ډېرې بې انصافۍ مو كار اخيستى دى ځكه چې دا د منطقي بحث فورم دى خو تاسو د دې پر ځاى چې د نورو بې منطقه او تش په ظن ولاړې ليكنې ليرې كړئ نو زما منطقي او پر استدلال ولاړه ليكنه كې مو دومره غير مسلكي لاسوهنې كړي چې ډېر يې ودردولم.
ګرانه احمدشاه ابدالي نه پيغمبر ؤ، نه خو كوم صحابي او نه كوم ديني عالم او شيخ الحديث ؤ بلكې د نادر افشار يو سپاهي ؤ او دا ټولې نړۍ ته پته ده خو ستانه زما دومره تمه نه وه چې له ديني علم سره بيا هم دومره په ظنياتو باندې تكيه وكړې. صافى صيب دا زما تحليل ؤ او پر منطق ولاړ ؤ ځكه پوهاند عبدالحى حبيبي په خپل كتاب (تاريخ مختصر افغانستان دوه سوه شپږ پنځوسم او اووه پنځوسم) مخونو كې دا خبره ليكلې چې (... درينموقع يكنفر درويش، از زاويۀ سپنج خويش برامد و خوشهاى ګندم را از كشتزار نزديك بريد، و بدستار اين شاه جوان نو منتخب بطور سمبول شاهى او نصب كرد، و كان ذالك فى شوال (۱۱۶۰ هـ ۱۷۴۷م). د سازمان مهاجرين مسلمان افغانستان چاپ)
صافى صيب تاسو سره له دې چې يو عاقل، بالغ او عالم انسان يئ نو د شوال په مياشت كې د (يوې نژدې كروندې نه د غنمو راشكول ) يعنې څه؟
د كندهار په كرنيز موسم كې په جوزا كې غنم ريبل كېږي او په رجب يا شوال چې شوال د اكتوبر مياشت ده په كندهار كې هيڅ د غنمو كروندې نه وي.
بله دا چې د پوهاند حبيبي د كتاب په همدې پورته يادو شويو مخونو كې د نورو قومي مشرانو نومونه اخيستل شوي لكه نور محمد خان امير افغان، چې د پاخه عمر ډېرې تجربې او ډېر نفوذ لرونكى شخص ؤ، همدا راز حاجي جمال خان چې د باركزايو مشر ؤ، ورسره احمدخان د كم عمر (پنځه ويشت كلونو څښتن) چې په كندهار كې د ده د قبيلې (سدوزايو) شمېر هم ډېر كم ؤ . نو له همدې كبله نورو پښتنو مشرانو حتى احمدخان د مشرتابه لپاره ياداوه هم نه.
تاسو اوس قضاوت وكړئ چې يو څوك چې په يو ځاى كې نه قومي بنسټ لري، نه هلته د تجربې او عمر ملاتړ لري او بيا يو ملنګ څنګه په هغه ګوته ږدي او زورور قومي مشران يې مني؟
بله دا چې تاسو به د افغاني مؤرخينو په ليكنو كې او د همدې ټول افغان په تېرو بحثونو كې لوستي وي چې د احمدشاه ابدالي په مناقبو كې يې ليكلي چې (يوه ورځ يې نادر افشار ته چلم ډكاوه چې په لاس يې سكروټه پرېوته نو ده لاس هيڅ ونه ښوراوه تر هغې چې سكروټه يې په لاس وځغيده او مړه شوه) د دې لپاره چې نادر افشار ته ځان يو پياوړى سپاهي معرفي كړي.
همدا راز احمد خان په كندهار كې د پښتنو تر منځ ډېرې وړې او غير متمدنې خبرې راپيدا كړې چې غلجي قومونه يې څنډې ته كړل او نور قومونه يې رامخ ته كړل او د دراني په نامه يې يو جعلي قوم جوړ كړ چې اوس هم په كندهار كې د كرزي ورور احمدولي كرزى د غلجي او دراني يا پوپلزي ګوندۍ پالي. حتى په هغه وخت كې يې د لر او بر دراني په نامه قوم جوړ كړ چې له كرښې هاخوا ځينې هغه قومونه چې د ده په ډله كې وو هغه يې هم دراني ونومول. د كندهار احمدشاهي ښار احمدخان په قومي نومونو ياد كړ خو صافى صيب يو نوم به هم په كې د غلجي ونه مومى په داسې حال كې چې تر احمدخان پخوا هلته د هوتكيانو پرتمينه پاچاهي وه.
احمدخان د پښتنو پر ځاى له ايران نه قزلباشيان (شيعه ګان) راوغوښتل او په دربار كې يې مقرر كړل. په داسې حال كې چې پښتانه هلته ټول له څرمې بې سواده نه وو خو ده نه غوښتل. د همغې شومې نظريې لړۍ تر اوسه روانه ده چې د پښتنو تر منځ د غلجي او دراني په نومونو كينې او تعصبونه شتون لري او رښتيا دې ته مو هم پام وي چې كرزى صيب شيخ محسيني ته كاكا وايي او دا همغه زړه خيښي پالل دي.
احمد خان اته وارې په ډهلي يرغلونه كړي خو نه به يې هلته د اسلامي بنسټونو كومه نښه راپه ګوته كړې او نه د تمدن. بې له دې چې هر تاريخ دان ليكلي چې په هر وار يې (دومره) مال او شتمني ترلاسه كړه. هغه كومې نښې چې په هندوستان كې دي هغه د لودي پښتنو دي چې د احمدخان له ډلې نه وو. احمد خان په اته وارې يرغلونو د مغوليانو غوندې يو تاج محل څه چې د هغه په سلمه برخه يې هم څه نه دي كړي او هيڅ د تمدن يا اسلام كومه نښه يې هلته نه ده جوړه كړې چې مونږ پرې ووياړو!
نو صافى صيب تاسو په ايمان ووايئ چې زما خبرې همدومره بې منطقه وې چې تاسو د نورو كنځلې پرېښي دي او زما ليكنه مو لنډۍ بوچۍ كړې ده؟
زما اعتراض په احمدخان نه دى بلكې زما اعتراض په هغو ليكوالو او تاريخ پوهانو دى چې د دغې جرګې او غنمو وږي لپاره په تشو افواهاتو تكيه كوي او هيڅ كوم كره دليل نه راوړي. دا چې تاسو ليكلي چې د افغانانو تاريخ دومره دقيق نه دى ليكل شوى نو ايا ډېره ضروري خبره ده چې مونږ دې غير دقيق تاريخ ومنو؟
صافى صيب حشيش مسكر دي او مسكر حرام دي او كه ته د افغانستان د تاريخ پوهانو غنم منې نو د هغوى ليكل شوي مناقب به هم منې او احمدخان چې نادر افشار ته چلم ډكاوه نو دا په ګوناه كې له يو چا سره مرسته ده او زمونږ په فقهي قانون كې دا (اشدمجازات) ده .
ګرانه په خپلو افواهي دلايلو دې يو ځل بيا غور وكړه. غوسه مه كوه بلكې د يو سپيڅلي مسلمان په خاطر او د يو مؤحد په څېر زما په ليكنه غور وكړه او بيا خامخا راته ځواب راكړه.
پوهنوال محمد عمر روند مياخيل په خپل كتاب (د پښتنو قبيلو شجرې او مينې) په (۲۰۵) مخ كې ليكي : اڅكزي په باركزو كې د نورالدين له څانګې څخه دي، دوى د ابدالي احمدشاه له خوا له باركزو څخه بيل او په ځانګړي شجره كې شامل شول، دا هم د احمدشاه بابا يو سياسي چال او غرض ؤ چې د باركزو د قدرت په تقسيم كې يې عملي بڼه وركړه.

بله دا چې يا دا ټول بحث ړنګ كړه او يا غير مسلكي لاسوهنې مه كوه ځكه زه پوهېږم چې دا ستا ګوناه نه ده ځكه تاسو يو عالم يئ خو يو ژورناليست نه يئ او د يو چا ليكنه ايډيټ كول يو ژورناليستيك كار دى. ما كولى شول چې ستاسو پر خلاف مې په همدې فورم كې خپل غبرګون څرګند كړى واى خو زه تاسو ته د يو مؤحد او ريښتوني عالم په سترګه ګورم او درناوى درته لرم ځكه چې تاسو د مدينې منورې په جامعه كې درس وايئ او زه د يو مسلمان په توګه د يوې موضوع سره خپل غبرګون ښيم. دې افواهاتو او د مكې د پخوانيو مشركينو دلايلو پسې نه ګرځم چې (پلار مې داسې ؤ، نيكه مې داسې تورزن ؤ او ..
زه په واقعيتونو پسې ګرځم او كومه خبره چې راته واقعيت ونه بريښي په هغې كې بيا منافقانه چلند نه كوم چې ستميان به څه وايي؟ پاړسيوانان به څه وايي او نور.. بلكې وايم چې يو ويښ او با ضميره وجدان بايد څه ووايي.
له دې هرڅه سره سره په منطق باور لرم او كه چېرته زما ليكنه د مسؤولينو له منطق سره سمه نه وي او ړنګه يې كړي نو هيڅ پرې نه خپه كېږم خو يوه ليكنه داسې ګونګه او لنډۍ بوچۍ كول راته يو وچ او ظالمانه سانسور ښكاري چې ډېر مې ځوروي.
كه په بحث كې يوې داسې نتيجې ته ورسېږم چې زما خبرې كمزورې وي بيا هم له بې ځايه دريځ نيونې سره مينه نه لرم او د بل ورور منطقي خبرې ته غاړه ږدم خو كله چې زما د ليكنې ځوابونه د ښځو غوندې تاوېلې ماوېلې وي يا ښكنځلې او ښيراوې وي نو دا د مسؤولينو كمزوري ګڼم چې اجازه وركوي.
په پاى كې ډاډ دركووم چې اسلام، ملت، ملي ګټو او اخلاقي معيارونو ته په بشپړه توګه درناوى لرم . خو يوه خبره درته كوم او هغه دا ده چې ځينې خلك د ټول افغان پرمختګ او ورځ په ورځ ستريدل نشي زغملاى نو له همدې كبله ځينې داسې ګډې وډې او بې ادبه خبرې كوي چې هغه بايد دوى يوازې په خپله چرګۍ وكړي نه په ټول افغان كې. ځكه دا له ټول افغان نه د خلكو زړونه بدوي. دا منطقي او پر دليل ولاړ فورم دى.
ستاسو لرغونى لاروى


و.افغان
08.08.2009

[quote:3b3d989bfa="larghonay laraway"]

ما وهاج ساپي ته په شخصي پيغام كې يوه ګيله كړې وه خو هغه نيمه بې ځواب پرېښوده او [color=red:3b3d989bfa][size=18:3b3d989bfa]عادل دلته د ګرامري موضوع پر ځاى د خپلې خولې ګندګي توى كړې ده چې د بحث له هيڅ قسمه اصولو سره سر نه خوري: [/size:3b3d989bfa][/color:3b3d989bfa]
زه دلته وهاج ته لېږل شوى هغه شخصي پيغام تاسو ته وړاندې كوم:
السلام عليكم ورحمة الله
وهاج صيب له ډېرې بې انصافۍ مو كار اخيستى دى ځكه چې دا د منطقي بحث فورم دى خو تاسو د دې پر ځاى چې د نورو بې منطقه او تش په ظن ولاړې ليكنې ليرې كړئ نو زما منطقي او پر استدلال ولاړه ليكنه كې مو دومره غير مسلكي لاسوهنې كړي چې ډېر يې ودردولم.

