د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

يوه تخنيکي مرستې ته اړتيا لرم

م ن غروال
16.08.2003

درنو ښاغلو اومېرمنو او ګرانو خويندو او وروڼو سلامونه سره د نېکو هيلو مې ومنۍ٠
زه دپښتو ژبې دليکنې پروګرام universal word لرم هلته مي څه ليکلي دي ، نه word ته اونه دغې ويب پاڼې ته را نقل کيږي٠
word يا work ته راځي اما د پښتو ډير ټکي په بلو علايمو، او جملې هم داسي سره ګډې وډې شي چه اصلاح ئي دليکلوڅخه زيات وخت غواړي ٠ که دغه ويب پاڼې ته راهم شي په کامل دکود په سيستم رانقل کيږي٠ چه زه ئي نور دغه اړولو عاجزه کړم٠ نولدې امله نه پوهيږم چه څه بلاخره بايد وکړم٠ که څوک مرسته کولائ شي هيله مند يم چه سپما ونکړي٠ ستاسو دزيار او مرستی مننه کوم٠ په درناوې٠ غروال


يو وړانديز!

ويښ ځلمی
16.08.2003

قدرمنه غروال صېب سلامونه !
دغه ستونزه چې تاسو د Universal Word سره پېدا کړې دا بلکل يوه عامه ستونزه ده. ددې اصلي وجه دا ده چې د Universal Word لاسوندئ (Software) د Unicode 8 په سيستم ليکل شوی دی. تاسو کولائ شی چې هغه ليکل شوی متن مو له يونيورسل ورډ نه Copy کئ او بيا وروسته يې په Microsoft Word کې Paste کړی. پس له دې نه چې متن Paste شو نو بيا ټول متن Select All کړی او بيا يې د ليک بڼه هماغه ليک بڼې ته واړوئ په کوم باندې چې دغه متن ليکل شوئ دی.
د پورتنۍ کړنې د ترسره کولو سره سره تاسو نشئ کولائ چې نوموړی متن دلته د ټول افغان په پاڼه ولوستلائ شي. نو ددې لپاره چې ستاسو متن تر مونږ پورې راورسېږي تاسو دوه الټرنېټيفه (Alternative ) لرئ.

١ :- يا خو تاسو هماغه ليکل شوی متن يو ځل بيا له سره وليکئ خو دا ځلې يې د Universal Word په لاسوندي کې د ليکلو پر ځائ په Microsoft Word کې وليکئ.

٢ :- او يا خو هماغه ليکل شوئ متن نه د عکسونو فائل جوړ کئ. مطلب مې دا چې ليکل شوئ فائل يا په Jpeg او يا د Gif فارمټ ته واړوئ. ددې لپاره چې تاسو دغه متن نه د انځور فائل جوړ کې هغه هم ډېر ساده ده او هماغلته په Universal Word کې جوړېږي.

قدرمنه مشره خدای دې وکړي چې ستاسو ستونزې تر يو حده پورې حل شوې وي. او کچېرته کوم بل ورور زما نه ښه تجويز لري، نو هغوی دې هم خپلې تجربې له مونږ نه نه سپموي.
په درنښت
ويښ ځلمی


له ښاغلي ويښ ځلمي ډيره مننه

م ن غروال
17.08.2003

ښاغلۍ ويښ ځلمۍ درنښت او سلامونه می ومنئ،
ډيره زياته مننه ستاسو له مرستې٠ ما له ليکو عکس جوړ کړ او د ښاغلي شېرزاد په برېښنا ليک می ورواوستل٠
ممکن د اسلام د بحث په دوام ئي نشر کړي٠بله چاره می نه درلوده٠ او مستقيما خو MW کي هيڅ کله هم د پښتو ټکي نه راځي ځکه چه Key B کي د پښتو ټکي خواره واره او اکثره ټکي هم نشته، خير دا يوه ﻻنجمنه ستونزه ده٠
ستا سو دبرياليتوب او نېکمرغۍ په اميد٠ په درناوې٠ غروال


يادونه

زهيرشينواری
22.08.2003

ګران غروال صيب !
فکرکوم ستاسو د ستونزې ښه او اسانه حل دادی چې تاسو د همدې پاڼې
څخه پښتو وينډوزډاونلوډ يا راښکته کړی . په همدې وينډوز ليکنه وکړې
ټول مشکل به مو حل شي .


ډيره ډيره مننه

م ن غروال
25.08.2003

ښاغلۍ زهير شينوارئ صاحب سلامونه ومنئ٠
زه بخښنه غواړم چه ستاسو ليک ته ما پام ندې شوئ٠،ځکه خو پکی ځنډ راغلو٠ زه له ستاسو دمرستې لپاره دزړه له کومی مننه کوم٠ ستاسو فرموده به عملي کړم٠ که بيا کومی ستونځی سره مخامخ شوم تاسو دخدای ج راته ژوندي لري٠ أمين٠ په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more