د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه


ليلماـ الفت
24.10.2003

ډير دروند او منلې ورور ه سلامونه !
ګرانه نه پوهيږم چه په کومو الفاظو درته ووايم : ځکه داسي موضوع ګاني مو ټول افغان ته ورکړي دي چه زما څه د کور کار پاته دئ او تمامه ورځ په ټول افغان کي بوخته يم [color=red:91085af315] په ټول افغان کي ستاسي د انځورونود لړۍ سربيره په فورم کي دکيسۍ يامعما، دڅلوريزومشاعره ، پښتو شعر څنګه جوړيږي او دادئ پښتو لنډۍ[/color:91085af315] ...................ډير زما پر زړه ښه لګيږي..........خدای (ج) موپرژوند برکت کښيږده !
[color=yellow:91085af315]٤ـ دټپۍ وار درسره ږدمه
...ځکه ټپۍ د زړګي غم ليري کوينه[/color:91085af315]
[color=white:91085af315]٥ ـ زمامسافري به بل څه وي
....د وطن غم مي پرزړه مالګي دوړه وينه[/color:91085af315]
نوټ :ګرانه وروره دا لنډۍ ما خپله جوړي کړي دي که کومه غلطي پکښې وي نو د سمون په اميد ئې ناسته يم
.........................................................په درنښت ستاسي خورليلوما الفت


Ghairat
26.10.2003

سوال :
راشه په سترګو کې مې خوب شه
.................................... زه شوګيرو د بيلتانه وهلې يمه !
جواب :
زړه مې نری شو لکه لوټه
............................ لکه ديوال د سهار باد يې خوځوينه ! ( lol)

...



هيواد شېرزاد
26.10.2003

درنو دوستانو، سلامونه او نېکې پېرزوينې مې ومنئ.
خدای جل جلاله دې وکړي چې ټول ښه ياست. د لنډيو مضمون مو ډېر ښه روان دی. لنډۍ خو ټولې ښې وي او په زړه ښې لګيږي خو زما چې ډېرې خوښيږي هغه چې د وطن او پښتونوالې په هکله وي، لکه دا يوه:
[color=darkblue:501fffc6b6]................ يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی
................................. خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه[/color:501fffc6b6]



هيواد شېرزاد
26.10.2003

درنې خورې ليلوما! اول خو مې سلامونه ومنه!
ستاسې لنډۍ د وزن او معنا دواړو له پلوه ډېرې ښې دي.
د ښاغلي هادي د ځواب او نظر په تمه. کاميابي دې د لوی رب څخه غواړم.



ليلماـ الفت
27.10.2003

هيواد وروره مننه !
لږ دلته هم غوږ شه چه زړه درته لږ نه سي
[color=red:6ca46a5c70]٩ـ وطنه دومره مي په وس دي
...دغه ژوندون به تر تازر ځله جارکړمه[/color:6ca46a5c70]
[color=yellow:6ca46a5c70]١٠ـ زما د زړه سرګرانه هيواده
...خپلو بچودي درته وران کړله ښارونه[/color:6ca46a5c70]
[color=white:6ca46a5c70]١١ـ دپښتنو نامتو هيواده
.... په ديدنيوکي دي ورک سول تاريخونه[/color:6ca46a5c70]
[color=cyan:6ca46a5c70]١٢ـ ای زما ستر افغانستانه
.....ترتا قربان سم زما خاړپوري تاکي دينه[/color:6ca46a5c70]
ښاغلئ هادي وروره دا هم زما لنډۍ دي داسي ښکاري چه ډير مشغوله ياست درک مو نسته په درنښت


نقاد
27.10.2003

[quote:0569453166="هېواد"]درنو دوستانو، سلامونه او نېکې پېرزوينې مې ومنئ.
خدای جل جلاله دې وکړي چې ټول ښه ياست. د لنډيو مضمون مو ډېر ښه روان دی. لنډۍ خو ټولې ښې وي او په زړه ښې لګيږي خو زما چې ډېرې خوښيږي هغه چې د وطن او پښتونوالې په هکله وي، لکه دا يوه:
[color=darkblue:0569453166]................ يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی
................................ خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه[/color:0569453166][/quote:0569453166]

