tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

دټول افغان دڅلوريزو مشاعره !
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3, 4, 5, 6, 7, 8, 9, 10  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   سپتمبر   14, 2005 9:20 am    عنوان   : Reply with quote

ژوندی دې وي څاروانه بلا دي په ټولو امريکائي پرستو شغالانو شه .
دپښتنو ديووالي اوبيدارۍ په غر ځنګ
ستا سو پتنګ

څاروان ليکلي:
تاريخه ستا څلي به څنګه ساتم
چې مې پټكې د بل په پښو كې رغړي
چې به مدام د خپلواكۍ جوګه وه
هغه پښتون په زولنو كې رغړي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
څاروان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 19 فروري   2005
ليکنې: 256
ځای: اوس پښتونخوا

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   سپتمبر   20, 2005 8:01 am    عنوان   : Reply with quote

پتنګه وروره سلامونه
وروره الله پاك دي زمونږ او ستاسي څخه د دين ، وطن او وطنوالو د خدمت كار واخلي. آمين.

شپه د وصال وه خو تپوس يې رانه څله كوى
ټول سلګو او اوسلو كې په ژړاه تيره شوه
چې دې ترخه مسافرۍ كې خوږه وليږيده
ناصره ښكارى دا هوا د پښتون خوا تيره شوه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
څاروان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 19 فروري   2005
ليکنې: 256
ځای: اوس پښتونخوا

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   02, 2005 7:28 pm    عنوان   : Reply with quote

ورسته له سلامونو څخه.


==========

په څه ويلو چه بي واكه شو
و الله كه عمر كي خپلواكه شو
راځي چه نور ئي له ملالي زده كړو
د احمدشاه غوندي و الله كه شو


==================
څاروان
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
Ahmadafghanmal



دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر   2005
ليکنې: 2
ځای: kabul

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اکتوبر   15, 2005 5:39 pm    عنوان   : Reply with quote

د ټول افغان تولو كاركونكواو ليد ونكوتاسو ټولو ښاغلوته د زړه له كومي اسلام عليكم ورحمته وبركاته
گرانو ورورنو كه څه هم زه شاعر نه يم خو ستاسو د شعر ي برخې او خاصتاً د مشاعرې د برخې په لوستلو سره زما زړه هم وغوښتل چې زه هم دې پدې خپل قليل علم سره څه ووايم له خپلو غلطيوڅخه مخكې له مخكي بخښنه غواړم او ستاسو له لوري يې د سمون په هيله يم.

څو چې ژوندی يم تابه ياد كړم
دړې وړې به دې دښمنان كړم
چاچې نيستي دا ستا د بچوغوښتله
هستي مو د هغو ورتالار كړم


مختور مو دښمنان كړل
شرمنده مو رقيبان كړل
چې نيستي يې ستاغوښتله
هستي مو د هغوورتالاركړل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
څاروان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 19 فروري   2005
ليکنې: 256
ځای: اوس پښتونخوا

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   16, 2005 7:27 am    عنوان   : Reply with quote

موټي خاوره ده وطن به پري ورنکړم ــــ که په سر ده ځمکي هر وطن سره زرشي
خپله خاوره به په خپلو وينو ساتم ــــ که حا جت يې قربانی ته زما ده تن شي
که غليم رانه بري يو وړ محبوبي ــــ ستا پړونی دي زما دسر کفن شي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   06, 2005 7:50 pm    عنوان   : Reply with quote

[.................... ...........کم ونېست ته .......................................

وباسه توبه کمونيستۍ نه ﻻ س په سر شه
................................ وغورځوه کته لږ راښکته له دې خر شه

ته چې د کريملين د خردجال په ﻻړو لوند شولې
..............وې دې هر شيطان ته چې ﻻر ښود شه پيغمبر شه!

