د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د مينې اوکاروبارد ډېرېدو تاويزونوخلک ورمات کړي

مجاهدكتوازي
05.02.2008

د مينې اوکاروبارد ډېرېدو تاويزونوخلک ورمات کړي



ګرانو ليكوالانو داسلامي نيګه نه كه دي تا ويزو وركولوشرطونه وليكي
منندوي به مي يم



په افغانستان کې روانى ناروغيو، کورنيو شخړواو اقتصادي ستونزو گڼ شمېر خلک په دې وروستيو کې تاويز ورکوونکو ته رامات کړي دي .
په افغانستان کې روانى ناروغيو، کورنيو شخړواو اقتصادي ستونزو گڼ شمېر خلک په دې وروستيو کې تاويز ورکوونکو ته رامات کړي دي .
دغو کسانو ته خلک د ناروغيو د درملنې، د کاروبار د ښه کېدو، نظر بندۍ او د مينې او محبت د ډېرېدو په نيت ورځي .

خو په کابل کې يو شمېر تاويز ورکوونکي شکايت لري چې د دوى په نامۀ يوشمېر نالوستي کسان دغه چارې پر مخ بيايي چې گڼو خلکو ته يې مالي زيان اړولى دى .

په پلازمينه کابل کې سيدخيرالدين اغا يو له هغو تاويز ورکوونکو څخه دى چې د ورځې لسگونو کسانو ته تاويزونه ورکوي .

دى ٧٥ کلن متقاعد پوځي ډگروال دى چې له تېرو نژدې درېيو لسيزو راهيسې د تاويزاتو چارې پر مخ بيايي .

دى وايي د ورځې لسگونو کسانو ته د مينې د ډېرېدو، ناروغيو د درملنې، کورنيو شخړو د هواري او د کاروبار د ښه کېدو لپاره تاويزونه ورکوي .

خيرالدين وايي:'' هغه کسان چې موږ ته راځي له ناروغيو سر ټکوي، ځينې نور بيا د بې اتفاقيو، د تړل شويو بختونو،کورنيو شخړو او له داسې نورو مسايلو شکايت لري خو د گڼو خلکوکورنۍ ستونزې دي . د دې ترڅنگ د زکام، د پښو او سر درد ناروغان هم موږ ته راځي.''

ښاغلى خيرالدين د هغو کتابونو له مخې تاويزونه ليکي چې ډېرى يې په پيښور کې چاپ شوي او د کابل په بازارونو کې په اسانۍ د هر چا ترگوتو رسيږي .

دى هم دغه خبره مني چې کتابونه يې په بازارونو کې خورا ډېر دي خو وايي چې دى سيد دى او بل دا چې تاويز د ځانگړو اصولو له مخې ليکي.

تاويز مينه ډېروى
دغو کسانو ته خلک د ناروغيو د درملنې، د کاروبار د ښه کېدو، نظر بندۍ او د مينې او محبت د ډېرېدو په نيت ورځي


تاويز ليکونکى

دى وايي:'' هر تاويز ځان ته ټاکلى وخت لري. تاويزونه د غرمې په يوه بجه،مازديگر نيمه شپه او ياسهار وختي په اوداسه او په پاکوالي ليکل کېږي . د ځينو تاويزونو ليکلو لپاره حتى ختمونه کيږي . داسې نه دي چې هرڅوک دې راشي او ووايي چې زه تاويز ليکم.''

کورنۍ ستونزې،اجباري ودونه،ناروغۍ او وزگارتيا هغه مسايل دي چې په دې وروستيو کې يې د تاويز ورکوونکو بازار تر بل هغه وخت ډېر تود ساتلى دى .

دغه اغا وايي د تاويزونو د کارو بار له لارې د مياشتې په سلگونو ډالره عوايد تر لاسه کوي . خو نوموړى ادعا کوي چې ځينې نور تاويز ورکوونکي ملايان له همدې لارې د مياشتې په زرگونو ډالره گټي .

دا چې په کابل کې ځينې تاويز ورکوونکي د پيسو په بدل کې څنگه د ځينو ناروغانو درملنه کوي د دغه ښار له يوۀ اوسېدونکي نه به يې واورو:

'' مور مې ناروغه وه،کله به چې واده او يا جنازې ته ولاړه بيا به يې لاس او پښې لړزېدې او له ځانه به يې شيمه ولاړه، د تصادف له مخې يو ډگروال ته ولاړو چې د تاويزونو کارو بار يې کاوۀ، هغۀ زما مور ته سپانده او يو بل څه دم کړل، هغۀ زمامور ته وويل کله چې له يادو شويو ځايونو نه کورته راتلې ځان پرېوله او ځان ته سپلنى لوږى کړه.''

