د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

که وغواړی چې په خپل کمبیوټر کی دویروس له شتون نه ځان خبر کی

خیریوسی
31.05.2008

که وغواړی چې په خپل کمبیوټر کی دویروس له شتون نه ځان خبر کی
لمړی ستارټ واخله
دوهم رن ته ولاړ سه
په رن کی prefetch ولیکه
او ok اختیار کړه
تاسوته به prefetch دوسیه خلاصه شی هلته که یو فیل وی اوکه تر زیات فیلونه وی ټول ویروس دی ټول حذ ‍ف کړه
دیادونی وړ : دا ویروسونه به په ضرف دڅو دقیقو کی بیا هلته پیدا کیږی نو تاسویې پسله څه وخت نه خذف کوی چې کمبیوټرمو سلو نه شی

په درناوی


همت
02.06.2008

سلامونه

ښاغلی ajaza
که ستا اجازه وي دا څو کرښې به زه هم وليکم

[quote:7a092882d7]تاسوته به prefetch دوسیه خلاصه شی هلته که یو فیل وی اوکه تر زیات فیلونه وی ټول ویروس دی ټول حذ ‍ف کړه[/quote:7a092882d7]

دا یو هم ويروس ندی. کله چې يو پروګرام خلاص شي، هغه په نوموړي دوسيه کې د
. pf په حيث رجستر کيږي او کله چې په راتلونکي کې نوموړی پروګرام خلاصوې، همدا prefetch دوسيه د پروګراو په لوډينګ (loading) کې مرسته کوي٠

prefetch د اينترنېت د موقتي فايلونو(Temporary Internet Files) په شان دی، خود وينډوز د پاره٠

[quote:7a092882d7]دیادونی وړ : دا ویروسونه به په ضرف دڅو دقیقو کی بیا هلته پیدا کیږی نو تاسویې پسله څه وخت نه خذف کوی چې کمبیوټرمو سلو نه شی [/quote:7a092882d7]

ړنګول يې کوم تاوان نه لري، د يو پروګراوم لوډينګ په يو څو سانيې زيات وخت ونيسي. نه ړنګول يې کېدای شي ګټه ولري٠ (ما کله ندي ړنګ کړي او تر اوسه يې اراده هم نلرم ځکه د ټولې دوسيې وزن ډېر کم دی او د ورځود کمپيوټرونو د سلو کولو د پاره کوم ګواښ نه ښکاري)

مينه او مننه٠

همت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more