وګوره خپل قام او خپل هيواد او خپل ضمير ته
......................ټيټ چې شي ګريوان ته د فکرونو هغه سر شه

تير له خپلې تيرې خو په پريکنده پريکوڼ سره
.................................مل د قام ملت سره غښتلی لکه غر شه

بس دی، نور به نه ليکم !
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   06, 2005 7:52 pm    عنوان   : Reply with quote

څاروان ليکلي:
موټي خاوره ده وطن به پري ورنکړم ــــ که په سر ده ځمکي هر وطن سره زرشي
خپله خاوره به په خپلو وينو ساتم ــــ که حا جت يې قربانی ته زما ده تن شي
که غليم رانه بري يو وړ محبوبي ــــ ستا پړونی دي زما دسر کفن شي


څاروان صيب دغه شعر خو مو ډير مشهور بريښي ، خو آيا د څاروان په نامه ؟ . او دلته ګنې د لومړي بيت قافيه ( سره زر شي) د دوه نورو بيتونو له پای قافيو ( د تن شي او کفن شي) سره بي سمونه راخيستل شوې نده؟.
د لومړي بيت دوهم نيمبيتی خو به داسې نه وي ؟ :
موټي خاوره ده وطن به پري ورنکړم ــــ که سره زر په سر ده ځمکي هر وطن شي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
څاروان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 19 فروري   2005
ليکنې: 256
ځای: اوس پښتونخوا

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   14, 2005 9:21 am    عنوان   : Reply with quote

۱۴-۱۱-۲۰۰۵

نقاد صيب وعليكم السلام او زما سلامونه هم قبول كړه.
په زنډ د جواب د ليكلو له امله بښنه غواړم.
نقاد صيب ما څوځلي دا خبره كړي چې زه خپله شاعر نه يم او دلته چې څه ليكم دا د نورو شاعروانو دي خو دي خبري تكرار راته د هري ليكني سره ښه نه بريښي.
خير به هر حال زه يو عادت لرم چې كله په كومه مجله، ورځپاڼه او يا كتاب كې كومه څلوريځه ، لنډۍ او يا غزل ولولم او خوښه مې شې نو په خپله كتابجه كې يي له ځان سره وليكم خو كله نا كله راڅخه د شاعر نوم له ياده ووځي نو اوس ذكر شوي بيتونه ما د يوي ورځپاڼي څخه ليكلي خو د شاعر نوم مي نه دي ورسره ليكلي او ذكر شوي بيتونه ما په خپله كتابجه كې وه كتل په همدي شكل وه او تاسي چې د لومړى بيت په دوهم نيم بيتي كومه نيوكه كړي نو شاعران د شاعرانو په ژبه ښه پوهيږي نه...

په اخر كې دا څوبيتونه ولولي:

يار چې له اغيار سره مل شو اوس به څه وايو
درد چې له پرهار سره خپل شو اوس به څه وايو

ولاړو د شهيدو سفرونو له كاروان سره
ورك چې مو له سيوري سره پل شو اوس به څه وايو

موږ په قافلو كې غبرګې سترګې پسۍ يوړلې
ولاړى د يوسف كميس بدل شو اوس به څه وايو


---------
په مينه او مننه
يوسف څاروان
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
Banoori



دغړيتوب نېټه: 16 نومبر   2005
ليکنې: 18
ځای: Afghanistan

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   21, 2005 10:58 am    عنوان   : Reply with quote

ډيرو محترمو وړونو اوخويندو اوزماده ګران وطن افغانستان دقدر وړ شاعرانو ډير ډير سلامونه مي ومنۍ!
ما هم دا لا ندي څو ناری د يو ملنګ څخه اوريدلی دی: ستاسو په اجازه.
رسول الله د دين خيمه ده..............څلورياران ئ د وريښمو تنا ونه.
که نصيبونه دځنګله وای ...........ما به دا خپل نصيب په اور سېځلای ونه
خاوروله پاک له ګناه راغلم.........د ګناپيټی می په شاخاوروله ځمه

ډيره منه نه/بانوری
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
څاروان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 19 فروري   2005
ليکنې: 256
ځای: اوس پښتونخوا

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   نومبر   26, 2005 10:24 am    عنوان   : Reply with quote

ورسته له سلامونو يارانو دا يوڅو بيتونه به زه هم وليكم خو څاروان ئې فقط رانقلونكې دى.


