د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

سوچه پښتووييزونه

نقاد
22.09.2002

د پښتو سوچه توب هم لکه رسمي ، سياسي، ادبي او کلتوري حقونه يې له يوې خوا د پښتنو د بې خبرۍ او بې شعورۍ ، نابيدارۍ او بې اندۍ ، او له بلې خوا د ايراني کلتوري ښکېلاک او کورنيو خيانتونو قرباني شوی دی ـ
په او سيزه کې بيا هم يوګړي پښتانه زيار باسي چې دپښتو ژبې سوچه توب او نويو وييزونو ( کلمو) او لغتونو ته پام واړوي او يو څه خدمت پدې برخه کې تر سره کړي ـ د دې لپاره چې ګرانلوستوونکي پرې خبر يا ترې خبر اوسي، بايد يوشمير دغسې وييزونه پهﻻندې ډول ستاسو د اشناکېدو لپاره دلته وړاندې کړم :

ـ کوانده = فعاله = Aktiv، کواندتيا = فعاليت = Aktivität، کواندوی = Aktivist يکې از فعالين...
ـ کارن = کار ورکوونکی ، کارندوی = Funktionär
ټينګاوی = مقاومت ، ټينګار = تاکيد، له خپلې وينا يا دريځ څخه نه اووختل ـ
تراډه = تېړانګه ،.................................... اندوی = روشنفکر= Intelligenzler، اندويان = Intelligenz
غبرګون = عکس العمل .......................... اندوال = متفکر ، انديز = فکري ، اندون = مفکوره
غبرګيز = انعکاس =............................... اندمن = 1: سوچي ، په فکر کې تللی، 2: دسوچ وړ، اندښت = تفکر
يوګړی ، ځانګړی او ټول ګړې = مفرد ، خاص او عام .
وييز = لغت، کلمه او پوهيز = مفهوم : وييز د پوهيز نوم دی او پوهيز د وييز متن او محتوا او همدا د لغت او
مفهوم اړيکه ده . فهم او مفهوم په پوهه او پوهيز يوه سمه پښتو ژباړنه يا ژب اړونه ده!
اونۍ = هفته :
نۍ = ......... شنبه ............ منځونۍ = چار شنبه
يوه نۍ = يکشنبه..............پنځه نۍ = پنځشنبه
دوه نۍ = دوشنبه...............جمعه = جمعه
درې نۍ = سه شنبه .............ونۍ = هفته = شنبه = نۍ ـ ، په ټولو که نه وي، نو په ډېرو بهرنيو ژبو کې د چارشنبې د نامه معنی د اونۍ منځنۍ ورځ ده ، نو که مونږ يې هم منځونۍ وبولو، زيان به يې د ګټې په انډول په سلو کې تر پنځو زيات نه وي، خو ګټه يې ماته 95 سلنې (٪) بريښي ـ په مينه ! پاڅون


زهيرشينواری
22.12.2002

هره ژبه د زمانې په اوږدو کې ودې او پر مختګ ته اړتيا لري، پښتو هم په دې بهير کې په چټکې سره مخ په بره روانه ده ، ددې ﻻرې ستر ﻻروي پوهاند مجاور احمد زيار، محمد اصف صميم،ګوهر رحمان ګوهر او نور خواره واره پښتانه پوهان دي .دوي څه ناڅه د ټولنيزوعلومو په برخه کې کې( نوي لغتونه )جوړ کړي ، په داسې حال کې چې د ساينسي علومو برخه بيخي تشه ده . په دې ورستيو وختونو کې د ښاغلي ګوهر صيب يو کتاب ﻻس ته راغی ( قران او ساينس ) چې له نيکه مرغه دساينس په برخه کې ډير په زړه پورې ( نوي جوړ شوي ) لغتونه لري ، که چيرې دغه پنځه ټوکه کتاب له سره ولوستل شي او نوي جوړ شوي لغتونه يې دډيکشنرۍ په ډول راټول او د مينه والوپه واک کې ورکړای شي دا به د خپلې ژبې له پاره لوي خدمت وي ، څو د ساينسي علومو پوهان يې په خپلو ليکنو کې وکاروي .
د نوو لغتونو په جوړونه کې زما وړانديز دادی چې د هر څه نه اول بايد وزن او اهنګ ولري ، ويل يې ساده وي او په پښتو کې يې خامخا بايد ريښه موجوده وي .ډير دقت نه بايد کار واخيستل شي څونوی لغت په غلط شکل مروج نه شي .زه ددې ادعا له پاره يوه بيلګه وړاندې کوم : پوهنتون ډير ښه وزن لري ، ريښه يې هم د پښتوپه ( ميږتون ) کې شته ، روغتون ، درملتون ، کتابتون هم د همدې ريښې په اساس جوړ شوي ، خو اشتباه چيرته ده ؟ موږ ګورو چې ( پوهنځی ) فاکولتې ته کارول شوی ، په داسې حال کې چې ( ځای ) د( تون ) نه پراخه مفهوم لري ، يانې پوهنتون بايد( فاکولتې) ته او پوهنځی بايد پوهنتون ته کارول شوی وای. په هر حال دا اوس ډير ښه منل شوي لغتونه دي ، هيله ده په راتلونکې کې ددغسې تيروتنو مخه ونيول شي


