د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د ګرانو لوستونکو د پاملرنې وړ خبرتيا

ډاکتر وطنمل
15.11.2003

[color=darkblue:1690f1f220]ګرانو خويندو او ورونو ا لسلام عليکم و رحمت الله و برکاته .
د لوی خدای (ج په لورنه مو دوې نوې برخې په دې فوروم کې پرانيستلې ، چې يوه يې د پوهنې او فلسفې له پاره ځانګړې شوې ده . په دې برخه کې به يواځې بشپړ علمي او فلسفي مضمونونه وړاندې کيږي ، خو پوښتنې ، عبرګونونه او جوابونه به دلته د وختون (زمان ) او ځايتون (مکان) د لږوالي له کبله نه وړاندې کيږي . هغه څوک چې يو بشپړعلمي يا فلسفي مضمون دلته ليکل غواړي، نو لومړی به د ليکنې موضوع (سرليک) دلته اعلاموي او بيا لږ تر لږه يوه اونۍ (٥ رسمي ) ورځې وروسته به د اعلام شوي سرليک ﻻندې خپل مضمون وړاندې کوي . او يا خو بشپړ مضمون د مسوول چلونکي د بريښناليک يا شخصي پيغام په پته را استوي . البته غبرګونونه ، پوښتنې يا جوابونه په لنډ ماله توګه په ټولګړو بحثونو کې تر سره کيدای شي ، وروسته به د اړتيا سره سم بيله خونه پرانيزو . ﻻندېني اشخاص اوس کانديد شوي ،څو د ﻻندينيو موضو ګانو په اړه ليکنې وړاندې کړي . په مينه او درنښت ـ وطنمل [/color:1690f1f220]

[color=blue:1690f1f220] ١ ــ محترم ښاغلی غيرت : فلسفه او د فلسفې د پيدايښت تاريخي شرايط .

٢ ــ محترم ښاغلی پاڅونوال : د عيني او ذهني نړيوتوپير او د دوه بنسټيزو فلسفي مکتبونو منځته راتګ .

٣ ــ لر غونې يونانۍ فلسفه :
الف : محترم ښاغلی ځواکمن : د طبيعت فلسفه او د هغې وتلي استازي .[/color:1690f1f220]


فلسفه څه ډول پو هه ده ؟ او څه وحت منځته راغله ؟

Ghairat
17.11.2003

د فلسفې نوم د عربو څخه په معرب شکل مونږ ته رارسيدلی دی ،اصلا کوم عربي کلمه نه ده او نه هم فلسفه عربو منځته راوړې ده. عربي نړۍ د خپل جغرافيايي موقعيت له کبله د اروپا او او ځتيزې نړۍ ترمنځ يوه اتصالي کړۍ ده، او په دې توګه تل د معنوي غورزنګونو او پوڅي ګواښونو سره زمونږ او نور ختيځ په پرتله لومړی مخامخ او اغيزمن کيدل . نو د فلسفې خپل اصلي نوم له دوه يوناني کلمو ( فيلو او زوفي ) څخه ترکيب شوی او
Philosophy فيلو سوفي ورته ويي. Philo حکمت يا پوهې ، او Sophy مينې او محبت ته وايي ، نو فيلو زوفي يا فيلو سوفي (( د حکمت او پوهې سره مينې )) ته وايي ، او فيلوسوف ( چې معرب يې فيلسوف دی) د حکمت يا پوهي مينه وال په معنی دی. يوناني اندوال محتاط او د قناعت خاوندان وو ، ځان ته يې پوه يا حکيم يعنې ( سوفي ) نه وايه ، بلکې ځانونه يې يواځې د پوهې او حکمت غوښتونکي او مينه وال بلل.
دوی نړۍ او طبيعي چاپيريال ته ، په نړۍ او طبيعت کې پيښو او تغيراتو ته کتل او ليدل يې چې هيڅ شی په يو او ثابت حالت کې نه دی، هر څه اوهر حالت بد ليږي ، په موجوداتو او دهغوی په خواصو او ځانګړتياو کې راز راز تغيرات ، پيښې ،پروسې او بهيرونه رامنځته کيږي ، ددې ټولې نړۍ ، يعنې ټولو شيونو او موجوداتو ، پيښو او تغيراتو ، ثابت او واحداساس يا بنسټ څشی دی ، انسان ، د انسان ژوند او د ژوند هدف يې څشی دي؟ پس له ژونده څه منځته راځي ، مرګ څشي ته وايي .... او داسې نور ډيرې ټولګړې پوښتنې به يې د نړۍ په اړه مطرح کولې او زيار يې ويسته چې دغه ډول عامو پوښتنو ته په ټولګړې توګه باوري ځوابونه و مومي .
( نورلري ) .



