د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د وېنډوزWindows د پرمختګ تاريخ

Hamim
31.07.2007

[color=white:7760b2b6ad]د وېنډوزWindows د پرمختګ تاريخ[/color:7760b2b6ad]سره له دې چې د وېنډوز بېلابېلې نسخې تر نيوكو لاندې راغلې دي، خو په ميليونونو شخصي كمپيوټرونه بياهم نوموړې وېنډوز كاروي او بله چاره نشته. څو مياشتې وړاندې مو د وېنډوز د يوې بلې پرمختللې نسخې واورېده، چې د Windows Vista په نامه سره يادېږي، چې تر پخوانيو هغو به ډېره ځواكمنه او پياوړې وي، داسې ښكاري چې د مايكروسافټ كمپنۍ دا ويل غواړي چې Vista د اوسمهال پنځونه نه بلكې د شپږ ويشتو كلونو پرمختګ په بهير كې رامنځته شوه.
زموږ زياترو ملګرو د وېنډوز ړومبۍ3.1 نسخه پېژندلې ده چې په كال 1992ز كې راڅرګنده شوه، خو موږ پدې نه وو خبر چې له دې څخه 9 كاله مخكې د وېنډوز پيل رامنځته شو، د 1981ز كال د سپټمبر په مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ يو پرمختللى سيسټم پيل كړ چې د Interface Manager په نامه يې ونوماوه، پدې موخه چې شخصي كمپيوټرونه وكولاى شي چې په لاښه او ساده او بسيطه طريقه د ځينو هارډويرونو سره چلند وكړي، پدې وخت د MS DOS چليځ د ړومبۍ نسخې يوازې تر دريو مياشتو ډېر وخت نه و تېر شوى، د پرمختګ نوموړې لړۍ نېږدې 25 كلونه د نورو سيسټمونو لكه Apple Lisa او VisiON او XEROX Star او داسې نورو پرضد دوام وكړ، ترڅو د مايكروسافټ كمپنۍ د 1983ز كال د نومبر په مياشت كې د يو نوي پنځول شوي سيسټم اعلان وكړ چې هغه مهال د Windows 1.0 په نامه ونومول شو.
Windows 1.0

سره له دې چې د مايكروسافټ كمپنۍ د وېنډوز د ړومبۍ نسخې اعلان د 1983ز كال په نومبر كې وكړ، خو د خرڅلاو په بازارونوكې يې له دې نيټې دوه كاله وروسته د 1985ز كال په نومبير كې رسمي بڼه وركړه.

Windows 1.0 له يو داسې مخينې سره په رسمي ډول راميدان ته شوه، چې زيات شمېر مهم پروګرامونه او مېنو ګانې يې په خپله لمن كې درلودل، چې مهم پروګارمونه يې MS-DOS Executive دى، چې د فايلو (دوتنو) د تنظيم او اوډون په موخه كارول كېږي.
همدا راز Windows 1.0 په ړومبيو نسخو كې ځينې مشهور پروګرامونه درلودل چې اوس هم د كار وړ دي لكه Notepad او Write او Paint، سربېره پردې چې نور پروګرامونه يې هم درلودل لكه د حساب او ګڼلو ماشين Calculator او د اړيكو نيولو پروګرامونه لكه Terminal او د ځاني معلوماتو د اداره كولو پروګرام Calendar او د پتو او عنوانونو كتابګى Card File لكه څنګه يې چې يو سادهControl Panel هم درلود، او لوكولو Maximize او كوچني كولو Minimize غوراوي او د اندازې د بدلول Resize اضافي كړكۍ او انځورګي Icons يې هم د لومړي ځل لپاره پكې شامل كړل.

Windows 2.0

د 1987 كال د اپريل په مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ Windows 2.0 بازار ته وايسته، چې هماغه د ړومبۍ نسخې پروګرامونه او مېنوګانې يې درلودې، خو ځينې ځانګړنې او ښېګڼې يې په دوهمه نسخه كې ورزياتې كړې وې، چې د ځينو انځورنو خوځتيا او پر ډيسكټاپ (سرمېزي) باندې د ځينو انځورنو Icons او كړكيو زياتول وو.
په كال 1987 كې د مايكروسافټ كمپنۍ Windows 2.0 يوځل بيا په يو نوي نامه Windows/38سره ونومله او د DOS پروګرام له لارې يې په Extended Memory كې له يوڅخه د زياتو پروګرامونو د پرانېستلو امكانات ورزيات كړل.

