د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دا وطن

ABUL KHALIQ SAFI
29.11.2003

دا وطن

دا وطن دی څومره ښکلی!
لوړ ئی غرونه پاميرونه
مست سيندونه هلمندونه
پراخ ډاګونه ئی ميوندونه
هندوکش مغرور ولاړ دی
ښايسته ئی دی سرونه
اندراب ثانی جنت دی
ډير خواږه ئی دی ناکونه
د بغلان به زه څه وايم
د سپين زرو ئی کروندونه
د قندوز په چهار درو کی
ښايسته لوی پاليزونه
دتخار ښکلی هوا ده
بدخشان کی ئی ﻻلونه
دپنجشير په لوړو غرو کی
د لاجوردو لوی کانونه
دپروان په شا او خوا کی
د انګورو لوی بڼونه
د مميزو ئی هنګامی دی
دنړی په بازارونو
دا وطن دی څومره ښکلی
----------------------
مزار جان دی څومره ښکلی
د اريا د ژوند دا څلی
د وياړونو مقبره ده
چه رابعه(بلخی) هلته پرته ده
باميان ئی دزړه سر دی
دتاريخ دا لوی ګړنګ دی
د امير دبند به څه وايم
د بودا دا لوی مدفن دی
دا وطن دی څومره ښکلی
----------------------
د اسمائی غرو په لمن کی
کابل جان يوه ناوکی ده
دبابر دبڼ به څه وايم
چهلستون لوی ميلمستون دی
د سپين غر په جګو څوکو
دعظمت ناری خپری دی
ننګرهار د ګلو هار دی
د نارنج دګل ميلی دی
دا وطن دی څومره ښکلی
----------------------
دکنړ په سر درو کی
نورستان ښکلی دره ده
د کامديش به زه څه وايم
ګوهرديش د ژوند دره ده
د کاؤن دغره د پاسه
دعمرو واوره پرته ده
دلغمان په سر درو کی
د ولس پوهه خپره ده
د کابل کلات په لاره
دغزنی سيمه پرته ده
دغزنوی محمود به څه وايم
د ادب لويه مدرسه ده
دا وطن دی څومره ښکلی
------------------------
قندهار د ژوند زانګو ده
شاهنشاه د تاريخو ده
د ميروس، احمد به څه وايم
دنازو د خاطرو ده
راشه و ګوره هرات ته
تمدن دی د قرنونو
د انصار خواجه به څه وايم
ديادونو تذکره ده
دپکتيا په لويو غرونو
د غيرت ناره خپره ده
د يادونو بهئی څه وايم
دقومو لويه ديره ده
دا وطن دی څومره ښکلی
-----------------------
ميمنه که اروزګان دی
لښکرګاه که شبرغان دی
دا لوګر او که ميدان دی
دا ځما روح او ايمان دی
دا وطن دی څومره ښکلی
دا وطن دی څومره ښکلی

١٩/١١/٢٠٠٢ ع٠خ٠ساپی ويانا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more