د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خبري مرغلري

مازدیګر
29.11.2007

هر ازمیښت چه موږ ورسره مخامخ کیږو
داسی طرح شوی ده چه موږ نور غښتلې کوی


مازدیګر
30.11.2007

محمد حسن اغا له تاسو نه مننه
دالیکنه مو دټولګری بحثونو په خونه کی ځای کړی وای نو ښه به وای


مازدیګر
30.11.2007

که په ژوند کی کامیابی او پرمختګ غواړي
نو له نورو سره په دی لار کی کومک وکړی


Mohammad Hassan
30.11.2007

مازديګره وروره زما سلامونه ومنه!
بښنه غواړم چې ما يوه اوږده ليکنه دلته را نقل کړه. رښتيا هم هغه مې بايد بل ځای او تر بل نوی عنوان لاندې راوړې وای. دې ټکی ته زه هلته متوجه شوم، چې خبره له خبرې تيره وه، یعنې چې د «تېرول» تکمه مې وهلې وه.

د شپې مې دې خبرې ته فکر شو چې ښه به داسې وی چې وطنمل صاحب دا ستا له خوا وړاندې شوی سرليک او په هغو پوری اړوندې ليکنې د (ګټور معلومات ) موضوعاتو ته نقل کړی، ځکه چې (خبرې ملغلرې) ډير ګټور شی دی، خو د تاوده بحث موضوعات نه دی.
نو نه پوهېږم چې ستا نظر او د وطنمل نظر به څنګه وی؟

اوس يوه مرغلره:

[color=darkred:43238e6174][/color:43238e6174]
«پوهه قوت دی! څومره چې په علم سنبال ؤ، هغومره به د آخری بری په لور په جرئت او اطمنان ور دانګو.»
[color=red:43238e6174][/color:43238e6174]


رښتینی
30.11.2007

[color=yellow:d3f4c5cfd1]غصه مه كوه ! [/color:d3f4c5cfd1]

[size=7:d3f4c5cfd1]حديث شريف [/size:d3f4c5cfd1]

په مينه


mehman
30.11.2007

[color=green:231593e1eb]یوسف گمگشته بازآید به کنعان غم مخور[/color:231593e1eb]
1 یوسف گمگشته بازآید به کنعان غم مخور *** کلبه احزان شود روزی گلستان غم مخور
2 ای دل غمدیده حالت به شود دل بد مکن *** وین سر شوریده بازآید به سامان غم مخور
3 گر بهار عمر باشد باز بر تخت چمن ***چتر گل در سر کشی ای مرغ خوشخوان غم مخور
4 دور گردون گر دو روزی بر مراد ما نرفت ***دایما یک سان نباشد حال دوران غم مخور
5 هان مشو نومید چون واقف نه​ای از سر غیب ***باشد اندر پرده بازی​های پنهان غم مخور
6 ای دل ار سیل فنا بنیاد هستی برکند***چون تو را نوح است کشتیبان ز طوفان غم مخور
7 در بیابان گر به شوق کعبه خواهی زد قدم***سرزنش​ها گر کند خار مغیلان غم مخور
8 گر چه منزل بس خطرناک است و مقصد بس بعید***هیچ راهی نیست کان را نیست پایان غم مخور
9 حال ما در فرقت جانان و ابرام رقیب ***جمله می​داند خدای حال گردان غم مخور
10 حافظا در کنج فقر و خلوت شب​های تار *** تا بود وردت دعا و درس قرآن غم مخور


مازدیګر
30.11.2007

حامد صیب اوس وایه :(


Nazar
30.11.2007

[code:1:cd59afcecc]توړو ړو ړو ډم ډم توړو ړو ړو

توړو ړو ړو ډم ډم توړو ړو ړو
توړو ړو ړو ډم ډم توړو ړو ړو

توړو ړو ړو ډم ډم توړو ړو ړو
توړو ړو ړو ډم ډم توړو ړو ړو
توړو ړو ړو ډم ډم توړو ړو ړو[/code:1:cd59afcecc]