سره له دې چې Windows 2.0 د لومړي ځل لپاره يوه مهمه وېنډوز راوتلې وه د لازياتو كړنو يو چاپېريال يې تشكيلاوه، او دنوموړې وېنډوز لپاره ځانګړل شوي پروګرامونه يې پكې ځاى پرځاى كړي وو لكه Word او Excel اوCorel DRAW اوPage Maker اوMicrografx Designer.
Windows 3.0

د 1990 كال د مۍ په مياشت كې Windows 3.0 بازارونو ته عرضه شوه چې يو لړ نوي او ښكلي پروګرامونه يې په خپله غېږ كې راوړي وو، چې مهم يې د لومړي ځل لپاره د VGA ملاتړ او ځينې نور بدلونونه لكه د تڼيو ښكاره كول او مخينيې ځينې نورې برخې د 3D په شكل ښكارول وو. او د MS-DOS Executive پروګرام پر Program Manager او File Manager باندې واوښت، لكه څنګه چې انځورګي Icons په لاروښانه توګه راڅرګند شول او د ميكنټاش د سيسټم په څېر ښكارېدل.
له بل پلوه د Drag & Drop ځانګړنې ترڅنګ نورې ځانګړتياوې هم ورزياتې كړاى شوې، د بېلګې په توګه د Program File پروګرام په منځ كې د دوتنو(فايلونو) لېښل او لېږدول د كشولو له لارې شوني شول.
او پر مهارپاڼه Control Panel ځينې جوهري ښكلاوې ورزياتې كړاى شوې او ځينې نوي غوراوي او آپشنونه پكې ولګول شول لكه مخينې او د (مېزسر) ته د يو انځور راوړل او د كړكيو او خبرو اترو بكسونو رنګونه بدلول. همدا شان پدې نسخه كې Task Manager پروګرام هم راڅرګند شو، هغه چې د ترسره كولو او پرانيستل شوو كړكيو ترمنځ د تېز اوډون او بندښت امكاناتو پكې وجود درلود، لكه څنګه چې د Paint پروګرام چې په پخوانيو دوو نسخو 1.0 او2.0 كې يې وجود درلود، پر Paint Brush پروګرام واوښت، چې په نوموړي پروګرام كې لازياتې ځانګړتياوې موجودې وې لكه د BMP او PCX په بڼه د انځور ساتل. خو ترټولو مهم څيز پدې نسخه كې د Help يا مرستې د نوي سيسټم څرګندتيا وه هغه چې هايپرټسكټ Hypertext يې ملاتړ كړى و، او په همدې ډول د سوليټير لوبه د لومړي ځل لپاره په همدې نسخه كې رامنځته شوه.

Windows 3.1

د 1992ز كال په اپريل مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ Windows 3.1 نسخه جوړه كړه چې د نړۍ زيات شمېر وګړو يې پلورلو ته مخه كړه، كله چې بازارته عرضه كړاى شوه، د سپږو اوونيو په دننه كې يې ان 3 مليونه پلورونكي وموندل.
Windows NT 3.1
د 1993ز كال په اګسټ كې د مايكروسافت كمپنۍ د يو نوي سيسټم Windows NT 3.1 اعلان وكړ، هغه چې له پخوانۍ Windows 3.1 سره يې ډېر نېږدېوالى درلود، خو نوموړي نوي سيسټم DOS ته اړتيا نه درلوده، لكه څنګه چې د 32B بايټو سيسټم هم پكې لګېدلى و، نو پدې توګه د 32B په درلودلو سره يې لاښكلا ومونده.
Windows 3.11 for Workgroups
د 1993ز كال د نومبر په مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ د يوې بلې نسخې Windows 3.11 for Workgroups اعلان وكړ، چې د ځايي سييمه ييز جال LAN په دننه كې د كار كولو شونتيا پكې وه، چې د مؤسساتو او شركتونو د جال اسانتياوې يې لا نورې هوسا كړې. او د وېڼدوز كاركوونكو ته يې د فايلونو او چاپګرو (پرېنټرونو) اسانتياوې برابرې كړې، لكه څنګه يې چې د وېنډوز كارنو ته نوي امكانات وړاندې كړل لكه د Microsoft Mail برېښناليك استولو پروګرام، چې د ځايي سيمييز جال په دننه كې كارګرو د فايلونو او ليكونو د استولو او ترلاسلو امكانات او لاسرسى وموند، همدارنګه د At Work Fax پروګرام رامنځته شو چې د فاكس( كښوړي) له لارې په مباشر ډول د ليكونو د استولو اسانتيا يې رامنځته كړه.
في شهر نوفمبر من عام 1993 أعلنت شركة مايكروسوفت عن إصدار Windows 3.11 for Workgroups الذي قدم دعما مضمنا لتشغيل أجهزة الكمبيوتر داخل الشبكات المحلية LAN وتواكب ذلك
Windows NT 3.5
د 1994ز كال په سپټمبر كې Windows NT 3.5 راڅرګنده شوه چې زيات شمېر تحسينات او نوي زياتونې يې ورسره راوړې، چې مهمې يې د سيسټم د كاركوونكو لپاره د ننوتون نومليكنه Log On و، چې سيسټم ته له نومليكنې Login Nameاو تېرنويي (پټنوم) Password ليكلو پرته هېڅوك نشي ننوتلاى. لكه څنګه د Disk Administrator پروګرام ، د Fdisk پروګرام چې د MS DOS له پروګرام سره راځي چې د هارډېسك (سخت ټيكلي)په ويشلو يا Partition په اداره كولو كې كارېږي ځايناستى شو.
Windows NT 3.5 د جالونو، د كارنو په اداره كولو كې او د سيسټم په ټينګښت كې لازياتې اسانتياوې او امكانات رامنځته كړل، لكه څنګه چې د چاپګرو د پېژندلو پروسه او د سيمه ييزو جالو د سرچينو پېژندل لااسانه او ځواكمن كړاى شول.
Windows 95

