د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دuntivirus په اړه مرسته وکړئ.

لړمون خوړينی
01.07.2007

سلامونه ورونو! زما کمپيوټر ته troojan virus راغلی چې ټول کمپوټر يانه ټوله data يې راته له منځه يوړه،هرڅه چې نوی انسټالېشن کوم نه ورکېږي. په پېښور کې خو اصلي انټي وايرس هم نشته که په نېټ کې چاته کوم ښه انټي وائرس مالوم وي چې په وړيا اخيستل کېږي دلته يې پته وليکئ


Helmand.M
03.07.2007

ويارانوته ښي هيلي اوسلامونه.
لړمون خوړينه ياره!
وړيا انتي ويروس چي زه ئي هم داڅومياشتي کيږي کاروم,په لاندي ډول ستاسو ودرانه حضورته وړاندي کوم,هيله ده چي نورلوستونکي به ئي هم په نظرکي ولري.
http://www.optimizingpc.com/howtouse/antivirusavg.html

په درناوي.
ميوند*هلمند*


Re: دuntivirus په اړه مرسته وکړئ.

و.افغان
28.07.2007

[quote:ab2c94cb22="لړمون خوړينی"]سلامونه ورونو! زما کمپيوټر ته troojan virus راغلی چې ټول کمپوټر يانه ټوله data يې راته له منځه يوړه،هرڅه چې نوی انسټالېشن کوم نه ورکېږي. په پېښور کې خو اصلي انټي وايرس هم نشته که په نېټ کې چاته کوم ښه انټي وائرس مالوم وي چې په وړيا اخيستل کېږي دلته يې پته وليکئ[/quote:ab2c94cb22]

لړمون خوړینه وروره!
لمړۍ خو ستاسی دغه مشکل باندی تاسی ته خپل خفګان څرګندوم، ځکه چی یو مصیبت دی،

دوهم دا درته وایم، چی په نړۍ کاســــپــرسکاي انټي وایروس لمړۍ مقام ګټلی، البته هغه مفته نه دی، زه يي تاسی ته دلته لینګ ږدم، تاسی هغه ښکته کړۍ، بیا ماسره دایمیل له لیاری ارتباط ونیسې، زه به تاسی کلیانی یا چاپیانی در واستوم، په کومو چی پروګرام اصلي کيږي، لکه په پیسو چی دی اخیستی وي،

دغه لینک څخه دکاســـپـرسکي انټی وایروس ښکته کړۍ،

http://sahaeb.com/programs/KasperskyAnti-Virus6.0.rar

او زه به بیا تاسی ته هم دکلي یا چابي داضافه کولو چل هم دروښودم، البته دغه داسی آنټي وایروس دی، چی یو ترووجان تری هم نشي تیریداي، البته تروجان وایروس نه دی، بلکه دتجسس یو فایل دي، چی دهغي پواسطه نور خلک ستا کمپیوټر کی پوره هر رنګ تصرف کولاي شي.

که تاسی ما ته خپل ایمیل راولیږۍ، نو زه به ستاسی په ایمیل تاسی ته کیلیګانی درولیږوم، او هم به يي چل دروښودم، البته دکیلي اضافه کولو طریقه به زه تاسی ته یو پښتو فایل کی درولیږم، چی تاسی يي خپل ایمیل ادرس څخه ښکته کړۍ، ځکه چی پښتو په هاټمیل کی نشي استعمالیدلاي.

ورور مو: وهاج ساپی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more