خلاصي اومونده هغې مسلمانانو
د پاك رپب هغې پاكو بندګانو
چه خپل مونځ په هسې دود باندي ادا كړي
لكه سوال چې عاجزان كړي له غنيانو

له عذابه نه هغه خلق په امان دى
چه په صدق په اخلاص مسلمانان دى
له عبثو ناروا ؤ نه ځان ژغوري
نيك خويي باند مشهور په درست جهان دي


==========
څاروان
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
سمسور



دغړيتوب نېټه: 24 نومبر   2005
ليکنې: 2
ځای: Danmark

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   27, 2005 10:42 am    عنوان   : څلوریز Reply with quote

سلامونه ګران ورور جان هیواد شیرزاد هیله لرم چې ښه اوسې
د یو څلوریز مې نن ولیکله هیله لرم که کوم ځاې کې زیات او کم وي چې ما ورباندي خبر کړي.

جـــانــــــانـــــــه ستا هغه ژاړ ولې شوم
ستا د سورکو شونډو خندا ولې شوم
په نــــــری مــــــخ دی لارې لارې شـــوم
د ځـــمکه لــــــورتــه په هوا ولې شوم
۲۷ / ۱۱ ۲۰۰۵
ستاسو ورور سمسور حبیبي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
کټوازی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2005
ليکنې: 411

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   30, 2005 7:28 am    عنوان   : Reply with quote

جـــانــــــانـــــــه ستا هغه ژاړ ولې شوم
......................ستا د سورکو شونډو خندا ولې شوم

....................په نــــــری مــــــخ دی لارې لارې شـــوم
د ځـــمکه لــــــورتــه په هوا ولې شوم


ګرانه وروره، سمسور حبيبي ،
سلامونه او ښې چارې ،
هر وخت سمسور اوسې !
هېواد شېرزاد صيب کېدای شي ، ستاسې پوښتنې او غوښتنې ته د جواب ويلو لپاره وخت نۀ وي پيدا کړی ، خو ولې که پوښتنه مو ټولګړې بڼه ولري ،ښايي بيا ورته هر څوک جواب ووايي ، اما له ياده به يي نه باسو ، چې دا وړ پوښتنې د پښتو ادب او ګرامر http://www.tolafghan.com/forum/viewforum.php?f=14 پۀ فورم کې کولای شو ، او بس

ستاسې د څلورزېزې لمړي بند ته راځو ،
.................جـــانــــــانـــــــه ستا هغه ژاړ ولې شوم پۀ دويم بند کې يي يادول اړين وو ،چې کومه ژړا ؟ خو برعکس ددې ، پۀ دوهم بند کې ورپسې زياتوو ، ستا د سورکو شونډا خندا ولې شوم ، دا بند مو خدای سته ډېر ښۀ او پۀ زړۀ پوري دی ، خو داچې له لمړي بند سره هيڅ تړاؤ نه لري ، او پۀ مانوي هئيت کې ورسره پۀ تضاد کې واقع دی ، ځکه پېکتوب پيدا کوي
سره له دې جانانه ستا هغه ژړا ولې شوم زما پۀ اند ګړدود يې معياري او ادبي هم نه برېښي !
دوهم بيت :
....................پر نــــــر ي مــــــخ د لارې لارې شـــوم
پر نري مخ ؟ ډېر بې خونده توری دی ، او بيا ورپسې لارې لارې کېدل ، سراسر بېځايه دی !

د ځـــمکې لــــــورتــه په هوا ولې شوم
څنګه ، د مځکې لور ته پۀ هوا ولې شوې ؟ له کومه ځايه را پۀ هوا شوې ؟ له اسمانه ،او که له مځکې ؟ که له مځکې پۀ هوا کېږې ، بيا بايد اسمان ته پۀ هوا شې ، نه مځکې ته !!! Laughing Laughing Laughing Laughing
که مو خپله دا پاس څلوريزه پۀ لاندې ډول ليکلې وای ، نو ډېره به پۀ زړۀ پوري وای ،
پر سورکو شونډو دې خندا شوم ولې ؟
........................... د زړۀ له کوره دې جلا شوم ولې ؟

ما پۀ دنيا چې خپل جنت بللو ،
........................ هغه جنت کې پۀ ژړا شوم ولې ؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
هادي حيران
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 نومبر   2005
ليکنې: 104
ځای: کندوز

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   دسمبر   10, 2005 9:34 am    عنوان   : Reply with quote