[/quote:3b3d989bfa]

دښاغلي لاروي په شمول ټولو دوستانو ته سلامونه او نیکې هيلي:
ښاغلی لاروی صاحب:
لومړۍ خو دا چې ستاسو پيغام تر ما نه دی رارسیدلې، ما تاسو ته پيغام هم درولیږه،
چې ستاسو لومړنۍ پيغام تر ما نه دې رارسيدلی، تاسو زما په ځواب کې بیرته ځما
خپل پيغام بیرته ماته راولیږه.
په هر صورت، تاسو خبره دلته مطرح کړه دلته ځواب درکوم.
دټولو وروڼو له لیکنو څخه ما هغه جملې لرې کړې، چې شخصا په تاسو باندې په
کې تیرې شوې وو.
زه به ژورنالیست نه یم، او نه به یې په اصولو پوهیږم، خو څه تصرف چې مې کړی
دی، په ټول افغان کې دثبتېدنې دشروطو مطابق مې ترسره کړی دی، چې په خوږې
آسانې پښتو ژبې ډیر په وضاحت ليکل شوي دي:

[quote:3b3d989bfa]

د دې څانګې څارونکي او چلوونکي زيار باسي چې په شکمنو ليکنو کې سمون راولي او رغنده لاسوهنه په کې وکړي، يا يې هم بېخي له پاڼې څخه ړنګې کړي، خو د هر ځانګړي پيغام ازمېيل ستونزمن دي، تاسې په خپله خوښه د دې پاڼې تګلاره منئ او دغه شرط ته هم غاړه ږدئ چې هره ليکنه يوازې د ليکوال خپل ځاني نظر څرګندوي. د دې څانګې څارونکي او چلوونکي يوازې د خپلو ليکنو مسووليت پر غاړه لري. تاسو دا مسووليت لرئ چې د اسلام په ضد له هر ډول ليکنو څخه ډډه وکړئ ، ګواښوونکې، توهينوونکې، ناوړې، جګړه پاروونکې او نورې لانجمنې ليکنې په دې پاڼه کې خوندي نه کړئ. له دغو کړنلارو او تګلارو څخه سرغړونه ستاسو د سملاسي مخنيوي يا له پاڼې څخه د ليرې کولو لامل ګرځي.
[/quote:3b3d989bfa]

بخښنه غواړم، ستاسو لیکنه هم توهينوونکې وه، هم په کې ناوړه الفاظ وو، هم
لانجمنه وه، او هم جګړه پاروونکې وه، له دې امله ما ځانته دا حق ورکړ، چې
لاسوهنه په کې وکړم، ستاسو لیکنه ما په خپل پيغام خونه کې له ځان سره خوندي
کړيده، که چیرته زه په خپلې فیصلې کې خطاوتې اوسم، او په دې اړه قناعت راکړل
شي، نو تيار يم چې بیرته يې هماغسې په لیکه کړم.

[quote:3b3d989bfa]ګرانه احمدشاه ابدالي نه پيغمبر ؤ، نه خو كوم صحابي او نه كوم ديني عالم او شيخ الحديث ؤ بلكې د نادر افشار يو سپاهي ؤ او دا ټولې نړۍ ته پته ده خو ستانه زما دومره تمه نه وه چې له ديني علم سره بيا هم دومره په ظنياتو باندې تكيه وكړې. [/quote:3b3d989bfa]

مونږ نه دپيغمبر مقام ورکړی دی، نه دکوم صحابي، نه دکوم دينی عالم، او نه
دشيخ الحدیث، البته له پيغمبر پرته دا ټول نور دتنقید لاندې راتلای شي، خو په
ادبي الفاظو، نه په ناوړه الفاظو.
احمد شاه بابا ته خلک داوسني افغانستان دمؤسس او پلار په سترګه ګوري، که
نورې ټولې خبرې درواغ هم شي، نو دا خبره درواغ نه ده، او همدا سبب دی، چې
چې دهغه سپکاوۍ هيڅ يوافغان نشي زغملی.

[quote:3b3d989bfa]صافى صيب دا زما تحليل ؤ او پر منطق ولاړ ؤ ځكه پوهاند عبدالحى حبيبي په خپل كتاب (تاريخ مختصر افغانستان دوه سوه شپږ پنځوسم او اووه پنځوسم) مخونو كې دا خبره ليكلې چې (... درينموقع يكنفر درويش، از زاويۀ سپنج خويش برامد و خوشهاى ګندم را از كشتزار نزديك بريد، و بدستار اين شاه جوان نو منتخب بطور سمبول شاهى او نصب كرد، و كان ذالك فى شوال (۱۱۶۰ هـ ۱۷۴۷م). د سازمان مهاجرين مسلمان افغانستان چاپ)
صافى صيب تاسو سره له دې چې يو عاقل، بالغ او عالم انسان يئ نو د شوال په مياشت كې د (يوې نژدې كروندې نه د غنمو راشكول ) يعنې څه؟
د كندهار په كرنيز موسم كې په جوزا كې غنم ريبل كېږي او په رجب يا شوال چې شوال د اكتوبر مياشت ده په كندهار كې هيڅ د غنمو كروندې نه وي. [/quote:3b3d989bfa]

لرغونی صاحب:
دلته خبره او دلیل دواړه معقول دي، خو يوه پوښتنه لرم، چې آیا داکتوبر میاشت
يادول ستاسو نوښت دی، چې هجري مو په میلادي اړولی دی، او که دغه مؤرخ
شوال میاشت یاده کړی ده، بيا په اکتوبر تصريح کړیده؟؟

مؤرخ صاحب راته ملا معلوميږي، په افغانستان کې شمسي تاريخ له ډیره
پخوا رواج دی، چې دميلادي په شان یې دپسرلي، اوړي، مني، او ژمي مياشتې
نه بدلیږي.

فکر کوم چې ملا صاحب سره به يا شمسي تاريخ وو، یا ميلادې، بیچاره خپل
کوښښ کړیدې چې هجري يې راوباسي، نو په حساب کې به غلط شوی وي، لکه
ډير خلک چې په دغه بدلونه کې غلطيږي.
په هر حال نور وجوهات هم امکان لري.

[quote:3b3d989bfa]
بله دا چې د پوهاند حبيبي د كتاب په همدې پورته يادو شويو مخونو كې د نورو قومي مشرانو نومونه اخيستل شوي لكه نور محمد خان امير افغان، چې د پاخه عمر ډېرې تجربې او ډېر نفوذ لرونكى شخص ؤ، همدا راز حاجي جمال خان چې د باركزايو مشر ؤ، ورسره احمدخان د كم عمر (پنځه ويشت كلونو څښتن) چې په كندهار كې د ده د قبيلې (سدوزايو) شمېر هم ډېر كم ؤ . نو له همدې كبله نورو پښتنو مشرانو حتى احمدخان د مشرتابه لپاره ياداوه هم نه.

تاسو اوس قضاوت وكړئ چې يو څوك چې په يو ځاى كې نه قومي بنسټ لري، نه هلته د تجربې او عمر ملاتړ لري او بيا يو ملنګ څنګه په هغه ګوته ږدي او زورور قومي مشران يې مني؟ [/quote:3b3d989bfa]

دا ظني دليل دی، ظني تحليل دی، دصحت او عدم صحت دواړو احتمال لري،
زه به یې ځواب هم ظني درکړم:
کيدای شي، چې څه نور اسباب موجود وو، چې هغو داحمد شاه بابا انتخاب
ته لاره هواره کړه.

[quote:3b3d989bfa]بله دا چې تاسو به د افغاني مؤرخينو په ليكنو كې او د همدې ټول افغان په تېرو بحثونو كې لوستي وي چې د احمدشاه ابدالي په مناقبو كې يې ليكلي چې (يوه ورځ يې نادر افشار ته چلم ډكاوه چې په لاس يې سكروټه پرېوته نو ده لاس هيڅ ونه ښوراوه تر هغې چې سكروټه يې په لاس وځغيده او مړه شوه) د دې لپاره چې نادر افشار ته ځان يو پياوړى سپاهي معرفي كړي. [/quote:3b3d989bfa]

احمد شاه بابا به نادر افشار سره یو ځای پاتې شوی وي، خو دا چې ده يو ملي فکر
لاره، ديو مستقل آزاد افغانستان په لټه کې وو، او بالفعل يې داسې يو وطن
رامنځ ته کړ، دافغان دښمن نادر افشار څخه استفاده وکړه، دا کار دهغه په ذکاوت
او سياسي هوښيارتيا دلالت کوي.

[quote:3b3d989bfa]
همدا راز احمد خان په كندهار كې د پښتنو تر منځ ډېرې وړې او غير متمدنې خبرې راپيدا كړې چې غلجي قومونه يې څنډې ته كړل او نور قومونه يې رامخ ته كړل او د دراني په نامه يې يو جعلي قوم جوړ كړ چې اوس هم په كندهار كې د كرزي ورور احمدولي كرزى د غلجي او دراني يا پوپلزي ګوندۍ پالي. حتى په هغه وخت كې يې د لر او بر دراني په نامه قوم جوړ كړ چې له كرښې هاخوا ځينې هغه قومونه چې د ده په ډله كې وو هغه يې هم دراني ونومول. د كندهار احمدشاهي ښار احمدخان په قومي نومونو ياد كړ خو صافى صيب يو نوم به هم په كې د غلجي ونه مومى په داسې حال كې چې تر احمدخان پخوا هلته د هوتكيانو پرتمينه پاچاهي وه. [/quote:3b3d989bfa]

آیا تاسو په خپلې پاروونکې لیکنې يو وار بيا دفتنې اور ته پوکۍ نه وهئ؟؟
پکار داده ، چې دغه اور نور مړ شي، په دې نه مړ کیږي، چې ته په احمد شاه پسې
لګيا شئ، ددنيا ټولو پاچاهانو دخپلې پاچاهۍ دتقويه کولو لپاره داسې
کارونه کړيدي، او احمد شاه ددغو پاچاهانو له جملې څخه يو پاچا دی، داوسني
افغانستان پلار دی.