ع کريم حليمي
20.02.2004

محترم ځواکمن صيب سلام عليکم ٠ ښی هيلې درته غواړم
غواړم چه پوښتنه وکړم ٠ څه چه موږ په سترګو وينو په اسمان کی ټوله په حرکت کيدی ٠ هره ورځ خدای انرژی
ور کوی او که بيله خارجی قوی څرخی ٠ که هر ورځ پوش ورکوی ولی ئی اثر نه وينو٠ که انرژی نه ور کوی فزيک
دا نه منی ٠ تشکوی
حليمي


نقاد
19.03.2004

[quote:af7be87369="abdul karim"]محترم ځواکمن صيب سلام عليکم ٠ ښی هيلې درته غواړم
غواړم چه پوښتنه وکړم ٠ څه چه موږ په سترګو وينو په اسمان کی ټوله په حرکت کيدی ٠ هره ورځ خدای انرژی
ور کوی او که بيله خارجی قوی څرخی ٠ که هر ورځ پوش ورکوی ولی ئی اثر نه وينو٠ که انرژی نه ور کوی فزيک
دا نه منی ٠ تشکوی
حليمي[/quote:af7be87369]

د محترم استاد حليمي صيب او دروند ځواکمن صيب څخه بښنه غواړم ، چې دلته به زه هم خپل نظر وړاندې کوم ، او که سم نه وی اصلاح به يې کړئ:
١ـ ا نرژ ي د مادې د موجوديت يو شکل دی او له يوه څخه بل شکل ته تغير خوري . حرکي انرژي په پوتنسيال ، او پوتسيال انرژي په حري بد ليږي ، نو له بهر څخه واريدل يې په هر حالت کې حتمي نه دی .
٢ـ خوځيدل او حرکت ډير شکلونه لري، تر ټولو ساده يې ميخانيکي دی ، چې يو جسم خپل موقعيت د بهرنۍ قوې د واردولو پواسطه بدلوي . دلته له به څخه قوه ياده شوې ده، قوه او انرژي کټ مټ يو شی نه دي او تعريفونه يې د فزيک له مخې هم يو ډول نه دي .
٣ـ د تغير او حرکت نور شکلونه لکه فزيکي، کيمياوي، بيولوژيکي، اجتماعي او شعوري بدلونونه او حرکتونه د ميخانيکي حرکت د قوانيو له مخې نشي روښانه کيدای يا په ميخايکي توګه نشي تعميم کيدای . والسلام



ع کريم حليمي
19.03.2004

ډير دروند پاڅونوال صاحب ،محترمو لوستونکو سلامونه می ومنۍ٠
ګرانه پاڅونوال صاحب يوه نړۍ مننه چه زما پښتنی تاسو جواب وليکه ٠ او ډير ښايسته ، ساينسی جواب مو ليکلې ٠تاسو ټوله ليکنه د فزيک ،کيميا پر اصولو تکيه ده ٠ او هم صحيح ده ٠
دخوښۍ خبره زما د پاره دغه ده چه تاسو ليکې
((٢ـ خوځيدل او حرکت ډير شکلونه لري، تر ټولو ساده يې ميخانيکي دی ، چې يو جسم خپل موقعيت د بهرنۍ قوې د واردولو پواسطه بدلوي .))
او غواړم چه مخه ئی فلسفی او منطقو ته راواړوم ٠
داچه خدای مځکه محرکه ساتلی ده ستاسو ليکنی په اساس چه فزيکی قانون دی ٠ چه بيله بهرنۍ قوې واردولو
حرکت امکان نه لری٠ په داسی حال کی چه مځکه 4,269,219,733 مايله فاصله حرکت لری او11,696,492 مايله
په ساعت کی فاصله وهی او 18.55 مايله په سانيه کی ځی ٠ سوال دادی چه دغه بهرنۍ قوه خدای دکومه کوي
او څومره عظمه قوه ده ٠ ؟ موږ پوهيږو چه باران ،زلزله٠ وغيره څنګه کيږی ٠ غواړو پوه سو چه حرکت څنګه
پيداکيږی٠ يعنی دمځکی او دستورو ٠

تشکور
حليمي


نقاد
22.03.2004

من من سلامونه او د نوې کال مبارکي خپل ګران استاد محترم حليمي صاحب او د ټول افغان ګرانو کارکوونکو او درنو پتمنو لوستونکو خويندو ورونوته وړاندې کوم .