د 1995ز كال په اګست كې د مايكروسافټ كمپنۍ Windows 95 سيسټم جوړ كړ، چې په نوموړي سيسټم كې د Program Manager پروګرام پر Windows Explorer پروګرام واوښت، لكه څنګه چې د خبرو اترو بكسونه او كړكۍ او د وېنډوز نورې ټولې برخې د 3D بڼې ته واوښتل، او د Close تڼۍ زياته كړاى شوه چې د خبرو اترو ټولو بكسونو او كړكيو د بندښت په موخه د (x) نښه ورته وټاكل شوه.
مګر د مېزسر نه يوازې دا چې د كړكيو د لنډلارو Shortcuts او پروګرامونو د څرګندولو لپاره كارول كېده، بلكې ددې امكان يې پيدا كړ چې فايلونه او ډاكومنټونه هم د ځينو خاصو شارټ كټونو ترڅنګه لكه My Computer چې د كمپيوټر د محتوياتو مدخل بلل كېږي او Network Neighborhood چې د ځايي جال د سرچينو د ښكاره كولو لپاره كارېږي، او Recycle Bin چې د لرې كړاى شوو توكو خځلنۍ په توګه كار ترې اخيستل كېده، پكې ځاى پرځاى كړاى شي.
Windows 95 همدراز Microsoft Exchange پروګرام راوړ چې نوموړي پروګرام د برېښناليك او فاكس (كښوړي) د استولو په موخه كارول كېږي، او د لومړي ځل لپاره د مايكروسافټ كمپنۍ د Internet Explorer د سيسټم د كاركوونكې برخې په دننه كې او د تليفون د غوښتنې لپاره پروګرام چې TCP/IP يې ملاتړى و د PPP په بهير كې رامنځته كړل، چې په نتيجه كې پر انټرنېټ پورې پيوستون هېڅ كوم بل اضافي پروګرام ته اړتيا نه درلوده.
د Start پټه د لومړي ځل لپاره راڅرګنده شوه چې په سيسټم كې د لګول شوو پروګرامونو لنډلارى او چټك رسېدلو د مركزي ځاى په موخه كارېږي، لكه څنګه چې د Taskbar پټه هم د پروګرامونو او پرانيستل شوو كړكيو ترمنځ د اوړون په موخه كارول كېږي.
Windows NT 4.0
د Windows 95 د نسخې په يو كال تېرېدو سره د 1996ز كال د اګست په مياشت كې د مايكروسافټ كمپنۍ د يوې بلې نسخې Windows NT 4.0 په تكل شوه چې ځينې د Windows NT له سيسټم سره سم يې ځينې ځانګړنې درلودې، خو په واقعيت كې د Windows NT 4.0 نسخه كومه ځانګړې نسخه نه وه، او كوم ځانګړنې يې نه دي اضافه كړې، بلكې نوموړې نسخه د Windows 95 او Windows NT 3.5 نسخو يو مشترك سيسټم و.
Windows 98

د 1998ز كال په جولاى كې د مايكروسافټ كمپنۍ يو نوى سيسټم Windows 98 جوړ كړ چې پخوانۍ هغې Windows 95 په پرتله يې له Windows Explorer او Internet Explorer پرته كومه نوې ځانګړتيا نه درلوده.