د کابل ښار په ځينو سيمو کې هغه لوحې له ورايه د خلکو پام ځانته را اړوي چې پرې د ملايانو د زده کړې او د تعويذاتو د تا ثيراتو په اړه ډ ېر څه ليکل شوي وي .

هرتاويزځان ته ټاکلى وخت لري
هر تاويز ځان ته ټاکلى وخت لري. تاويزونه د غرمې په يوه بجه،مازديگر نيمه شپه او ياسهار وختي په اوداسه او په پاکوالي ليکل کېږي . د ځينو تاويزونو ليکلو لپاره حتى ختمونه کيږي . داسې نه دي چې هرڅوک دې راشي او ووايي چې زه تاويز ليکم


خيرالدين اغا

تاويز ورکوونکي له دې پرته چې حکومت ته له ماليې ورکولو معاف دي ځينې يې په ښارونو کې رسمي دفترونه لري او د چاپ شويو کارتونو اوځانگړو کسانو په مټ خپل تبليغات پر مخ بيايي .

خير الدين اغا وايي د تاويز ورکولو کار په دې ورستيو کې تجارتي بڼه خپله کړې ده.

دى وايي:'' د تاويزونو بيې د زعفرانو په کاريدنې پورې اړه لري، که چېرې زعفران اصل وي يو تاويز له ٦٠٠ افغانيو پورته نه دى او له شکرانې سره يې ٨٠٠ افغانيو ته رسېږي خو ځينې کسان شته چې په همدې نامۀ څلور يا پنځه زره افغانۍ له خلکو اخلي او په همدغو پيسو قناعت هم نه لري، هغوى ته ځانگړي کسان تبليغ کوي چې اوس په ډالرو غږېږي. ''

ښاغلى خير الدين وايي دى له حربي ښوونځي نه فارغ شوى او دغه دنده ورته له پلاره په ميرات پاتې ده. دى وايي وروسته يې د ارواح پوهنې کتابونه لوستي او اوس د گڼو رواني ناروغانو درملنه کوي .

خير الدين وايي:'' له دې وړاندې چې ستونزه روښانه شي موږ د ناروغ له روحيې هم د ستونزې په ريښو پوهيږو. هغه ناروغان چې رواني ستونزې لري موږ يې له کورنۍ سره خبرې کوو چې په کور کې يې ښه وساتي. د هغوى له مرستې پرته دغه کار څه تاثير نه لري. ما د روانشناسۍ ډېر کتابونه لوستي او په دې برخه کې ډېره پوهه لرم. ''

دا چې د ځينو پېښو شويو ستونزو له امله د کوډگرو او تعويز ورکوونکو بازار تود شوى او د تبليغاتو له اړخه يې تجارتي بڼه خپله کړې، ځينې خلک اندېښنه لري چې له دغه تود بازاره ځينې نالوستي کسان گټه اخلي. دوى له اړوندې حکومتې ادارې غواړي د دغو کسانو مخنيوى وکړي چې د ځينو خلکو د غولولو مخه ونيول شي.


salam
05.02.2008

مجاهد کټوازى صيب کله چې ما يوسى (نا اميدى)زياته شې نو بيا ددى کاروبار
سخته ګټه پۀ لاس را ځى . او ډير تعليم يافته خلک هم د توهم پرستۍ ښکار شې
چې خلکو ته مادى طور د زند ګۍ بنيادى ضرورتونه نۀ رسى نو بيا هغوۍ
هغه ضرورتو نه چې پۀ مادى طور ورته اړتيا لرى پۀ روحانى طريقه چې
نسبتاً ار زانه ده د پوره کولو کوشش کوى او دغه شان ځان ته تحفظ ګورى
دا چې هغه خلک چې دا قسم پروډکټ مار کيټ ته را وباسى د خلکو دعمو مى نفسياتو
نه ګټه او چتوى نورو خلکو ته خو قسمت سموى ولى خپل قسمت ئ د بى وزله
خلکو پۀ جيبو نو پورى تړلے وى .

پۀ درنا وى سلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more