دروند حليمي صيب ، تاسوته ښه پته ده چې که د مادي نړۍ په اړه د پيژندون يا معرفت په اډانه کې
، د چا خبره ــ کابو مطلق حقيقت تصور کيدای او ويل کيدای شي، هغه دادی چې :[b:6bf443bc09]
[color=blue:6bf443bc09]حرکت د مادې د موجوديت توګه ده [/color:6bf443bc09][/b:6bf443bc09]
٢ــ په مادي نړۍ يا کايناتو ( ټول ګرديځ) کې هر څه په ټول ټولګړي اړوند او ارتباط يا متقابل اغيز سره له يو نه بل ته او له بل نه بل ته، مستقيم او غير مستقيم ډول، ټول يو دبله سره تړاو لري .
٣ــ د حرکت منبع ، علت او سرچينه تل د شيونو او موجوداتو په داخل کې د هغوی داخلي تضادونه او کړکيچونه قطبيت او کش مکش ده.

اوس که پورتنۍ دريواړه ګڼې سره په پام کې ونيسو ، او دريمه په دوهمه ګڼه استعمال کړو، يعنې ټول ګ
رديځ د عام اړوند او رتباط په لمن او چوکاټ کې د يوه کل په توګه تصور کړو ، نو د ستورو ، سيارو ، ميتوريتونو، لمريزو نظامونو او کهکشانونو خوځښت حرکت هم د ټول ګرديځ (کايناتو) د داخلي قواو اغيزو او تعاملاتو ، فعل و انفعال ، جذب او دفعې او داخلي تضادونو څخه منځ ته راغلي ، منځته راځي او له منځه ځي . صرف د يوه واحد او بل واحد ، يوه جز او بل جز ، يوه ستوري او بل ستوري تر منځ د ظاهرأ ا وږده واټن له کبله مونږ دوې يو دبل له پاره بيرونی او خارجي موجودات بولو او اغيز ته يې خارجي قوه وايو چی دوی خوځوي او پر حرکت يې راولي ، ولې د متقابل اغيز د عام ارتباط او ټول ګړي اړوند له چواټ څخه يو هم خارج نه ، بلکې د عام اړوند د اډانې داخلي برخې او موجودات دي . که د کايناتو د پيداپښت پيښه يا لوړنۍ چاودنه په پام کې ونيسو ، چې د ١٢ ميلياردو کالو په شوخوا کې له اوس څخه پخوا منځته راغلې ده ، اوچته څرګنديږي چې هغه د نامحدود درندې مادې چاودنه هم لکه هره بله چاودنه دداخلي قوتونو دآزاديدلو په زور او ځواک پيښه شوه او په همغه ځواک سره چې کهکشانونه او شمسي نظامونه ستوري او سيارې په حرکت راغلي ، په حرکت کې پاتې دي او حرکت يې د کايناتو د پراختيا موندلو په توګه دوام لري ([color=blue:6bf443bc09]و هم فی الفلک يصبحوان [/color:6bf443bc09].) هو ، البته وروسته نورې وړې او غټې چاودنې په اجزاو کې نورې هم شوي او کيږي ، خو ټولې د همغې لومړی انرژۍ د آزاديدلو لړۍ دي چې په درنده ماده کې د لومړۍ چاودنې په وخت کې موجوده وه . کاينات چې څنګه غځيدلي او غځيږي، همدغسې به راټوليږي هم او پر وړه او نامحدود درنده او له انرژي ډکه ماده به بيرته اوړي . دا د جذب او دفعې، انبساط او نقباض بهير په سترو نوري سرعت په ابعادو سره د افرادو د تصور له توان څخه وتلی کار دی، خو د علمي مفاهيمو اوعلمي څيړنيزو وسايلو له پاره يوه ممکنه او د معرفت يوه نامحدوده لړۍ ده . والسلام علی من التبع الهدا.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more