هېڅ کومه ژبه پخپل زات سچه نه ده

ويښ ځلمی
22.12.2002

قدرمنه پاڅون صيب زما نيکې هيلې او سلامونه ومنۍ.
ستاسو پورتنۍ ليکنې ډېره په زړه پورې او خوندوره ده. څرنګه چې ستاسو د ليکنو نه ظاهره ده تاسو ډېر له حده زيات سوچه پښتو ليکۍ. دا ډېر ګټور کار دی خو کله کله داسې احساسېږي لکه چې تاسو په پښتو کې بدعتونه کوی. لکه څرنګه چې تاسو د اوونۍ ورځو ته خپل نومونه ټاکلي.
اونۍ = هفته :
نۍ = ......... شنبه ............ منځونۍ = چار شنبه
يوه نۍ = يکشنبه..............پنځه نۍ = پنځشنبه
دوه نۍ = دوشنبه...............جمعه = جمعه
درې نۍ = سه شنبه .............ونۍ = هفته = شنبه = نۍ ـ

په پښتو کې همدغه ورځو ته
خالي - هفته
اتوار - يکشنبه
ګل - دوشنبه
نهي -سه شنبه
شورو - چهارشنبه
زيارت - پنجشنبه
جمعه - جمعه وايي
که پښتو ژبه داسې شي چې هر يو کس پکې د خپل د خوښې الفاظ ورګډ کړي او هر يو کس نوي الفاظ جوړ کړي نو زما په نظر ددې ژبې نه به ډېر ژر يوه نوې ژبه وزېږي او بيا به هغه هم لکه د نورو ژبو پشان د خپلو حقوقو غوښتنې پيل کړي. ژبه د مفاهمې يوه وسيله ده . او هر هغه ژبه چې د نورو ژبو نه پوروړي لغتونه ولري نو نه يواځې دا چې د هغې ژبې زده کړه اسانه وي بلکه د نورو لپاره پزړه پورې هم کېدائ شي.
فکر کوم چې پښتو ژبه کې د جوړو لغتونو لپاره د نور مترادفه لغتونو جوړولو پر ځای به ښه دا وي چې په پښتو کې نوي کمپيوټري، بيالوژيکي، فيزيکي، کيمياوي ،الجبري او نور سائنسي اصتلاحات وزېږي او په کار واچولائ شي تر څو عام شي.


زهيرشينواری
24.12.2002

ښاغلی پاڅون صيب !
د خپلې مورنۍ ژبې سره ستاسو د بې کچه مينې مبارکي وا يم . ما ستاسو په ليکنو کې ځنې داسې کلمې وليدې چې همدا اوس هره ورځ په مطبوعاتو کې کارول کيږي ، خو تاسو بيا د هغو له پاره نوي لغتونه جوړکړي دي.د بيلګې په توګه : پديدې ته ( ښکارنده ) او عواملو ته ( ﻻملونه ) ويل شوي خو تاسو بيا په ترتيب سره ( ځلپيښه ) او ( کړاندې ) پيشنهاد کړي . زما پوښتنه داده چې ايا تاسو ورنه خبر نه ياستی او که موافقه ورسره نه لری ؟ داسې ورته نورې کلمې هم ستاسو په ليکنو کې شته چې يادول به يې ضروري نه وي . بله پو ښتنه مې داده چې تاسو فعاليت activity ته د ( کواندتيا ) وړانديز کړی ايا تاسو پخپله ددې کلمې په ويلوکې کومې ستونزې نه احساسوی ؟ ځکه ماته خو شخصا په ويلو کې يو څه مشکل شته، په ځانګړې توګه ( د ، ت ، ي ، ا _ دتيا )
په هر حال ستاسو زيار او هاند دقدر وړ دی اوپه دې برخه کې مود زيات غور او ﻻ برياليتوب هيله لرم په ډيرې درناوۍ


