د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

یو پروګرام خوښ نه وي ..نو په دې پروګرام یې بیخ وباسه

fida
10.12.2007

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

ګرانو دوستانو!
دا یو ښه پروګرام دی هیله ده چي خوښ مو سی.. او جوابی لیکني حتما وکړی .. که مو پروګرام خوښ وي ..او که نه.. که دي خوښ سوۍ وی ..او کښته دي هم کړی نو د مننی دوه ټکی به ستاسو هیڅ هم کم نه کړي ... مګر د لیکوال همت به په لوړ شی او نور به کوشش وکړی چي تاسو رنګا رنګ او نوي موضوعګانی ولیکی .. .او که مو نه وي خوښ ..نو د ناخوښۍ سبب باید څرګند شی .. ترڅو آینده د داسی لیکنو نه ډډه وشي...دا خبره چي ما وکړه دا ډیره ضروری ده باید پام ورته وشی...

خیررررر هیله ده چي پوه شوي به یاست

راځی پروګرام درته وښه یم... د پروګرام نوم دۍ ان انسټالر Your Uninstaller! PRO 2008 6.1.1233
او دایی هم انځور دی :

دا د خدای په رضا سره دا سی پروګرام دی چي هغه پروګرام کوم چي ستاسو نه وي خوښ او یا یی د بلي کومي وجی څخه ډیلیټ کول غواړی .. نو په رشتیا یی بیخ باسی ..

ته به وایی .. ولی دا کار خو زه په ساده وینډوز کي هم کولای .. ایډ ریمو پروګرامز باندي ...

مګر زه وایم .. ایا هغه د پروګرام ټوله ټوله فایلونه له مینځه وړي ؟

نـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه نـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

بلکی د هغه پروګرام راجسټری فایلونه .. موقت فایلونه او ګوره نور څه څه پاته شی .. او ته خبر نه یی ..خوشحاله یی چي ولا پروګرام خو ډیلیټ شو..

نو بیا ...

زه وایم دا پروګرام نه راجسټری فایلونه او نه نور ګډ وډ فایلونه ستا په کمپیوټر کي پریږدي .. بلکی د ټولو بیخ داسی باسی ....لکه څه شی درته وایم.. څه څه څه .... ځه خیر نه به درته وایم

ښه نور هم څه لري که نه ؟

نور هم زیات شیان لري .. لکه :
1 پروګرامونه له بیخه ایستل
2 د سټارټ اپ فایلونه کنټروله ول ..(کوم پروګرامونه چي د وینډوز سره په اول کی خلاصیږی) کولای شی دا خاصیت یی له مینځه یوسی.
3 موقت فایلونه له بیخه ایستل که د انټرنیټ وی او که نور
4 د سټارټ مینیو ترتیبه ول او ناکاره شیان تری غورځول....او نور
5 کمپیوټر زاړه وخت ته ریسټوره ول..
6- نوی پروګرامونه چي تاسو انسټال کړي.. هغه په سره رنګ واړوی .. ددې لپاره چي ژر وپیژندل شی..
یو بل انځور :

[img]img]http://i.d.com.com/i/dl/media/dlimage/22/20/2/22202_large.jpeg[/img][/img]

نور به یی صفت نه کوم ... بس دومره به ووایم چي زه خپله هم دا پروګرام لرم او ډیر ښه کار کوي ..تاسو یی هم تجربه کړی.. (هو رشتیا انځور د زاړه ورژن دی )

راځه دلته یی کښته کړه
downlaod

user Name : SeVeN / FFF
serial :
000017-AAB09B-WQ105E-556F7X-HUZZEJ-N3DPEU-65A3QC-9BRAQ0-0V2ZAM-YU43D2

نو ژر کوی .. که موضوع زړه سی او لنک بدل شی .. بیا نو زه نه یم ملامت..

هو رشتیا .. د پروګرام حجم دی : 3.61 م.ب

په اخر کی بیا یادونه ::::: جوابی لیکنه ډیره ضروری ده .. که دی پروګرام خوښ وی که نه....