په ژوندکې خړ مشې پښتونه
...........................................پړدې غليم شه چې خړ سترګی ژوند کوينه



ليلماـ الفت
28.10.2003

هی څه ووايم پاڅونوال صاحب !
[color=yellow:e668a113a8]١٤ـ پښتونه څه شوې ستا خبري
....نن دي پردي کاندي پر خاوره حکمتونه[/color:e668a113a8][color=red:e668a113a8]
١٥ـ دنارينه وؤ د جنګ نه ئې
.... خود به دکور پرښځو کاږې اوازونه[/color:e668a113a8]
[color=white:e668a113a8]١٦ـ پښتونه نن دي ځای دجنګ دئ
.....خواره پښتو دي دښمنان له منځه وړينه[/color:e668a113a8]



هيواد شېرزاد
28.10.2003

سلامونه يو ځل بيا!
پاڅونوال صيب، ډېر ښکلی ځواب دې د لنډۍ په هکله ليکلی دی. خدای دې مونږ هيچاته نه خړ او نه پړوي. امـــــين.

ښه نو دا لنډۍ واورئ!

[color=darkblue:9b80ccd61c]................ زما نه پاتې شوې وطنه
.......................لکه مرغۍ په بوټو شپې درته کومه[/color:9b80ccd61c]



ليلماـ الفت
28.10.2003

هيواده وروره سلامونه !
ډيرښه خو دا هم واوره ورسره چه څنګه دي ______________-
[color=white:a87369c770]١٨ـ زمانه پاته شوې وطنه
....په پردي ملک کي دتکليف ژوند تيره ومه [/color:a87369c770]
[color=cyan:a87369c770]١٩ـ زمانه پاته شوې وطنه
....زه مسافره دي اوس هم ډير يادومه[/color:a87369c770]
[color=yellow:a87369c770]٢٠ـ زمانه پاته شوې وطنه
.....داستا يادونه مي زړګۍ کبابه وينه[/color:a87369c770]
هيواده وروره هادي ورور نه معلوميږي له ډيره وخته يو لنډۍ به ورته ووايو که څنګه________
[color=red:a87369c770]٢١ـ هادي په کم لومو کي بند ئې
.....چه زموږ ليکونو ته دي نسته جوابونه[/color:a87369c770] :D :lol:



هيواد شېرزاد
29.10.2003

سلامونه او نېکې هيلې.
ليلوما ـ الفت خورې!
رښتيا چې هادي ورور په دې ورځو کې نه ښکاري. خو خدای جل جلاله دې وکړي چې په ښو کارونو بوخت وي.
ډېره ښکلې لنډۍ دې ورته ليکلې ده، زه به يې درسره غبرګه کړم او وبه وايم چې:
.............. تلــوار راوکړه هادي جانه
.................... د ټول افـغان خلک دې ډېر ډېر يـــــــادويــنــــه
............. په تا څه وشول هادي خانه
.................... د انځر ګل شوې اوس دې ګران شول ديدنونه :)



ليلماـ الفت
29.10.2003

واواواواـ هيواده وروره پرشعري تخيل دي برکت
هادي ورورته ما شخصي پيغام هم ليږلئ دئ مګر جواب نه وائې دهغه مخ ته دي لاس وي دژورناليستانو ژوندهمداسي وي لکه دطالب چه په هره حجره کښي ئې شپه شوه هلته ئې شپه ده نو هغه به هم يو خواته تللئ وي
خو خير دا واوره :
[color=red:708fbc8dca]٢٤ـ زما په وطن کي هر څه ګران دي
...يودانســـــــــان وينه ارزانه خـــــــــرڅوينه[/color:708fbc8dca]
[color=yellow:708fbc8dca]٢٥ـ پښتانه ولي خدايه خوار شول
.... دوړونو ويني نن ناحقــــــــــــــه تويوينه[/color:708fbc8dca]


