د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

کړېدلې پېغله -----> لمر ( پرهېز )


هيواد شېرزاد
23.06.2003

::::::::::::::::::::::::::::::: کړېدلې پېغله ::::::::::::::::::::::::::::

................... ﻻره کــــــــــــې پرته يـــوه جـــــــلۍ ګــــــــــورم
...................ســـــر يې دی بــــــبر بربـــــنډې پــښې ګورم
................... جګـــــــه ده جلۍ صـــــــورت کې ښکلې ده
................... دې ځــــــــــوانه ځوانۍ کــــــــې غم ځپلې ده
................... ورځ پـــــــه ورځ وچيږي ويلې کـــــــــيږي دا
................... داســـــــــــې راښـــکاريږي چې مړه کيږي دا
................... مــــــړه يې د وجـــــــــــــود ټـــول سلولونه دي
................... ژېــــــړ رنګ کې پراته ډېر ارمـــــــانونه دي
................... ومــــــــــې کړه پوښتنه چـــــــــــې څوک نلرې
................... کــــــــور کلی ماحول پلار او مـــــــــور نلرې
................... وخـــــــندل دې ښــــــــکلې ګـلالۍ راتـــــــــــه
................... ووې پــــــه ځواب کـــــــــــــــې دې جلۍ راته
................... هر څوک زه لرم څوک مـــــــې خدمت نکړي
................... مـــــــــــــا سره هېڅ مــــــينه مـــــحبت نــکړي
................... زه د يــــــو شــــــاهي کـــــــورنۍ لـــــــور يمـه
................... زه خـــــــــــو د اسيا د ســــــــــــــترګو نور يمه
................... اوس يــــــې غورځولې ﻻرې ســـــــــر کې يم
................... څـــــــــوک مې خبر نه اخلي خـــــــطــر کې يم
................... ټول خــــــــــــــپل او خپلوان رانه خپه ګرځي
................... نه غــــږيــــــږي مــــــــا سره کــــــــــــچه ګرځي
................... نه مـــــــــــــې څه ګناه نه مې خــــــــطا کـــــړې
................... نه مــــــــــــــــې د پردو ســــــــــــــره خندا کړې
................... ومـــــــــې کړه پوښتنه څه نـــــومېږې تـــــــــه
................... ډېره بـــاغــــــــيرته مـــــــــعلومـــــــــــېږې تـــه
................... ويې وې په ځـــــــــــواب کې زه پښتو يــــمه
................... ټولــــــــــــــــو ته مــــــــعـــــلـــــومـه با ابرو يمه
................... زه هـــــــــــغه پښتو نه مـــــــــــــــړه کـــــېــــږمه
................... لـــــعل يمه ايرو کــــــــــــــــــې هم ځلــــــــېږمه
................... ګـــــنـــج زمـــــــــا د علم ډېر غــــښـــــتلی دی
................... څـــــــــوک چې ما تر څنګ لري ښاغلی دی
................... زه ځـــــــــــانته قــــــــانون لـــــــرم اصليت لرم
................... زه ځـــــــــــــانته غـــــــــــــــــرور لرم عـــزت لرم
................... پوی به دې د خـــــــپل نوم په مانا کــــــــړمه
................... ســــــــــترګې به دې خلاصې ښه بينا کــړمه
................... (( پ )) يـــــــــمه پياوړې (( ښ )) ښاغــلې يم
................... (( ت )) يم توريالۍ (( و )) هم وياړلـــــــې يم
................... چــــــا چې وينه ګــــــــــډه کړه پښــــــــتو سره
................... ســــــــــــر او کار ددوی دې د زمـــــــــرو سره
................... جـــــــــــګه شوه پښتو ﻻ هم مــــــغروره شوه
................... ما ته رامـــــــــــعـــــلومه بې قصـــــــوره شوه
................... لمـــــر ([color=darkblue:1f7c4d828f] پرهـــــــېز[/color:1f7c4d828f] ) مين شو ﻻ پښتو باندې
................... وياړي د هــــــــــــر ځای په پښــــتـــنو باندې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more