تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
په ګوګل سایټ کښی ایډوانس پلټنه
Noorullah Shirzai
21.12.2006
دسی به ډیر شوی وی چه تاسو له ډیری هڅه وروسته هم په ګوګل کښی د خپلی خوښي موضوع نه وی پیدا کړی هو نو دلته به زه یو څو ساده ټیکنیکونه در وښیم تر څو ټاسو وکولای شی خپل د خوښی موضوع په آسانی سرت وموندی.
ددی لپاره لاندی ټیکنیکونه وکاروی او وګوری جه څه ګیږی:
۱--- که تاسو غوښتی وی چه د مڼی دخوړلو د فوایدو په باره کښی معلومات تر لاسه کړی خو کله چه تاسو لیکی
Apple
تاسو ته په په لومړی لیکه کښی د اپل د کمپیوټر چوړونکی شرکت سایټونه ښکاره کړی .
ددی کار د مخنیوی لپاره لاندی ټیکنیک ړکاروی:
په ګوګل کښی ولیکی:
نوټ: پام مو وی چه په لاندی فورمولونو کښی د سپیس یا فاصله بټن مه وهی که نه فورمول به مو غلط شی.
Apple-computer+fruit+eating
په دی فړرمول کښی د منفی علامه یعنی د کمپیوټر مربوط دی نوی او مثبت علامه یعنی د میوی او خوراک مربوط مطالبو پلټنه وکړه اوس نو وګوری ستاسو د خوښی موضوع ښکاره کوی.
۲--- که تاسو وغوړی چه د اریانه افغان هوایۍ شرکت معلومات تر لاسه کړی خو له بده مرغه ستاسو نه د آریانا د نوم لیکل هیر شول(دایوه بیلګه ده) نو تاسو کولی شی دا ستونره داسی حل کړی:
ولیکی:
Afghan Airlines *
د ستوری علامه مخکی له افغان ایرلاین تر د مخه ولیکی دا علامه دا معنی لری چه چیری افغان ایرلاین وموندل شو نو د هغه تر مخه ګه هر څه و نو را وی ښیه.
۳--- که په یو خاص سایټ کښی د یوی موضوع موندل غواړی نو لیا داسی ولیکی:
مثلا د مایکروسافټ ایکسیل موضوع غواړم یوازی د مایکروسافټ په سابټ کښی ومومم
:
Site:www.microsoft.com Excel
۴--- په یو خاص ډومین کښی د یوی موضوع موندل ، زه غواړم د انتخاباتو په اړه په هغو سایټونو پسی وګرزم چه د ای ایف یا افغانستان ډومین ولری لکه: AF
site:af Ecections
۵--- هغه سایټونه چه په عنوان کښی یۍ آفیس ایکس پی لیکلی وی:
فورمول
:
Intitle: Office XP
۶--- د یوی کلیمی دقیقه او صحیح معنی موندل:
فورمول:
Define:Internet
۷---غواړم داسی سایټ وموندم چه په آدرس (یو آر ایل) کښی یۍ ؛پښتو؛ لفظ لیکلی وی :
فورمول:
InURL:Pashto
۸--- داسی سایټ غوړم پیدا کړم چه په آدرس کښی نه بلکه داخلی او اصلی موضوع یۍ د پښتو په اړه وی:
فورمول:
InTEXT:Pashto
غواړم یو موضوع په خاص فایلونو کښی پیدا کړم لکه د ( حامد کرزی ) په اړه معلومات په یو مایکروسافټ ورډ فایل کښی وموندم:
فورمول:
filetype:DOC HAmid Karzai