پښتون ځلمی
30.10.2003

زما سلامونه هم قبول کړئ
ور سره نېکې هيلې غبرګې در لېږمه
د روژو مياشت مو مبارک شه
خداى دې قبولې پۀ خپل لوى دربار کې کړينه
لنډۍ مو ډېرې ښايسته دي
زۀ خو حيرانه دې لياقت ته پاتې شومه
ليلوما خورې، آفرين شه
ټولې دي خپلې، کۀ پردۍ هم پکې دينه؟
[color=brown:b5ebdd0143]دا يوه لنډۍ مو ډېره ښه ده
خو کۀ بدلون د ترتيب ور کړئ ښه به شينه.[/color:b5ebdd0143]
د [color=green:b5ebdd0143]"زمامسافري به بل څه وي"[/color:b5ebdd0143] پر ځاى کۀ [color=green:b5ebdd0143]"مسافري به زما بل څه وي"[/color:b5ebdd0143] او يا [color=green:b5ebdd0143]"مسافري به مې بل څۀ وي"[/color:b5ebdd0143] و واياست نو لا به يې رواني(؟) ښه شي. نورې خبرې به پرې هغه بله موضوع کې وکړو.
د هېواد ورور په څېر زما پۀ خپله هم يواځې وطنپال پښتوپال او بېشکه اسلامپال شعرونه (کۀ لنډۍ وي، کۀ هر څۀ وي) خوښېږي.

دا خو ريښتيا هادي ورور ورک دى
مياشت د روژو ده، عبادت کې به بوخت وينه : )
بانګ د ماښام شو زۀ به لاړ شم
سمې لنډۍ به سره بل وخت کړو مسلمه : )



ليلماـ الفت
30.10.2003

دروند ورور پښتون ځلمئ سلامونه او چاري ښې!
په ريشتيا هم هر څه ښکلي وه لنډۍ مو د ښکلا سره خندونکي هم وي ستاسي دنظرنه يوه نړۍ مننه ـ
[color=green:1083fd23a1]٣٣ـ ګرانه لنډۍ ټؤلي زُما وې
......په شاعرۍ باندي زه نوې اخته يمه
٣٤ـ دنيمګړتياوؤ خالي نه دي
.....ستاسي وړونوڅې دسمون هيله لرمه[/color:1083fd23a1]
[color=yellow:1083fd23a1]٣٥ـ زه دي قربان ترهغه چاسم
.....چه دپښتون قام دراتلونکي غم کوينه[/color:1083fd23a1]


انځورګر
06.11.2003

ګرانو وړونواو خوندو لکه چه لنډۍ مو خلاصي سوې که څنکه
[color=yellow:efd61256ba]٣٧ـ ميني دي داسي ليونۍ کړم
..... د انګريز ملک کي په پښتو کوم پښتنه
٣٨ ـ ميني دي زه خوار هسي چور کړم
......چه بيله ستا مي پر خوله نه راځي نومونه
٣٩ـ خلګو دا ميني څه را وکړه
.....اوس په کلوکلو هم نه راځي خوبونه[/color:efd61256ba]
[color=cyan:efd61256ba]٤٠ـ بيلتانه وسوم غم ايرې کړم
.....رضادباد ده چه مي هري خواته وړينه[/color:efd61256ba]
.................................................................ستاسي مسافر کشر ورور



ليلماـ الفت
08.11.2003

ګران ورور هادي جانه ! سلامونه
ډيري په زړه پوري لنډۍ موليکلي وې
[color=yellow:7894069bab]٤١ـ هجرانه بس کړه د خدای روی دئ
.....په پردي ملک کي دهجرت شپې تيره ومه[/color:7894069bab]



هيواد شېرزاد
10.11.2003

درنو او د قدر وړ دوستانو، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ. د هادي ورور په غوښتنه به يو څه عشقي لنډۍ هم وليکو.
زما خو خپلې لنډۍ دومره نشته خو د نورو څخه مې چې اورېدلي تاسې ته يې ليکم.

