وطن پال او نور ګټور شعرونه
د شعر حجاب ----> اسماعيل ( يون )
هيواد شېرزاد
28.06.2003
::::::::::::::::::::::::::::::::::::: [color=darkblue:9e1aa73111]د شعر حجاب[/color:9e1aa73111] :::::::::::::::::::::::::::::
................................................................ اسماعيل ( يون )
.............د ژوند مړاوې سندره مې حجاب کې راولم
.......................... د ويښو شپو کيسه د عشق کتاب کې راولم
............ دا سر ربه مات شوی خو ټيټ شوی چاته نه دی
..............................خو تاته يې پنځه وخته محراب کې راولم
.......... نن بيا د غزا ډول د هندوکش په سر غږيږي
..............................سپېرې طالبې څڼې مې په تاب کې راولم
............زما تړلی ﻻس او ستا درنې درنې څپېړې
.............................يو وخت خو به اشنا داپه حساب کې راولم
........... پدې به هم د ډېرو په زړګو شي لمبه تاوه
.......................... دا وران د زړه وطن چې نغمه باب کې راولم
طالب خان
13.07.2003
يون صيب كوردي ودان او غَلَه دي ډيره
رښتيا هم چي خورا خوندور غزل دي.دا لاندي شعر خو ئي هغه د چا خبره بيخي طوفان كوي:
نن بيا د غزا ډول د هندوکش په سر غږيږي
..............................سپېرې طالبې څڼې مې په تاب کې راولم
سلامونه
هيواد شېرزاد
15.07.2003
سلامونه ګرانه طالب جانه :!:
يون صيب خو زمونږ د پښتو ژبې ډېر خوږژبې غزلبول شاعر دی. زه به انشئاالله چې د يون صيب نورښکلي اشعار هم پدې پاڼه کې وليکم.