وطن پال او نور ګټور شعرونه
باغي روح مې د بدن قفس کې تنګ دى (حماسي شعرونه)
لال نبي
18.12.2008
د ټول افغان ګرانو لوستونکو! السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
که څه هم زه په خپله شاعر نه يم، خو غواړم چې د خپلواکۍ او افغاني ننګ غيرت په هکله د نورو ښاغلو او اغلو شاعرانو ښکلي او په زړه پورې شعرونه دلته راټول او د ټول افغان د ګرانو لوستونکو او په خپلواکۍ مينو پښتنو تنده پرې ماته کړم.
هيله لرم چې تاسو هم په دې هڅه کې راسره برخه واخلئ.
زه پيل د فضل هادي فضليار د يوې خوږې څلوريځې څخه کوم چې وايي:
[color=red:7bd6137298]خـپـلـواکـي مـې د خـپـل قـام راڅـخـه غـواړي
لـه غـلـيـم نـه انـتـقـام راڅـخـه غـواړي
بـاغـي روح مـې د بـدن قـفـس کـې تـنـګ دى
د وحـشـت پـر ضـد قـيـام راڅـخـه غـواړي[/color:7bd6137298]
لال نبي
18.12.2008
بيا د ظالم چنګيز نظام دى، خوله ګنډلې ښه ده
لښکر اخته په قتل عام دى، خوله ګنډلې ښه ده
چا ته نارې د زنده باد ووهو څوک مخکې کړو
هر يو د سر سړى غلام دى، خوله ګنډلې ښه ده
جلال امرخېل
خليل الله قتيل خوږياڼى
لال نبي
18.12.2008
خليل الله قتيل خوږياڼى
طاغوتي نظام نسكور پروت په قوت دى
مسلمانه! ډېر نه، لږ پاتې همت دى
د توحيد او رسالت لاره ده خلاصه
د امت طالب ګټلى قيادت دى
غصبې شوې شتمنۍ به شي راټولې
رپيدلى مو بيرغ د امارت دى
فضل هادي فضليار
لال نبي
18.12.2008
[color=white:dae498b5bd]فضل هادي فضليار
لاس كـې مـې تـوره تـكـه سـپـيـنـه لا شـتـه
پـه مـجـاهــد زړه كـې مـې ويـنـه لا شـتـه
وطــنـه ! څـنـګــه بـه دې بـل تـه پـرېـږدم
چـې پـه هــر رګ كـې مـې ســتـا مـيـنـه لا شـتـه[/color:dae498b5bd]
محمداسحق نظامي
لال نبي
18.12.2008
[color=white:ea5432b9bf]محمداسحق نظامي
زه يم مسلمان زلمى باور لرم په ځان باندې
زه يواځې څه چې بلكې نن په هر افغان باندې
خلاص به كړم وطن خپل د اسلام د دوښمنانو نه
صرف يو د الله په نوم او بل په خپل ايمان باندې[/color:ea5432b9bf]
محمد نعمان دوست
لال نبي
18.12.2008
[color=white:bc9a28c505]محمد نعمان دوست
دوى خو ګل په كاڼو ولي، خداى وهلي دي دا خلك
كاڼي بل چا دي وركړي، غولېدلي دي دا خلك
د طواف رسم به ورك شي، د سجدو كعبه ړنګيږي
تور لښكر د ابرهه دى، چې راغلي دي دا خلك[/color:bc9a28c505]
فضل هادي فضليار
لال نبي
18.12.2008
فضل هادي فضليار
ښـه پرې پـوهـېـږم چې مې سـر پـه لور د دار روان دى
خو بيا هـم شـکر دى چـې ستا دعـشـق پـر لار روان دى
وطـنـه! سـتا مـيـنه کـې ځـيـني لـه سـرونـو تـېـر شـول
د ځـيـنـو نـورو پـه هـمـــدې نـوم کـاروبــار روان دى
fazalhadi fazalyar
مفتون غرق و پرق
لال نبي
18.12.2008
مفتون غرق و پرق
غم كې رالوى شو خوشحالي تش په نامه پېژنو
جنازې ډېرې دي ډولۍ تش په نامه پېژنو
مونږ ډېر ژوندون خشكو ډاګونو او خېمو كې كړى
كلى او كور بام او بلۍ تش په نامه پېژنو
maftoon gharqo farq
fazalhadi fazalyar
لال نبي
18.12.2008
فضل الهادي فضليار
تـر اوســـــه زړونــه د اغــيـارو لا ســـاړه نـه ښـــــکـاري
لا مـې د زړه پـه غـوښــو دوى راتـه مـــاړه نـه ښـــکـاري
هـغـوى ژونـدي دي هـغـوى ژونـد او مـيـنـه دواړه کـوي
د خـداى پـه لاره کـې مـړه شـوي مـونـږ تـه مـړه نـه ښـکاري
