د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

که شفر مې پۀ پښتو ورکړي وي ................ نو بيا ( ؟ )

کټوازی
14.08.2006

که شفر مې پۀ پښتو ورکړي وي ................ نو بيا ( ؟ )
ګرانو روڼو ،
تر سلامونو او نېکو هيلو روسته !
کېدای شي له تاسو څخه به ډېرو وروڼو خپلو کمپيوټرونو ته شفر ورکړي وي او د دې ترڅنګ به پۀ ورډ کې د ډاکومينټېشن لپاره د انګرېزي ترڅنګ پښتو ، دري ، اردو ، عربي او نورې ژبې هم کاروئ ، ګاهي ، ګاهي امکان لري چې تاسو د کمپيوټر ژبه مو له انګرېزي څخه پښتو او يا بلې ژبې ته اړولې وي ، کمپيوټر مو د کومې ستونزې له کبله ټال او کار پرېږدي او تاسو يي له نوي سره چالانولو ته اړکېږي او يا هم دا چې برېښنا بنده شي ،!
نو کله چې بيا کمپيوټر Restart کړئ نو شفر درڅخه غواړي خو کله چې شفر ورکوئ نه يي مني ، لامل يې دادی چې تاسوخپل کمپيوټر ته پۀ انګرېزي تورو کې شفر ورکړي خو هغه مهال چې کمپيوټر مو بېرته بنداوۀ Shut Down کاوۀ او يا هم Restart مو کاوۀ دا فرصت مونۀ و تر لاسه کړی چې ژبه يي انګرېزي کړئ او يا هم کمپيوتر مو بېخي ټال ياني پر Deadlock Statement درېدلی !
او س د دې ستونزې حل څۀ شی دی ؟
بېخي اسانه دی ! ډېر هغه خلک چې له کمپيوټر سره بلد نۀ وي کله چې له دې ډول ستونزې سره مخ کېږي ، نو بله لار يې نه ويني او له سره د کمپيوټر Setup چلوي چې پۀ دې صورت کې که له يوې خوا د کارونکي ډېر وخت نيسي نو له بلې خوا ډېر امکان لري چې ضروري ډېټا يي هم له منځه ولاړه شي ( هغه ډېټا چې د و ينډوز او يا هم د وينډوز
د اړونده ډرائيو پۀ بېلابېلو فولډرونو کې يي ساتلې وي )
لومړی ::
د دې لپاره چې هيڅکله هم له دا وړ ستونزې سره مخ نه شئ نو هغه مهال چې پۀ Regional Settings کې نورې ژبې Install کوئ نو انګليسي پۀ هغه ځای کې وټاکئ چې له تاسو څخه دا پوښتنه کوي چې ( کله مو کمپيوټر له سره چالان شي نوژبه دې يي کومه يوه وي ؟ )
او بيا که چېرې له دا وړ ستونزې سره مخ شئ هم هيڅکله مه ورته پرېشانه کېږئ ،د وينډوز اړونده CD د کمپيوټر CD ROM ته Inset کړئ او کمپيوټر مو له سره چالان کړئ کله چې پاسورډ درڅخه و غواړي نو خپل شفر _ پاسورډ ورکړئ چې پۀ دې صورت کې پۀ اتوماتيک ډول د کمپيوټرژبه انګرېزي ته اوړي او ستاسې پاسورډ مني !
خو مګر کله چې وينډوز ته ننوتلاست نو بيا پۀ ريجنل سيټينګ کې د ژبې سيټينګ خامخا وکړئ څو پۀ راتلونکي کې له دا وړ ستونزې سره مخ نه شئ !
نوټ ::
کوم و خت چې کمپيوټر ته د وينډوز CD ور واچوئ نو کمپيوټر مو له CD څخه مه سټارټ کوئ او پرې يي ږدئ چې پۀ نورمل سټېټ چالان شي

پۀ درنښت : ورو مو صميم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more