وطن پال او نور ګټور شعرونه
لنډۍ
motakhel
29.04.2008
1 الي كوفتر غوندي كږه شوه
دي زړه په سريي په راكيټو وويشتمه
2 دي سهار لمونځ په تيموم وكړه
چي دي سروشونډو خوند دي خولو كي پا ته شينه
3 هلك وړوكي جيني غټه
په زينګا نه يي كينه وي خوله ور كو ينه
4 پيزوان تري ما په خوله كي يو ړ
كمكله مور يي په ډيران كي لټوينه
كتوازې
mohammad seddiq Afzali
12.08.2009
دنجلی خوله کمکی پیچومی
ځوانان پری خیژی زاړه کارته رغړوینه
دومره مین درباندی نه یم
په بام دی ګرځم زړه موردی ډارومه
که دی یوواری خولګی راکړه
ترمازدیګره به دی ورورکرارومه
خوله دی قلا غاښ دی عسکردی
ژبه جرنیل ده دجنګ هکم ورکوینه
عادل عادل
29.08.2009
غاښ دې مسواک خوله دې ستره کړه
له بیهوده خبرو ځان ساته مینه
خوله دې لمده په ذکر ساته
دغه لنډئ دې له ګناوو ډکې دینه
دا ستا ټپئ خو شیطاني دي
په ډیران ناست او اندیښنې دې زنګوینه
ټپئ هغه چې په زړه کښیني
د جانان مینه او رضا پکې نغښتې وینه
bazgar
02.10.2009
کانديد زما زه دکانديد يم
که په هرچامي خرڅوي ورسره ځمه
دفتري کار ټول په پاړسي دى
خواره پښتو يم تش جګړوته مي ساتينه
اميد
28.12.2009
تا مي زاري ونه منله
اوس د پښتو مه ماته زه درنه ځمه
پردي وطن پردي مزدور يم
په زړه رنځور يم تا به كله ووينمه
چي ويده نشي ويښه كينه
نن درته زړه دګيلو ډك خالي كوومه
سپوږمی
tandar
28.05.2010
سپوږمی داسمان په نیماي شوه
زه خواره ناسته مرور پخلاکومه
خلکو پردی خلک راخپل کړه
مامی دا خپل خلک په خوب کی ژړوینه
زړه می په زړه کی درنه بد دی
هسی خبری دناکام درسره کړمه
او زما ارمان وتلی نه دی
ماته دخیټی په جنګ بیا راشه مینه
او یه قورباننننننننننننننننن
خوله دی په خوله کی راته کیږده
ژبه می پریږده چه ګیلی درته کومه
که د زړه حال می درته وویل
خندا به پریږدی په ژړا به شی مینه
او سیل خو پس له نیمو شپو وی
څوک چه بړستنی ګرموی هغه دی ځینه
ښکرته ځی او پورته ګوری
په زړه دی څه دی راته ووایه مینه
نور بس دی٠ ټولوته خوشحاله وخت غواړم
مننه٠ خوږیاڼی
watanmal
02.06.2010
ورسته له سلامونو
د سنګر د خلكو لنډۍ واورۍ:
سختى شيبى دى ژوندون ګران دى
غمجن حالات د مسلمان په برخه شونه
د غم نه ډكى سيلۍ راغلى
بيا ريژوى زمونږ سمسور سمسور ګلونه
په وينو رنګ لارى كوڅى شوى
د اور لمبى شوى د بارودو بوى راځينه
ډيرو غمونو كى پاګل شوم
خوار جهاد مل نور ليونى له دنيا شومه
كور په كور جوړه واويلا ده
د غم ژړا ده جنازى خاورو ته وړينه
يتيمان ژاړى پلار يى نشته
وړى وړى سلګۍ د غم راته وهينه
قبر ته راشى ورته ژاړى
ميندى يى غواړى د بچيانو ديدنونه
د خړ سنګر خاورى ئى راوړه
پكى يادونه د شهيد يار لټومه
څومره په ناز يى وه لوى كړى
اوس يى د خاورو سره خاورى شول هډونه
امريكايى جازونه ګرځى
د چا په كور به بيا بمونه غورځوينه
چاته فرياد وكړمه خدايه
غمخوار مى نشته زه به چاته وه ژاړمه
غوټۍ په څانګه كى وچيږى
تور كارغان بيا د سرو ګلونو لو كوينه
له تورو غرونو اشنا راغى
ازغنى لارى يى كړه خدايه زيړ ګلونه
بايد يادونه وكړم چى دا لنډۍ په ترنم كى ويل شوى كه پيدا مى كړى نو
درسره شريكه وم به ئى خو كه تاسى پيدا كړى بايد خبر مى كړۍ.
================================
================================ وطنمل