د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل ---> اسحاق ننګيال


هيواد شېرزاد
03.08.2003

........................................ غزل
........................................................ . اسحاق ننګيال
.............. سترګې چې ډيوې د مــــــزارونو وړي
............................ اوښـــــــــــکې جنازې د ارمانونو وړي
.............. مړاوي مه شه خدايه چې ﻻ ځـــوانې دي
.............. .............. زړه ورته غونچې مې د زخمونو وړي
.............. نه مــــــــې ؤ ګومان په پښـــــتنې مينې
.............. .............. زلـــــــــفو کې شملې د پېغورونو وړي
.............. کـــــــــــړيکه د هجران شوه د دوزخ ژبه
.............. .............. شونډو کې لمبې د سـرو اورونو وړي
.............. راشه که اوس سيل ته د [color=darkblue:fa051efe2e]ننګيال[/color:fa051efe2e] کوې
.............. .............. غاړه کې جـــــــــنډې د ګرېوانونو وړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more