د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ايا شعر ژبه ده؟

larghonay1
14.08.2006

ايا شعر ژبه ده؟
د شعر په اړه بېلابېل نظرونه اوريدل كېږي چې د ژبښودنو له مخې شعر او نثر دواړه ژبه ده چې څوك يې د شعر او څوك د نثر په ډول ليكي .
ځينې يې وايي شعر د هيڅ قسمه قانون او قاعدې تابع نه دى، بلكې څه چې شاعر ته په خوله ورشي هغه ويلى شي.
تېره ورځ مې همدې ته ورته يو نظر ولوست چې شعر ته يې بغاوت او شاعر ته باغي ويلى وو.
زما په نظر خو شعر ژبه ده او كله چې ژبه شوه نو د ټولو ژبنيو قوانينو تابع ده.
مونږ دوه ډوله شاعران لرو چې يو يې ولسي دي چې اكثره يې نالوستي وي او بل لوستي يا په اصطلاح ديواني دي.
هغه خلك چې شعر بغاوت بولي د كلاسيكو يا معاصرو شاعرانو يوه كمزورى شعر چې شعري قوانين په كې نه وي مراعات شوي يا يې د قافيې او رديف د مجبوريت په خاطر نه وي مراعات كړي را اخلي او دليل نيسي چې دا دى حميد بابا هم داسې شعر ويلى ، خوشحال با با هم ويلى او ... او له ژبني قانون نه يې بغاوت كړى دى.
يا د ولسي شاعرانو سروكي يا شعرونه را اخلي چې په هغې كې قوانين مات شوي وي نو وايي شعر بغاوت دى.
دغه ښاغلي دې ته نه ګوري چې د همدغو غوره شاعرانو د هغه شعر په پرتله چې قانون په كې مراعات شوى وي دا بې قانونه هغه يې كمزورى دى .
او دوى سروكي هم راوړي چې هغې كې يوازې د قانون څخه سرغړونه نه وي شوي،بلكې نورې هم ډېرې نيمګړتياوې لري.
د بېلګې په توګه يو ښاغلي چې د راډيو ګانو په اصطلاح كارپوه يا كار شناس او كه لنډه يې ووايو په هر څه پوه ليكلي وو چې شعر بغاوت دى او سركشي ده او هر دى او تور دى.
په پاى كې يې دليل دغه ولسي سروكى و چې :
[color=cyan:6826d71a3a]لو ګډ شو .
ګډ شو د لونګو لو ګډ شو
چې لونګ لو شې بيا به لاس تر غاړې ځونه [/color:6826d71a3a]
[color=red:6826d71a3a]لومړى خو يې دغه سروكى هم سم نه و راخيستى ، زما په نظر د كوم پاړسيوان سندرغاړي له خولې يې راخيستى دى او سمه بڼه يې دا ده : [/color:6826d71a3a]لوګډ دى
[color=blue:6826d71a3a]لوګډ دى د غنمو ياره
ګيډۍ راواچوه بنګړي راغلي دينه
لوګډ دى. [/color:6826d71a3a]
زه ځكه د دغه صاحبنظر صيب دغه سروكي ته جعلي او ناسم وايم چې لونګ لو كېږي نه!
ځكه چې لونګ په ونو كې وي او راټولېږي نه دا چې لوكېږي.
نو څوك چې څېړنه كوي او بيا يې كره كتنې ته وړاندې كوي بايد د څېړنې په اصولو خبر وي، په اړه يې معلومات ولري او د څېړنې توان ولري.
په هر صورت دا د ښاغلي صاحبنظر يا كارپوه صيب لومړى ځل نه دى.
په بي بي سي راډيو كې هم هر وخت د سترو سترو پوهانو او ډاكټرانو سره اړم وي او په همغه خپل بې ځايه دريځ كلك ولاړ وي.


صافی
14.08.2006

محترمو دوستانو! السلام علیکم:
شعر، نثر،خطابه اونور هنری اثار که په نقاشۍ موسیقۍ کې وي او که په دیزاین او بنا کې وی مخکې له دې چې ترې شعری نظم او نثر،انځور، اهنګ،اوشکل جوړ شی دسازنده په ذهن کې یې په بل شکل او عبارت کې وي .چې هغې ته انسانی احاسیس او مشاعر وایو. چې عبارت دویرې،خوشحالۍ ،خفګان، ادیښنې،او نورو مشاعرو نه دي .چې دانسانانو تر منځه یې د لمس او احساس په موهبو او انګیزوکې توپیر وي .کله چې دا احاسیس او مشاعر دپختګۍ جوش او خروش ته ورسی ، دنورو سره یې شریکولو کې د تعبیر او تجسیم صناعی وسیلو ته اړتیا وي، چې دا صنعت څوک په قلم کوي څوک یی په برس،څوک یې په اوازاو څوک یې په ګډاڅوک یې په بل څه کوی.
په بشری ټولنو کې په طبیعی توګه، بیا هم وایم په طبیعی توګه، دفن او هنر ټولې بڼې په يو موزون حرکت کې دتکامل او نمو په لور دځانګړیو اړیکو په لرلو ديو او بل مرستندوی او مل وي .ولې کله چې داجتماعی دودونو په علت دهنر د بیلابیلو بڼو تر منځه د اړیکو توازن له منځه ولاړشی ترې داسې یو خود رو بڼ جوړ شی چې مالې او یا باغبان ونه لري، ځینی بوټی په کې وچ شي ځینی نیم ژوانده شي او ځینی خپل په سر ودده وکړی، اود نورو بوټو او ګلانو د انرژۍ استهلاک او په لړکې یې را منځته شوی مسولیت هم د یو او دوو په غاړه شي .
چې خبره رانه ډیره پیچلې نه شي ، دعربي ،فارسي، او پښتو په کلاسیکه شاعرۍ کې چې کومه توجه قافې، عرض،لحن اوبحر ته شوې اوکیږی تر ډیر حد دمو سیقی فن پورې تړاو لری . چون دموسیقۍ او غنا هنر په اسلامی ټولنو کې د دینی او نورو ملحوظاتو په لحاظ وده نه ده کړی شعر په دې ټولنو کې دا تشه يو څناڅه ډکه کړی .
دشعر ، نثراو هنر هره بڼه چې وي دمحتوی او جوهری مفهومه پرته ، دوړاندیز (چې ځینی متن هم ورته وایې) وسیلې یې په صنعت او ریاضت را منځته کیدی شی چې تر ډیره حد اختیاری جنبه لری . که چیرته دشاعر او هنر مند هدف دخپلو احاسیسو او مشاعرو رسول نورو ته وي ،چې پرته له شکه دي ،باید د توان تر حد هغه وسیله په کار واچوی چې اغیز یی ارت او عام وي . که دشاعر هدف په په ټولنیزه وسیلوی مفاهیمو کې نوښت وي هغه نوښت چې په ټولنه کې د هضم او منلو وړ وي وړاندې کوي .په دې توګه زما په نظر شعر نه نظم دی او نه نٍثر،او نه هم خالی ژبه ده . بلکې نظم او نثر او شفاهي وسیله یې دریواړه دابرازد وسیلو مختلفه بڼې دي.

داچې څوک چا ته یاغی او باغی وایی ،کنځلې ورته کوی .( چې یا به دکنځلو مستحق وي او یا نه ) خو په یاغی او باغی کې زه بل هیڅ مفهوم نه وینم. هو، که شاعر خپل احساس د اغوااو بغاوت سره تشبیه کوي هغه بیله خبره ده.
په درناوی
صافي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more