نقاد
03.01.2003

زهير صاحب سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ ! پوهېدی نشم چې تاسو په هيواد کې دننه او که له لرې پښتونخوا هم پرته په کوم بهرني هېواد کې اوسئ؛ خو زه په يورپ کې يم او کېدی شي له ځينو نويو کارېدونکو وييزونو څخه به رښتيا هم خبر نه يو، په دې اړه چې تاسو دکومو وييزونو په کارونې ته ګوته نيولې ده له هغو څخه سم خبر يم او سره د دې مې مترادف نه ،بلکې بدلمن ( بديل) يا الټرناتيف وييزونه [u:765dab7c82]وړانديز[/u:765dab7c82]ـ کړي دي ـ ځکه نه ( لامل ) او نه (ښکارنده ) يوه نيکمرغه او بريالۍ ټاکنه بريښي ، خو نه وايم او نه ويلی شم چې زما وړانديزونه ترې ښه دي ، بلکې په ګوته کول غواړم چې دلته نيمګړتيا شته او ددې تشې ډکون زما په څېر ، خو له مانه ښه وړانديزونه غواړي او زه دلته يواځې د نمونې په توګه وړانديز کوم ـ

لامل خو ډير پخوانی وييز دی چې د مکتب په پښتو لوست کې هم لوستل کېده، خو لوسته کيده به (( له امله)) !
ملايانو پخوا د اثر او تاثير پر ځی هم د (عمل) کلمه کاروله او (( له تاثيره )) به يې ((له عمله)) باله ، نورو به له
تقليده څخه (( له امله)) وايه او دهقانانو لامله کړی و، ولې بيا هم د زغم او منلو په پولو کې دننه پاتې ؤ، خو
اوس چې يې مختاړی (( له)) هم له معنی پرېووت او (م) ته يې يو زېر ( کسره) هم له ځانه ورزياته کړه ، څو د
وزن او اهنګ له لارې د عامل سره برابر لامل وبريښي ، ګنی له دې لارې څخه د عامل ، او لاملونه د عاملونو
مفهوم ورکړي، عجيب او غريب Volgarism يا ساده ګري، يا لا ټيکه: ساده لوحي بريښي : نو که
علت = عامل = لامل نيسو، نو ( له علت = له عامل ) ته به اوس ( له لامل) وايو؟ د ساري په توګه په دې جمله کې:
(( ميروګی غريب جل وواهه او د تندې له کبله مړ شو)) به ليکو چې: ميروګی جل وواهه او د تندې له لامله مړ شو. وګورئ لامل د علت ياد عامل سره سمون او برابرئ نه خوري او خپل بنسټ ته وفادار نه پاتې کيږي. مونږ
ليکو چې د تندې لامله ، يا د تندې له امله - دلته په لامل کې د (م) زېر هم نه، بلکې زور (فتحه) ده -، خو نه ليکو
چې ( د تندې له لامله). نتيجه: امل د هماغه عمل = تاثير = اغېز = علت لپاره دهقاني اولس کارولی، د
( له امله ) پر ځای يې ( لامله) ويلی او سوادوالو هم (لامل ) راخيستی، خو په امانتدارۍ سره يې د ( له امله) په
معنی سم کارولی دی. نو اوس د ( امل) له جز څخه کل ( لامل) جوړول، او منطقي نتيجه يې ( له امل ) څخه
( له لامل) بالکل د منلو وړ نه ده ! لږ تر لږه ته هم ملايانو اقلا وايه ، نورو ترې لا قل = لا اقل جوړ کړ، اوس يې زمونږ باسوادان هم د اقلا په عوض کاروي، عجيبه نده جې: اقلا = لا اقل شي ؟.
البته (( ښکارنده)) له دې نه هم ډير علتونه لري ، په دې اړه به لنډ داسې ووايم :
ښکارندوی او څرګندوی يو ه معنی لري ، ښکارنده له ښکارندوی سره ډير فرق نه لري، نو ښکارنده يوه فاعلانه صيغه ده او پديده خو نه فاعلي ده او نه فاعلانه صيغه ! پديده ښکارېدونکي ته وايي ، ولې ښکارنده ښکارېدونکي ته نه، بلکې ښکاره کوونکې ته ويل کيږي او دا ستر فرق دی چې سړی د يوې (( ښکارېدونکې )) پرځای د هغې ((ښاروونکې)) راونيسي يعنې معلول ته علت ووايي ! په فلسفي اند علت او معلول، ماهيت او پديده سره متضاد شميرل کيږي ـ نو که ښکاريدنه پدېده شي ، ښکارنده يې ماهيت بلل کيدی شی ، په داسې حال کې چې ماهيت څوک پديده ګڼلی نشي،نو ښکا رنده چې ماهيت دی، څه رنګه به ماهيت پديده او پديده ماهيت وبلل شي ؟ بده خبره دا هم ده چې مونږ ديو نړيوال کاريدلی پوهيز ( مفهوم) لکه فېنومېن phanomen پر ځای د هغه د فارسي يوه بعيده ژباړه را اخلو او هغه بيا په پښتو اړوو(!) او هغه هم بيا په ډېره بعيده معنی !!! پديد ه هغه څه ته وايې چې په سترګو ر لګيږي ، پديد ميشود يعنې په سترګو ښکاري ! حال دا چې که ښکاري بالکل نه ، خو حس کيږي لکه څشي اورېدل کيږي ، بوی کيږي او يا يې خوند ، تودوخه، سختوالی او پوستوالی لمس کيږي ، فېنومېن ورته وايو خو د پديدې په وييز کې نه شي ځای کيدای . فارسي يوه غير مستقيم او يوګوښيزه او يو اړخيزه بيان لري دعلمي پوهيزونو لپاره دومره مناسبه نه ده لکه څومره چې د شعر او تبليغاتو لپاره اغيزمنه ده ، په داسې حال چې پښتو واقعيتونو ته مستقيم انعکاس ورکوي او وييزونه يې د پوهيزونو سره سيخ او تر ډيره ډيره سمون خوري ، نو په علمي څيړنيز ډګر کې ښه پرمختګ کولی شي، په دې شرط د پاړسو له ښکيلاک څخه ځان وباسي ـ او علمي پوهيزونه له پرمختللو علمي ژبو ځخه مستقيم راوژباړي ، نه دهغې دفارسي له ډنګرو يا نيمګړو او غلطو کږو وږو ترجمو څخه (!!!) ـ