که ته رښتيا دافغانانو تر منځ دتربګنیو او تعصبونو ختمول غواړې، نو په دی
هر څه خاورې واړوه، او خلک وحدت ته دعوت وکړه، داسلامي مبارک دين په
اساس ورته ووایه چې: دعوها فانها منتة.
ژباړه: پریږدئ داتعصب ځکه چې بويناک دی.
یاأیها الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی وجعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفوا
دا قبيلې دتعارف لپاره دي، دا تعصب نور پريږدئ، کار اهل کار ته وسپارئ.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم داوس او خزرج څلويښت کلنې جګړې ته دپاي ټکې
کيښود ، او ددغو قبيلو هيڅ يو تن ته يې اجازه نه ورکوله،چې هغه پخوانۍ
دتعصب، او په يو بل دځان اوچت بللو اشعار تکرار کړي، ددی لپاره چې هغه مړ
اور بيا راتازه نشي.

خو تاسو لرغونی صاحب مړه اورونه راتازه کوئ، دوژلو کوښښ يې نه کوئ.

[quote:3b3d989bfa]احمدخان د پښتنو پر ځاى له ايران نه قزلباشيان (شيعه ګان) راوغوښتل او په دربار كې يې مقرر كړل. په داسې حال كې چې پښتانه هلته ټول له څرمې بې سواده نه وو خو ده نه غوښتل. د همغې شومې نظريې لړۍ تر اوسه روانه ده چې د پښتنو تر منځ د غلجي او دراني په نومونو كينې او تعصبونه شتون لري او رښتيا دې ته مو هم پام وي چې كرزى صيب شيخ محسيني ته كاكا وايي او دا همغه زړه خيښي پالل دي.
احمد خان اته وارې په ډهلي يرغلونه كړي خو نه به يې هلته د اسلامي بنسټونو كومه نښه راپه ګوته كړې او نه د تمدن. بې له دې چې هر تاريخ دان ليكلي چې په هر وار يې (دومره) مال او شتمني ترلاسه كړه. هغه كومې نښې چې په هندوستان كې دي هغه د لودي پښتنو دي چې د احمدخان له ډلې نه وو. احمد خان په اته وارې يرغلونو د مغوليانو غوندې يو تاج محل څه چې د هغه په سلمه برخه يې هم څه نه دي كړي او هيڅ د تمدن يا اسلام كومه نښه يې هلته نه ده جوړه كړې چې مونږ پرې ووياړو!
نو صافى صيب تاسو په ايمان ووايئ چې زما خبرې همدومره بې منطقه وې چې تاسو د نورو كنځلې پرېښي دي او زما ليكنه مو لنډۍ بوچۍ كړې ده؟
زما اعتراض په احمدخان نه دى بلكې زما اعتراض په هغو ليكوالو او تاريخ پوهانو دى چې د دغې جرګې او غنمو وږي لپاره په تشو افواهاتو تكيه كوي او هيڅ كوم كره دليل نه راوړي. دا چې تاسو ليكلي چې د افغانانو تاريخ دومره دقيق نه دى ليكل شوى نو ايا ډېره ضروري خبره ده چې مونږ دې غير دقيق تاريخ ومنو؟ [/quote:3b3d989bfa]

دا خبره مو منم، چې افغانانو علمي نهضت نه دی رامنځ ته کړې، که مونږ څومره
ځان پورته پورته کړو، نو اوسنۍ حال مو ددې ښودنه کوي، چې مونږ علمي نهضت
نه لرو، او نه مو لرلې دی.

کيدای شي همدا سبب وو چې احمد شاه بابا له قزلباشیانو دکاتبانو په توګه کار
آخيست، دافغانانو دجهل مسئولين له احمد شاه نیولې تر کرزي پورې ټول پاچاهان
دي، په هغو خبرو ژړا اوس ګټه نه کوي، راځئ چې ځان وګورو مونږ څه کړي؟
دا ځمونږ دټولو وظيفه ده، هر کله چې خلک خپله ګټه او فايده وپيژني، نو ضرور
مشران ديته اړ کوي، چې دهغوي لپاره دزده کړې او علم زمينه مساعده کړي،
زمونږ دپښتنو ظالمونو دودونو دزده کړو په مخنيونه کې ژور رول لوبولی دی.

خو پاته دی نه وي، چې له کرزي څخه باید ددغه تعصب پالنې ګيله ونشي، کرزی
دښکيلاګ په موجوديت کې ديوه ګوډاګي دولت رئيس جمهور دی، عالم دین نه دی،
تر تعصب پالنې يې ډیر نور داسې ضرري کارونه تر سره کړل، چې دافغان ولس
ژوند او بقا يې له خطر سره مخامخ کړه.
خو افسوس چې پرون مولايانو، دالله جل جلاله ددين عالمانو دغه دسدوزیو او
غلځيو تعصب په کندهار کې سره پاله، او داسلام لوړ پرتمين احکام او سپيڅلي
ارشادات يې تر پښو لاندې کول.
که جاهل تعصب وکړي، خو جاهل دی، ملا ولې تعصب وکړي؟؟!!، ولې دتعصب
اور ته لمن ووهي؟؟

[quote:3b3d989bfa]صافى صيب حشيش مسكر دي او مسكر حرام دي او كه ته د افغانستان د تاريخ پوهانو غنم منې نو د هغوى ليكل شوي مناقب به هم منې او احمدخان چې نادر افشار ته چلم ډكاوه نو دا په ګوناه كې له يو چا سره مرسته ده او زمونږ په فقهي قانون كې دا (اشدمجازات) ده .
ګرانه په خپلو افواهي دلايلو دې يو ځل بيا غور وكړه. غوسه مه كوه بلكې د يو سپيڅلي مسلمان په خاطر او د يو مؤحد په څېر زما په ليكنه غور وكړه او بيا خامخا راته ځواب راكړه. [/quote:3b3d989bfa]

داسې فيصلې او حکمونه په قضا کې کيږي، نه په تاريخ کې،
قضا کې پرې دشرعي ثبوتونو له مخې ثابتيږي، بيا به مجازات کیږي.
په تاريخ کې ددغو حادثو يادونه يواځې دتاريخ لپاره کيږي، نه دفيصلې او حکمونو
لپاره، هغه اوس الله جل جلاله ته تللی دی، او هغه به ور سره حساب کوي، ته څه
خبر يې چې واقعا دغه کار شوی دی، او که دهغو دروغو په قتار کې راځي، چې
ډیرې مؤرخين پرې دپاچاهانو په اړوند لیکنو کې اخته دي.
که چیرته واقعا داسې کار هم شوی وي، نو مونږ څه خبر، کيدای شي له دی کار څخه
يې توبه ويستلې وي، دا دهغه او دهغه درب تر منځ معامله ده، مونږ په کې هيڅ کار
نشو لرلی.

[quote:3b3d989bfa]پوهنوال محمد عمر روند مياخيل په خپل كتاب (د پښتنو قبيلو شجرې او مينې) په (۲۰۵) مخ كې ليكي : اڅكزي په باركزو كې د نورالدين له څانګې څخه دي، دوى د ابدالي احمدشاه له خوا له باركزو څخه بيل او په ځانګړي شجره كې شامل شول، دا هم د احمدشاه بابا يو سياسي چال او غرض ؤ چې د باركزو د قدرت په تقسيم كې يې عملي بڼه وركړه. [/quote:3b3d989bfa]

دا چمونه ځانته ده نه دي کړي، ددنيا ټول پاچاهان دا کارونه ترسره کوي، او تر سره
کړي دي، دغه رنګ سياسي چالونه دسياسي پوهي معنا ورکوي، ديوه ملک پاچا
هيڅکله داسې ځواک ته اجازه نه ورکوي، چې دده پاچاهۍ ته خطر جوړيږي.
تاسو مهربانۍ وکړئ، داحمد شاه بابا کارونه په اوسنۍ نوو او مډرنو ديموکراتيکو
قوانينو مه تلئ.

[quote:3b3d989bfa]زه په واقعيتونو پسې ګرځم او كومه خبره چې راته واقعيت ونه بريښي په هغې كې بيا منافقانه چلند نه كوم چې ستميان به څه وايي؟ پاړسيوانان به څه وايي او نور.. بلكې وايم چې يو ويښ او با ضميره وجدان بايد څه ووايي.
له دې هرڅه سره سره په منطق باور لرم او كه چېرته زما ليكنه د مسؤولينو له منطق سره سمه نه وي او ړنګه يې كړي نو هيڅ پرې نه خپه كېږم خو يوه ليكنه داسې ګونګه او لنډۍ بوچۍ كول راته يو وچ او ظالمانه سانسور ښكاري چې ډېر مې ځوروي.
كه په بحث كې يوې داسې نتيجې ته ورسېږم چې زما خبرې كمزورې وي بيا هم له بې ځايه دريځ نيونې سره مينه نه لرم او د بل ورور منطقي خبرې ته غاړه ږدم خو كله چې زما د ليكنې ځوابونه د ښځو غوندې تاوېلې ماوېلې وي يا ښكنځلې او ښيراوې وي نو دا د مسؤولينو كمزوري ګڼم چې اجازه وركوي.
په پاى كې ډاډ دركووم چې اسلام، ملت، ملي ګټو او اخلاقي معيارونو ته په بشپړه توګه درناوى لرم . خو يوه خبره درته كوم او هغه دا ده چې ځينې خلك د ټول افغان پرمختګ او ورځ په ورځ ستريدل نشي زغملاى نو له همدې كبله ځينې داسې ګډې وډې او بې ادبه خبرې كوي چې هغه بايد دوى يوازې په خپله چرګۍ وكړي نه په ټول افغان كې. ځكه دا له ټول افغان نه د خلكو زړونه بدوي. دا منطقي او پر دليل ولاړ فورم دى.
ستاسو لرغونى لاروى[/quote:3b3d989bfa]

وروره دا منافقانه چلند نه دی، بلکه حکمت دی، دتعصب وژل دي، دفتنې
وژل دي، تاسو باید مړه اورونه راژوندې نه کړئ، بلکه په پاتو پڅرکو یې يخې
اوبه واړوۍ، چې بيخي آثار يې ختم شي.

