د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

مصطفی ظاهر ته

ashna
21.04.2007

[img:02ebee0c5f]http://news.bbc.co.uk/olmedia/1675000/images/_1675492_zaher-ap-150.jpg[/img:02ebee0c5f]
مصطفی ظاهر ته : وطن ميوند

[size=24:02ebee0c5f][color=blue:02ebee0c5f]دواک نشه دې
سرته درختلې
بابا لا ژوندی دی
تۀ وايې ساه ترې نه وتلې

ځان دې غاړه کړی
دجبې لنډغرانو سره

ستا شان نه ښاي
دغه ګيدړانو سره

او نه !
دا تخت اوس هغه تخت دی ګل مې
چې به پرې ناز کوۀ کابل مې

دخپل نيکه په پل دې پل کېږده
لږ يې خبرې ته غوږ کېږده

داسې بې ځايه مه ښوېږه
ګام دې مضبوط په کابل کېږده

داسې يو څرک مې دی ليدلی
چې دا انګرېز شي شرمېدلی
او بيا په تېښته تللی

که داکار چېرته رښتيا شي
بې له تا به بل څوک نه وي ښاغلی

نيکه او باباګان لرو مونږ ډېر
خو پېر يې دی اوس تېر
د لمسي به نوم څوک نه لرو خانان
پام چې بې برخې درنه نشو مونږ خواران

تياره سيالي مو ده روانه
بس يوغږ کوه رادانګا

دمټو کمی نشته
بس دې لار ورکو زمرو کې
لار ښود زمری ته شه

يو څلی جوړ کړه
ځان د ايوب خان سره جوګه کړه
امان الله شه ورته
د عطا ترک پېغور پلمه کړه

خوشې ځان دې غاړه کړی
دجبې لنډغرانو سره
ستا شان نه ښاي
دغه ګيدړانو سره [/color:02ebee0c5f][/size:02ebee0c5f]

http://www.wranga.com/nuke/modules.php?name=Forums&file=viewtopic&t=42


ashna
10.05.2007

[color=blue:0b78e4d8f6]د خلکو يو نيم شی پرهدو جوړ کړی دی
زمونږ هر يو شی پرهدو جوړ کړی دی
راډيو ، ټلويژن ورځپاڼه که شپې پاڼه ده
واړه زمونږ په ضد شول خبرلوڅی پرهدو جوړ کړی دی
اردو، پوليس ،مامور ،وزير دا لا څه کړې
پرهدۍ ژبه مې زده کړه ښونځی پرهدو جوړ کړی دی
دبل چپن او قراقل که مې ځای ونيو د شملې
خپل مې نن پټکی پرهدو جوړ کړی دی
د جرګو وطن چې نه جوړيږي په جرګو اوس
خپل مې قاضی پرهدو جوړ کړی دی
تاجک کلتور مې يوه څانګه د افغان ده
يو کونړی بل پنجشېری پرهدو جوړ کړی دی
شيعيه هم مسلمان دی سوني به يې ولې بد واي
که يې واي دا سونی پرهدو جوړ کړی دی
خپل سپي او ګيدړان به پرې ورنکړمه اوس
د بل سره راغلی دا زمری پرهدو جوړ کړی دی
د کور منځ کې ناست يې په دواړو سترګو ړوند
شته هغه دېوال جرمنی پرهدو جوړ کړی دی ؟
هر يو وګړی مې نر ځوان دی په شان د نادر خان
بس يو نيم سقاوی پرهدو جوړ کړی دی
پرون يوۀ خوستي مونږ ټول و ګټلي
نن که مو بيالي دا خوستی پرهدو جوړ کړی دی[/size][/color:0b78e4d8f6]

[color=darkred:0b78e4d8f6][size=24:0b78e4d8f6]حمزه بابا
انسانيت به کاندي فخر د افغان په توره
بيا به تل ناز کوي افغان د نادرخان په توره[/size:0b78e4d8f6][/color:0b78e4d8f6]


ashna
21.06.2007

ښاغلي او اغلي چې زمونږ دا ماتې ګوډې اصلاح کوي ترې مننه کوم خو بايد ووايم چې په حجره کې داسې ليکنې شته او د ډېر وخت راهيسې پرتې دي او لا ليکل يې دوام لري چې ټول پکې د پرهدو اجيرانو ،نوکرانو ،غلو، او د وران کارو صفتونه کېږي او دوی يې هم په کيسه کې ندي چې همدې کار د بحث مخه ډب کړې ده چې ما هم دلته يو څو ماتې ګوډې کرښې ليکلې وې چې اصلاحاتو ډلې امرو بل معروف ورته د لومړۍ ورځې نه غاښونه چيچل چې اخير يې ترې درز ويستی دی

ستا به زما نه ګيله شوي
نه تۀ باچا يې او نه زه خپل واکه يمه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more