د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

هرڅه نه به تېر شم خو.... ملنګ جان


هيواد شېرزاد
31.08.2002

په پښتو، پښتنو او پښتونستان مين ارواښاد ملنګ جان خوږه نغمه!

[color=red:22c2c7eb5c]:::::::::::::::::::هر څه نه به تېر شم خو ايمان نه تېرېدی نشم ::::::::::::::::::[/color:22c2c7eb5c]

هر څه نه به تېر شم خو ايمان نه تېرېدی نشم
......................................زه لکه ايمان پښتونستان نه تېرېدی نه شم
×××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××
عزم مې دی کړی چې وطن به مې ازاد کړمه
........................................يا به دغه ﻻره کې هستي خپله برباد کړمه
دا زما پيمان دی خپل پيمان به څنګه مات کړمه
.......................................زه خو دخپل عزم او پيمان نه تېرېدی نشم
×××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××
دا د حق اواز چې مې له خولې ځنې وتلی دی
....................................کوټ په کوټ نړۍ کې انسانانو اورېدلی دی
اوس مې د وطن لپاره سر ﻻس کې نيولی دی
..................................هيڅکله وصيت د خوشال خان نه تېرېدی نشم
××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××
کاڼو دوطن نه زما، ځار د غير لعلون شه
.........................................دې شاړو ميرو نه زماځار د بل باغونه شه
څپرو کنډوالو نه زما جار پردي قصرونه شه
.........................................زه خو دپښون دنوم نښان نه تېرېدی نشم
×××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××
سر که زما سر وي خو د قام نه به خيرات شي
................................ټيټ به چاته نشي که په سل ځايه کې مات شي
زړه که خير د قام نه غواړي هغه زړه دې مات شي
...............................زه (( ملنګ جان )) خپل دغه بيان نه تېرېدی نشم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more