مونږ لېوني خو په دې نۀ يو چې تاوان دى پکې
اور ته وردانګو که چا وويل چې جانان دى پکې
لحد به هم دا مئين زړۀ زما نه خاورې نکړي
ګله! تر څو چې ستا د يار کلى ودان دى پکې

(زرګل ګل )
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
سمسور



دغړيتوب نېټه: 24 نومبر   2005
ليکنې: 2
ځای: Danmark

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جنوري   25, 2006 7:22 am    عنوان   : Reply with quote

صميم کټوازی ليکلي:
جـــانــــــانـــــــه ستا هغه ژاړ ولې شوم
......................ستا د سورکو شونډو خندا ولې شوم

....................په نــــــری مــــــخ دی لارې لارې شـــوم
د ځـــمکه لــــــورتــه په هوا ولې شوم


ګرانه وروره، سمسور حبيبي ،
سلامونه او ښې چارې ،
هر وخت سمسور اوسې !
هېواد شېرزاد صيب کېدای شي ، ستاسې پوښتنې او غوښتنې ته د جواب ويلو لپاره وخت نۀ وي پيدا کړی ، خو ولې که پوښتنه مو ټولګړې بڼه ولري ،ښايي بيا ورته هر څوک جواب ووايي ، اما له ياده به يي نه باسو ، چې دا وړ پوښتنې د پښتو ادب او ګرامر http://www.tolafghan.com/forum/viewforum.php?f=14 پۀ فورم کې کولای شو ، او بس

ستاسې د څلورزېزې لمړي بند ته راځو ،
.................جـــانــــــانـــــــه ستا هغه ژاړ ولې شوم پۀ دويم بند کې يي يادول اړين وو ،چې کومه ژړا ؟ خو برعکس ددې ، پۀ دوهم بند کې ورپسې زياتوو ، ستا د سورکو شونډا خندا ولې شوم ، دا بند مو خدای سته ډېر ښۀ او پۀ زړۀ پوري دی ، خو داچې له لمړي بند سره هيڅ تړاؤ نه لري ، او پۀ مانوي هئيت کې ورسره پۀ تضاد کې واقع دی ، ځکه پېکتوب پيدا کوي
سره له دې جانانه ستا هغه ژړا ولې شوم زما پۀ اند ګړدود يې معياري او ادبي هم نه برېښي !
دوهم بيت :
....................پر نــــــر ي مــــــخ د لارې لارې شـــوم
پر نري مخ ؟ ډېر بې خونده توری دی ، او بيا ورپسې لارې لارې کېدل ، سراسر بېځايه دی !

د ځـــمکې لــــــورتــه په هوا ولې شوم
څنګه ، د مځکې لور ته پۀ هوا ولې شوې ؟ له کومه ځايه را پۀ هوا شوې ؟ له اسمانه ،او که له مځکې ؟ که له مځکې پۀ هوا کېږې ، بيا بايد اسمان ته پۀ هوا شې ، نه مځکې ته !!! Laughing Laughing Laughing Laughing
که مو خپله دا پاس څلوريزه پۀ لاندې ډول ليکلې وای ، نو ډېره به پۀ زړۀ پوري وای ،
پر سورکو شونډو دې خندا شوم ولې ؟
........................... د زړۀ له کوره دې جلا شوم ولې ؟

ما پۀ دنيا چې خپل جنت بللو ،
........................ هغه جنت کې پۀ ژړا شوم ولې ؟


سلامو نه نيکې هيلې مې ومنه ډير مننه ستا د مرستنه
په در نښت سمسور حبيبي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
زرملوال
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جنوري   2006
ليکنې: 158

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اپريل   14, 2006 9:15 pm    عنوان   : Reply with quote

چى كتاى نشئ نن زما لورته
بتۍ اوشمى مه راوړئ ګورته


ستاسودستوردى چى مړه په سروړئ
ژوندى مو نكړل له خاورو پورته

داڅلوريځه دمحترم لوى شاعر پسرلى صيب ده
دمحترم پسرلى صيب دا څلوريځه د(درياب په
كوزه كى ځايولو) خورا غوره مصداق ندى ؟

په مينه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3, 4, 5, 6, 7, 8, 9, 10  مخکي
پاڼه   7  ټولې پاڼې  10

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.