زه به هيچا ته اجازه ورنکړم، چې ستاسو يا دبل دروند ليکوال سپکاوئ وکړي،
وار له مخه به یې لیکنه ړنګوم، که تاسو چیرته په مخکینۍ سکالو نظر واچوۍ،
نو تاسو ته متوجه ښکنځلې ټولې ړنګې شوي دي.

په درنښت


رښتینی
08.08.2009

یارانو دوستانو دهر پروګرام له پاره خپل خپل ځای وی
داخو دپښتو سپیرلټی دادب پروګرام له پاره خاص کړل شوی
ځای دی تاسوڅه راخیستی دی

هاااغه پټ ځایی یی ښه نه و؟؟؟


عادل عادل
08.08.2009

سلامونه

لارویه !

په نن وخت کې چې ګران وطن افغانستان مو د بې دریغه ناولو او پردیو د نظامي، تاریخي او کلتوري یرغلونو او بدنیته لاسوهنو ډګر ګرزیدلئ، او نظامي یرغل یې که هر څومره ظاهرا غټه بڼه لري خو د نوموړو نادودو یوه وړه او ناچیزه خو ټاکونکې جبهه تشکیلوي، د غربي ښکیلاک ډیرې لویې او تباه کوونکې پټې جبهې شته چې د افغانانو د انساني تلفاتو په پرتله ډیرې لویې او نه جبرانیدونکې خسارې واردوي چې اکثرا عام ولس ته اصلا محسوسې نه دي او ددې پر ځای چې پرې وژاړي، بدرګه کوي یې، د ژوند تګلاره یې ګرزوي، خپل منطق پرې تړي او داسې نور چې بیانولو ته یې ضرورت نشته.

په داسې شرایطو کې ستاسو د ډول اکتشافات کټ مټ د پورتنیو افغان ضد ناولو لاسونو د دسیسو او ناولو نیتونو سره په پوره موازاتو کې دي. ستاسو احساس به کیدای شي چې پاک وي خو انګیزه یې هماغه د فرهنګي یرغلګرو د لاس کره ده چې ستا په منطقي ماغزو کې یې پیچکاري کړې ده.

دا په یاد وساته چې په داسې شرایطو کې هیڅوک ستاسو نیت ته سپیڅلئ نه شي ویلئ، که یې وايي هغه به هم ستا د منحرفې لارې غولیدلي لارویان وي.

لږ په سد راشه او د خپلې مهربانئ له مخې په خپل خدای درکړي منطق د سره غور وکړه، او ددې پر ځای چې د افغانانو په منځ کې د نفاق تخم وکرې، افغانان وحدت ته راوبوله، او د خپلواک افغانستان د لاسته راوړلو په لار کې جدوجهد وکړه .

هیچا هم خدای نخواسته ستاسو توهین نه دئ کړئ بلکه ستاسو د نظر او تازه انکشافاتو په رد کې یې د بیان د ازادئ د شعار په رڼا او معاناتو کې خپل نظر او غبرګون ښودلئ دئ چې ستاسو په شان روڼ اندي ته نه ښايي چې پرې اور واخلئ او ځان مو خدای مکړه سپک احساس کړئ.

تر ټولو غټه تیروتنه مو بیا داده چې هر څه په ژورنالستیکو معیارونو سره تلئ، په یاد ولره چې ټوله پوهه او علم په ژونالیزم کې نه دئ نغښتئ پدې اساس زه او ته د وهاج صیب په پرتله په لږ توپیر سره په مطلقو بیسوادانو کې حساب یو.


larghonay laraway
09.08.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!
يو ځل بيا بښنه غواړم چې د ګرامر په برخه كې په دې موضوع څه ليكم خو خوشحاله په دې يم چې دا ځل د پټو سترګو قضاوت پر ځاى منطق ته مخه شوې ده چې دا په اصل كې د دې فورم بنسټيز اصل دى.
ساپى صيب له دې به تېر شو چې پيغام درته رسيدلى او كنه خو مننه چې خپل دلايل دې ليكلي . ښاغليه له ګيلو او زياتي خبرو به تېر شو تاسو تر ژورناليستانو هم ښه پوهېږئ خو خبره همدومره ده چې كه چېرته كومه موضوع دومره ايډيټ ته اړتيا لري چې منځپانګه يې بېخي له منځه ځي نو بيا ښه دا ده چې ټوله ړنګه شي ځكه پر هغې بيا بحث نه كېږي. اوس اصلي موضوع ته راځو تاسو ليكلي:

[quote:ed29557196]مونږ (احمدخان ته) نه دپيغمبر مقام ورکړی دی، نه دکوم صحابي، نه دکوم دينی عالم، او نه دشيخ الحدیث، البته له پيغمبر پرته دا ټول نور دتنقید لاندې راتلای شي. [/quote:ed29557196]

بيا نو ولې په بحث فورم كې د ده په اړه بحث كول نه غواړئ. كه بحث په ناوړه الفاظو وي نو همغه دې ړنګ شي يا دې ليكونكي ته ګوتنيونه وشي چې ولې يې ناوړه الفاظ كارولي نو تاسو خو د ده په اړه هيڅ بحث كولو ته نه وئ چمتو خو اوس ښه شو چې خپل دلايل دې ليكلي چې دا ستاسو په پوهه، علم او روڼ ضمير دلالت كوي ځكه كه هرڅو د نورو په څېر ووايئ چې د ده په اړه بايد هيڅ ونه ويل شي خو بيا هم خپل منطق درڅخه ويل كېږي خداى دې نورو ته هم ستاسو په څېر روڼ ضمير وركړي چې د منطق پر ځاى له خپلې خولې د عادل غوندې څه ونه ليكي.

ما ليكلي وو چې : پوهاند عبدالحى حبيبي په خپل كتاب (تاريخ مختصر افغانستان دوه سوه شپږ پنځوسم او اووه پنځوسم) مخونو كې دا خبره ليكلې چې (... درينموقع يكنفر درويش، از زاويۀ سپنج خويش برامد و خوشهاى ګندم را از كشتزار نزديك بريد، و بدستار اين شاه جوان نو منتخب بطور سمبول شاهى او نصب كرد، و كان ذالك فى شوال (۱۱۶۰ هـ ۱۷۴۷م). د سازمان مهاجرين مسلمان افغانستان چاپ) چې ساپي صيب يې په اړه ليكلي :

[quote:ed29557196]لرغونی صاحب:
دلته خبره او دلیل دواړه معقول دي، خو يوه پوښتنه لرم، چې آیا داکتوبر میاشت
يادول ستاسو نوښت دی، چې هجري مو په میلادي اړولی دی، او که دغه مؤرخ
شوال میاشت یاده کړی ده، بيا په اکتوبر تصريح کړیده؟؟ [/quote:ed29557196]

مؤرخ په خپله دغه نيټه په قمري او ميلادي نيټو ليكلې ده نو دلته د سوال ځاى نشته. او په دې اړه يوازې ده نه بلكې استاد بېنوا د (غنم وږي) په نامه كتاب ليكلى چې وروسته بيا همدغه مؤرخان په شك كې لويدلي چې څوك اوربشې ليكي او څوك غنم خو په كندهار كې زما عمر تېر شو باور وكړه ساپى صيب چې حتى په اوسني پرمختللي زراعت كې هم په دغه موسم كې نه غنم وي او نه اربشې ځكه د كندهار ډېره سوزوونكې ګرمي ده.
ساپى صيب ليكي:
[quote:ed29557196]مؤرخ صاحب راته ملا معلوميږي، په افغانستان کې شمسي تاريخ له ډیره
پخوا رواج دی، چې دميلادي په شان یې دپسرلي، اوړي، مني، او ژمي مياشتې
نه بدلیږي. [/quote:ed29557196]
ساپى صيب: مؤرخ ارواښاد پوهاند حبيبي دى چې ديني زده كړې يې هم كړي خو ورسره د پوهنتون استاد، د اكيډمۍ غړى او تاريخ ليكونكى دى.
ساپى صيب د پورتنۍ خبرې په اړه لاندې ليكي:
[quote:ed29557196]فکر کوم چې ملا صاحب سره به يا شمسي تاريخ وو، یا ميلادې، بیچاره خپل کوښښ کړیدې چې هجري يې راوباسي، نو په حساب کې به غلط شوی وي، لکه ډير خلک چې په دغه بدلونه کې غلطيږي. [/quote:ed29557196]
ساپى صيب : ارواښاد حبيبي په نيټو بدلونه كې دومره پياوړى دى چې حتى هغه يوه قاعده جوړه كړې چې شمسي، قمري او ميلادي په ډېره اسانه يوه پر بله اړوي او هغه كوم اخوند ملا نه ؤ بلكې په دې اړه ډېر پياوړى ؤ او دا خبره يوازې پوهاند حبيبي نه ده ليكلې بلكې د افغانستان پښتانه او پاړسيوان تاريخ ليكونكو ليكلې ده . ارواښاد كهزاد ليكلې، غبار ليكلې او په نورو ليكنو كې په لسګونو ليكوالو راغبرګه كړې خو هيڅ تدقيق يې نه دى كړى او يوازې په شعاري بڼه يې كړې ده. نو په دې كې د كيداى شي او ظن ځاى نشته خو خبره له بېخه خرابه ده چې هيڅ ډول سمون نه مني بلكې د غنمو او صابرشاه منجاور او زيارتونو دغه خبرې اټكلي دي او له واقعته ليرې دي.
ما د ارواښاد پوهاند حبيبي له كتابه اقتباس ليكلى ؤ: (د پوهاند حبيبي د كتاب په همدې پورته يادو شويو مخونو كې د نورو قومي مشرانو نومونه اخيستل شوي لكه نور محمد خان امير افغان، چې د پاخه عمر ډېرې تجربې او ډېر نفوذ لرونكى شخص ؤ، همدا راز حاجي جمال خان چې د باركزايو مشر ؤ، ورسره احمدخان د كم عمر (پنځه ويشت كلونو څښتن) چې په كندهار كې د ده د قبيلې (سدوزايو) شمېر هم ډېر كم ؤ . نو له همدې كبله نورو پښتنو مشرانو حتى احمدخان د مشرتابه لپاره ياداوه هم نه.)
[quote:ed29557196]ساپي صيب ليكلي:
دا ظني دليل دی، ظني تحليل دی، دصحت او عدم صحت دواړو احتمال لري،
زه به یې ځواب هم ظني درکړم: کيدای شي، چې څه نور اسباب موجود وو، چې هغو داحمد شاه بابا انتخاب ته لاره هواره کړه. [/quote:ed29557196]
زما يې پرې څه چې ظني دى او كه يقيني خو همدې تاريخپوهانو ليكلى دى . زه هم تاسو غوندې ظني ليكم خو زما ظن (ظن اليقين) ته ورته دى ځكه په هغه وخت كې احمدخان د نادر افشار د پوج سرلښكر ؤ نو كله كيداى شي چې يو سرلښكر دې څوك له پامه وغورځوي. زه وايم حتى كيداى شي جرګه نه وي شوې او احمد خان د لښكر په زور كندهار نيولى او پاچا شوى وي.
ساپى صيب ليكي:
[quote:ed29557196]احمد شاه بابا به نادر افشار سره یو ځای پاتې شوی وي، خو دا چې ده يو ملي فکر لاره، ديو مستقل آزاد افغانستان په لټه کې وو، او بالفعل يې داسې يو وطن رامنځ ته کړ، دافغان دښمن نادر افشار څخه استفاده وکړه، دا کار دهغه په ذکاوت او سياسي هوښيارتيا دلالت کوي. [/quote:ed29557196]
ښاغليه په همدې اړه يو څه نوره مطالعه هم وكړه ځكه تر ده د مخه د پښتنو پاچاهي وه او دى ورسره لا بندي هم ؤ. حتى د هوتكو پښتنو داسې پرتمينه واكمني وه چې ده هم پښتو له همغو ياده كړې ده. احمدخان پښتو شعرونه هم ليكلي نو خلك يې په اړه وايي چې دى په ملتان كې اوسيده او قبيله يې په هرات كې وه چې په پاړسو غږېدل نو كيداى شي چې پښتو يې هم د هوتكو په بندي خانه كې زده كړې وي. اوس نو تاسو ووايئ چې د پښتنو پرتم له منځه وړل به د يو چا سياسي هوښيارتيا وي او كه بل شى؟