مازدیکر اول سلام باز تقدیم کلام

چرا  شعر خوشیت نامد ؟
یا معنی شعر را نه فهمیدی ؟


رښتینی
30.11.2007

مازدیګره وروره سلام

وخت له سرو زرو ډیر قیمتی دی


مازدیګر
01.12.2007

دیوه ګلین زهرو په پرتله په یوه څاڅکې شاتو ډیر مچان راټولیږي


Nazar
01.12.2007

د درنښت وړ پوهانو، ليكوالو، شاعرانو او پتمنو مېلمنو او دروند ښاغلى مزدیګر !
زموږ سلام، ادب، مينه او درنښت ومنئ،
او په ځانګړې توګه ښاغلى مازدیګرصاحب! موږ د جګړې له بطنه راوتلي، د لمبو په اوڼيو كي تړل شوي او د وحشت په غېږه كي را لوى سوي زلمي يو، موږ د وخت هغه زده كوونكي يو چي د زمانې د جبر په ښوونځي كي د قهر او غضب استادانو د عقدو له كتابه د كركې درس راكړى دى.
موږ ته د انساني كرامت سره عشق، مينه او محبت ګناه ښوول سوې ده، موږ د انسان له وجوده خوړل كړي او د وينو له سينده هم څښل.
موږ د ايډيولوژيو قربانيان يو او د انقلابونو د سر صدقه.
موږ له كفره سره دښمنۍ هم خوړلي يو، له اسلام سره دوستۍ هم، موږ د شيطان پر لاره هم ګمراه سوي يو، د رحمان پر هغې هم.
موږ وړمه ورځ له كمونيزم سره په ډغره؛ هيواد، فرهنګ او انسان له لاسه وركړ او پرون مو له اسلام سره په دوستۍ كي عفت، ناموس او ايمان.
زموږ څخه زموږ د ځوانۍ ځواك او انرژي ترور سوه، زموږ په استعدادونو، احساساتو، ايمان او عقيده لوبي وسوې، د وخت د سرچپه لوبو په انډوخر كي، لاس ماتي او پښې ماتي سوو، ړانده سوو، كاڼه سوو، وخوړل سوو، وزبېښل سوو.
موږ هم د پرديو دوستانو او هم دښمنانو په پښو كي لتاړ_لتاړ او چيخ پيت سوو.
زموږ هماغه جهادي رهبران چي پرون يې زموږ مشرانو د ژوند د ټولو ارزښتونو په بيه د سرونو بلا اخيسته او د كمونيزم پر وړاندي يې د هغوى په لارښوونه د جهاد د سنګرونو ګرمۍ ته نړۍ هېښه كړې وه، نن يې زموږ د ميليونونو انسانانو شهيدي ككرۍ د كمونيزم ميراث خوري(روسيې) ته وروبخښلې او د هغوى سپېڅلي ويني يې ورته خرابات كړې، نه يوازي دا چي رډي_رډي سترګي يې پرېښوو، بلكي په سترګو كي يې د خپل جنايت او خيانت ايرې راوپاشلې، نن موږ شوكوره يو، نن زموږ څخه د ګناه او ثواب لار وركه ده، آخر د ګناه او ثواب معيار څه دى؟ ثواب څه ثواب لري او ګناه څه عذاب؟ د ثواب ګټه څه ده؟ او د عذاب تاوان؟ ثواب ښه دى كه بد؟ او ګناه ښه ده كه بده؟ ښه او بد څه توپير لري؟ موږ كومه لار ونيسو؟ د څه لپاره؟ دا هر څه ته د چا په عينكو كي وګورو؟ د كفر كه د اسلام؟ د كمونيزم كه د اخوانيزم؟ دا كار بيا وكړو؟ كه دا ونه كړو، څه وكړو؟ څوك مو دوست دى او څوك مو دښمن؟
دا دوه څه توپير لري؟ كه په توپير ورته قايل شو، ګټه به مو څه وي؟
موږ خو د كفارو او مسلمانانو دواړو په دوستۍ او دښمنۍ دواړو كي تاوان كړى دى، آخر زموږ چاره څه ده؟ زموږ شاعر په دې باب ډېر ښه موزون ږغېدلى دى:
_____________________________
كه د آمو د لاري كه پر پنجاب راغلى
د انقلاب په نامه خانه خراب راغلى
زموږ د ژوند سيمه يې زير و زبر كړه همه
يو له رواجه بهر، بل بې كتاب راغلى
_____________________________
كه د آمو د لاري كه پر پنجاب راغلى
د انقلاب په نامه خانه خراب راغلى
زموږ د ژوند سيمه يې زير و زبر كړه همه
يو له رواجه بهر، بل بې كتاب راغلى
_____________________________


مازدیګر
03.12.2007

که له پرونۍ سهوی مو کوم سبق اخستی وی
نو بیا نن رشتیا هوشیار یاست


Mohammad Hassan
03.12.2007

«کينه او غچ اخيستنه د بې عقلۍ نښې دی. »


pattang
03.12.2007

نه داسې نده ، عدالت بايد وي غدار بايد جزا ووېني او يا دملغلره سمه کړه !
بودايان او ځيني عيسويان داسې وايې ، خو پښتانه بيا خپل غچ اخلي او غير له
هغه انډيواله ولا که خوند کوي کله چې څوک په سپکه سترګه درته وګوري او ظلم درسره وکړي ، سل کاله وروسته هم ولا که را څخه خلاص شي.
( زمونږ د پښتني وينې داارثي خاصيت دی ) .