په سور سالو کې ګُناه نه شته
ګًناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه
د سور سالو مېرمن ته وايه
چې نور د سوي زړګو ماخله ازارونه
مايې د ورور د سترګو ځار کړې
ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه

( بوټي راټول کړئ اور پرې بل کړئ
زمونږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه)
( ډيوه رڼا کړه خوله مې واخله
سبا به وايې چې ما خوب ليدلی وونه)

جانانه دومره په ما ګران يې
چې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه

نورې لنډۍ کولای شئ دلته ولولئ [url]http://www.hewad.com/landay/index.htm[/url]



هيواد شېرزاد
13.11.2003

دلته ځينې لنډۍ د انځورونو سره دي چې د www.hewad.com د پاڼې څخه راخستل شوي دي٠

[img:ed559e14cd]http://www.hewad.com/postcards/0015.gif[/img:ed559e14cd]
[img:ed559e14cd]http://www.hewad.com/postcards/016.gif[/img:ed559e14cd]
[img:ed559e14cd]http://www.hewad.com/postcards/014.gif[/img:ed559e14cd]
[img:ed559e14cd]http://www.hewad.com/postcards/005.gif[/img:ed559e14cd]
[img:ed559e14cd]http://www.hewad.com/postcards/00004.gif[/img:ed559e14cd]
[img:ed559e14cd]http://www.hewad.com/postcards/002.gif[/img:ed559e14cd]


انځورګر
14.11.2003

ډيره مننه هيواده وروره ښې چاري او درانده سلامونه



فرښته
29.11.2003

سلامونه او ښې چارې
ورونو لنډۍ مو ډېری جالبې دي ٠
د وطن تيګې مې خوراک وې ----- نه واې خوراک مې په پردي وطن ګلونه
وطن به ستا لپاره پريږد م ------- چې ستا د حسن دوران تير شي رابه شمه

که د ځوانۍ دوران مې تيرشي ---- دومره به پاتې شي چې تا پرې زورومه
مخ په قبله مې ديار کور دې ----- لمونځ مې بهانه کړو د اشنا ديدن کومه
جانانه ښه فيکر پرې وکړه ------- مينه سور اور دې وارخطا نشې مينه

په درنښت،


انځورګر
30.11.2003

درنې پتمني خور فرشتې ښې چاري اختر مو نيکمرغه



فرښته
01.12.2003

ټولو ته سلامونه ٠
٠ هادي وروره مونږ به يواځې لنډۍ ليکونو هغه هيواد ورور هم غږ نه کوي ٠ :D
دا به د پاک الله رضا وي :x :x :x :x چې مې ځواني پردي وطن کې تېرومه
په جداي دې خفه نه يم :x :x :x :x خفه پدې يم چه رقيب دې خپلوينه

يا خو ځما په زړه تياره ده :shock: :shock: :shock: يا خو په ټوله دنيا پريوتل ګردونه
په تن مې تور چينجي لګيا دي 8) 8) 8) 8) زړه ترېنه ساتم پکې ستا مينه لرمه

جانانه خپل وطن ته راشه :? :? :? :? پردې وطن د مېړو دقدر کموينه

په درنښت ،


انځورګر
01.12.2003

پتمني پښتنې خور سلامونه او نيکي هيلي



فرښته
03.12.2003

سلامونه او نيکې هيلي هادي ورور ته٠
مننه چې لنډۍ مو خوښې کړي ٠
وروره ما خو صبر وکړ خو چې د هيواد ورور معلومات ونه شو نو بي بي سي ته مې خبر ورکړ نو معلومات
به وشي چې قصه څه ده؟