ما په خپله ليكنه كې د پښتنو تر منځ د (خېل او زي) بېلوالى راپيدا كول د احمدشاه دراني يو ناوړه چلند بللى ؤ خو ساپي صيب ليكلي:

[quote:ed29557196]آیا تاسو په خپلې پاروونکې لیکنې يو وار بيا دفتنې اور ته پوکۍ نه وهئ؟؟
پکار داده ، چې دغه اور نور مړ شي، په دې نه مړ کیږي، چې ته په احمد شاه پسې
لګيا شئ، ددنيا ټولو پاچاهانو دخپلې پاچاهۍ دتقويه کولو لپاره داسې
کارونه کړيدي، او احمد شاه ددغو پاچاهانو له جملې څخه يو پاچا دی، داوسني
افغانستان پلار دی. [/quote:ed29557196]
ګرانه پلار چې د خپلو زامنو تر منځ دومره درځونه، نفاق او بېلوالى پيدا كړي نو په په اړه يې تاسو څه وايئ؟ نور پاچاهان په يو هيواد كې د وړو قومونو تر منځ داسې كارونه كوي او خپل حكومت كوي نه د يو قوم تر منځ . په پښتنو كې د غلجي او دراني خبرې يوازې د همدې بابا مولود دى. چې له بده مرغه تر اوسه ښې په درز كې روانې دي او په دراني او پوپلزي يې وېشلي يو. زه ورته په خپل ژوند ښه نه شم ويلى او نه اړ يم چې د يو چا په داسې كړنو خاورې واړوم !
ساپى صيب په دوام ليكي:
[quote:ed29557196]که ته رښتيا دافغانانو تر منځ دتربګنیو او تعصبونو ختمول غواړې، نو په دی
هر څه خاورې واړوه، او خلک وحدت ته دعوت وکړه، داسلامي مبارک دين په
اساس ورته ووایه چې: دعوها فانها منتة.
ژباړه: پریږدئ داتعصب ځکه چې بويناک دی.
یاأیها الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی وجعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفوا
دا قبيلې دتعارف لپاره دي، دا تعصب نور پريږدئ، کار اهل کار ته وسپارئ.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم داوس او خزرج څلويښت کلنې جګړې ته دپاي ټکې
کيښود ، او ددغو قبيلو هيڅ يو تن ته يې اجازه نه ورکوله،چې هغه پخوانۍ
دتعصب، او په يو بل دځان اوچت بللو اشعار تکرار کړي، ددی لپاره چې هغه مړ
اور بيا راتازه نشي.
خو تاسو لرغونی صاحب مړه اورونه راتازه کوئ، دوژلو کوښښ يې نه کوئ. [/quote:ed29557196]
هۍ هۍ هۍ ! ساپى صيب ښه ده چې د عربستان غوندې مصنوعي جنت كې مېشت يې او د افغانستان خړو خاورو او له دوړو ډكو ذهنونو ته دې شا كړې ده. ساپى صيب زه به د يو مسلمان په توګه درته ووايم چې (باور دې وشه چې له سيمه ايز تعصب، كركې او كينې سره مې نه لګي )خو دا چې تاسو زما په څېر په كندهار كې نه پاتې كېږئ او هلته د همدې اوسني حكومت په وخت كې چې د ډيموكراسۍ او تمدن دعوې كوي د پوپلزي او غلزي توپيرونه ، تعصبونه او كينې نه وينئ نو هيڅ ملامت نه يئ.
ساپى صيب زه نه وايم چې يو څوك دې بايد په تعصب او كينه كې ژوند وكړي خو دا چې په افغانستان كې په ځانګړې توګه په كندهار، زابل او هلمند كې همدا اوس هم د غلزي او دراني يو پټ جنګ روان دى او د ډېرو پرمختګونو مخه يې نيولې ده نو زه بيا ولې پرې سترګې پټې كړم او ولې يې بنسټگر ونه غندم؟
ساپى صيب ايا زه د ځينو لاپو ليكوالو په څېر د داسې يو شخص دې ډول كړنو ته ښه ووايم، په شعر او نثر كې يې وستايم؟
محترما: څو چې مونږ خپل تېر تاريخ مطالعه نه كړو، عبرت ترې وانه خلو او په اوس وخت كې له تېرو تېروتنو ځانونه ونه ژغورو نو بله هيڅ بديل لاره نه لرو.
اصلاً تاريخ همدا ګټه لري چې يو انسان د خپلو تېرو اسلافو له ښو او بدو كړنو پند او عبرت واخلي. تاريخ تش د دې لپاره نه وي چې د يو چا ښو او بدو ته لبيك وويل شي او اوس هم همغو بدو كړنو ته دوام وركړل شي.
ما ليكلي وو چې احمدخان خپل دربار ته د پښتنو پر ځاى له ايرانه پاړسيوانان قزلباشان راوستل ، ساپى ليكي:
[quote:ed29557196]دا خبره مو منم، چې افغانانو علمي نهضت نه دی رامنځ ته کړې، که مونږ څومره
ځان پورته پورته کړو، نو اوسنۍ حال مو ددې ښودنه کوي، چې مونږ علمي نهضت
نه لرو، او نه مو لرلې دی.
کيدای شي همدا سبب وو چې احمد شاه بابا له قزلباشیانو دکاتبانو په توګه کار
آخيست، دافغانانو دجهل مسئولين له احمد شاه نیولې تر کرزي پورې ټول پاچاهان
دي، په هغو خبرو ژړا اوس ګټه نه کوي، راځئ چې ځان وګورو مونږ څه کړي؟
دا ځمونږ دټولو وظيفه ده، هر کله چې خلک خپله ګټه او فايده وپيژني، نو ضرور
مشران ديته اړ کوي، چې دهغوي لپاره دزده کړې او علم زمينه مساعده کړي،
زمونږ دپښتنو ظالمونو دودونو دزده کړو په مخنيونه کې ژور رول لوبولی دی. [/quote:ed29557196]
وروره ما مخكې هم وويل چې تر احمدخان پخوا مونږ دربار درلود او ژبه مو درلوده. بله دا چې په هغه وخت كې درباري چارې كمپيوټري نه وې چې مونږ پرې نه پوهېدو بلكې يوازې ليك لوست ته يې اړتيا درلوده او دومره ليك لوست ته چې د پاچا فرامين وليكي او خوندي يې كړي او دا توان د هغه وخت په پښتنو كې ډېر زيات ؤ كه نه يې منې يوازې د هيواد مل صيب (پښتو نثر اته سوه كاله ) ولوله. د احمدخان ايله بيله د سلو شاوخوا كلونه كېږي. خو لكه څرنګه چې نادر افشار مغولي ؤ نو د احمدخان چلندونه هم د هغوى له مفكورې سره سم او كندهار يې له مغولو ډك كړ چې اوس شيخ محسيني د شرك مركز په كابل كې هم جوړ كړ او دا يې هم د پوپلزي كرزي په مرسته چې اوس هم همغه زړې پالنې كوي. زه يې دلته په نورو بدو چلندونو خبرې نه كوم ځكه له بحث نه ليرې كېږو خو له دې به هيڅ فرد چې په كندهار، هلمند، زابل او ارزگان كې يې ژوند كړى وي منكر نه شي چې كرزى اوس وخت كې له نورو ناوړه كړنو سره سره همغه د احمدخان رامنځته شوى تعصيب (دغلزي او دراني) تعصب پالي او كار ورته كوي.