[size=9:765dab7c82][/size:765dab7c82][size=12:765dab7c82][/size:765dab7c82]


نقاد
19.02.2003

ګران ورور ويښ ځلمي ته سلامونه! مننه کوم جې په پښتو کې د اونۍ شتۀ خالي، اتوار، شورو،نهی، ګل، زيارت ، جمعې دهقاني نومونو ته مو ګوته نيولې ده. شتۀ والئ او موجوديت دې په خيروي، خو څنګه چې دهقاني دي ، په حقه سره هم يواځې د دهقانانو په منځ کې ترې کار اخيستل کيږي ، خو هغه هم په ټولو پښتنو سيمو کې نه ! د سادګۍ او ناموزونيت له کبله د افغانستان د پښتو ادب او رسميت کچې ته هسک شوي نه دي او په دې برخو
کې ترې د دري شنبو منبو ته پناه وړل شوې ده ، نو باسواده پښتانه ورسره دومره اشنا هم نه ښکاري ، لنډه يې داچې موجوديت خو لري ، ولې په نشت حساب دی . که رښتيا راباندې ووايې، نو منم چې دا نومونه پښتنو ايښي او کارولي دي، خو دا چې کوم يو يې په رښتيا هم پښتو نوم دی، سړي ته نه ښکاري . که سړی د دري د
شپږواړو شنبو د ګټو وټو سره سيالي کول غواړي نو د لږې استثنا پرته ما وړاندې کړي نومونه يو ښه وړانديز
ګڼل کېداې شي چې ښايي نور يې بشپړ کړي. ما دا نومونه نه ايښي او نه مې ورټاکلي دي، خو د مسلې د حل
لپاره مې صرف د هغوی وړانديز کړی دی، څو، لکه تاسو، نور هم پرې بحث وکړي. نو :
شنــــــــبه ، يکشنـــــــبه ، دوشنــــــــــبه ، سه شنــــــبه، چار شنــــــبه ، پنجشنــــــبه ، جمــــــــعه ، هفته به په ترتيب سره
ونــــۍ ، يوه نـــــــــــــۍ ، دوه نـــــــــــــۍ ، درې نـــــــــــۍ، منځونــــــۍ، پنځه نــــــــــی ، جمعــــــــــــعه ، اونۍ شي .
البته شنبې ته نـــۍ او ونـــۍ دواړه لکه په دري کې شنبه او هفته دواړه ويل کيدی شي. او بس.
بيا هم دا صرف يو وړانديز دی، هغه څوک چې وايي، ګل زيارت او نور د اوږده تاريخ سره سره تعميم نشو ، خو شنبه يکشنبه او څو شنبه د اسانۍ له کبله له بلې ژبې څخه ان په پښتو کې د ننه پراختيا وموندله ، په دې هيله دی چې په پښتو کي هم بايد د دري په څېر اسانه نومونه وموندل شي چې د اسانتيا له کبله ژر تعميم کيدﻻی شي ـ

الله مو مل شه!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more