[quote:9fc12fe1b7="Mohammad Hassan"]«کينه او غچ اخيستنه د بې عقلۍ نښې دی. »[/quote:9fc12fe1b7]


Nazar
03.12.2007

Camel وش هم خپل غچ اخلی ډیر لوی زیدی ځانور ده


pattang
03.12.2007

ګلا ليه ! خدای د اوښ اوښ لري ، شغال شغال او ګيدړه ګيدړه٠
په تور توپک ويشتلی راشې
------------------------ دبې ننګي اواز دې مراشه مينه ٠

[quote:7992819ca0="Nazar"]Camel وش هم خپل غچ اخلی ډیر لوی زیدی ځانور ده[/quote:7992819ca0]


عصمت الله
03.12.2007

د فکر کولو نه پرته د خبرو کول دبې هد ف ډزو په شان دي .

کله چې څوک ما ځوروی خپل هوډ او روحیه دومره اوچتوم چې د ځورولو زیان
نه رارسیږی .


monir
03.12.2007

هر څومره چې په یوې پرېکړنده غونډې کې د ګډونوالو شمیر او د غونډې وخت زیات وي، په همغه اندازه یې نتیجه کمه ده!!!


pattang
03.12.2007

[quote:b66b091b8b]د فکر کولو نه پرته د خبرو کول دبې هد ف ډزو په شان دي .[/quote:b66b091b8b]
دا خبره خو دې درسته ده خو که په عمل /خبرو فکرشوی وي او په چوکاټ کې
تړل شوې وي ،نو فکر ته ضرورت نشته ، عمل با يد وشي٠

[quote:b66b091b8b]کله چې څوک ما ځوروی خپل هوډ او روحیه دومره اوچتوم چې د ځورولو زیان نه رارسیږی ٠[/quote:b66b091b8b]
دا خو لويه سادګي ده ته فکر کوې چې دهغه لاسونه به تړلي وي ??
نه هغه له تاځخه يابايد وډارشي او يا دې خپل سيال وبولي٠


مازدیګر
04.12.2007

څوک چه ځان ته عالم وایی هغه جاهل ده
څوک چه ځان ته جنتی وایی هغه دوزخی ده

حضرت عمر فاروق(رض)



ع کريم حليمي
04.12.2007

مکرم مازدیګر صاحب زما سلام ومنه 
 
[quote:91284e0c91]څوک چه ځان ته عالم وایی هغه جاهل ده [/quote:91284e0c91]
هو ! داسي مي لوستي دي چه ;
العلم بالکلام هو الجهل و الجهل بالکلام هو العلم 

اما ; دا لاندي خبره يو څه عجمۍ ده يعني  جمله بيخي ګونګه ده.
[quote:91284e0c91]څوک چه ځان ته جنتی وایی هغه دوزخی ده [/quote:91284e0c91]


مازدیګر
04.12.2007

سلام علیکم

حلیمي صیب رښتیا هم داسی ده
ما له عربۍ نه نه بلکه له یوی بلی عجمۍ ژبی نه دا ژباړه کړی ده
او هلته جهنمی لیکلی وو نو یا خو به په ژباړه کی زما دکمزوری
له امله تاسی ته ښه نه وی واضح شوی چه زه یی بخښنه غواړم
او یا به له یوی عجمۍ ژبې نه بلی ته جمله اړول همدغسی شکل غوره کوی
ګوره یوار بیا کوشش کوم خدای دی وکا چه سمه شی
څوک چی ځان ته عالم وایی هغه جاهل ده
او څوک چه ځان ته جنتی وایی هغه جهنمی ده
حضرت عمر فاروق(رض)


Mohammad Hassan
04.12.2007

«عالمان د فکر او سنجش پرته خبرې نه کوی، خو جاهلان بې فکره خبرې کوی»

يوه لنډۍ هم د تفريح له پاره:

(ټول ناخبر په ما خبر شول
. اوس خو پښتو نه ده چې خپل جانان پريږدمه)


مازدیګر
05.12.2007

بُخل او ایمان په یوه زړه کی نه ځایږی
حدیث


رښتینی
05.12.2007

یووخت عباسی خلیفه منصوریوه مچ ډیر په تنګ کړ
له ده سره ناست یوه پوهه ملګری ته یی وویل چی دخدای
به د مچانو په تخلیق کی حکمت څه وی ؟

هغه ورته وویل :

څوپه هغوی سره کبرجن انسانان سرځوړی کړی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خدای دی وکړی چی دمازدیګر صیب له تګلاری می مخالفت نه وی کړی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more