د موضوعګانو سرپاڼه
تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
ubuntuguide.org په پښتو ته اړولو کې ونډه واخلئ
محمد خالد امي
22.02.2007
Ubutnu Linux يو ډول لېنکس دی چې نن سبا په نړئ کې ډېر زيات کارول کېږي او له نيکه مرغه د پښتو ژبې څخه هم ملاتړ کوي. www.ubuntuguide.org يوه لارښد ووېب پاڼه ده چې هلته ددې لېنکس د کارولو په اړه بشپړ مالومات شته. دا پاڼه له مخکې نه په ډېرو ژبو ژباړل شوې. ما اوس ملا تړلې چې پښتو ته يې واړوم.
نو څوک چې غواړي په دې کار کې ونډه واخلي. ددې لارښود پښتو پاڼه دلته http://ubuntuguide.org/wiki/Ubuntu:Edgy_ps کتلئ شئ.
که چېرې غواړئ دا لېنکس له انټرنېټ څخه راښکته کړئ نو www.ubuntu.com پاڼې ته لاړ شئ.
که څوک په دې کار کې ونډه اخيستل غواړي او په دې اړه مالوماتو ته اړتيا لري نو له ماسره دې په راتلونکي برېښناليک پتو باندې اړيکه ونيسي.
khalid-ameery@hotmail.com
khalid@paiwastoon.com.af
مننه،
محمد خالد اميري