د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د شاعر مسلک

ويښ ځلمی
31.08.2002

[color=white:719ef8b04e]د ارواح ښاد خادم صېب ېو ښکلی شعر[/color:719ef8b04e][color=darkblue:719ef8b04e]
................................................د شاعر مسلک................................................[/color:719ef8b04e]
[color=black:719ef8b04e]صحيح لاره به ښايم که وم وم که نه وم نه وم
......................................................رښتيا رښتيا به وايم که وم وم که نه وم نه وم
د حق د پيروی نه مې بل څه په زړه کې نشته
.........................................................چې ځه يم همدا يم که وم وم که نه وم نه وم
آزاد يم زېږېدلې بندگي کولی نشم
........................................................بنده د خپل مولا يم که وم وم که نه وم نه وم
په بډو خوشامندو مې څوک خوښ نه دی چې غټ شم
....................................................که غټ يم خوهمدا يم که وم وم که نه وم نه وم
چې څوک غواړي څه سپکه مې د قام د څه جهته
........................................................دښمن د هغه چا يم که وم وم که نه وم نه وم
په ماته کښتی سپور يم طوفانونه می په مخ کې
......................................................په دغه لار ئې بيايم که وم وم که نه وم نه وم
خدمت د خپلې خاورې ، قام، وطن زما مسلک دی
......................................................په دې مينه به پا يم که وم وم که نه وم نه وم
په ټينگ عهد و پېمان چې مې بيحت ورسره کړی
..............................................................دده په تولا يم که وم وم که نه وم نه وم
لرم ښکلي تخمونه چې گلزار شي پښتنو ته
............................................................په دغه تمنا يم که وم وم که نه وم نه وم
د ناز په خوب ويدې غونچې به ورو ورو ويښومه
........................................................خادم باد د صبايم که وم وم که نه وم نه وم[/color:719ef8b04e]


دا شعر اصلأ د چا دی؟

نقاد
19.12.2002

((خادم باد سبايم که وم وم که نه وم))
ويل کيږي چې په پورتني وروستي نيم بيت کې د (خادم) وييز د تخلص په توګه نه دی کارول شوی او دا د اروا ښاد (خادم ) شعر نه دی ، نو لومړی بايد ثبوت شي دا د قيام الدين خادم شعر دی او يا ثبوت شي چې دا د عبدالرؤف بينوا يا کوم بل شاعر شعردی ـ په مينه و درنښت!


پاڅون صاحب اسلام علېکم

ويښ ځلمی
21.12.2002

قدرمنه پاڅون صاحب خدائ د وکړي چې روغ او جوړ اوسې.
پورتنۍ شعر د خادم صاحب دی. که چېرته تاسو د www.hewad.com پاڼې په شعرونو کې ليدلي وي نو هلته هم همدا شعر شته او هلته د شعر په سر ليکل شوي چې دا شعر د عبدالرؤف بېنوا دی. خو په حقيقت کې داسې نده.
له ډېره بده مرغه بايد ووايم چې دا سهوه له ما نه شوې کله چې ما همدا شعر ليکلو، هغه داسې چې زماپه کتابچه کې چې په کومه پاڼه کې دا شعر وه د هغه پر ځائ سهواً زما سترګې په بله پاڼۀ لږيدلي وې.
همدا شعر ما د هېواد پاڼې ته ليږلۍ دی. او ما ددغې سهوې په هکله هغوي ته هم خبر ورکړی دی خو نه پوهېږم چې هغوي ولې سمدستي بدلون نه دی راوستلۍ......


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more