د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د هارډ ډیسک په اندازه کی بدلون راوستل

مؤمن
15.01.2008

ګرانه فدا او نور کمپیوتر پوهانو وروڼو ته،
سلامونه می ومنی.
زما د کمپیوټر هارډ ډیسک په دوو برخو ویشل شوی دی، یعنی سی ډرایو او ډی ډرایو. دا لومړنۍ یې ۲۰ ګیګا بایټه دی او دا دوهم یی ۱۴۰ ګیګابایټه دی.
اوس پوښتنه دا ده چی داسی کوم وړیا پروګرام په انټرنیټ کی شته دی چی وکولای شم له ډی ډرایو نه یوه برخه له سی ډرایو سره یوځای کړم؟
البته زه نه غواړم چې خپله وینډوزله سره انسټال کړم، ځکه زه ځیني پروګرامونه لرم او نه غواړم هغه له لاسه ورکړم.

که څه هم یو پروګرام می په انټرنیټ کی تر سترګو شو د پارټیشن میجیک په نوم، خو وړیا نه وه.

له مرستي مو ډیره مننه او الله مو بریالی لره.

مؤمن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more