د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غــــــــــزل -----> عبدالباري ( جهاني )


هيواد شېرزاد
23.06.2003

::::::::::::::::::::: غــــــــــــــــزل ::::::::::::::::::::::::

د شــــمعې په څـــــېر سوځو له خپل ځانه سره ځو
که وصـــــل که هـــــجــــران وي د جانانه ســــره ځو
د تورو په حـــساب دي ورکــــــــې ﻻرې د ترږميو
منزل چاته مــــــــعلوم دی د اســــــمانه ســره ځــــــو
تش نوم د ساحل اورو يــــو تصوير د بيړۍ وينو
په څاڅــــــــکو په ګامونو له تـــــــــــــوپانه سره ځو
سېراب يې نکړې شــــــونډې سل کلونو سرابونو
له چـــــــــــغو سره راغلو لـــــــــه ارمـــــــانه سره ځو
شبنم غونــــــدې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکې
د اوښــــــــــکو په زولۍ کې له ګــــرېوانه سره ځو
د غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوې
په نيـــــمه شپه کــــــــې راغـــــــلو د اذانه سره ځو
توښه مو په تندي کې د صــــنم سجدې اخيستې
احــــــــــرام تړو پر ﻻرې له مـــــــــغــانه ســـــره ځو
[color=darkblue:356c344eb8]زاهـــــــــــده په تيارو کـــــې د تسپو غږونه اورم
کوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره ځــــــــو[/color:356c344eb8]
قــــــــــاصده زما سلام دی په ټـــــــولي د رقيبانو
مونږ داســـــــــــــې مېلمانه يو د مېزبانه سره ځو
اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی
هــــــــــــوښيار که لېوني يو د زندانه ســــــــــره ځو
د ژوند په راز پوه نه شو [color=darkblue:356c344eb8]( جهاني )[/color:356c344eb8] سبا به نه يو
يو څو بې نومه سيوري له کاروانه ســـــــــــره ځو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more