د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

چا غوږکې راته ووې...ملنګ جان


هيواد شېرزاد
01.09.2002

چا غوږکې راته ووې چې جانان مه يادوه
........................دسرو شونډو دپاسه سور پېزوان مه يادوه
خو زه وايم ناصح ته چې نور مه کړه دا خبرې
.................................... د مينې لېونو ته عاقلان مه يادوه
دليل او برهانونو کړم مين د يارپه سترګو
........................... بيا څله راته وايې تور چشمان مه يادوه
زما مينه رښتيا ده هوس نه دی پدې پوه شه
............................. نور ونه وايې ماته چې جانان مه يادوه
شمع په ژړا ده لباسي پتنګان ﻻړل
................... وردانګه ((ملنګ جانه)) خوف د ځان مه يادوه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more