د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

آزاد شعر

Abid
13.01.2004

هوډ


بيګا مې هوډ کړی و
چې زه به دا خپل نامراده زړګی
د چا په تشه خوله خندا باندې نور و نه بايلم
او نه به چا ښکلې ته، خوږه موسکا وکړم
بيګا مې هوډ کړی و
چې به د تل لپاره
زه د خپل ژوند له کتاب
د چا د نوم توري له بېخه باسم
او بيا به هيڅ کله د چا ښکلې د نوم توري په زړه پورې و نه تړمه
بيګا مې هوډ کړی و
چې زه به نور د چا د نوم سره تړلی تعويض
په غاړه نه ګرځوم
ځکه چې نوره عقيده مې باندې پاتې نه ده
بيګا مې هوډ کړی و
که هغه ښکلې مې په مخه راشي
هيڅ به ور ونه ګورم
ځکه چې زه يې په ليدو باندې لمبه لمبه شم
خو چې سهار له خوبه پاڅيدمه
خدای خبر ولې مې زړه وبوږنيده
هغه ښکلوکي مې په سترګو کې راوټوکيده
او په خپل کړي هوډ مې پښې کيښودې.

باز محمد عابد
سرای زرداد منډيې کابل
١١/٠١/ ٢٠٠٤


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more