ساپى ليكي:
[quote:ed29557196]خو افسوس چې پرون مولايانو، دالله جل جلاله ددين عالمانو دغه دسدوزیو او
غلځيو تعصب په کندهار کې سره پاله، او داسلام لوړ پرتمين احکام او سپيڅلي
ارشادات يې تر پښو لاندې کول.
که جاهل تعصب وکړي، خو جاهل دی، ملا ولې تعصب وکړي؟؟!!، ولې دتعصب
اور ته لمن ووهي؟؟ [/quote:ed29557196]
ساپى صيب ځكه چې زه او ته تر اوسه حق ته حق او باطل ته باطل نه وايو او د هغه چا تعصبي كړنو ته جايز دلايل لټوو چې نن حتى زموږ ملايان هم د هغوى په لاس د رامنځته شوي ناوړه تعصب ښكار شوې دي. كه چېرته زه او ته د تېر تاريخ بدې كړنې وغندو او ښو ته يې ښه ووايو نو نور به هم ترې عبرت واخلي او كنه نو تاسو ته خو د افغانستان اكثره ملايان معلوم دي چې. څه چې شتمن مقتدي وايي همغې ته دوى هم د روا او جايز پرتوګ وراغوستلو كوښښ كوي. البته ټول ملايان نه يوازې يو شمېر اخوندان يادوم.
ساپى صيب تعب ډېر بد شى دى تاسو به ليدلي وي چې په افغانستان كې له روس سره د سپېڅلي جهاد په وخت كې د رباني او ګلبدين ځينې ملايانو د خپلمنځي جګړو فتواګانې وركولې! خو يو بل عالم چې هغه افغانستان ته جهاد ته راغلى ؤ (عبدالله عزام) نو د دوى خپلمنځي شخړې يې نه تاييدولې بلكې په رد كې يې يو كتاب وليكه چې (د مسلمان د ژلو جريمه). ساپى صيب د جهاد په وختونو كې په ميدان ښار كې د حزب اسلامي او حركت اسلامي تر منځ تر دوه زره مجاهدين په خپل منځي جګړو كې مړه شوي دي او په دې دواړو ډلو كې ملايان وو چې د روا او جايزو جګړو فتوا ګانې يې وركولې. د كندهار ملايان هم مه ملامتوه ځكه تعصب بل چا رامنځته كړى خو كه په افغانستان كې هر روڼ اندى ليكوال د احمدخان ښو ته ښه او تعصبي كړنو ته بد ووايي او حتى په اوسني وخت كې د غلزي او دراني وړې وړې خبرې كول شرم او عيب وګڼي نو باور وكړه چې دا ملت به له يوې سترې بدمرغۍ خلاص شي خو كه وايو چې ( كيداى شي دا به يې په ښه نيت كړې وي. دا يې حكمت ؤ، دا يې سياست ؤ او ..) نو دا هيڅكله سمه لاره ښودل نه دي بلكې له خلكو سره په ګوناهونو كې مرسته كول دي. او زه هيڅكله له چا سره دا مرسته نه كوم او د احمدخان د غلزي او دراني كړنې غندم او هغه ليكوالان چې په اټكلي توګه په پګړۍ كې د غنمو د وږو تاج ورته ږدي هغوى ته هم په كركه ګورم.

ما د احمدخان له مناقبو د چرسو خبره راخيستې وه چې ساپي يې په اړه ليكلي:
[quote:ed29557196]داسې فيصلې او حکمونه په قضا کې کيږي، نه په تاريخ کې،
قضا کې پرې دشرعي ثبوتونو له مخې ثابتيږي، بيا به مجازات کیږي.
په تاريخ کې ددغو حادثو يادونه يواځې دتاريخ لپاره کيږي، نه دفيصلې او حکمونو
لپاره، هغه اوس الله جل جلاله ته تللی دی، او هغه به ور سره حساب کوي، ته څه
خبر يې چې واقعا دغه کار شوی دی، او که دهغو دروغو په قتار کې راځي، چې
ډیرې مؤرخين پرې دپاچاهانو په اړوند لیکنو کې اخته دي.
که چیرته واقعا داسې کار هم شوی وي، نو مونږ څه خبر، کيدای شي له دی کار څخه
يې توبه ويستلې وي، دا دهغه او دهغه درب تر منځ معامله ده، مونږ په کې هيڅ کار
نشو لرلی. [/quote:ed29557196]
ساپى صيب په دومره جدي بحث كې بيا (كيداى شي او لكه چې او زما په خيال) ته لاړې خو كه داسې وي نو كيداى شي چې نور محمدتركي، ببرك كارمل، ډاكټر نجيب او نورو كمونستانو هم توبه ايستلي وي او بېرته مسلمانان شوې وي.
كيداى شي احمدشاه مسعود، دوستم، فهيم او ... ډېر لنډغران خداى وبښي نو بيا د سياسي بحث څه مطلب؟
كيداى شي بچه سقاو جنت كې وي نو بايد څه ورته ونه وايو!
كيداى شي چې كرزى هم د ژوند په وروستيو كې توبه اوباسي نو بيا يې ولې محكوموو؟
كيداى شي بش مسلمان شي نو ولې ورته بد وايو؟
د اوباما خو كورنۍ سلسله كې هم مسلمانان شته نو ورته له بد ويلو ځان وساته؟
ساپى صيب زمونږ د كليوالو غوندې به درته ووايم چې (دې جيګ اسمان ته وګوره! ) ولې خامخا دليل وايې؟ فكر كوم د پاكستاني ملايانو سره دې درس ويلى هغوى يو متل لري : (ملا ان است كه حصار نه شود) . دا خبرې او بحث باور وكړه كه زما او ستا مقابله وي او په ايمان كه يې زه په دې نيت كوم چې له استاد ساپي سره مې مناظره ده بلكې دا خبرې يوازې د هغه درد له مخې كوم چې هره ورځ يې په ټولنه كې وينم او ما سوزوي.
ساپى صيب فيصلې رښتيا هم په قضا كې كېږي خو زمونږ تاسې اوقضا فيصلې توپير لري. په قضا كې بيا سزا هم شته خو مونږ او تاسو يوازې د خپل وجدان له مخې ښو ته ښه او بدو ته بد وايو! بله دا چې (وجدان هغه محكمه ده چې قاضي نه غواړي) دومره په ښو او بدو بايد هر سړى پوه شي.

ساپى صيب ليكي:
[quote:ed29557196]دا چمونه ځانته ده نه دي کړي، ددنيا ټول پاچاهان دا کارونه ترسره کوي، او تر سره
کړي دي، دغه رنګ سياسي چالونه دسياسي پوهي معنا ورکوي، ديوه ملک پاچا
هيڅکله داسې ځواک ته اجازه نه ورکوي، چې دده پاچاهۍ ته خطر جوړيږي.
تاسو مهربانۍ وکړئ، داحمد شاه بابا کارونه په اوسنۍ نوو او مډرنو ديموکراتيکو
قوانينو مه تلئ. [/quote:ed29557196]
ښه نو بيا بايد ټول تېر هېر كړو او خداى ته يې وسپارو؟
زه بيا هم وايم چې د تاريخ يوه ګټه دا ده چې بد يې وغندل شي، ځان ترې وژغورل شي او ښه يې وستايل شي او عملي شي. كه داسې نه وي نو تاريخ هيڅ ګټه نه لري . تاريخ يوازې د دې لپاره نه دى چې د مكې د مشركينو غوندې قصايد پرې وليكل شي او د خپلو نيكونو هر ناوه عمل ته توره او ميړانه وويل شي. د پښتنو قومونو تر منځ توپير كول او بېلوالى رامنځته كول، پښتون دربار د پښتنو پر ځاى له پاړسيوانو ډكول، د دې پر ځاى چې كومه اسلامي او مدني جنبه ونه لري تش د ولجې لپاره پر نورو تاختونه كول دا په اوسني مډرنو معيارونو هم يو ناوړه كار دى، په زړو معيارونو هم ناوړه كار ؤ او په راتلونكې كې هم څوك داسې معيار نشي راړاى چې ښه ورته ووايي.

ساپى صيب ليكي:

[quote:ed29557196]تاسو باید مړه اورونه راژوندې نه کړئ، بلکه په پاتو پڅرکو یې يخې
اوبه واړوۍ، چې بيخي آثار يې ختم شي. [/quote:ed29557196]
تر خولې دې جار شم ! باور وكړه زما همدغه هدف دى چې تعصب او سيمه ايز توب بايد له منځه لاړ شي خو دا چې په ټولنه كې فى الحال شتون لري او په شدت روان دى نو بايد خلكو ته وروپېژندل شي ، بدي يې بيان شي او تعصب رامنځته كوونكي، پلي كوونكي او وده وركوونكي يې عوامو ته وروپېژندل شي چې سرونه يې خلاص شي او پوه شي چې تېرو چارواكو د خپلې بقا لپاره تعصب رامنځته كړى نور د پښتنو تر منځ د ښه او بد توپير نشته، بلكې ټول يو دي او د دوى تر منځ چې هرڅوك د لوړ او ټيټ توپير رامنځته كوي يا يې رامنځته كړى نو :
دښمن مې د وطن دى او دويم انگريز يې بولم
چې څوك مې په ملت كې ملتونه جوړوي
په پاى كې ساپي صيب لطف كړى او ليكلي يې دي:
[quote:ed29557196]زه به هيچا ته اجازه ورنکړم، چې ستاسو يا دبل دروند ليکوال سپکاوئ وکړي،
وار له مخه به یې لیکنه ړنګوم، که تاسو چیرته په مخکینۍ سکالو نظر واچوۍ،
نو تاسو ته متوجه ښکنځلې ټولې ړنګې شوي دي. [/quote:ed29557196]

يا الله په دې اړه له ساپي صيب سره دومره مرسته وكړې چې نه يې وخت تنګ شي، نه يې حوصله لنډه شي او نه يې ذوق خراب شي.
په همدې هيله
ستاسو لرغونې لاروى


عادل عادل
10.08.2009

سلامونه

لاروئ صیب تاسو فرمایلي:

[quote:f6550653ff]تر خولې دې جار شم ! باور وكړه زما همدغه هدف دى چې تعصب او سيمه ايز توب بايد له منځه لاړ شي خو دا چې په ټولنه كې فى الحال شتون لري او په شدت روان دى نو بايد خلكو ته وروپېژندل شي ، بدي يې بيان شي او تعصب رامنځته كوونكي، پلي كوونكي او وده وركوونكي يې عوامو ته وروپېژندل شي چې سرونه يې خلاص شي او پوه شي [/quote:f6550653ff]

ستاسو پورتنئ څرګندونې سل په سلو کې صحیح دي، خو د څیړنې طرز ، منبع او مسیر مو کاملا غلط دئ ................ زین رهې که تو میروي به ترکستان است.

د پورتني مشکل د سرایت انګیزې باید وڅیړل شي، چې دا په کوم وخت او تر کومو شرایطو لاندې اوج ته رسیدلې دي؟ چا ته ترې د اعظمي ګټې پورته کولو چانس په لاس ورتلای شي، څوک یې خورونکي او پالونکي دي؟ څوک یې قرباني دي؟ او حل یې څه دئ؟

امریکایي ښکیلاک چې چیرته هم د لاسوهنو لاس اوږد کړئ نو د ټولو د مخه یې هلته د نفاق تخمونه شنلي، د ولس په منځ کې یې د تیرو معمولو توپیرونو او تعصباتو بڅرکیو ته لمن وهلې، او چې کله یې ددغه مهلک مرض په لومو کې راګیر کړي نو بیا یې خپل ناولي اهداف پلي کړي، همدا سبب دئ چې د روسانو د اشغال خلاف د دوی د یرغلګرو سرتیرو شمیر کم دئ، ځکه چې مخکې له مخکې یې سم نیم ولس د تعصب په غم لړلي مرض داسې ککړ کړئ چې ددوی په ملګرئ کې د ذلت هر ډول ژوند ته لبیک وایي، خو د خپل افغان او مسلمان ورور سره هیڅ ډول تفاهم او وحدت ته تیار نه دي.

