د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ته يې ټپه زۀ يکه زار جانانه

M Tahir
05.06.2007

ګرانو لوستونکو
سلامونه او نيکي هيلې
له ډيره وخته راهيسې مې دايوې کلمې" [color=blue:3b00af5026]يکه زار "[/color:3b00af5026] ماغزه خراب کړي نه پوهېږم چې زمونږ شاعران يې د څه شي دپاره استعاره کوي او لفظي مانا يې څه شی ده؟
که يې څوک راته ماناکړي منندوی به يې يم! له يوسرمعلم صيب سره مې هم دا ټکی شريک کړ خو هغه يې هم په مانانه پوهيده دغه راز يو دوو نورو ملګرو (چې يو د ليسې معلم او بل د همدغې ليسې د دولسم ټولګي فارغ دی )ته مې هم ووايه هغوئ دواړو وويل چې [color=white:3b00af5026]ښېرا[/color:3b00af5026] ته ويل کيږي خو زۀ ورباندې تسلي نه لرم ځکه چې بياهم ماته هغه مطلب نه روښانه کوي چې شاعر يې وايي، لکه تکړه شاعر پيرمحمد کاروان چې په همدغه نامه ( يکه زار ) غزل نما نظم کې وايي:

خدای مې ناست په زړه کې دی باران په ګلو ځي راځي
ټول ټپه ټپه يم يکه زار ته مخامخ يمه

په مينه ستاسو طائر


صافی
05.06.2007

محمد طائر ورور ته سلامونه :

د شکله خو داسې ښکاری چې (یکه زار) ترکیبی کلمه د یکه تاز، یکه سوار،یکه خوان غوندی مرکب لغت وي .
یکه = یو، تنها
زار= ناله،ګریه،سوز،خراب،خوار، حال زار،زنجور،ضعیف،زبون ،حال بد اوداسې نور.
زه فکر کوم چې دشاعر مطلب دې د(یکه زاره) مایوسیت،اوتنهایی وي.
المعنی فی بطن الشاعر!


pattang
05.06.2007

محمد طاهره وروره ، زه به يې له يوه شاعر څخه پوښتنه وکړم .
خوزه به هم خپل اټکل درته وليکم :
لاله زار او ( الا زار ، هلکه زار ) هم په پښتوکې شته ،په
مخکې وختو کې دا په پښتني مناطقوکې داسې رواج وو ، کله به چې ډمانو اوازونه وېلې ، پر داسې کليمو به   يې لمړی ځل شروع کوله او دزړه تاوبه ئي ايست اوخپله علاقه اود رد به يې ښکاره کاوو٠
لا له زار : دګلانو دښته د ګلې لاله دښته ، د حاصلخېزې مځکي تشبيح هم پکښې راځي ( داسې مځکه مې واخيسته لکه لا له زار )
اوس شاعر وايې :
[color=darkred:71555df577]خدای مې ناست په زړه کې دی باران په ګلو ځي راځي[/color:71555df577]
باران په ګلو ځي را ځي ===> منفي دی ، باران ځي ، راځي او ډېر باران خوګلان خرابه وي ٠ يانې باران په ګلو اوري اوري ٠
[color=brown:71555df577]ټول ټپه ټپه يم يکه زار ته مخامخ يمه [/color:71555df577]
ټول ټپه ټپه يم ===> ولې ? داځکه چې يکه زارته مخامخ يم .
ياني بي حاصله مځکې ته مخامخ يم او په برخه مې رسېدلې ده٠
يکه زاره مځکه هم يو اصطلاح ده او لاله زاره هم چې يو دبل بر خلاب او تضاد دي، يکه = يواځې ، زار = دزړه دوګ ، افسوس ، لمبه ، خپل دزړه درد ښکاره کول ، عجز
او٠٠ ٠٠ دا ټول شيان په رواني حالت کې کتل کېږي٠
زه اديب نيم خو کليوالي شيان مې په سره کې پاته دي ٠


صافی
05.06.2007

پتنګ صاحب! سلامونه اونیکې هیلې وړاندې کوم:
د معلوماتو څخه مو مننه ،(زار) په عامیانه ژبه کې جار ته هم ویل کیږی، لکه دسترګودې (زار) جار شم.
او همدارنګه (زار) زهرو ته هم ویل کیږی.چې خدای مودې ترې ساتي!


M Tahir
06.06.2007

ښاغلی صافی صيب او محترم پتنګ صيب
ستاسو له په زړه پورې مالوماتو يوه نړۍ مننه!
يعني د شاعر مطلب هماغه مايوسي ، تنهايي ، افتاده ګي اوخسته حالي ده !
رښتياهم چې زماسر درد مو راڅخه واخيست
بياهم له تاسو څخه ډيره مننه!
په مينه ستاسو طائر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more