د Windows 98 له مهم ځانګړنو څخه يوه هم د Active Desktop ځانګړنه ده، چې د وېب په بڼه د مېز پر سر توكي ښيي، بل دا چې د مايكروسافټ كمپنۍ په Windows 98 كېHelp يو بل نوى سيسټم وړاندې كړى هغه دا چې په Hyper Help يې نومولى دى، چې د Help اړند دوتنې يې د وېب پاڼې په څېر او بڼه اړولې دي.
Windows 98 د وېب سپړونكى Internet Explorer 4.0 راوړ چې د HTML 4.0 ملاتړ دى، لكه څنګه چې د فايلونو نوى سيسټم FAT32 يې هم راوړى چې د زيات حجم له سخت ټيكليو سره ( له 2 ګېګابايټ څخه لوى) سره ښه چال چلند كوي، لكه څنګه چې د نوې ټيكنالوجۍ ملاتړ هم كوي لكه DVD او د USB پورټونه او د AGP كارتونه.
Windows 2000

په 2000ز كال كې Windows 2000 د Windows NT سيسټم د بشپړتيا په موخه راووتله، چې يوه پرمختللې نوې مخينه يې ورسره راوړه، چې د سيسټم او د انټرنېټ د جال وړتيا يې درلوده او د لومړي ځل لپاره د NT پر كوډ په معتمدو سيسټمونو كې Device Manger راڅرګند شو، چې كمپيوټر په اسانۍ سره كارتونه او نوي وزلې ورزياتې كړي.
Windows 2000 يو بل پروګرام Computer Management راوړ چې د سيسټم په ټولو مكوناتوځانګړنو او لګونو كې مركزي يوون تر خپل حاكميت لاندې راولي، لكه څنګه چې د سيمه ييزو جالو د اداره كولو په بهير كې يې نوي پروګرامونه كاركوونكو ته وړاندې كړل، همدا راز Windows 2000 د Windows NT په سيسټم كې معقد او پېچلې ترسره كونې اسانه كړې.

Windows Me

د 2000 په سپتمبر كې د مايكروسافټ كمپنۍ يو بل سيسټم Windows Me او Windows Millennium Edition جوړ كړ، خو نوموړې نسخې ته دومره هركلى ونشو لكه څومره چې د وېنډوز د كورنۍ پخوانيو نسخوته شوى وو، چې ښايي بېلابېل لامونه ولري، چې مهم يې دادي چې نوموړې نسخه د Windows 2000 د صدور له لږ ځنډ وروسته صادره شوه چې وروسته بيا Windows XP هم پسې راووتله.
په Windows Me كې د مېز سر ټول هغه بدلونونه وساتل كوم چې په Windows 2000 كې وو، چې له هغې ډلې څخه يوهم د سرميزي پر سر كيڼ اړخ ته تر My Computer لاندې د My Documents اسناد دي، چې نوموړي اسناد يولړ ځانګړي فولډرونه (پوښۍ) لري، لكه My Pictures چې پكې د موجوده انځورونو كوچني انځورونه ښكاري او نماينده ګي يې كوي. Windows Me د انټرنېټ سپړونكى Internet Explorer 5.5، غږيز او وېډيويي دوتنې غږوونكى پروګرام Media Player 7، او د وېډيويي دوتنو (فايلونو) د جوړولو او سمادېدو پروګرام Movie Maker رامنځته كړل.