ستاسو ورور: فداء[


ډیر ښه پروګرام ده

مؤمن
11.12.2007

ګرانه فدا وروره،
ما دا پروګرام ښکته کړ او ریښتیا هم چې ډیر ښه او د کار وړ پروګرام دی. له خدای (ج) درته اجر غواړم.
زه ځیني پروګرامونه کاروم چې آزمیښتي پروګرامونه دي، یاني ټرایل ورژن. نو کله چې هغه موده یا وخت پوره شي، داسي کومه لاره شته چې هغه پروګرام بیا انسټال کړو؟
ما دا ستاسو په اوسني پروګرام باندې ځیني دغسي پروګرامونو بیخ وباسه، خو که ریښتیا ووایم سم یې نه وه ایستلی، ولی کله چې مې هغه ایستل شوی پروګرام بیا انسټال کړ، نو هغه مخکیني خبرې یې لا په یاد وي او ویل یي ورورکه آزمایښتي موده دې پای ته رسیدلي، نو یا پیسي ورکړه یا په مخه دی ګلونه.

هو ، هغه پروګرامونه چې زه یې غواړو او پسي لیونی یم، دا دي:
TO3000
AnyCount
MaxiCount
الله مو مل شه. او بری درته غواړم.

مومن


fida
11.12.2007

اول خو به زه د ان انسټالر لنک یو وار بیا په لاس دا خلګو ته ورکم ..

[url]http://www.ursoftware.com/dlds/yu2008setup.exe[/url]

اوس نو مومن جانه ستا خبره ..

زه نه پوهیږم چي تاسو به دا پروګرامونه په ان انسټالر باندي ډیلیټ کړي وی او که نه؟
مګر دا پروګرمونه چي ستاسو په کار دي ...ددې کراک یا سیریال پیدا کول ماته اسانه نه ښکاری..ځکه چی ډیر نا اشنا پروګرامونه دی..ما خو چی سرچ وکړی پیدا می نه کړه .. که تاسو ددی پروګرامو د جوړونکو ویب سایټ در مالوم وی ..نو راسره شریک یی کړی ..تر خو یو لاره ورته وسنجوو..

هو انی کاونټ لا ډیمو پیدا کیږی..مګر بشپړ نه..

که غواړی دا پروګرامونه یو ځل بیا انسټال کړی ..زما په خیال که د سیسټم تاریخ بیرته زوړ کې نو څه نا څه پرمختګ به وسی..که نه وسی ..نو ولاکه می په هیڅ سر خلاصیږی ..ځکه چی ددی پروګرامو سره هیڅ تجربه نه لرم..
بخښنه.


مؤمن
11.12.2007

وروره،
ما پروګرامونه په همدې ان انیسټالر باندې له بیخه وباسل، خو لکه چې ځیني ریښې یې پاته وي.
د دې پروګرامونو ویب سایټ دا دی:
http://www.anycount.com/more_programs.htm
د نیټې شاته کول مخکې کول هم کوم ګټه ونکړه. ډیمو ورژن خو د ټولو شته، چې له ۳۰ ورځو وروسته خوسا کیږي او بیا کار نه کوي.

له مرستې مو کور وردان.


fida
16.12.2007

مومنه وروره اول خو ددی پروګرام نوي ورژنونه انسټال کړه او بیا لاندي پروګرام انسټال کړه او ورسره لاندي معلومات په پام کی ونیسه.. ان شاء الله کار به وشی..

[url]http://www.zshare.net/download/455993222bc4d2/[/url]
دا پروګرام کښته کړه او تجریبی پروګرامونه په دایمی کړه...
دا پروګرام داسی کار کوي ..چي د تجریبی پروګرامو وخت ور ودره وی .. یعنی بیا هغه در وخت نه تیریږی..

کله چي دی انسټال کړی بیا به د تجریبی پروګرام فولډر ته ورشی او په هغه کی بد پروګرام پر آیکن چپه کلیک وکړی .. او پراپرټی ته به ورشی..بیا به لوړ په ټیبو کی د جنرال او کمپاټ ابلټی وروسته یو بل ټیب وی ..نوم یی دی: microbest crack lock دی ټېب ته به ورشی او دوهمه خانه به اختیار کړی..او اوکی..

اوس دا ټوله بند کړه او راسه کریک لوکر پروګرام ته ..هلته به د هغه پروګرام آیکن در په سترګو سی کوم چی تاسو په نښه کړی وو...اوس نو همهاغه ایکن ډبل کلیک کړه او په نوی کلکین کی تاریخ بدل کړه او اوکی ..بس نور ددې پروګرام لپاره وخت ودریدی کار نه کوی...او تاسو به د ډیمو ورژن څخه تر څو چی دا پروګرام وی کار اخلی...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more