وروره تاسو ليکلي چې٠
دا به د پاک الله رضا وي چې مسافر له خپل وطنه ليرې يمه

پردي وطن کې عمر ګران دي :( :( :( :( ځه به دا ګران عمر تر کومه تيرومه
خاونده ما خو داسې نه ويل :( :( :( :( : چې مسافر شم څوک به خير نه راکوينه
چې چيرې ته واي هلته ځه واي :( :( :( :( نصيب تقدير مې له تا ليرې ګرځوينه
غم کې پيدا په غم کې لوی شوم :( :( :( :( په غم مين په غم به تور لحد ته ځمه

په درناوي 8) 8)



هيواد شېرزاد
03.12.2003

زما ګرانو دوستانو. زه همدلته يم، خو دا زوی مړي وطن کې سړی د سر ګرولو ته هم سم نه وزګاريږي. فرښتې خورې، که ليک دې تر بي بي سي نه وي رسېدلای نو بېرته يې راوګرځوه، ځکه زه راغلم :lol: :lol:
پاتې شوه د لنډيو خبر، نو دادې يو څو به زه هم درته وليکم :)

[color=darkred:3d6c3289ee]:::::::::::::::::::: که دې خندلي راته نه وای
::::::::::::::::::::::::::: غريب سړی وم خپل ژوندون به مې کونه[/color:3d6c3289ee]
[color=darkblue:3d6c3289ee]:::::::::::::::::::: سبا به لوړ څنار ته خېږم
::::::::::::::::::::::::::::: باد به پوښتم چې يار مې څه ويلي دينه[/color:3d6c3289ee]
[color=blue:3d6c3289ee]::::::::::::::::::: په سور سالو کې ګُناه نه شته
:::::::::::::::::::::::::::::: ګُناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه[/color:3d6c3289ee]
[color=white:3d6c3289ee]:::::::::::::::::: غم دې دا ستا نه وفادار دی
::::::::::::::::::::::::::::: ته کله کله ــ غم دې تل راســـــــــــــره وينه[/color:3d6c3289ee]
[color=red:3d6c3289ee]:::::::::::::::::: راځه چې دواړه وطن پرېږدو
:::::::::::::::::::::::::::: وروستۍ خبرې به سپين ږيري جوړوينه[/color:3d6c3289ee]
[color=darkblue:3d6c3289ee]::::::::::::::::: مصرۍ دوه درې همدومره بس وي
:::::::::::::::::::::::::::: ډېرې مـــــصرۍ د سړي غــــــــم تازه کوينه[/color:3d6c3289ee]

اوس دا وواياست، بيا خدای پاک مهربانه دی :)[color=darkred:3d6c3289ee][/color:3d6c3289ee]



هيواد شېرزاد
05.12.2003

ګرانه هادي وروره٠ سلامونه او نېکې پېرزوينې مې ومنئ!
:lol: :lol: خبره خو داسې ده چې ددې دونيا څلور کونجه يو شان دي، چې هر چېرې يې نو دا لالهاندي به درسره وي٠ :) خو خير دې وي، هر څه به الله پاک سم کړي، خو زه به درته يو څو دردونکې لنډۍ وليکم٠

[color=darkred:4c63260f25].................. نن مې د قبر خواله راشه
.................................................. مبارکي د نوي کور راکړه مينه[/color:4c63260f25]
[color=darkblue:4c63260f25]..................قبر مې لوڅ کړه حال مې ګوره
........................................په خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه[/color:4c63260f25]
[color=olive:4c63260f25]..................ارمان به هلته زما درشي
..............................چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه[/color:4c63260f25]
[color=brown:4c63260f25]..................ارمان به هلته زما درشي
...................................چې مې د سخات پيسو ته ونيسې ﻻسونه[/color:4c63260f25]
[color=red:4c63260f25].................ارمان به هلته زما درشي
......................................چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه[/color:4c63260f25]

نور بيا[size=24:4c63260f25]...[/size:4c63260f25]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more