تاسو وګورئ چې دغه بین لافغاني توپیرونه چیرته په زور کې روان دي؟ یا خو د افغانستان نه لرې په بهرنیو هیوادونو کې د افغانانو په منځ کې او یا هم په داخل کې د کرزي په ادارې پورې تړلو ارګانونو، بهرنیو او کورنیو انجیوګانو، خیریه موسساتو، او ملل متحد په بې پرې دفاترو او داسې نورو چې مالي بلاعوضه تمویلوونکي یې بهرنیان دي؟

تاسو د خپل چاپیر نه لږ هاخوا یوه لرې پراته کلي ته ورشئ چې څوک به د ځان په شان د تعصب ښکار ومومئ؟ تاسو د غزني او بامیانو د عام ولسي وګړي سره کله هم خواله کړي؟ تاسو د پنجشیر او غوربند د یوڅو ولسي اوسیدونکو د زړه خبرې کله هم اوریدلې دي؟ تاسو ته د شمالي ولایاتو د ولس نیتونه مالوم دي؟

زه ډاډ درکوم چې عام ولس تر اوسه هم ددغه مهلک مرض نه منزه پاتې دئ او یوازې د ګوتو په شمیر څو اوباشه او پردي پاله معلوم الحاله څیرې د زور، وحشت او نفاق له لارې د ولس د ارادو غلط تصویر وړاندې کوي.

زمونږ په منځ کې قومي، سمتي، ژبني او مذهبي توپیرونه او تعصبات د یوه سره بهرني او پردي عوامل لري چې له مخې یې زمونږ او تاسوګران هیواد تر اشغال لاندې دئ او هره ورځ په مختلفو طریقو سره د دیني، کلتوري، او تاریخي محکومیت او نابودئ څپړې خورو، په خپل ځان باور د لاسه ورکوو، خپل تاریخ او ماضي ته د شک په سترګه ګورو او بالاخره د مختلفو کاذبو مصلحتونو له مخې په روان یرغل سترګې پټوو، او یا هم په نااګاهانه توګه د هغه د استدوام سبب جوړیژو.

ددې او داسې نورو ټولو ناخوالو نه د نجات یوازینئ لار اسلامي ارشاداتو ته رجوع ده او بس.


larghonay laraway
10.08.2009

السلام عليكم!
عادل ليكلي:
[quote:c619ded53c]لاروئ صیب تاسو فرمایلي:
ستاسو پورتنئ څرګندونې سل په سلو کې صحیح دي، خو د څیړنې طرز ، منبع او مسیر مو کاملا غلط دئ ................ زین رهې که تو میروي به ترکستان است.
د پورتني مشکل د سرایت انګیزې باید وڅیړل شي، چې دا په کوم وخت او تر کومو شرایطو لاندې اوج ته رسیدلې دي؟ چا ته ترې د اعظمي ګټې پورته کولو چانس په لاس ورتلای شي، څوک یې خورونکي او پالونکي دي؟ څوک یې قرباني دي؟ او حل یې څه دئ؟ [/quote:c619ded53c]
كور دې ودان چې له هغو پخوانيو تكيه كلامونو دې تېر شوې او سوال ځواب ته راغلې خو كه يوه بله غوښتنه مې هم ومنې او هغه دا چې زما نوم (لاروى) دى ، نه (لاروئ). دويم دا چې زما د څېړنې طرز غلط دى نو مهرباني وكړه او سهي يې راپه ګوته كړه! زه خو د غلجي او دراني ترمنځ تعصب ته هم په بده سترګه ګورم او له رامنځته كوونكي نه يې هم كركه كوم. په دې اړه كه پښتانه زما ملګري شي او هر هغه چاته په كمه سترګه وګوري او كركه ترې وكړي چې سمتي قضاوت كوي او اوس هم د پښتنو تر منځ په (خېل، زي ، غلزي او دراني) حساب كوي نو زما سره د دې ملګرتيا اوپر دې موضوع د بحث كولو اعظمي ګټه بيا زما ولس ته ده . همدا راز ده د تعصب د خوروونكو او پالونكو پوښتنه كړې ما خو مخكې هم څو څو وارې ويلي او دا بحث هم د همغه چا په اړه دى چې دا تعصب يې كرلى، پاللى او وده يې وركړې ده. خو له بده مرغه چې د دې تعصب قربانيان تر سل كلونو وروسته بيا هم زما مظلوم ولس دى. او له دې كرغيړن تعصبه خلاصون يې زما يوازينى هدف دى. ځينې اوسني هم په همغه پله روان دي نو ځكه خو ورته ښۀ نه شم ويلى.
اوس نو ته ووايه چې بله كومه لاره ده؟ چې د تركستان پر ځاى كعبې ته لاړ شم!
(يوه ټوكه به درته وكړم او هغه دا ده چې زه اوس د نصاب څښتن نه يم او له همدې كبله كعبې ته د تلو هوډ نه لرم ، همدا تركستان باندې بسنه كوم چې خداى شتمن كړم بيا كعبې ته ځم. او بله دا چې زه كوم اعرابي نه يم بلكې لرغوووووونى لاروى يم. ښه بلد يم چې چېرته ځم او منزل مې چېرته دى. )
عادل ليكي:
[quote:c619ded53c]امریکایي ښکیلاک چې چیرته هم د لاسوهنو لاس اوږد کړئ نو د ټولو د مخه یې هلته د نفاق تخمونه شنلي، د ولس په منځ کې یې د تیرو معمولو توپیرونو او تعصباتو بڅرکیو ته لمن وهلې، او چې کله یې ددغه مهلک مرض په لومو کې راګیر کړي نو بیا یې خپل ناولي اهداف پلي کړي، همدا سبب دئ چې د روسانو د اشغال خلاف د دوی د یرغلګرو سرتیرو شمیر کم دئ، ځکه چې مخکې له مخکې یې سم نیم ولس د تعصب په غم لړلي مرض داسې ککړ کړئ چې ددوی په ملګرئ کې د ذلت هر ډول ژوند ته لبیک وایي، خو د خپل افغان او مسلمان ورور سره هیڅ ډول تفاهم او وحدت ته تیار نه دي. [/quote:c619ded53c]
زما يې پرې څه چې امريكا څه كوي خو زه هغه څوك غندم چې د امريكا، نادر افشاريانو او مغوليانو مني. يوه خبره بله هم درته كوم او هغه دا چې دا پورتنۍ تيوري د انګريز ده نه د امريكې. امريكا ډېره په بې شرمانه او لنډغره توګه پر يو هيواد يرغل كوي. تاسو يې د عراق او افغانستان بېلګې وينئ چې دلته د توطيې له مخې نه بلكې د M52 په زور راغلي دي. پښتانه كه خپل منځي تعصب او نفاق لري دا يې نيمګړتيا ده چې پر هيڅ دښمن بايد دا پړه وانه چوي. خپل ځان دې سم كړي امريكا څه چې روس يې هم مخى نه دى.
عادل بيا ليكي:
[quote:c619ded53c]تاسو وګورئ چې دغه بین لافغاني توپیرونه چیرته په زور کې روان دي؟ یا خو د افغانستان نه لرې په بهرنیو هیوادونو کې د افغانانو په منځ کې او یا هم په داخل کې د کرزي په ادارې پورې تړلو ارګانونو، بهرنیو او کورنیو انجیوګانو، خیریه موسساتو، او ملل متحد په بې پرې دفاترو او داسې نورو چې مالي بلاعوضه تمویلوونکي یې بهرنیان دي؟ [/quote:c619ded53c]
وروره بيا هم درته وايم چې كمى په ما او تا كې دى. ځكه په هغو سيمو كې چې د دراني او غلجي تعصبونه په اوج كې دي هلته نه ملي انجوګانې كار كولى شي او نه نړيوالې. كه خبره په انجوګانو كې واى نو په ايمان كه د افغانستان د پاړسي ژبو په سيمو كې ملي او نړيوالې انجوګانې ستا د پښتون مېشته سيمو له انجوګانو سره هيڅ د پرتلې وړ وي. ځكه په پاړسي ژبو سيمو كې انجوګانې دومره ډېرې دي او كار كولو ته يې ورته داسې لارې چارې هوارې كړي چې هيڅ خنډ يې نشته او د نر غوندې يې د كلينيكونو، سړكونو، ښوونځيو او د تمدن د نورو عناصرو په رامنځته كولو او وده كې يې ترې ښه پريمانه كار اخيستى دى. پښتون مېشته سيمو كې خو لومړى پولچك اولوزي، بيا ښوونځى سوزي، ورپسې كلنيك بندي، او بيا خپل معلم او ډاكټر او روڼ اندى وژني. كه پړه په انجوګانو كې واى نو هغوى ولې ترې سمه ګټه اخيستې ؟ خو خبره په ظرفيت، كفايت او درايت كې ده چې له يو چا څخه څنګه ګټه واخيستل شي او څرنګه په خپله ګټه وڅرخول شي.
عادل زياتوي:
[quote:c619ded53c]تاسو د خپل چاپیر نه لږ هاخوا یوه لرې پراته کلي ته ورشئ چې څوک به د ځان په شان د تعصب ښکار ومومئ؟ تاسو د غزني او بامیانو د عام ولسي وګړي سره کله هم خواله کړي؟ تاسو د پنجشیر او غوربند د یوڅو ولسي اوسیدونکو د زړه خبرې کله هم اوریدلې دي؟ تاسو ته د شمالي ولایاتو د ولس نیتونه مالوم دي؟
زه ډاډ درکوم چې عام ولس تر اوسه هم ددغه مهلک مرض نه منزه پاتې دئ او یوازې د ګوتو په شمیر څو اوباشه او پردي پاله معلوم الحاله څیرې د زور، وحشت او نفاق له لارې د ولس د ارادو غلط تصویر وړاندې کوي. [/quote:c619ded53c]
عادل جانه دا خوب دې چېرته د پنجشير هغه خونړي سيند ته تېر كړه. زه د افغانستان له ټولو حالاتو خبر يم. ته څه فكر كوې چې د مسعود لښكر پنجشيريان نه بلكې د كوم بل هيواد خلك وو؟
د مزاري مېخ وهونكي لكه چې د باميانو او هزاره جات خلك نه بلكې د پكتيا پښتانه وو؟
ستا په ګومان د دوستم ګلم جميان لكه چې ازبيكان نه وو بلكې هلمنديان و؟
ګرانه ډاډ هغه چاته وركړه چې په اروپا او امريكا كې چېرته سپي منيځي يا ټكسي چلوي او د هيواد له حالاتو نه وي خبر . زه د هر وګړي څيړكې او ځګيروي اورم او وينم يې او هم مې ليدلي دي. ته كه يوازې د كرزي د تېرو ولسمشريزو ټاكنو ارقام په نيټ كې وګورې نو محقق ته يوازې هزاره گانو رايه وركړې وه، قانوني ته په غوڅ اكثريت پنجشيريانو رايه وركړې وه، دوستم ته ازبكانو او كرزي سپيره ته پښتنو!
ته څه فكر كوې چې شيخ محسيني له خپلې ږيرې اغزن جال جوړ كړى يا محقق او كريم خليلي په يوازې ځان توانيدلي او له بهسودو څخه يې پښتانه كوچيان منع كړي او كه ټولو هزاره گانو په ګډه اتفاق كړى دى؟
په ګلبهار كې د پښتنو ځمكې يوازې قومندانانو نيولي كه ټول تاجك يې له يوې مخې پلوي كوي؟
وروره دا د ملي وحدت په نامه ببولالې چېرته د افغانستان د ټلويزيونونو د خپلسرو سياسي كارپوهانو په ګردي ميزونو يا د كرزي په چپن او قرقولۍ كې ولټوه مونږ ته هرڅه په زور او زير معلوم دي. او كه تاسو ښاغلى كوم بل تصوير لرئ نو وړاندې يې كړئ.
عادل په لاندې پراګراف كې د خپل پورتني پراګراف خبرې ردوي ځكه پورته وايي چې د پښتنو څه چې حتى د افغانستان د تاجكو، هزاره گانو او .. تر منځ تعصب هډو شته نه خو لاندې ليكي :
[quote:c619ded53c]زمونږ په منځ کې قومي، سمتي، ژبني او مذهبي توپیرونه او تعصبات د یوه سره بهرني او پردي عوامل لري چې له مخې یې زمونږ او تاسوګران هیواد تر اشغال لاندې دئ او هره ورځ په مختلفو طریقو سره د دیني، کلتوري، او تاریخي محکومیت او نابودئ څپړې خورو، په خپل ځان باور د لاسه ورکوو، خپل تاریخ او ماضي ته د شک په سترګه ګورو او بالاخره د مختلفو کاذبو مصلحتونو له مخې په روان یرغل سترګې پټوو، او یا هم په نااګاهانه توګه د هغه د استدوام سبب جوړیژو. [/quote:c619ded53c]
روكيه : زه بيا هم درته وايم چې دا تعصب د امريكې، روس او نورو نه دى بلكې زړى يې ما پخوا درپه ګوته كړى او د ختمولو كوښښ به يې په ګډه كوو. زه ډېر داسې مثالونه لرم چې حتى د روسانو سره د جهاد په وخت كې په افغانستان كې د غلجي او دراني يا پوپلزي د نومونو پر بنسټ جګړې شوې دي. د طالبانو تر تحريك وروسته داسې ډېر مثالونه شته نو ولې ټر په پر پټ كړو؟
ولې بېخ كنده نه وايو چې د ږيرې والاغل دى؟
عادل د پاى جمله ليكي:
[quote:c619ded53c]ددې او داسې نورو ټولو ناخوالو نه د نجات یوازینئ لار اسلامي ارشاداتو ته رجوع ده [/quote:c619ded53c]
ګل خبره دې كړې ځكه په اسلامي ارشاداتو كې بيا دې ته كومه ميړانه نه وايي چې ډېرې جګړې وكړي او ډېرې ولجې تر لاسه كړي او نه خو په اسلام كې دا كوم وياړ دى چې څوك يې پر سر تاج وركېږدي بلكې اسلام د مشرتابه لپاره خپل شرطونه لري چې كيداى شي بيا پرې وهاج مولوي صاحب وغږېږي. اسلامي جګړې نه بلكې هغوى ته جهاد وايي او جهاد خپلې موخې او اهداف لري.
چې خداى دي دوه سترګې دركړي او رڼا شته په كې
بيا له كمر او له ګړنګه غورځيده څه مانا؟
وروستۍ خبره دا چې له عادل نه يوه نړۍ مننه چې په بحث كې يې منطق ته پاملرنه كړې او د ډيجيټل قلم عفت يې ساتلى دى.