خــــداى خــــــبر ولــې فضلـيـاره پـه تـا څــه شـوي دي
اوس دې برېـتـونـه د پـخـوا پـه څــېـر کـاږه نـه ښـــکـاري
fazalhadi fazalyar
mahammad jafar hand
لال نبي
18.12.2008
محمدجعفر هاند
دا وار دې سم پر ټنډه ولمه يه سور ښاماره
نور دې له خولې ځينې لال اخلمه تربور ښاماره
دا چې مې خپل د ايمان توغ ستا پر ټټر ښخوم
دا مې رګو كې دى څپاند د توحيد نور ښاماره
mohammad jafar hand
mahmadajan yaar
لال نبي
18.12.2008
محمداجان يار
څو ليوني سپي د خپل وران کلي کوڅو کې ګورم
کاروان د اوښکو په شليدلو ګريوانو کې ګورم
تال بدل شوی دی نغمی راته بدلې ښکاری
دا ساده ګان بيا پردی ډول ته نڅيدو کې ګورم
کيسي د ننګ او غيرت لاړلی په سين لاهوشوی
ريښی ريښی شمله مې نوره سوزيدو کې ګورم
fazalhadi fazalyaar
لال نبي
18.12.2008
فضل هادي فضل يار
روسـان پـر ټـولـه لاره، کـوي خلکـو تـه کـيسې
افغــانـه! سـتا لـه ډاره، کـوي خلکـو تـه کـيسې
پکول که مې نړۍ کې ، د مېړانې يو سمبول دى
لونګۍ مې هم چلـتاره ، کوي خلکو ته کيسې
يو وخت به يو شمېر خلک ، په نښتو اوازونو
د غـرب په هره لاره ، کوي خلکو ته کـيسې
qari sultan aziz ezam
لال نبي
18.12.2008
قاري سلطان عزيز عزام
پېغلې وېدې شوې كه زلمې ويده دي
ګودر چې سوړ ښكاري منګي ويده دي
نن چې درنې زولنې نه شرنګيږي
ها ببر سري ليوني ويده دي
brekhna
لال نبي
18.12.2008
برېښنا
ته دې ډال توره راوخله
زه به ستا د سر پګړۍ شم
ته د زړه نه يا قربان كړه
زه ټپه به ميوندۍ شم
برېښنا اوس چې نفاق ګورم
په ارمان د ورورولۍ شم
said wali qaten
لال نبي
18.12.2008
سيدولي قاطن
كاڼه دي ټول غوږونه، فريادونه مې څوك ناوري
بينا سترګې ړندې دې، اوازونه مې څوك ناوري
په راز راز بهانو مې د مسلم په نامه وژني
اه! چا لره عارض شمه، عرضونه مې څوك ناوري
said wali qaten
fazalyar
لال نبي
18.12.2008
فضليار
ولـــې دې افغــانـه دومـــره ژر پرېـښود
سـتا دُښـمــن روان و ، لــه جهــانه تـه
دا خـلک دې مونږ تـه دُعاګانې کړي
مونږ کـه نـه واى روس تر هـندوسـتانه تـه
راغلـــې خـو لــه تللـي دې ونـه پوښـتل
ولـې لـه دې خـاورې پښـېمانه تـه؟
fazal ali nagar
لال نبي
18.12.2008
فضل علي ناګار
چې مو پر خاوره غليمانو قدمونه ايښي
مونږ يې په ټنډه بيا د تورو پرهرونه ايښي
د ښكېلاكګرو مخې تل زمونږ زلمو نيولي
د تكبيرونو پر هېواد يې خپل سرونه ايښي
naqib ahmad atal malakhel
لال نبي
18.12.2008
نقيب احمد (اتل ملاخېل)
خاونده دومره توان خو راكړه كه بيا مړه شو خير دى
چې په دې درې ځايو كې توره د غيرت وچلوو
په كرملين، اسلام اباد، سپينه ماڼۍ باندې خو
داسې لنډى غوندې پنځوس كاله حكومت وچلوو
fazalhadi fazalyar
لال نبي
18.12.2008
فضل هادي فضليار
بس ډز تـه وي تيارې دواړو غـبرګـو کـې مرمۍ
جـانان همـېشه ګـرځوي پـه ســترګو کـې مرمۍ
يو وخت دلته تېر شوى چې نښتې به وې خدايه
پـه ونـو ، انـســـانـانـو او پـه چرګــو کـې مرمــۍ
د وس يې خدايه نه يو په خپل فضل يې کړې شنډې
دا پـورتـه الـــوتکـــو ځـوانيـمرګــــو کـــې مـرمـۍ
غورځنګ ghorzang
25.02.2009
واه واه څومره ښکلي او په زړه پورې شعرونه دي!
ډېره مننه ياره، ډېر خوند يې وکړ
مننه
wagma
22.02.2010
لال نبي وروره ! په ګوتو دې برکت سه
ډېر ښکلي او زړه وړونکي شعرونه دې راجمعه کړي دي
خو ولې ادامه نه ورکوې؟