Windows XP

د 2001 په اكتوبر كې د مايكروسافټ كمپنۍ د Windows XP بازار ته وړاندې كړه، چې له Windows 95 راهيسې ترټولو ښه وېنډوز ده، چې د وېنډوز په نوموړې نسخه كې زيات شمېر نوې ښېګڼې او پرمختګونه او اسانتياوې ځاى پرځاى شوې دي.
د Start غورنې (مېنو) يوه بله نوې بڼه غوره كړه چې اوسمهال له دوه عمودو څخه جوړه ده، چې يو يې ښى عمود دى چې د پوښيو (فولډرونو) او مهمو ترسره كونو لنډلارى دى لكه My Computer اوMy Documents او Control Panelاو داسې نور. اما د كېڼې خوا عمود دريو برخو ته وېشل كېږي، پاسنۍ برخه، چې د وېب سپړونكي Internet Explorer دوه ثابټې لنډلارې چې يوه يې د وېب سپړونكي او بله يې د برېښناليك Outlook Express پروګرام پكې وجود لري، اما منځنۍ برخه يې داسې لنډلاري لري او شارټ كټونه لري چې د پروګرام په بدلېدو سره په تكراري ډول بدلېږي، اما د لاندېنۍ برخې له لارې كولاى شو چې پر سيسټم نورو لګول شوو پروګرامونو ته لاړ شو.
په Windows XP كې د پوښيو او دوتنو د څېړنو په زړه پورې امكانات وجود لري، او د تعليماتو Help سيسټم يې په پرمخللي ډول سېټ شوى دى، لكه څنګه XP د غږ او وېډيو غږوونكو پروګرامونو 8.0Media Player نسخه هم له خپل ځانه سره راوړه، سربېره پردې يې په لس ګونو نور مهم پروګرامونه هم راوړل.
Windows XP د وېب سپړونكي Internet Explorer 6 نسخه هم له ځانه سره راوړه، چې يو لړ ښېګڼې هم ورسره راغلې، لكه څنګه يې چې له انټرنېټ سره د پيوستون پرمهال د Internet Connection Firewall ځانګړنه هم راوړه چې د كمپيوټر لپاره د ژغورنې دديوال Firewall كار ترې اخيستل كېږي. د وېنډوز نوموړى سيسټم په ټوله نړۍ كې تر نن ورځې پورې ترټولو ډېركارېدونكى سيسټم دى.
Windows Vista

وېڼدوز ويسټا Windows Vistaپه سل ګونو نوې ځانګړنې لري، چې ړومبۍ ځانګړنه يې د نوي كارن مخينه چې په وېنډوز ارو Windows Aero سره يادېږي، او د څېړنې ښې ځانګړنې، او د معتمدو منځګړيو د جوړلو لپاره نوي توكي لكه د ډي وي ډي سي ډي ګانو جوړوونكى Windows DVD Maker او نور فرعي نوي پروګرامونه چې د چاپ، ښوولو د غږ د بدلون لپاره كارېږي. د ويسټا وېنډوز يوه موخه داده چې د Peer-to-peer جوړې تر جوړې د تخنيك له لارې په كورنيو جالونو كې د حساباتو او شمېرنو د تواصل د اندازې د زياتوالي په موخه اسعماليږي. د پرمختللو خلكو لپاره، د ويسټا سيسټم درېيمه نسخه د ډاټ نېټ د كار په چوكاټ كې DotNET Framework وړاندې كوي، چې له دوى سره د بېلابېلو كارونو په ترسره كولو كې په بشپړه ډول مرسته كوي.

د مايكروسافټ له ويناوو سره سم د ويسټا وېنډوز له اهدافو څخه يو دا هم دى، چې د سيسټمونو د كار پرمهال امنيت لانور هم ټينګ وساتي. له ډېرى هغو مشهورو نيوكو څخه چې پر اكس پي وېنډوز او له هغې مخكې وېنډوزګانو باندې نيول كېدې، دا وې چې امنيت او سيكوريټي سيسټم يې پياوړي نه و، چې په اسانۍ سره به وېروسونه او داسې نور تباه كوونكي څيزونه ننوتل او Buffer Overflows د لنډمهالي زېرمتون له سعت تجاوز دي، ددې په رڼاكې، د مايكروسافټ د اداري مجلس مشر بېل ګېټس د 2002 په ړومبيو كې د Trustworthy Computing اعلان وكړ، چې موخه يې په كمپنۍ كې د پروګرامونو لپاره د امنيت په هكله دكار په بهيركې هر اړخيزه مرسته وه. مايكروسافټ پدې اند دي، چې ګواكي دوى تر هرڅه وېنډوز اكس پي او وېنډوز پالنګر 2003 Windows Server ته زياته پاملرنه او لومړيتوب وركوي... سره له دې چې نوموړى نوى سيسټم د چليځ او پالنو په ډګركې له يو شمېر ستونزو سره مخ و كوم يې چې د 2007 په جنوري په دېرشمه نېټه رسمي اعلان كړ، چې په نړۍ كې ډېرى كمپيوټرونه لدې معيار سره نه دي برابرشوي... خو، د مايكروسافټ او د هغوى د ملګرو مشترك سيسټم به په راتلونكې كې په ټوله نړۍ كې يو معتمد سيسټم وي.
ور پسي بيا.....
ليكوال: هدايت الله هميم
نوټ: كه غواړئ چې ددې مقالې انځورونه ووينئ، هيله ده چې له:
hamimkhattat@gmail.com
سره اړيكن شئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more