د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

بې شفره شفر!

عثمان منصور ا
29.04.2008

تر اوسه داسې پېښې سره مخ شوي ياست چې د PDF دوتنې ته مو تېرنويى (Password) وركړې وي، او بيا مو له ياده وتلې وي، او يا مو هم له انټرنېټ څخه كومه دوتنه ترلاسه كړئ او د هغې دوتنې د چاپ يا لمېسلو (كاپي كولو) پر وخت درڅخه تېرنويى وغوښتل شي؟

د PDFkey pro ساوترى په داسې حالاتو كې ستاسو مرسته كولاى شي! ددې ساوتري په كارولو سره تاسو كولاى شئ، چې د PDF له دوتنې څخه د يوه ټك په وسيله تېرونويى لرې كړئ. دارنګه كه چېرې كومه دوتنه تېرنويى ته اړتيا ولري، او ونشئ كولاى چې بې له تېرنويى څخه نوموړې دوتنه پرانېزئ، نو په داسې حالاتو كې دا ساوترى تاسو ته دا لاسرسې دركوي، چې تاسو په خپله د دوتنې لپاره يو تېرنويى په پام كې ونيسئ، او د همدې تېرنويى په وسيله دا دوتنه پرانېزئ.

ددې ساوتري په وسيله كولاى شئ، چې د PDF دوتنې ته تېرنويى وركړئ.
ددې ساوتري د ترلاسه كونې لپاره دې پتې www.pdfkey.com ته ورشئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more