د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د Windows XP انسټا لیشن په وار وار دریږي او یا هم له سره پیلیږي.

smakhkash
11.11.2006

ګرانو مینه والو کیدای شي سر لیک ډاګیز نه وي خو بیا هم ډیر ځله کله چې Window XP ا نسټا لوۍ نو کله داسې هم کیږي چې دا کار مو هیڅ پر مخ نه ځي او کمپیوټر وړ او ناوړه پیغا مونه درکوي. ددي ستونزې د حل د پا ره یو څو رغنده ټکې درپه ګوته کوم هیله ده په درد مو وخوري:
ډیر ځله چې تا سې د Windows XP عا مل سیستم نصبوی نوله راز راز پیښو سره مخ کیږی نو که چیرې ستا سو کمپیوټر د لاندې په څیر پیغا مونه درکړل هیله ده دا لاندې د حل لارې یی په پا م کې ونیسۍ.
کمپیوټر مو دا پیغا مونه ورکوي:
۱ـ کله چې د Setup په دوران کې غواړۍ خپل هارډ دیسک Format کړی نو دا لاندې پیغام تر ګوتو کوۍ:
Setup has performed maintenance on your hard disk. You must restart your computer to continue with Setup.
۲- او یا هم د Setup پر وخت لاندې پیغام تر ګوتو کوۍ:
Setup is unable to perform the requested operation on the selected partition. This partition contains temporary Setup files that are required to complete the installation.
۳- د Setup په وخت کې مو کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang) او هیڅ ځواب نه درکوې یو څه مهال وروسته یو د تیروتیې پیغام په لاندینۍ بڼه درکوي:
An error has been encountered that prevents setup from continuing. One of the components that windows need to continue setup could not be installed. Data error "cyclic redundancy check".
ډیر ځله کمپیوټر له سره چا لانیدل (Restart) غواړي اوس نوکله چې تا خپل کمپیوټر له سره چا لان کړو او پورتني پیغا مونه دې تر ګوتو کړل نو Setup له سره پیلیږي او د ا پروسه په همدې ډول تکراریږي او د عامل سیستم نصبول نا شوني شي.
ددې کار دلیل دادی چې یا خو ستا سو هارډیسک ویجاړشوی اویا هم په ویروسونو ککړ او چټل شوی. نو ځکهSetup بیا ،بیا له سره پیلیږي . نو ددې لپا ره Setup کوښښ کوې چې د هارډیسک د ا ستونزه له منڅه یو سې نو راز راز پیغا مونه ورکوي.
د حل لاري چا ري:
ددي د پاره چې دا وړ ستونزې مو حل کړې وي له لاندې دریو چا رو کا راخلو:
اوله چاره: Setup ته اجا زه ورکړی تر څو د هارډیسک ستونزه حل کړي:
د کمپیوټرله غوښتنې سره سم د کمپیوټر د بیا بیا چا لانیدلو اود Setup د بیا په منډه کولو کار ته په مکرره توګه ادامه ورکړۍ او Setup ته اجازه ورکړی ترڅو هارډیسک بیا ورغوي. کیدای شي Setup د څو ځله بیا بیا چا لانیدلو وروسته بر یا لۍ او ها رډیسک وروغوي او عا مل سیستم نصب شي او که د دي کار دڅو ځله تکرار څخه وروسته هم Setup بر یا لۍ نه شو نو بیا دویمې چا رې ته مخه کړۍ.
دویمه چا ره: Recovery Console څخه د chkdsk /r امر (command) په کار واچوۍ:
ددې لپاره چې د Recovery Console څخه د chkdsk /r امر په کار واچوی لاندې ګام په ګام لارښوونې په پام کې ونیسۍ:
ټ: ځپل کمپیوټر له سره چا لان(Restart) کړۍ. البته د کمپیوټر په CD-ROM کې مو با ید د عامل سیستم CD پرته وې. کمپیوټر له CD څخه Boot کړۍ.
ځ: کله چې د Welcome to Setup پا ڼه یا پرده درته ښکا ره شوه نو په خپل لیکمن کې د R تڼۍ کیمنډۍ تر څو کمپیوټر مو Recovery Console ته ولاړشي.
ږ: په دغه پړاو کې به کمپوټر له تا سو نه د Administrator د پټ نوم(Password) غوښتنه وکړي ورته ویې لیکه او که Administrator پټ نوم نه درلود نو یواځې د Enter تڼۍ کیمنډۍ.
ړ: اوس به درته د Command Prompt توره پرده وازه شي لاندې امر پکښې ولیکې:
Chkdsk /r او د Enter تڼۍ کیمنډۍ.
ښ: کله چې د Chkdsk د امر کار بشپړ شو نو ددی پا یلې به درته ښکا ره شي ویې لولۍ او ددې پروسې د بشپړ تیا لپا ره اړین ګا مونه( چې د ا پر وسه بشپړوي) واخلۍ د نمونې په توګه کمپیوټر به له تا سو څخه وغواړي چې د chkdsk /f امر په کار واچوۍ تر څو ستونزه حل شي.
ڼ: او س مو نو کمپیوټر بیا له سره چا لان (Restart) او Setup بیا په منډه کړۍ کیدا ی شي بر یا لي شۍ او که بیا هم بر یا لي نه شوۍ نو دریمې چا رې ته مخه کړې.
دریمه چا ره: په دې صورت کې کیدای شې ستا سو ها رډیسک ویجا ړ شوی وي ښه به دا وي چې خپل هارډیسک د کمپیوټر یوه فني کار ګر ته وښا یی او یا هم بل ها ردیسک واخلۍ.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
ها ها د ځینو نورو ګټورو تو کیو لپا رهhttp://www.techafghan.com/
ته سر ورښکا ره کړۍ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more