عادل عادل
10.08.2009

سلامونه

لاروی وروره

الله مو حاجي کړه، آمین

وروره ما مخکې هم درته عرض وکړ چې اوس ددې وخت نه دئ چې دا توپیرونه وڅیړو، د اوس ضرورت یې د پریدیو غوښتنه ده او بد نیت دی، تر څو مو په خپلو منځونو کې سره اخته کړي، دا توپیرونه داسې وخت څیړل او د هغوی جرړې ایستل پکار دي چې د یو مقتدر خپلواک او د ولس په ارادو ولاړ نظام څښتنان واوسو، اوس به زما او ستا د نظر د اختلاف فیصله څوک کوي؟

اوس ددې وخت دئ چې باید یو بل ته لاسونه سره ورکړو او په هر ډګر کې د وطن د بیړنیو عالي ګټو د تحقق په لار کې چې خپلواکي یې په اول سر کې راځي، یو د بل موازي او هم جهته تایید، ملاتړ او نمایندګي وکړو، او تر ټولو مهمه د وطنپالئ په حس د اشغال ضد عامه پالیسي خوره کړو او د بې دلیله سکوت تور حصار نور مات کړو اوخپل د احتجاج اواز د نړی د غولیدلو ولسونو کڼو غوږونو ته ورسوو.

د احمد بابا حکمروايي که مونږ او تاسو ته خدای مکړه افتخار او ویاړ نه وي نو شرم او عار خو په هیڅ صورت نه دئ، خو ګوره وروره د نن سبا هره لحظه د یوه ویښ سوچه افغان لپاره د پیغور نه ډکې صحنې زیږوي ځکه خو مونږ ته نه ښایي چې په داسې یوه ویرجن او محکوم حالت کې د مړو باباګانو کفنونه راوڅیرو او د خپلو ماضي او روانو توپیرونو جاج واخلو؟؟؟

دا څنګه ژوندئ یم چې احساس رانه رحلت کړئ
خپله غاړه وڅیرم که سر د غلیم وریبم

زه یې نور نه درسره شاربم، که وي همدومره به بس وي.


larghonay laraway
15.08.2009

مننه عادل صيب رښتيا هم د يوې موضوع شاربل هغه وخت مزه كوي چې دلايل او منطق وي خو فكر كوم دا موضوع نوره يوازې نصيحت ته واوښته او په نصيحت كې به نو سړى څه ووايي؟
خو يوه پوښتنه زما همداسې پوښتنه پاتې ده او هغه دا چې پوهاند عبدالحى حبيبي په (تاريخ مختصر افغانستان) كې ليكلي چې احمدشاه ابدالي د (۱۱۶۰هـ ۱۷۴۷م) كال په رجب كې كندهار ته ورسيد او بلافاصله يې په شيرسرخ مزار كې جرګه راوغوښته.
همدا راز د جرګې ورځې (نهه ۹) ښيي خو كله چې بيا د احمدشاه د پاچا كيدو نيټه ليكي نو وايي چې وكان ذالك فى شوال (۱۱۶۰هـ ۱۷۴۷م) . پوښتنه دا ده چې له رجب مياشتې تر شوال پورې منځ كې دوه نورې هم دي (شعبان المعظم او رمضان المبارك) دي نو څنګه كيداى شي چې جرګه نهه ورځې وه او تر منځ دوه مياشتې غټې پټې ووتې؟
كه څوك په لږ حوصلې سره معلومات راكړي ښه به وي.


pattang
16.08.2009

لرغونيه دا ځواب خو ډېر ساده دی :
دتير شوي پروڅيس ، عمل اوکار نېټه د تاريخ د ليکنې نېټه نده !
دغونډې نېټه يو شی دی او دپروتوکول د خپرېدنې نېټه بل شی دی .
زه يو پروتوکول د8.8.2008 لرم (فيصله شوې )خو تراوسه مې ټولوته ندی ورلېږلی
کله يې چې ورلېږم هغه به 18.08.2009 وي او عملي کېدل يې امکان لرې په
راتلونکي وخت کې او يا پر بل کال کې وشي ? ٠ احمد خان به په x ورځ کې انتخاب
شوی وي خو په y ورڅ به يې په رسمي کار شروع کړې وي .

ستا مشکل څه شی دی ?

[quote:ed506f0fd6="larghonay laraway"]مننه عادل صيب رښتيا هم د يوې موضوع شاربل هغه وخت مزه كوي چې دلايل او منطق وي خو فكر كوم دا موضوع نوره يوازې نصيحت ته واوښته او په نصيحت كې به نو سړى څه ووايي؟
خو يوه پوښتنه زما همداسې پوښتنه پاتې ده او هغه دا چې پوهاند عبدالحى حبيبي په (تاريخ مختصر افغانستان) كې ليكلي چې احمدشاه ابدالي د (۱۱۶۰هـ ۱۷۴۷م) كال په رجب كې كندهار ته ورسيد او بلافاصله يې په شيرسرخ مزار كې جرګه راوغوښته.
همدا راز د جرګې ورځې (نهه ۹) ښيي خو كله چې بيا د احمدشاه د پاچا كيدو نيټه ليكي نو وايي چې وكان ذالك فى شوال (۱۱۶۰هـ ۱۷۴۷م) . پوښتنه دا ده چې له رجب مياشتې تر شوال پورې منځ كې دوه نورې هم دي (شعبان المعظم او رمضان المبارك) دي نو څنګه كيداى شي چې جرګه نهه ورځې وه او تر منځ دوه مياشتې غټې پټې ووتې؟
كه څوك په لږ حوصلې سره معلومات راكړي ښه به وي.[/quote:ed506f0fd6]


larghonay laraway
16.08.2009

سلامونه!
پتنگ صيب كور مو ودان . همداسې به وي خو زما سر پرې نه ؤ خلاص نو ځكه مې پوښتنه كړې وه. خداى دې خير دركړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more